هغه دوکتور ارغنداوی چې ما پیژاند

زلمی هېوادمل

157
په ۱۳۴۸هـ ش کال چې زه د کانکور له لارې د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشری علومو پوهنځی ته کامیاب شوم.
ما د درسی کال په لومړۍ میاشت کې د پوهنځی په دریوو مجلو: ادب، وږمه او جغرافیا کې اشتراک وکړ. د وږمې مجلی د همدې کال په ګڼو کې د عبدالعلی ارغنداوی له نامه سره آشنا شوم.
ده د لیسانس په تحصیلی دوران کې د تاریخ او جغرافیا په دیپارتمنت کې د تحصیل تر څنګ د وږمې مجلی د مهتمم په توګه کار هم کاوه او زما په پوهه یو مهم کار چې ده د وږمې د چاپ ترڅنګ پدې وخت کې کړی ؤ هغه د وږمې مجلی د نشراتی دورې د مضامینو فهرست ؤ چې پر ۱۳۴۸ کال د وږمې مجلی په یوه ګڼه کې خپور شوی دی. د ارغنداوي د همدې فهرست ګټه ما ته دا شوه چې زه یې د وږمې د تیرو ګڼو پیدا کیدو ته وهڅولم. عبدالعلی ارغنداوی له پوهنځی له فراغت سره سم د تاریخ او جغرافیا د دیپارتمنت علمی کادر ته جذب شو.
ما دی له نزدې زموږ د استاد او د فاکولتی د رئیس پوهاند غلام حسین مجددی په دفتر کې ولید. زه د کوم کار لپاره د پوهاند مجددي دفتر ته ورغلم. که ګورم چې د استاد نور احمد شاکر ترڅنګ ارغنداوی هم ناست دی او دا نو لومړۍ پلا ده چې مې ارغنداوی له نژدې ولید او په لاس روغبړ می ورسره وکړ.
زلمی هېوادمل
بیا یوه ورځ زما مهربان استاد پوهاند میر حسین شاه د خبرو په ترڅ کې وویل: زموږ د دیپارتمنت (تاریخ – جغرافیا) یو ځوان تدریسی غړی عبدالعلی ارغنداوی مو د تحصیل لپاره هندوستان ته واستاوه.
تر دې وروسته به هم زما د استادانو: پوهاند حبیبی، پوهاند رشاد او استاد بینوا په مجالسو کې د عبدالعلی ارغنداوی یادونه کیده.
د تیرې هجري شمسی پیړۍ د پنځوسمو کلونو په اوایلو کې زموږ استاد اکادمیسین رشاد د سترګو د تکلیف د علاج لپاره هندوستان ته تلوونکی و. خو د حرکت ورځ یې ماته معلومه نه وه. تصادفاً د استاد له تګه ورځ دمخه د استاد حبیبی لیدو ته ورغلی وم. په خبرو کې یې د استاد رشاد یادونه وکړه چې سبا سهار د پیښور له لیارې د سترګو د علاج لپاره هندوستان ته تلونکی دی.
څنګه چې ما ورسره خدای پامانی نه وه کړې، نو سهار وختی سینما پامیر ته ورغلم. هر سهار له دې ځایه دوه بسه پیښور ته تلل یو د افغانستان د شرکت سرویس او بل د پیښور د G.T.S
سینما پامیر ته چې ورسیدم استاد رشاد لا نه ؤ رسیدلی، زه د دواړو سرویسونو شاوخوا ګرزیدم چې پدې کې یو تکسی را ورسید. که ګورم استاد رشاد ترې کوز شو. زما په لیدو خوشحاله شو، خو دا یې راته وویل: ځان دې ولې ستړی کړ. په بس کې د استاد سامان ځای پر ځای او سیټ یې معلوم شو، له ما سره د خبرو لپاره له سرویسه را کوز شو او ما ترې پوښتنه وکړه چې علاج به دهلی کې کوئ؟
دوی راته وویل: شپه دوې به دهلی کې وي، ما عبدالعلی ته خط استولی ؤ، هغه په علیګرهـ کې ترتیب نیولی دی، زه د علاج لپاره علیګرهـ ته ورځم.
