کابل کې د ۵۵ جوړو د ډلهییز واده مراسم ترسره شول
کابل کې د یوه خیریه بنسټ په مرسته د ۵۵ بېوزله جوړو د ډلهییز واده مراسم ترسره شول.
د امام علي په نوم د یاد خیریه بنسټ مسوولان وايي چې د دغه ډلهییز واده د جوړېدو موخه یې ټولنه کې د ناسمو دودونو لهمنځه وړل دي.
د یاد بنسټ د مسوولانو په وینا، په ډلهییز واده کې د هرې جوړې لپاره د کور اړین وسایل او نور توکي د ډالۍ په توګه هم ورکړل شوي دي.
له دې وړاندې هم پر کابل سربېره د هېواد په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم د ځینو خیریه بنسټونو له لوري د هغو کسانو لپاره د ډلهییز واده مراسم نیول شوي چې کلونه کلونه د بېوزلۍ له امله د واده کولو توان نهلري.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.