څه وخورو، چې ویښته مو سلامت پاتې شي

894

هر څوک هېله لري چې روغ ، ډک او ښکلي ويښته ولري. دا سمه ده چې په بازار کې تاسو د ويښتو د ښو ساتلو لپاره بیلابیل تیل، کریمونه، شامپوګانې او نورو تولیدات موندلی شئ چې د ښو ويښتو په ساتلو کې درسره مرسته کوي. خو ددې هر څه سره د وجود له دننه څخه ويښتو ته د ښو او لازمو خوړو رسیدل هم د ښو ويښتو لرلو لپاره ضروري دي.

د ښو ويښتو د لرلو لپاره لومړنی قدم چې تاسو یې اخیستلی شئ دا دی چې له دې خوړو څخه مو ځینې د خپل ورځنۍ غذا په لیست کې شامل کړئ.

۱ـ پالک – پالک د ویټامین (A) ویټامین (C) اوسپنې، بیتا کروټینو او فلزاتو غوره سرچینه ده. ددې ګټورو موادو په لرلو دې کې هیڅ شک نه شته ستاسو ويښته په ښه بڼه ساتي.

۲ـ امروت – دا میوه هم که پیدا کړئ نو له ويښتو سره ډیره مرسته کوي، ځکه چې په زیاته اندازه ویټامین سي لري او ويښته له ماتېدو ژغوري.

۳ـ خواږه کچالان – د بیتا کروټينو په نوم له ګټورو موادو ډک دي، زموږ وجود بیتا کروټین پر ویټامین اې بدلوي. د خوږو کچالانو په منظمه توګه خوراک د وچو او خشکو ويښتو د نرمولو او مرطوبیدو او د ويښتو د کلکیدو سره مرسته کوي.

۴ـ هګۍ – د بیوټین په نوم د بي ویټامین لري چې د ويښتو د ودې لپاره مهم دي. د هګیو خوراک ستاسو ويښتو ته غذا برابروي.

۵ـ نسک– نسک له فولیکو اسیدو مالمال دي. فولیک اسید هغه څه دي چې د وینې د سرو حجرو د روغتیا لپاره ورته وجود اړتیا لري. د وینې سرې حجرې کوپړۍ ته د اکسیجن رسول بهتره کوي. د نسکو زیات خوراک په وجود کې د فولیک اسیدو مقدار زیاتوي چې ورسره د وینې د سرو حجرو فعالیت بهتره کیږي او په ګڼو نورو ګټو سربیره د سر د ويښتو له ښې ودې او کیفیت سره مرسته کوي.

۶ـ بادام – په نړۍ کې ګڼ خلک د بادامو تیل د ویښتو غوړولو لپاره کاروي. خو د بادام منظم خوراک د بدن دننه ستاسو د ويښتو له پیاوړتیا سره مرسته کوي. په بادامو کې له ګڼو مغزي موادو څخه یو هم مګنیزم دي چې د وېښتو له ښې او صحي ودې سره کومک کوي.

۷ـ غوزان ( چارمغز) – په غوزانو کې د اومیګا ۳ غوړ اسید د ويښتو له سلامتۍ او ښې ودې سره مرسته کوي. د ورځې د دوو دانو چارمغزو خوراک ستاسو پر ويښتو حیرانونکې او ښې اغیزې کوي.

۸ـ ګازرې – ګازرې د ويښتو د توییدو مخنیوي کې کومک کوي، همدارنګه په ګازرو کې شته بیلابیل موادو د ويښتو په چټکه وده کې هم ګټور دي.

۹ـ دزغرو او لمرګلي تخمونه – دا تخمونه جست، پروتین، پوتاشیم، سیلینیوم، بیوټین، اوسپنه، میس، مګنیزیم، کلسیم او د بي او اي ویټامینونه لري چې بې له شکه پر نورو ګټو سربیره د ويښتو سلامتۍ سره ډیره مرسته کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.