محمد موسی شفیق د افغانستان د باندینو چارو وزیر اود هغه نورې دیپلوماتیکې دندې

لیکونکی: غلام حضرت صالح زوی

1,097

محمد موسی شفیق د افغانستان د باندینو چارو وزیر اود هغه نورې دیپلوماتیکې دندې

ارواښاد محمد موسی شفيق د مولوي محمد ابراهيم کاموي زوی، له اصله د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی او په ۱۳۰۸ لمريز کال کې د غبرګولي په پنځمه يې د کابل په ښار کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستې وې. د ده پلار مولوي محمد ابراهيم کاموي او تره يې مولوي حبيب الرحمن ديوبندي د همدغې کورنۍ وتلي عالمان او د پلار تره يې ارواښاد لالا صيب د وخت يو ولی الله او روحاني شخصيت و.

مولوي محمد ابراهيم کاموي، د اعليحضرت محمد ظاهر شاه د واکمنۍ په وخت د لويې جرګې غړيتوب درلوده او د ستونزو د حل لپاره يې همېش رغنده وړانديزونه په ډېر جرئت سره کول او په همدغه وخت کې د (افغانستان جمعيت العلماء) ټولنې د لومړني رئيس او د (الايمان) مجلې مؤسس پاتې شو.

د شهيد شفيق زده کړې او مسلکي وړتيا: شهيد محمد موسی شفيق لومړنۍ زده کړې په کابل او بيا يې د خپل پلار په خوښه د ننګرهار په نجم المدارس مدرسه کې په زده کړو پيل وکړ؛ وروسته د کابل د دارالعلوم مدرسې کې شامل او دولسم ټولګی یې هلته بشپړ کړ .

د مدرسې تر بشپړولو وروسته، په شاهي دارالتحرير کې مقرر شو. مرحوم شفيق وروسته د پوهنې وزرات له خوا مصر ته د لوړو زده کړو لپاره ولېږل شو. په مصر کې يې په عدلي چارو کې د ماسترۍ او بيا يې د امريکا د متحده ايالاتو د کولمبيا په پوهنتون کې د پرتليزو حقوقو په برخه کې د ماسترۍ بل سند ترلاسه کړ او هم يې د نړۍ له مشهور پوهنتون ((هاروارډ)) څخه په بين المللي اړيکو کې يو سند ترلاسه کړ.

ارواښاد محمد موسی شفيق په پښتو او دري ژبو سربېره، چې لومړنۍ يې د پلار او دويمه يې د مور ژبه وه، په روانه توګه په انګلیسي او عربي ژبو هم غږېده او هم يې ليکنې پرې کولې. په مصر کې د هستوګنې پر مهال، د قاهرې ثقافتي چاپېريال يې په رسمي زده کړې سربېره، د ده فکري اړخ ته ډېره پراختيا ورکړې وه. هېواد ته له رارسېدو وروسته، په عدليې وزارت کې د قوانينو اداري لوی مدير وټاکل شو او هم د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کې يې د نړيوالو او مقايسوي حقوقو د استادۍ دنده پر مخ بېوله .

ښاغلی شفيق د پښتو ژبې ښه ليکوال او شاعر هم وو چې ورڅخه دوه کتابه (عبقريان او پيغام) د خلکو لاسته ورغلي دي، خو له دغو کتابونو سره سره، بېلابېلې ادبي او هنري مقالې يې په پښتو او دري ژبو د وخت په خپرېدونکو اخبارونو، مجلو او جريدو کې خپرې شوې دي، چې لومړنۍ ليکنې يې پر ادبي او فرهنګي اړخونو او وروستيو کې يې ټولې ليکنې په نړيوالو مسئلو څرخولې دي، چې دا يې د مطبوعاتي هڅو يوه بېلګه بلل کېږي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کې يې، د خاصو نړيوالو او پرتله ييزو حقوقو د تدريس دنده د نورو دندو ترڅنګه پرمخ بېوله او دغې درنې دندې ته يې تر ډېره دوام هم ورکړ.

