د ډاکتر ناکامورا درېم تلين؛ پاتې پروژې یې څوک پر مخ وړي؟

714
امید دیدار / دویچه ویله
5 ساعتونه مخکې

ننګرهار کې د پي ام ایس جاپانۍ موسسې مسئولین وايي، د ډاکټر تیڅو ناکامورا له وژل کېدو وروسته د هغه د ټولو پروژو کارونه په نورمال ډول پر مخ روان دي او تر اوسه ورته کومه ستونزه نه ده پېښه شوې.

د دغې موسسې د مشر جاپاني الاصله افتخاري افغان ډاکټر تیتڅو ناکامورا له وژل کېدو درې کاله تېر شول. هغه په ننګرهار کې لوی کانالونه، سربندونه او نورې زراعتي او اقتصادي پروژې پلې کړې وې.

د یادې پروژې یو مسئول انجینیر اجمل ستانکزي دویچه ویله ته وویل، د ناکامورا د وژلو پر مهال پر مروارید دویم نمبر کانال کار روان و؛ خو د هغه له وژلو وروسته یې کارونه «یو څه» ځنډ شوي وو؛ خو تر مرګ وروسته یې کارونه بشپړ شوي دي.

ډاکټر ناکامورا د ننګرهار په خېوې، کامې، بهسود، دره نور، کوټ او ځینو نورو سیمو کې د شاوخوا لسو سربندونو او دوو لویو ویالو په جوړولو سره نیږدې دېرش زره هکټاره ځمکه اوبه‌ییزه شوې ده. له دغو او نورو تازه پلو شویو پروژو شاوخوا دوه میلیونه کسان په مستقیم او غیرمستقیم ډول ګټه اخلي.

افغان حکومت ډاکټر ناکامورا ته افتخاري تابعیت ورکړی و
افغان حکومت ډاکټر ناکامورا ته افتخاري تابعیت ورکړی وانځور: Reuters/Afghan Presidential Palace

د پي ام ایس موسسې د مالوماتو پر بنسټ، اوس مهال د ناکامورا د دې یادې موسسې مشري یو بل جاپانی موراکامي کوي؛ خو هغه افغانستان ته نه دی تللی او له جاپانه د ټولو کارونو څارونه کوي.

انجنیر اجمل ستانکزی وايي، د ډاکټر ناکامورا له وژلو وروسته په ۲۰۲۰ز کال کې د کامې په بر کاشکوټ کې سیمه کې یو سربند هم پیل او تېر سپټمبر میاشت کې ګټې اخستنې ته سپارل شوې ده.

دغه راز، د پي ام ایس موسسې له لوري تازه د ننګرهار کوټ ولسوالۍ کې یو بل کانال د جوړېدو چارې پیل شوي. دغه کانال څلورنیم کیومتره اوږدوالی لري او شاوخوا درې زره هکټاره ځمکه خړوبوي. په دې پروژه کې هم تر دوو سوو کسانو ته کاري زمینه برابره شوې ده.

هغه وویل: «د ناکامورا د ټولو پروژو څارنه کېږي. کوم ځای کې چې ستونزه پیدا شي هوارېږي. دې برخه کې هېڅ ستونزه نه شته او هېڅ پروژه یې نیمګړې نه ده پاتې شوې.»

اجمل ستانکزی وايي، اوس مهال د ډاکټر ناکامورا د ټولو پلي کړیو پروژو ساتنه او پالنه کېږي او په دې ټولو پروژو کې په رسمي او نارسمي ډول شاوخوا څلور سوه کسان په کار اخته دي، چې ټول د جاپان له لوري تمویلېږي.

د پي ام ایس موسسې مسئولین وايي، د ډاکټر ناکامورا د ټولو پروژو څارنه کېږي او دې برخه کې «هېڅ» ستونزه نه شته.