پر ۱۳۸۲ هـ ش کال زه او مرحوم عبدالرحیم ځدراڼ په دهلی کې وو په رسمی وخت کې به مو کتابخانو، علمی – اکادمیکو موسساتو، میوزیمونو او آرشیفونو کې کار کاوه تر رخصتۍ وروسته به زیاتره ورځی د آل انډیا رادیو پښتو یونت ته ورتلو، ځکه ډیرو افغانانو هلته کار کاوه او دوی به هر ماپښین رادیو ته راتلل.
یوه ورځ چې د یونت دفتر ته ننوتو د یونت مدیر روشن لعل ملهوتره را ولاړ شو تر روغبړ وروسته، ده یوه میز ته اشاره وکړه چې تر شا یې عبدالعلی ارغنداوی ناست ؤ. ارغنداوی زموږ په لیدو ډیر خوشحاله شو. عینکی یې پر میز کښیښودی؛ او له موږ سره یې څه وخت مجلس وکړ، زموږ د سفر د هدف او کارونو په باب یې وپوښتلو بیا یې د ځان په باب وویل:
زه یې ډیر کلونه پخوا له کابل پوهنتونه د تحصیل لپاره هند ته واستولم، د پوهاند صاحب میرحسین شاه په خوښه علیګړهـ یونیورستۍ ته ورغلم. ماستري مې هلته وکړه، د دوکتوری لپاره مې د کابل پوهنتون په موافقه (د پوهاند میر حسین شاه په مرسته) له جواهر لال نهرو پوهنتونه داخله واخیسته اوس د ډیزرتیشن د تکمیل په مراحلو کې واقع یم.
د بلی هفتی د رخصتی په ورځ یې موږ دواړه په خپل هاسټل کې میلمانه کړو. هاستل ته ورغلو قصی او خاطرې مو سره بیان کړې د ډوډۍ وخت شو. ارغنداوي وویل: ما غوښتل په کور کې تاسې ته د ډوډۍ ترتیب ونیسم، خو وروسته فکر راغی چې په افغانستان کې به چینایی رستورانتونه نه وی فعال، چینایی رستورانت ته به لاړ شو. د ارغنداوي په بلنه، د جواهر لال نهرو د پوهنتون په ساحه کې چینایی رستورانت ته ولاړو، او د غرمی ډوډۍ مو وخوړه، ما اول ځل چینایی خواړه د ارغنداوی په میلمستیا کې وخوړل.
موږ چې به کله په دهلی کې وو، نو آل اندیا رادیو پښتو څانګی د تګ سلسله کې به مو حتی هغه ورځ نه هیروله چې به د ارغنداوي نوبت و. موږ چې به ورغلو دی به هم ډیر خوشحاله شو، خپل کارونه به یې هم کول او له موږ سره بنډار ته به یې هم وخت ایست. څانګی ته زموږ له ورتګ سره سم به دی له کانټینه د چایو په راغوښتو کې تر ملهوتره دمخه شو. ملهوتره د سوات او بنیر افغان ږیر کلی سکهـ ؤ چې د تیرې میلادی پیړۍ د دویمی نیمایی په لومړیو لسیزو کې له کورنۍ سره هند ته کډه شوی ؤ.
یوه شپه د آل اندیا رادیو په هاسټل کې د کشمیری افغان، ثناء الله خان یوسفزی سره میلمانه وو، ارغنداوی صاحب هم پدې میلمستیا کې له موږ سره ؤ، غالب ګمان می دا دی چې دوکتور ضامن مومند، مالیار او سیار هم وو.
د میلمستیا په پای کې چې راوتو ارغنداوی له ځدراڼ صاحب او ما سره را روان شو، وې ویل: د کناټ پلیس تر شاوخوا به پیاده ولاړ شو بیا به زه درنه له لاری بیل شم او J.N.U موټر به ونیسم، ستاسې هوټل هم نزدی کیږي. ځدراڼ صاحب ورته وویل: زموږ هوټل درته معلوم دی؟ ارغنداوی صاحب وویل: ولی نه د رنجیت هوټل کې یاست؟ موږ وویل: هو؛ ارغنداوی زیاته کړه تر تاسی دمخه زهما صاحب په همدې هوټل کې اوسیده، زه به یې هر وخت لیدو او پوښتنې ته ورتلم. مطلب یې زموږ مترقی او دانشمند استاد پوهاند علی محمد زهما ؤ. زه خپله یو کال د استاد زهما درسونو ته ناست یم. د تدریس د خاص سبک خاوند و، کوښښ به یې کاوه چې شاګردانو ته نوي مسایل او نوې خبرې ور وښیی.
