فدرال، فدرالی دولت او حکومتی نظامونه

پوهاند محمد بشیر دودیال

482

افغانستان د کورنیو جګړو په بهیر کې وځپل شو، اقتصاد، معارف، اردو، صحت،مخابرات،… لنډه داچې زیربنا او ټولو مادی او معنوی ملی ارزښتونو  ته زیان ورسېد. په دې کې حکومتولي، نظام او دولتی چارې هم  وشړیدلې.  له ۱۳۸۱ل.کال وروسته د نړیوالې ټولنې په مرسته د افغانستان د ثبات، امنیت او بیا رغاونې هیله پیدا شوه، خو متاسفانه ستونزې ډیرې وی؛ دبهرنیو مرستو دمثبتو اړخونو  ترڅنګ دهغو منفی اړخونو، بی کفایتی، ناامنی او پراخ- تنظیم شوی فساد دا هیلې په ناهیلۍ بدلې کړې. له ۲۰۱۰م.کال ورسته وپتېیل شوه چی امنیتی سکتور او ډیرې نورې چارې په مستقلانه ډول افغانی بنسټونو ته ولیږدول شي، خو نه افغانان(چارواکي) او نه یې ملی بنسټونه دې ستر امانت سپارلو ته چمتووو. په ۲۰۱۴م. کال کې تر دې هم پورته؛ د افغانستان لپاره څو لویې او منطقوی طرحې په پام کې وینول شوی، لکه: نړیوالو اوبو ته لارموندل، د تروریزم او د مخدره توکو د څلور لارې پرځای افغانستان د مدنیت او تجارت په څلورلاری بدلول، د کاسا زر، ټاپی، لویوتجارتی منطقوی لارو، د وچې د بندرونو د انکشاف، د اوبو دمنابعو مدیریت، دکانونو د چارو د معیاری قردادونو جوړول،مالی او پولی سیستم  نوی کول او د اقتصاد لپاره بهر کی د یوې پشتوانی جوړول، منطقوی سازمانو سره اړیکی پیاوړی کول او ځینو کې د ناظر له دریځ څخه بشپړ عضویت ته دافغانستان اوچتول، دمطبوعاتو لا ښه ځلول، هوایی ترانزیت او عوایدیی، مخابرات او عوایدیی، دګمرکاتو سمون  او داسې ډیر نور تدابیر لاس لاندې ونیول شول. په دې کې یو هم د بهرنیو موسسو د کارونو محدودیدل و چی د ناامني اود امنیتی سکتور د انتقال له امله جبری واقع شول. له بلې خوا د اقتصاد د ښه کولو لپاره یو شمیر کسانو باندی امتیازات کم شول او ځینی بستونه هم محدود شول. دونرانو مرستی دیوشمیر شرایطو تابع کړې او دولت مجبور شو په لګښتونو کی د ذوق پرځای صرفه جویی ته مخه کړي.  له بلې خوا وضعیت د دې غوښتنه کوله چی قدرت یوڅه متمرکز او انارشی او بی انضباطی چی د تیرو کلونو بد میراث و، له منځه یووړل شی. دغه وروستی اقدام  کامیاب نه و، بلکې بد تخریبی-افراطی غبرګون یی درلود. دغه غبرګون د سبوتاژ، بی دسپلینی اوعدم اطاعت، فدرالیزم غوښتنې، شئونیزم، سکتاریستی تمایلاتو او یوشمیر نورو بڼو باندی تظاهر وموند،  دا په داسې حال کې چې دهیواد وضعیت د امنیتی، سیاسی او اقتصادی پلوه ډیر بحرانی حالت کی و. په دې کې بهرنی تحرکات هم دخیل و، مګر دا صرف سیاسی نارضایتی نه، بلکی ملي ضد او دسیاسی افراط اوتفریط مرکب مثال و. اوس چې حالات نور هم بدل شول، لا هم دفدرالیزم غږونه اوریدل کیږی، خو مشکل دادی چی دافغانستان په شان یو کاواک هیواد د بحران او لیږد په حالت کی دستی په دستی دې ډول خبرو ته جوړ ندی. نو ځکه به د فدرالیزم په اړه لنډه خبره وشی:

فدرالیزم ( Federalism) چې اوس اروپایی ژبو کی معمول ده، د لاتیني ژبې د ( Foedus)څخه اخیستل شوی ده، چې د مرکزیت، متمرکز او توافق برعکس، د ویشلي اوغیرمرکزي په مفهوم او معنا ده. په حکومتولی او عامه اداره کې  فدرال سیستم هغه ډول نظام دی چې ټول قدرت مرکز سره نه، بلکې یو شمیر صلاحیتونه ایالاتو ته سپارل کیږی، اقتصاد کې هم تصدۍ تبارز مومی، محلی شوراګانې پیاوړی شی، خو اساسی قانون، بانکونه، پولیس او امنیت، بهرنی پالیسی او ځینی نور حساس دریځونه مرکز سره وی، چې دفدرالی په وړاندې یې صلاحیتونه ملی وثیقه، یعنی قانون کې ثبت وی. په دې ډول نظام کې یوهیواد په څو ایالاتونوویشل کیږی چې داخلي چارو کې واک لري،خوپه بهرني سیاست، داقتصادی سیستم په ټاکلو او نظامی چارو کې د مرکزی دولت تابع وی(لکه پاکستان، هند،آلمان او نور)، د دې په وړاندې بسیط (ساده) دولت دی چې اداري او حکومتی واحدونه ټول مرکزي وي(لکه افغانستان او دنړۍ اکثریت هیوادونه).د دې سرچپه هم ویلای شو: د څو ایالتونو سره یوځای کیدل په یوه لوی واحد کې فدرال دی.

یعنې دا کوم مطلقاً غیر متمرکز او پاشلی نظام نه، بلکې قانونمند نظام دی، چی محلات خپلې چارې خپله له خپلې خوښې سره سم پرمخ بیایي، بلکې دغه محلات(ایالتونه) تر یوه لوی ملی چتر لاندې سره متحد وي. هغه ټولنی چې لا هم د پوره لوړ شعور او پوهې، اتحاد او ثبات لرونکی نه وي، یا یې اقتصادی پوتانیسیلونه متجانس نه وی، دطبیعی منابعو، اقلییمی اوصافو ، ترانسپورت او نورو له پلوه ټول ولایتونه عین مزیت(ښیګڼه) ونشی لرلای، نو بیا فدرال نظام د دوی په زیان وي. یا هغه هیواد چې نفوس او سړی سرکلنی عاید یې کم، دملی پروژو د تمویل سرچینی محدودې اوبهرنیو مستو ته محتاج او مساحت یې هم ډیر لوی نه وي، سیاسی پوخوالی او اقتصادی کلکوالی ونلری، یا څه نورې ستونزی ولری، نو دا ډول هیواد فدرال نظام نه خوښوي.

باید د فدرال کلمه له غیر متمرکز څخه جلا کړو. بله باریکې داده چی په اضطراری او جنګی حالاتو کی دفدرال پر ځای متمرکز نظام موثر دی. دا ځکه چی په انارشی لاسبری کیدای شی، نه پریږدی چی حالات له بد بدترشی. په مجموع کې په اداره کې؛ فدرالیزم او فدراسیون له شکلي پلوه دې ته وایی چې څو کوچنی واحدونه اوډلې(کوچنی دولتونه، ایالات، ولایتونه، سنډیکاوی، اتحادیې او نور) سره را یوځای کړي او یو فدراسیون جوړ کړي. یعنې ګډو ګټو ته درسیدو په موخه له کوچنیو واحدونو څخه لوی واحد جوړول. هغه هیوادونه چې لوی مساحت، زیات نفوس، متجانس تولیدی سرچینې او اقتصادی منابع ولري او منظور یې په ریاستي نظام کې ډټولو چاور په مرکز کې د راټولیدو څخه مخنیوی وي، نو بده نه ده  چې د متمرکزحکومت پر ځای فدرال خوښ کړي(شرایط یې ذکر شول).