د ديموکراسۍ په لسيزه کې، چې کله د ۱۹۴۳ لمريز کال اساسي قانون جوړېده، ارواښاد شفيق د نورو مطرحو علمي او سياسي څېرو، لکه: سيد قاسم رښتيا، دوکتور عبدالصمد حامد، شمس الدين مجروح او نورو سره مل د تسويد د کميسون غړی وو؛ په قوانينو پوهه، په دې لړ کې د نوموړي په دغه کار کې ونډه له بل هر چا څخه زياته جوتوي؛ کوم قانون چې د هېواد د قانون جوړونې په بهير کې له نورو دورو ډېر غښتلی او له شرايطو سره برابر قانون و او په همدې بنياد خو د بن د توافقاتو وروسته د هېواد اداره، تر نوي اساسي قانون جوړېدو پورې، په همدې قانون عياره شوه. موسی شفیق په 1342 کال کې د عدلیې وزارت د معین په حیث مقرر شو او د نوي اساسي قانون د تسوید په وخت کې د منشي په حیث وټاکل شو چې په دې کمیټه کې له خپل پلار مولانا محمد ابراهیم کاموي هم عضویت درلود او کله کله به د پلار او زوی ترمنځ د قانون د محتوی په هکله مناقشې هم کېدلې .

No description available.

موسي شفیق لومړی په عدليې وزارت کې د قوانينو د عمومي مدير، بيا د تقنين د رئيس او وروسته د معينيت په دندو يې د يو په بل پسې خدمتونه ترسره کړي دي. نوموړي دغه چارې له نويو غوښتنو او ميتودونو سره برابرې ترسره کړې او د هېواد د قانون جوړونې بهير يې هم تر نړيوالو پوړيو ورساوه.

د اساسي قانون تر ترتیب او تسوید وروسته ښاغلي محمد موسی شفیق د افغانستان د باندینیو چارو وزارت د مشاور په توګه مقرر شو .( 1344-1347 )

په 1347 هجري لمریز کال چې له 1968 زېږدیز سره سمون لري موسی شفیق په مصر کې د افغانستان لوي سفیر مقرر شو. هغه خپله اعتمادنامه یا باورلیک د 1347 کال د میزان په 27 چې د 1968 کال د اکتوبر له 19 سره برابره ده ، د مصر جمهور رئیس جمال عبدالناصر ته رسما وړاندې کړه. هغه لا د خپلې وظیفې په جریان کې وو چې د 1971 کال د جون په 9 د دوکتور عبدالظاهر په کابینه کې د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه په فرمان سره د افغانستان د باندینیوچارو وزیر په توګه مقرر شو.

ښاغلي شفیق د 1971 کال د اګست په 6 قاهرې ته رسمي سفر وکړ او لس ورځې هلته پاته شو چې د مصر له مقاماتو سره د دوه اړخیزو اړیکو او د نورو هېوادونو له سفیرانو سره تر وداع وروسته د اګست په 16 بېرته کابل ته راستون شو .

محمدموسی شفیق په مصر کې د افغانستان د دولت د اوم سفیر په توګه چې په هغه هېواد کې یې تحصیل کړی وو ، په عربي ژبې ښه بلد او دمصریانو او عربي نړۍ له هېوادونو سره پوره آشنایی درلوده، د مصر له ټولو مقامونو خصوصا د مصر د جمهور رئیس مرستیال محمد انور سادات، محمد حسنین هیکل د مصر له مشهور ورځپاڼې لیکونکي ، کمال الدین رفعت ، طه حسین ، ابوشادي د مصر د باندینیو چارو وزارت مرستیال او د هغه وزارت له نورو لوړرتبه مامورینو سره دوستانه اړیکې درلودې . کله چې کابل ته ستون شو ، د افغانستان او مصر د دوستي انجمن یا ټولنې رئیس وټاکل شو.