په همدې شپه پر لاره ما له ارغنداوی پوښتنه وکړه! زه د فاکولتې محصل وم چې تاسی هند ته لاړ است، ډیر وخت مو تیر نه کړ؟ ده ددې پوښتنی په جواب کې یوه قصه راته وکړه چې اوس یې زه په کابل او ننګرهار پوهنتونونو کې خپلو شاګردانو ته هر وخت کوم.
عبدالعلی راته وویل: زما د دیزرتیشن اسناد ډیر نایاب و او زه پدې اسنادو پسی د دهلی ملی آرشیف، د کلکتی آرشیف او ډیرو نورو هندی آرشیفونو کې وګرزیدم، ځینې یې نه پیدا کیدل.
یوه ورځ په تصادفی ډول له یوه سپین ږیري سکهـ ارشیویست سره مخامخ شوم د خبرو او صحبت په ترڅ کې مې د خپل ډیزرټیشن د ځینو اسنادو د نه پیدا کیدو مشکل ورسره مطرح کړ، ده را ته وویل ستا د دیزرتیشن ټول اسناد د لندن په اندیا آفس لایبریری او برټش میوزیم کې پیدا کیږي.
د سردارجی له معلوماتو خوشحال شوم او دا خبره مې له خپل رهنما استاد سره شریکه کړه.
زما رهنما استاد راته وویل دا خبرې په یو کاغذ کې ما ته ولیکه. ما هغسی وکړل او خط می رهنما ته وسپاره، بله ورځ سهار لا زه په هاسټل کې وم چې د پوهنتون د بین المللی روابطو د شعبی یو کلرک راغی له ما یې پاسپورت وغوښت. څنګه چې خط یې له ځان سره راوړی ؤ، ما پاسپورت او عکسونه ورکړل پنځلس ورځی وروسته هماغه کلرک پاسپورت، د الوتکی ټکټ او د پروګرام پاڼه راوړل.
ما چې دا اسناد وکتل پاسپورت کې د انګلستان ویزه لګیدلې وه، د تګ راتګ ټکت، په لندن کې د اوسیدو ځای، انډیا آفس لایبریری او برټش میوزیم ته د ورتګ پروګرام پکی لیکل شوې او له دې سربیره کلرک راته وویل چې تر تګ دمخه د پوهنتون د بین المللی روابطو څانګی ته راشه چې خپل سفر خرڅ تر لاسه کړې.
زه د جواهر لال نهرو پوهنتون په لګښت لندن ته ولاړم څلویښت شپی می هلته تیرې کړې خپل منظور نظر او نور ډیر اسناد می پیدا کړل. او بیرته دهلی ته راغلم، بیا مې د نویو موندنو پر بنا خپل اثر له سره تنظیم کړ او تر بشپړیدو وروسته می رهنما ته وسپاره بیا دفاع ته آماده شو. د اسنادو لټون ډیر وخت ونیو او ډیر یې ستړی کړم.
عبدالعلی ارغنداوی یو خدمتګار او مدد رسان انسان و. هغه استادان او فرهنګی او ملی مشران چې به د علاج او علمی چارو لپاره هندوستان ته تلل چې دی به پرې خبر شو ځان به یې ور رساوه او هر ډول خدمت او مرستی ته ورته ولاړ ؤ.
د ۱۹۸۳ م کال په اواخرو کې University Grants Commission of India ځدراڼ صاحب او ماته خبر راکړ چې ستاسې د کار لومړۍ مرحله پای ته رسیدلې ده د دویمې مرحلی لپاره باید په دهلی کې د افغانستان سفارت موافقه وکړي او موږ ته رسمی ولیکی.
موږ ته یې د سفارت په نامه یو لیک هم راکړ، هغه وخت دوکتور حسن شرق په دهلی کې د افغانستان سفیر ؤ. موږ چې له کابله راغلي وو، دده لیدو ته هم دواړه (ځدران او زه) سفارت ته ورغلی وو زموږ یې ډیره خاطرداری کړې وه، یو ځل دوه یې میلمانه هم کړو.
