د ډوکتور عبدالرزاق پالوال لومړی تلین

پوهندوی آصف بهاند

312

تېرکال د فلک خوني منگولو زموږ د فرهنگ له بڼ څخه شمېرلي او د حساب وړ غاړې ورېبلې، په دغو فرهنگي شخصیتونو کې یوهم د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي پخوانی استاد، توکمپوه، ژبپوه، د تاریخ محقق، شاعر، لیکوال او د افغانستان د ژبو د اطلس پروژې دانشمند غړی عبدالرزاق پالوال و.

موږ افغانان لکه تل په خپلو عالمو او فرهنگي شخصیتونو پسې په ژوندینې نه گرځو، نه یې یادوو، نه یې لاسنیوی کوو او نه یې درناوی کوو؛ خو چې څنگه مړ شو، بیا نو له هرې خو د «وش» او «وای» غږونه او د افسوس فریادونه اورېدل کېـږي او ژړواوې پسې سر کېـږي.

پالوال په څو برخو کې د تخصص ترکچې پورې پوهه درلوده او په هره برخه کې د پاملرنې او حساب وړ قلم چلولی و او اثار یې راپاتې دي، خو د اوږدې مودې له پاره په یوازې صورت بې یاره بې دلداره په ناروغ صورت په یوازیتوب کې تېر کړ او هماغسې په یوازیتوب کې په ابدي سفر روان شو.

دا دی د دې فرهنگي شخصیت د مړینې کال پوره شو، په دې موده کې یې نه چا کوم اثر ورچاپ کړ او نه یې کوم سیمینار یا یاد غونډه ورته جوړه کړه. اصلي خبره خو دا هم ده چې پر افغانستان باندې او پر افغانانو باندې داسې حال راوستل شوی دی چې ژوندي یې لا خپله خیټه نه شي مړولای، د تللو یادول او یا د هغوی د فرهنگي کارونو د یادونې او یا له هغه نه د راپاتې اثارو چاپ خو لا پر ځای پرېږده.

د افغانستان د دې حقداره فرهنگي شخصیت د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي پخوانی استاد، توکمپوه، ژبپوه، د تاریخ محقق، شاعر، لیکوال او د افغانستان د ژبو د اطلس پروژې دانشمند غړی عبدالرزاق پالوال د ژوند او فرهنگي کارونو په باب، ما (آصف بهاند) تېر کال د ده د وفات په مناسبت یوه مفصله مقاله ولیکله او خپره مې کړه؛ دا دی اوس یې د ده د لومړي تلین د درناوي په پاره د هغې مقالې یوه لنډه برخه د پاسنۍ مقدمې په ملتیا خپروم:

د ډوکتور پالوال د مرگ خبر ما ته استاد معصوم هوتک د تیلیفون پر کرښه راکړ، ما چې د معلوماتو غوښتنه وکړه، ده په عالمانه فرهنگي مهربانۍ سره دا لاندې معلومات او د پالوال صاحب د دریو چاپ شوو کتابونو د لومړي مخ عکسونه زما په پته راولېـږل:

«داکتر عبدالرازق پالوال د کابل پوهنتون د ادبپوهنځي پخوانی استاد نن په کندهار کي له اوږدې ناروغۍ وروسته وفات سو او د کندهار پوهنتون د مشاهیرو په هدیره کي به خاورو ته وسپارل سي.

داکتر پالوال په کندهار کي زېږېدلی او له میرویس لېسې څخه فارغ سوی وو. لیسانس ئې د کابل پوهنتون له ادبپوهنځي پښتو څانګي اخیستی وو او سمدستي په کدر کي نیول سوی وو. په توکمپوهنه کي په امریکا کي دوکتورا اخیستې وه او په ژبپوهنه کي ئې پراخي څېړني کړې وې. د افغانستان د ژبو اطلس په پروژه کي د ده کار او ساحوي ریسرچ ونده ډېره غوښنه وه. دی په ژبپوهنه کي د دکتور زیار, دکتور تږي, بایزید اڅک په همردیفو کي کڼل کېدی.  په ادبپوهنځي کي زیات کلونه استاد وو. د «پښتو مصدر»، «معیاري ژبه» او «د پښتنو تاریخ» اثرونه ئې درانه علمي آثار دي چي چاپ سوي دي. دغه راز ئې د ژبي او ادب په باب په لسهاوو مقالې په هیوادنيو مطبوعاتو کي خپرې سوي دي.

علامه رشاد ليکلي دي چي د پښتوــ جاپاني قاموس ليکوال اود جاپان د شيمونوسکي نومي بندر په پوهنتون کي استاد ښاغلی نواتا تېڅو سن وايي ٌ زما د پښتو ژبي استاد ښاغلی عبدالرازق پالوال دی. ٌ (٤) .

(٤) پښتوڅېړني ـــ دوهم ټوک ـــ دوهمه برخه ــــ د پښتو، جاپاني قاموس په باب داکاډميسن عبدالشکور رشاد مقاله ـــ ٤ مخ ــــ ١٣٦٧ ش ـــ کابل»

د پالوال عملي ژوند او ژوندلیک ته په کتو سره داسې ښکاري چې ده په تانده ځوانۍ کې تر نورو فرهنگیانو څو چنده لا ډېر د زدکړې او پوهې د ترلاسه کولو شوقي و او د دې موخې د ترسره کېدو له پاره یې لرې، لرې ملكونو ته سفرونه وکړل، د زدکړو لړۍ یې بشپـړه کړه او تر خپله وسه یې د پوهې له سمندر څخه د خپلې خوښې وړ څاڅکې را واخیستل.