ښاغلي شفیق د مصر داسلامي شئونو د اعلي مجلس منشي ښاغلي محمد توفیق عویضه نه د 1969 کال په اپرېل کې د یوه لیک په ترځ کې غوښتنه وکړه چې هغه هېواد ته د افغانستان نامتو فیلسوف سید جمال الدین افغان د ورتګ سلمه کلیزه ونمانځل شي . د مصر دولت دا وړاندیز ومانه خو د نامعلومو دلایلو له امله دا مراسم تر 1976 پورې چې محمدموسی شفیق د افغانستان په دولت کې نور واک نه درلود، وځنډول شو . د شهید سردار محمد داودخان د جمهوریت په وخت کې د 1355 کال په اسد کې چې د 1976 له اګست سره برابر وو، پوهاند عبدالرحیم نوین د اطلاعاتو او کلتور وزیر او استاد خلیل الله خلیلي مصر ته سفر وکړ. دوی مصرته د سید جمال الدین افغان د ورتګ دسلمې کلیزې په مجلس کې ګډون وکړ خو په دې کال کې مصر ته د سید جمال الدین د ورتګ نه ، بلکې له مصر نه د هغه د اخراج له سلمې کلیزې سره برابر وو.

کله چې محمد موسی شفیق په مصر کې د افغانستان لوی سفیر وو ، جمال عبدالناصر د مصر جمهور رئیس او د عربې هېوادونو زعیم د 1970 کال د سپتمبر په 28 وفات شو ،په دې وخت کې په مصر او ټولې اسلامي نړۍ کې ماتم و. موسي شفیق د جمال عبدالناصر زوی خالد په نوم د همدردی او تسئلیت پیام په څنګ کې د هغه 15 کلن افغان ځوان د تسئلیت پیغام هم لېږلی وو چې په 1955 کې کابل ته د جمال عبدالناصر د راتګ په ورځ زېږېدلی وو او د هغه په ویاړ یې جمال عبدالناصر نوم پرې ایښی وو. هغه د نجات په متوسطه لیسه کې په زده کړو بوخت او مصر ته یې د خپل ځان له خوا د تسئلیت پیام لیږلی وو.

کله چې موسی شفیق د مصر د الاهرام ورځپاڼې د لیکونکې توفیق الحکیم له وړاندیز نه خبریږي چې د مصر له دولته غواړي د جمال عبدالناصر مجمسه جوړه کړي ، د مصر د ملي ارشاد وزیر محمد حسنین هیکل په نوم وړاندیز کوي چې د هغه مجسمه د افغانستان له مرمرو او رخام ډبرو نه جوړه کړي ، چې ډېر عالي کیفیت لري او هلته ډېرې پیدا کیږي چې دا خپله د افغانستان او مصر د اړیکو د ډېرو نيژدې اړیکو څرګندونه کوی .

محمد موسی شفیق همدارنګه د مصر د نورو مقامونو په نامه د تعزیت لیکونه او پیغامونه لیږي خو تر ټولو ډېرغمجن پیغام د جمال عبدالناصر د مېرمنې په نوم د ملکې حمیرا له خوا لیکلی دی ، هغه په نوموړي وخت کې په ایتالیا کې وه او دا پیام د موسي شفیق په ښکلي متن سره چې لاندې عینا کاپي شویدي ، د هغه د لوړو ادبیاتو اوپه عربي ژبې د پوهېدو څرګندویی کوي .

موسی شفیق له بسم الله وروسته لیکي :

« سیدتی صاحبة العصمة حرم الرئیس الفقید الخالد ! أقدم لک أخلص إحترامی وأکرر الیک أصدق التعزیة بالمصاب الفادح الذی نزل بنا جمیعا والذی تحملین أکبر نصیب فیه بوصفک شریکة حیاته ورفیقة دربه ووالدة أشباله. ثم إننی أتشرف بافادتک أن صاحبة الجلالة الملکة حمیرا ملکة أفغانستان الموجودة حالیا فی إیطالیا قد أبرقت إلیّ وکلفتنی أن أقدم إلیک أخلص تعازیها وتأثرها العمیق بالخطب الجلیل.

وإنه لعسیر علی قلبی أن أنقل إلیک هذه الرسالة المفعمة بالألم و الحزن والتی تفیض بالدموع الساخنة والحسرات الألیمة وأسأل الله تعالی أن ینزل سکینته علی قلبک ویلهمک الصبر الجمیل. وإنا لله وإنا إلیه راجعون. وتفضلی بقبول خالص احترامی.

القاهرة فی 12 شعبان 1390 ق ( 13 اکتوبر 1970م)

محمد موسی شفیق، سفیر أفغانستان بالقاهرة .»