هر هیواد دځانګړو شرایطو په تحلیل سره هرنظام چې غوره کوی، مهمه داده چې باید مشروعیت ولري. مشروعیت په یوه حکومتی نظام کې د هغو ځانګړنو مجموعه ده چې واکمن دهغو په مرسته خپل حاکمیت صحیح بولی. دغه وضعیت دې پوښتنې ته ځواب وایی چې ولی باید مشروع حاکم، حاکمیت وکړی او حکومت او دولتداری وچلوي او ولی دقوانینو د انفاذ صلاحیت ولري. ماکس ویبر دمشروعیت لپاره لاندې درې سر چینې ښودلی دی:

۱.سنتی مشروعیت( له دې لحاظه افغانستان په عنعنوی ډول له پیړیو رادېخوا سلطنتی او جمهوری نظامونه تجربه کړی چې ټولو کی دمرکز واک رول زیات و، په همدې سره ثبات هم موجودو. اما یوشمیر هیوادونه؛ مثلاً پاکستان بیا سم له جوړیدو سره فدرالی و، نو دا هیواد په سنتی او عنعنوی شکل فدرالی جوړ شو او فدرالی دی). مشکل  دا دی چی بی ثباته او بحران ځپلی هیواد نشی کولای په آسانی ټول دولتی نظام له سنتی حالته یو بل نوی نااشنا او بی نتیجی نظام ته واړوي. که یې اړوي حالت به یی نور هم بدترشي.

۲.کاریزماتیک (‌ذاتي صفات او جذابیت لرونکی شخصیت) مشروعیت( له دې پلوه هم کومه کاریزما نه وینو چی فدرال ته مو په امانت، سلامت او د غوره پایلې لرونکی شکل باندی بوځي)،

۳.عقلانی مشروعیت ( تجارب، سیاسی تعقل، ملی منابع، د وطن راتلونکی او ډیر نور مسایل عقلاً اجازه نه ورکوی چې د دولت دنظام جوړښت بدل شی، (البته د حاکمې ډلې سمون او دغوره حکومتلوی  G.Gراوستل ضروری دی). له دی امله چی لږ مخکی د نظام د طرز خبره وشوه ؛ نو دوه غیر فدرال ډوله نظامونه به وښیو:

رياستي نظامpresidential system

 ریاستي نظام کې ولسمشر د خلکو له خوا ټاکل کیږي او د پارلمان په پرتله ډېر واکونه لري. په ریاستي نظام کې درېګونه (اجرائیه، مقننه او قضائیه) خپلواکې قواوې دي، چې د  درېواړو په سر کې ولسمشر وي چې مهمو مسایلوکې ډېر صلاحیتونه لري.د بېلګې په توګه د اوربند او بهر ته د ځواکونو د استولو صلاحیت او دې ته ورته نور لوی او مهم صلاحیتونه. په ریاستي نظام کې په اضطراري حالاتو کې ولسمشر کولای شي په خپل لاسلیک سپین کاغذ ته د بانک نوټ اعتبار ورکړي.

پارلماني نظامparlemantism

 په دې ډول نظام کې یوازې د پارلمان غړي د خلکو له خوا ټاکل کیږي او هغوي بیا ولسمشر او لومړی وزیر ټاکي. په دې ډول نظام کې پارلمان د ولسمشر په پرتله ډېر واک او صلاحیت لري او د ولسمشر شتون تر ډېره سمبولیک وي او ډېری اجرأت لومړی وزیر کوي(لکه هندوستان)؛ ځکه له هماغه ګوند څخه وي چې په پارلمان کې اکثریت څوکۍ لري. لکه څرنګه چې په ریاستي نظام کې ولسمشر د مقننه، اجرائیه او قضائیه قواو په رأس کې وي؛ پارلماني نظام کې بیا برعکس؛ دا دنده د پارلمان په غاړه وي.

الله (ج) دې افغانانو ته د دې توفیق ورکړی چی لومړی خپل اساسی قانون ولری، ډیموکراتیک ارزښتونه او ملی منافع خوندی شی، خپلی طبیعی منابع او بشری ځواک داسې تنظیم او مدیریت کړی، چی هره کورنی د خوراک لپاره یوڅه ولري، فزیالوېکی اړتیاوې رفع او څه ناڅه د عزت ژوند ولري، دجبری، سیاسی او اقتصادی مهاجرت مخه ونیول شی، خلک دخپل بدن د اعضاوو او او اولادنو پلورلو ته مجبور نشی، څوک له مایوسی او پریشانی ځانوژنه ونه کړی، دفزیکی امنیت ترڅنګ احساسی امنیت ولرو، ثبات او په راتلونکی باور رامنځته شی، فردی مجازه آزادی ولرو، مساوات او برابری، تخصصواکی، د خدمتګاره ادارې جوړولو او دنړیوالو اړیکو ساتلو باندی بریالی شو.

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.