د یخني ښوروا روغتیایي ګټې

853

د هډوکو ښوروا، چې یخني ورته ویل کېږي، د غوا، پسه یا نورو په هډوکو کې تیارېږي. دا د لومړیو وختونو راهیسې رواج یا دود ده، په لومړنیو وختونو به انسانانو د غوا، غوایي یا نورو حیواناتو هډوکو او نورو برخو کې ښورا کوله او دغه ښوروا به یې څښله.

یخني ښوروا یوه شفافه او په پروټینو بډایه مایع ده او د چرګانو په هډوکو یا غوښه کې به یې یخني یا ښوروا کوله، چې دا په هر کلتور کې ځانګړی ارزښت لري او په ژمي کې ډېره څښل کېږي او اړین غذایي مواد لري چې هضم اسانوي، خوند یې هم ښه دی، امینو اسیدونه هم لري، نو په بشپړ ډول ګټور خواړه دي.

د سالم پاتې کیدو لپاره د یخنۍ استعمال ولې اړین وي؟

په هډوکو کې کابو ټول غذایي مواد موندل کېږي او که چېرته سبزیجات ور اضافه شي، نو غذایي ګټې یې نورې هم زیاتېږي. د څیړونکو په وینا، یخني ښوروا منرالونه هم لري چې بدن یې په اسانۍ سره جذبوي. زموږ بدن ځینې منرالونه لکه مګنیزیم، کلسیم، فاسفورس، سلفر او فاسفورس په جذبولو کې ډېر وخت ته اړتیا لري او یخني ښوروا یې په آسانۍ جذبوي.

وزن کنټرولوي:

یخني ښوروا په کمه اندازه کالوري لري، چې د مړښت احساس کې مرسته کوي؛ نو که دا په غذایي رژیم کې شامل شي نو د وزن په کمولو کې مرسته کوي.

د بدن اوبه پوره کوي:

یخني ښوروا په ډېره اندازه د اوبو لرلو سره د بدن اوبه پوره ساتي. لکه څنګه چې د انسان بدن اویا سلنه اوبه دی، نو اوبه د بدن هر فعالیت ته ګټورې وي او یخني ښوروا د بدن اوبه پوره ساتي.

کولمو ته شفا ورکوي.

په ډېرو مواردو کې د انسان کولمو ته زیان رسېږي، د بېلګې په توګه د انټي بیوټیکونو ډیر استعمال او پروسس شوي خواړه زموږ کولمو ته زیان رسوي؛ خو په یخني ښوروا کې جیلاتین وي، چې کولمو ته ګټه رسوي، هضم ښه کړي او د کولمو سوخت کموي.

مفصلونه سالم ساتي:

د مفصلونو یا بندونو دننه کارټیلج وي، چې دا د عمر په تېرېدو سره کمېږي او د درد لامل کېږي، نو باید د هډوکو روغتیا ته پاملرنه وشي او له همدې امله مهمه ده چې بدن ته غذایي مواد ورکړل شي، ترڅو بدن او هډوکو سالم وساتل شي. دغه راز کولاجین، کونډرویټین، ګلوکوزامین، جیلاتین د هډوکو کارتیلج ښه ساتي.

د معافیت سیسټم پیاوړی کوي:

د هوا له بدلون سره باید خپل غذایي رژیم ته پام وشي او یخني ښوروا یو غوره انتخاب دی، ځکه چې دا د معافیت سیسټم پیاوړی کوي او کولمو ته آرام ورکوي. څېړونکي وایي، په یخني ښوروا کې موجود امینو اسیدونه سوخت کموي، هضم ښه کوي او د معافیت سیستم پیاوړی کوي.

پوستکی سالم او ځوان ساتي:

په یخني ښوروا کې موجود کولیګین، چې یو ډول پروټین دي، د پوستکي د سالم ساتلو لپاره ګټور وي، که چېرته بدن له مناسبه اندازه دغه پروټین ولري نو پوستکی ښکلی او روښانه ساتي او بله خبره دا چې له شل کلنۍ وروسته زموږ بدن په پوستکي کې هر کال یو سلن کولیجن کموي؛ خو یخني ښوروا بیا کولیجن لري چې پوستکی ښه ساتي.

د بدن په پاکولو کې مرسته کوي:

په اوسني وخت کې زموږ چاپیریال ډېر چټل دی او دغه چټلي، چې په هر ډول وي، زموږ بدن اغېزمنوي؛ خو یخني ښوروا هغه غوره خواړه دي چې له بدنه زهرجن مواد خارجوي او د غوره روغتیا لپاره ګټور وي.

د رواني ناروغیو سره مبارزه کوي او خوب ښه کوي:

یخني ښوروا ممکن د خوب ستونزې او د رواني ناروغۍ مخنیوي یا درملنه کې مرسته وکړي. دا په زیاته اندازه ګلیسین لري، چې په رواني اختلالاتو کې مرسته کوي او د شیزوفرینیا د نښو کمولو لپاره خورا مهم وي. همدغه راز ژور خپګان او د خوب ستونزو کې هم مرسته کوي.

د یخني ښوروا د څښلو غوره وخت کوم دی؟

یخني ښوروا په ټوله نړۍ کې خوندوره خواړه دي او په علمي ډول داسې څه ثبوت نشته چي په یوه وخت دې ډېره ګټوره وي، بلکې دا غوره او بشپړ خواړه دي، چې بدن ته ځواک ورکوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.