موږ چې د University Grants Commission of India خط دوکتور شرق ته ورساوه، راته یي وویل زما له نظره مشکل نه لري خو زه به داسې وکړم چې له خپلو همکارانو به وپوښتم چې ستاسو د کار د تمدید مساله د کابل اجازی ته اړه لری او که یه؟
موږ خپل نظر د هند د خارجه وزارت (د افغانستان، ایران او پاکستان) شعبی ته استوو، هغوی یې خپله کمیشن ته استوی. که په پُست کې د مکتوب لیږل ډیر وخت وغواړي، نو تاسې کولای شئ چې د هند د وزارت خارجه یادې شوې څانګی ته ورشئ د هغی شعبی مسوول (شوان پاون سنګهـ) نومیږی چې یو وخت په کابل کې د هند د سفارت سکرتر ؤ، له افغانانو سره ډیره مرسته کوي هغه ته ورشی، هغه به مکتوب تاسی ته لاسی در وسپاری او مربوطئ څانګې ته به یې یوسئ.
کله چې د افغانستان له سفارته ووتو موږ خپلو کې سره وویل چې د موافقی تر راتګه باید موږ سرکاری هوټل هم پریږدو؟ که دلته پاتیږو کرایه راباندې چارجیږی چې زموږ له مالی توانه لوړه ده. باید د رادیو له ملګرو سره مشوره وکړو.
راساً آل اندیا رادیو ته ورغلو زموږ له ښه بخته چې رادیو ته ورسیدو په هغه ورځ ارغنداوی دمخه راغلی ؤ. له ده سره مو دا موضوع مطرح کړه. ده په ځواب کې راته وویل هیڅ تشویش مه کوئ. J.N.U د سکالرانو لپاره د نوی دهلی په مرکزی سیمه کې د ساپرو هاوس لایبریری په نامه یوه مجهزه کتابخانه او ترڅنګ یې ساپرو ګیست هاوس او ښه رستورانت لري په ډیرو لږو پیسو د J.N.U منسوبانو ته امکانات برابروي او د ځان خوا به له J.N.U ستاسو لپاره په ساپرو ګیست هاوس کې د اوسیدو او په ساپرو هاوس لایبریری کې د مطالعی اجازه واخلم.
ارغنداوی دغسی وکړل او موږ یې له دغه نویو زمینو سره بلد کړو. او زموږ په واک کې یې دا زمینې راکړې.
په ۱۹۹۲ م کال زه په پیښور کې وم، د ارغنداوي تګ راتګ هم دغه وخت له لندنه پیښور ته پیل شوی ؤ.
له ما سره یې د مرستې لپاره د مصاحبو سلسله پیل کړه.
د هرې مصاحبی په مقابل کې به BBC پښتو څانګی زما په نامه چک را استوه.
ارغنداوی دا مهال خپل ډیر مهم کتاب او د هیواد د یوې مرحلی ژوندی تاریخ (له ۱۹۰۰ – ۱۹۹۲ م) کال پورې (د ژوندۍ خاطرې) په نامه آماده کړ او په ۱۹۹۷ م کال په پیښور کې په پښتو ژبه چاپ شو.
همدا راز ارغنداوی د تیرې شلمې پیړۍ په نویمو کلونو کې له جان بټ انګریز سره د افغانانو لپاره په پښتو او دری – پارسی ژبو ( د نوي کور او نوی ژوند، خانۀ نو و زنده گی نو) د برنامو د شروع په چارو کې هم زیار و ایست.
د شلمې پیړۍ د نویمو کلونو له څو لومړیو کالو وروسته بیا له دوکتور ارغنداوي سره د لیدو قسمت نه ؤ،
تردې چې پر ۲۰۱۶ م کال د سپتمبر په میاشت کې له پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی سره په یو سفر کې لندن ته تللی وم، په دې سفر کې می یوه ورځ ارغنداوی صاحب ولید، د هماغی ورځی تر مازیګره سره یوځای وو چې کله دی رخصتیده، د لندن د ښار د تیمز سیند تر یوه پله پورې په پښو سره لاړو او پله ته په رسیدو سره می دی رخصت کړ بیا مو سره ونه لیدلای شول.
تر دی چې د روان ۲۰۲۴ م کال د اپریل پر ۶مه نیټه یې له دې دنیا کډه وکړه اروا یې ښاد، کورنۍ او دوستانو ته یې تسلیت.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.