افغانانو هغه کاکامراد باله
افغانانو هغه کاکامراد بالهانځور: Reuters/Parwiz

د ډاکټر ناکامورا لومړنۍ لویه پروژه د مروارید ۲۷ کیلومتره اوږد کانال جوړول وو، چې نورګل ولسوالۍ کې د کونړ له سینده بیل شوی او د ننګرهار خېوې ګمبیري وچې دښتې ته رسېدلی دی. د دغه کانال په اوږدو کې ټولې وچې او شاړې دښتې اوس زرغونې او د کرنې جوګه شوي دي.

که څه هم د پي ام ایس موسیسې چارواکي د ډاکټر تیڅو ناکامورا د ټولو پروژو د ساتنې او کارونو نه درېدا خبره کوي؛ خو د اقتصادي چارو کارپوهان باوري دي، چې ننګرهار کې د ډاکټر تیڅو ناکامورا وژلو د هغه پروژې اغېزمنې کړي او څرنګه چې ناکامورا غوښتل هغسې مخته نه شي وړل کېدای.

د اقتصادي چارو شناند عبدالقدیر متفي دویچه ویله ته وویل، که څه هم د ناکامورا پلې کړې پروژې له اقتصادي اړخه خورا ډېرې ګټورې او اوږدمهاله دي؛ له فکري پلوه یې هم پېغام ډېر لوړ دی.

نوموړي وویل: «د هغه ټولې پروژې خورا لوړ اقتصادي ارزښت لري. د اقتصادي ارزښت سربېره هغه افغانانو ته دا فکر هم ورکړ، چې که وغواړي له خپلو سرچینو په سم ډل ګټه اخیستلی شي. هغه ډېر لوی کار وکړ.»

د ننګرهار د خېوې ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي بیا وايي، چې د ناکامورا له وژل کېدو وروسته د هغه پروژې او کړي کارونه د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي او هغسې چې پکار ده، پام ورته نه کېږي.

د خېوې ولسوالۍ د شګې یو اوسېدونکي بهرام دویچه ویله ته وویل: «د ویالې په اوږدو کې ځيني ځايونه خراب شوي. باغ او پارک ته یې هم چندان پام نه کېږي. که ناکامورا ژوندی وای، داسې به نه وو. موږ د پي ام ایس موسیسې نه غوښتنه کوو، چې د کاکا مراد پروژې دې خرابېدو ته نه پرېږدي.»

موږ کوښښ وکړ، چې د ډاکټر ناکامورا د پروژو او راتلونکیو پلانونو او همغږۍ په اړه د ننګرهار ولایت د اقتصاد او ټولګټور چارو ریاستونه وپوښتو؛ خو هغوی د دویچه ویله اړیکو ته ځواب ور نه کړ؛ خو د ننګرهار ولایت اطلاعاتو فرهنګ ریاست له پاره د طالبانو د حکومت ویاند قریشی بدلون همدومره وویل، چې د دوی حکومت د ناکامورا د پاتې پروژو او نورو کارونو ترسره کولو له پاره پي ام ایس موسیسې ته ډاډ ورکوي، چې امنیت به یې وساتي.

ډاکټر ناکامورا جلال اباد کې وژل شوی
ډاکټر ناکامورا جلال اباد کې وژل شویانځور: Reuters/Parwiz

نوموړي وویل: «موږ د ناکامورا موسسې او ټولو ته ډاډ ورکوو چې د پروژو او کارونو امنیت کې ورسره هر ډول همکاري کوو.»

ډاکټر تیڅو ناکامور ته د وخت ولسمشر محمد اشرف غني د خپلو کارونو د قدردانۍ له امله افتخاري افغان تابعیت هم ورکړی او په خلکو کې د کاکامراد په نوم یادېده.

هغه درې کاله وړاندې د دسمبر پر څلورمه نېټه د ننګرهار مرکز جلال اباد کې داسې وخت وسله وال برید کې ووژل شو، چې خپلو پروژو ته پر لاره و؛ تر اوسه یې قاتلین معلوم شوي نه دي؛ خو د هغه وخت حکومتي چارواکیو ویلي وو، پر ناکامورا برید پاکستان کې پلان شوی و.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.