په خپله تانده ځوانۍ کې یې د زدکړو ترڅنگ، قلم چلول او لیکل هم وکړل. ده په خپله ویلي دي چې د اووم ټولگي زده کونکی و چې منظومې او منثورې لیکنې یې پیل کړې.

(بېنوا عبدالرؤف، اوسني لیکوال (بشپـړ متن)، ترتیب او زیاتونې: مطیع الله روهیال، علامه رشاد خپرندویه ټولنه ـ کندهار، ۱۳۸۸ ش ــ ۲۰۰۹ کال، ‍‍‍۱۸۶ ام مخ)

او په پای کې د ۲۰۲۱ ام کال د دسمبر پر شپـږمه نېټه (۱۴۰۰ ام کال د لیندۍ پنځلسمه) پر خلکو او وطن باندې مین زړه له تپېدو پاتې شو.

ویل کېـږي چې د پالوال د جنازې په مراسمو کې دومره خلکو گډون نه و کړي، دا خبره چې د یو محب وطن فرهنگي چې لوړې زدکړې یې درلودې، ښه قلم، او د کار ډېره ښه سابقه لري او گڼ اثار هم ورنه پاتې دي او د وروستې مخه ښې او خاورو ته سپارولو په مراسمو کې یې په دومره لږ شمېر  د خلکو گډون هر څوک حیرانوي. دلایل به یې د هر چا له نظره بیل وي: ښايي د کورونا وبا وېره، ښايي سیاسي ــ نظامي ستونزې، ښايي د گڼو فرهنگیانو بېځایه کېدل او…

د فرهنگي ژوند په اوږدو کې یې تر پنځوسو ډېر اثار ولیکل. ښاغلی مطیع الله روهیال د اوسني لیکوال د پالوال د بیوگرافۍ په لمن لیک کې د پالوال صاحب د اثارو په باب داسې لیکلي دي:

«د ښاغلي ډاکتر پالوال هغه چاپي اثار چې ما (روهیال) ته معلوم دي: (۱) پښتو نوی مصدر ۱۳۴۲ ش. (۲) د شاه مقصود زیارت او د هغه تاریخي او اجتماعي ارزښت ــ د خپلواکۍ مجلې په پرله پسې گڼو کي خپور سوی دئ. (۳) د کالام تاریخ ــ د دغه تاریخ لیکوال مولوي ماتکیرالي دئ، انگلیسي ترجمه یې ښاغلي ډاکتر پالوال کړېده، چي د جرمني د انتورپوس مجلې په څو پرله پسې گڼو کي خپور سویدئ. (۴) د پښتنو نوی پخوانی تاریخ ــ ۱۹۹۴ع. (۵) معیاري پښتو ــ ۱۳۸۴ ش.»

(بېنوا عبدالرؤف، اوسني لیکوال (بشپـړ متن)، ترتیب او زیاتونې: مطیع الله روهیال، علامه رشاد خپرندویه ټولنه ـ کندهار، ۱۳۸۸ ش ــ ۲۰۰۹ کال، ‍‍‍۱۸۷ ام مخ لمنلیک)

خو نن سبا په میډیا کې د پالوال صاحب د اوو چاپ شوو اثارو یادونه کېـږي چې ښايي د روهیال صاحب له خوا د پنځو یادو شوو اثارو نه وروسته دوه نور کتابونه چاپ شوي وي. د پالوال صاحب چاپ شوي اثار چې قلموال یې نومونه په میډیا یادوي. دا دي:

۱ ــ د پښتنو نوی او پخوانی تاریخ (لومړی ټوک، په انگلیسي ژبه او دوهم ټوک په پښتو ژبه)،

۲ ــ د پښتو نوی مصدر، د ۱۳۸۴ ل ل کال چاپ،

۳ ــ د شاه مقصود زیارت او د هغه تاریخي ارزښت،

۴ ــ د کالام تاریخ (له انگلیسي څخه ژباړه)،

۵ ــ معیاري پښتو،

۶ ــ موږ محوه کیږو،

۷ ــ وگړي دوزخیان دي.

د پالوال صاحب د ژوند وروستي کلونه یو څه په کړاو سره تېر شول. ده له امریکا غږ سره یوه مرکه کړې وه چې ځینې برخې یې د ویدیو له مخې دلته لیکم:

«… په زپپوهنه او توکمپوهنه کې یې له امریکا څخه خپله ماستري او ډوکتورا ترلاسه کړې ده، د خپل عمر ډېره برخه یې په تدریس او څېـړنه باندې تېره کړې ده، په پښتو، دري، انگلیسي، عربي او جرمني ژبو باندې گڼ لیکل شوې آثار ورنه پاتې دي چې شمېر یې تر پنځوسو هم اوړي، اوه اثره یې چاپ شوي دي او نور یې ناچاپ دي.

د افغانستان د فرهنگ دا ځلانده ستوری د خپل ژوند وروستۍ شپې ورځې په یوه تیاره او نمجنه کوټه کې په یوازیتوب سره په ډېر بد حالت تېرې کړې. د ده گیله د ټولو افغانانو په پته دا ده چې ده د خپل ژوند ډېره برخه هېواد او خلکو ته په چوپـړ کې تېره کړېده، خو اوس…

د ژوند په ورستیو کې یې دوې هیلې درلودې:

د ژوند کولو لږ ښه شرایط او د نا چاپ اثارو چاپېدل.»

روح يې ښاد او یاد یې تلپاتې!

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.