نوی تعلیم، ریل پټلۍ، څلورم صنعتی انقلاب او افغانستان

پوهاند محمد بشیر دودیال

311

دا دی څلورم انقلاب یا (Fourth Industrial Revolution/4IR ) له نورو انقلابونو سره په توپی؛  د پوهې ، ذکاوت او نوښتونو له لارې رامنځته شو. یوویشتمه پیړۍ کې هیوادونه څلورم صنعتي انقلاب ته چمتو شول. د۲۰۲۲م. کال د اګست پر اوولسمه په دې اړه  داسې وویل شول:

Industry 4.0/ Fourth Industrial Revolution or 4IR—is the next phase in the digitization of the manufacturing sector, driven by disruptive trends including the rise of data and connectivity, analytics, human-machine interaction, and improvements in robotics.

د دې ښکارندې د پېژندنې لپاره به لومړی به د تیرو دریو صنعتي انقلابونو یوه لنډه یادونه وکړو:

لومړی صنعتي انقلاب د اتلسمي پیړۍ په اخره ربع کې په برتانیه کي رامنځته شو. د بخار دماشین ایجاد، فابریکو او تولیدوونکو ته دا زمینه برابره کړه چې د تولیدي پروسې جوړښت ته تغییر ورکړي او په لږ وخت کي زیات اجناس تولید کړي. دویم صنعتي انقلاب په نولسمي پېړی کي پیل او له لومړی نړیوالي جګړې سره پای ته ورسېد. په دویم صنعتي انقلاب کي د برق ایجاد، د ټرانسپورټ پرمختګ، د فولادو تولید او ځیني نورو پرمختګونو فابریکو ته زمینه برابره کړه چې اجناس په کم وخت، لږ مصرف او زیات مقدار سره تولید کړي. درېیم صنعتي انقلاب له ۱۹۶۰م. کال وروسته پیل شو. د انټرنیټ منځته راتګ، د لیپټاپ کمپیوټرونو اختراع ، او د بیلابیلو ماشیني وسایلو ایجاد مرسته وکړه چې کتلوي تولید ته زمینه برابره ، د تولید پروسه اتومات او د اموالو په انتقال، تولید، کیفیت، مصرف او نورو برخو کي ښه والی راشي. اوسنی4IR  له تیرو دریو انقلابونو سره توپیر لري. په دې کې اتومات ماشینونه او روباټونه رول لری. د ژوند د دې پړاو ځانګړنه دا ده:

The Fourth Industrial Revolution, 4IR, or Industry 4.0, conceptualizes rapid change to technology, industries, and societal patterns and processes in the 21st century due to increasing inter connectivity and smart automation.

 دا انقلاب به د خلکو د ژوند ، کار کولو او یو له بل سره د ارتباط په طریقه کښي تغییر راولي. که روباټ له انسانانو سره په ورځنيو کارونو کي مرسته کوي، که الوتکه بې پیلوټه چلیږي، که مختلف ډول نوي جراحي عملیات کیږي، که سایبري حملې کیږي، که درې اړخیزه پرنټ 3D print کیږي، که ډیرګړندی ریلګاډۍ جوړیږي، که په انلاین ډول سوداګري او د اموالو راکړه – ورکړه کیږي؛ دا ټول د څلورم صنعتي انقلاب بیلګې دي. اوسمهال دې ته ضرورت نشته چي مارکیټ کي په سودا اخیستلو پسي وګرځو، په انلاین ډول کولای شو اجناس واخلو او حتی خرڅ یې کړو. د مختلفو ناروغیو علاج کیږي کوم چي پخوا یې امکان نه و . روباټ درسره د کور او دفتر په کارونو کي مرسته کوي. د معلوماتي ټیکنالوژی پرمختګ دا اسانه کړې چي د میلیاردونو انسانانو په هکله راټول شوي معلومات صرف په یو څو ماشینونو کې د ډاټا په شکل ذخیره شي. د ګړندې ټرین په وسیله د زرګونه کیلومتره فاصله څو ساعتونو ته رالنډولای شو. دې ته ورته ټولو نوښتونو او پرمختګونو سره به څلورم صنعتي انقلاب د خلکو د ژوند معیار لوړ کړي ، د ارتباط او ټرانسپورټ مصارف به راکم کړي، همداراز موثره د عرضی ځنځیرSupply Chain او تولیدات به رامنځته کړي. البته دا یو شمیر کم مهارته کسانو ته د وظیفو بایللو یا job loss  خطر هم  لري. د ژوند دې پړاو کې د اجناسو لیږد په ماشینی وسایلو زیاتیږي . دا ډول تغیرات د غیرمسلکي او بې تعلیمه کاریګرو وظیفې له خطر سره مخامخ کوي. همدا راز کوچنیو او لږه سرمایه لرونکو تولیدي کمپنیو ته رقابت سختوي. دولتونه اوس مهال پردې فکر کوي چي څنګه  څلورم صنعتي انقلاب ته چمتو شی. د جمهوریت دوره کې دا طرح موجوده وه او فکر ورباندې کېد.

 د بریکس BRICS هیوادونو د لسمي کلنۍ غونډي یوه مهمه موضوع څلورم صنعتي انقلاب وو.د هند لومړي وزیر نریندرا مودي غونډی ته وینا کي یادونه وکړه چې: …( موږ باید د ښوونځیو او پوهنتونونو په کریکولم کي تغیرات رامنځته کړو تر څو د څلورم صنعتي انقلاب لپاره اماده شو…).

 همداراز د څلورم صنعتي انقلاب په هکله مختلف نورعلمي کنفرانسونه هم دایر شوي چې د دغه انقلاب پر تاثیراتو بحث وکړي. دا چي څنګه4IR  ته اماده کیدلای شو، دولتونو ته په کار ده تر څو تعلیم ته د خلکو لاسرسی زیات کړي ، خلک او کمپنۍ د ټیکنالوژیکي نوښتونو او پرمختګونو څخه خبر کړي، زیربنا جوړه کړي، روزنیز پروګرامونه زیات کړي ، نوښتونه او ابتکارات تشویق کړي. له دې لاري دولتونه نه یوازي د څلورم صنعتي انقلاب له پاره امادګی نیولی شي بلکی د خلکو د وظیفو د لاسه ورکولو خطر به راکم کړي، تولیدي او خدماتي کمپنی به د رقابت جوګه کړي او اقتصادي وده به نوره هم چټکه کړي. دا مسئله افغان ځوانانو ته ډیره مهمه ده. دې سره یو ځای ریل پټلی او ټرن راته مهم ضرورت دی. دا په داسې حال کې چې افغانستان باید په سنجول شوي شکل د منځنۍ اسیا او جنوبی آسیا ترمنځ د اتصال حلقه شی. شاوخوا ګاونډی مو دې خبرې ته پوره ځیر دی، خو موږ ډیر غافل او ناتوان یاستو.

وروسته تر ۲۰۱۰م. کال څخه ګام په ګام افغانستان د وچې د پنځو بندرونو لرونکی شو، او غلام خان هم ورسره شپږم. د ریل ګاډي اداره منسجمه او کارکوونکي ورته وګومارل شول او څو ځله د تریننګ لپاره بهر ته هم ولیږل شول. له دې سره یو ځای کاسازر او چاه بهار یو فوق العاده زیری و، چې متاسفانه دواړه په ټپه ودریدل. کاسازر کې نوی تکنالوژی او نوری فایبر مرکزی ټکی وو، چی په طرح شوی شکل افغانستان په مستقل ډول ورڅخه برخمن کېډ، له بده مرغه اوس موږ خپلواک نه، بلکې تړلی یاستو. د چا بهار بندر هم موږ ډیر خپلواک کولو، کوم چې اوس قصداً هېر یا بی اهمیته کړل شو. چاه بهار خصوصاً د درې هیوادو: افغانستان، ایران او هند لپاره ګټورو. د دی د جوړولو قرارداد کی هندوستان افغانستان ته ترجیحات منلی وو. له دې بندر څخه به تر نیمروز( دل ارام) او بیا د شمال لوری ته دری نورو بندرونو سره د وصل په خاطر له ۱۳۰ څخه تر ۲۰۰ کیلومتره ریل پټلۍ جوړېده، دا به د ګړندی لیږد یو مثال و، چې زموږ لپاره د څلورم صنعتی انقلاب ښېګڼو کی د برخمن کیدو چانس و، خو راتلونکی یې پوښتنې سره مخ شوه. موږ توانیدلو چی خپله وچه او تازه میوه، صنعتی او طبی بوټي هندوستان ته واستوو او له هغی خوا غله، درمل، صنعتی او خوراکی نور اقلام وارد او د ګوادر او کراچی بندر پورې د تړلتیا او ترخو تجربو څخه خلاص شو. د چابهار بندر لومړی پړاو چی استفادې کولو امکان یې برابر کړ په ۲۰۰۹م: کال کی بشپړشو او افغانستان د عرب سمندرګی سره وصل شو. که د هیواد دننه  دغی ریل پټلۍ دوام موندلای وای، مرکزی آسیا جنوبی اسیا سره د وصل یوه ګړندۍ لار موندله چی  د 4IR یو مزیت و. متاسفانه دا هیلې تتې شوې، خدای دې ځوانانو ته همت ورکړی چې راتلونکی کی تحقق ورکړي.

اندیښنه داده چې څو ورځې مخکی پاکستان سره د جنوب ولایتونو څخه مرکزی اسیا ته د تیریدونکی پټلۍ یو (قرارداد) وشو، دا نده معلومه چی د دې خبرې ډیر نور ضروری جزئیات او ممکنه ستونزی لکه د  دغې پټلۍ مسیر کی دیو شمیر ملکیتونو استملاک، د حساس فرهنګی میراث د شتون امکان، چاپیریالی ککړتیا او  عوارض، محلی کارګر استخدام، مبدا بندر او مقصد بندر، ترانزیت او د افغانستان د محصولاتو دباربندی امکان، اصلی او فرعی ستیشنونه، له نورو بندرونو سره وصل او ډیر نور مسایلو ته څومره فکر شوی او دحل لاری یی څنګه موندل کیږی. فعلی وضعیت کې په ملی کچه پریکړی او د ډیرې اوږدې مودې پروژې ژور تحلیل غواړي. یو شمیر هیوادونه  دا ډول پروژې د نړیوال بانک او معتبرو مشاورینو په مرسته تحلیل کوي. موږ باید د 4IR فوق العاده مهم فرصت ته  په کتنې دا اړتیا د خپلې اوږدې مودې ګټو پر بنسټ وڅیړو. آیا داسې څوک شته چی دا مسایل وڅیړلای شي؟  دا په داسې حال کې چې د 4IR په پړاو کې د معلوماتو او ډیټا تحلیل او په پرمختللی تکنالوژي تسلط یو اساسی شرط دی، هغه چې موږ یې خپله وکاروو، نه دا چی د نورو په لاس کې وي. د مودی د وینا هغه پورته یوه کرښه یې لا سرباری !

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.