موسي شفیق په قاهره کې د سفیر په توګه ډېرو افغان وزیرانو او مقامونو ته د سفر زمینه برابره کړېده او ارزښتناکه فرهنګي فعالیتونه سرته رسېدلي دی . د مصر له مختلفو مطبوعاتو سره یې مصاحبې کړې او د افغانستان خارجي سیاست یې په سمه توګه تشریح کړیدی .

هغه په عین وخت کې په لبنان او سودان کې د افغانستان غیر مقیم سفیرپه توګه خپل باورلیکونه وړاندې کړي دي او کله کله یې په رسمي مکتوبونو ، یادداشتونو کې په مصر ، لبنان او سودان کې د افغانستان د لوی سفارت نوم لیکلی دی .

مرحوم محمد موسی شفیق د مرحوم داکتر عبد الظاهر په کابینه کې د باندینیوچارو وزیرپه حیث تعیین شویدی چې د 1971 کال د جون له 9 نه د 1972 کال د دسمبر تر 12 په همدې مقام پاته شویدی .

18 میاشتې وروسته یعنې د 1351 هجري لمریز کال د قوس له 21 د مرحوم اعلیحضرت محمد ظاهرشاه له خوا د هېواد د صدراعظم په توګه تعیین شو او یوه وړه نهه کسیزه کاري کابینه یې جوړه کړه چې د خپل صدارت په وخت کې د باندېنیو چارو وزارت دنده هم د یوه با اقتداره صدراعظم په توګه شخصا په غاړه درلوده .

د 1351 کال د قوس په میاشت کې د افغانستان د پارلمان له خوا په اکثریت رایو سره د اعتماد رایه ترلاسه کړه .

د خپل صدارت او باندېنیوچارو وزارت د مسئولیت په وخت کې د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره یې مناسبات دوستانه وو.

یوه موده د مصري او ايراني دولتونو ترمنځه پر يو بل باندې لفظي بريدونه کېدل؛ لکه ايرانيانو به مصريانو ته فرعونيان او مصريانو به ايرانيانو ته زردشتيان ويل، په دې اړه شفيق په مصر کې د خپل سفارتي دندې پر مهال د دواړو اسلامي هېوادونو ترمنځه د اړيکو د ښه والي لپاره هم کوښښ وکړ، څو دغه ناندرۍ پاى ته ورسوي، په دې توګه هغه د افغانستان په استازیتوب د اسلامي نړۍ اهل تسنن او اهل تشيع دواړو ډلو هېوادونو باور لاسته راووړ.

ترټولو مهم ګام یې د هلمند د اوبو پرسر هغه اوږده لانجه وه چې له لوېدیز ګاونډي ایران سره زمونږ د هېواد او دولت پر وړاندې له 1857 کال را پدې خوا پرته وه . تر اوږدو مذاکرو، تاریخي اوحقوقي څېړنو وروسته د دواړو شاهي دولتونو په استازیتوب ښاغلي محمد موسی شفیق او امیرعباس هویدا د 1351 کال د حوت په 23 د هلمند د اوبو د وېش تړون په کابل کې لاسلیک شو. د هلمند د اوبو مسئله د پښتونستان د معضلې په شان یوه پېچلې موضوع وه چې هېچا یې د حل کولو جرئت نه درلود.

د دې موافقتنامې په پنځمه ماده کې راغلي دي چې ایران له افغانستان سره د اوبو پرسرد دې معاهدې له هغه مقدار نه د زیاتو اوبو ادعا نه لري چې هلته تثبیت شویدي . حتی که د اوبو مقدار په کښته دلتا کې زیاتې وي او د ایران د استفادې وړ هم وي .

دا موافقتنامه لاتراوسه نافذه او د دواړو خواو له خوا مرعی الاجرا ده .

ارواښاد شفيق دا جرئت او وړتیا درلوده چې له پاکستان سره د پښتونستان په مسئله جدي بحث وکړي؛ کله چې عباس هويدا (ايراني صدراعظم ) افغانستان ته راغلی و، نو له کابل راډيو څخه د نوموړي له خوا د پښتونستان د مسئلې ملاتړ د لومړي ځل لپاره اعلان شوی و . موسی شفیق د یوه خبریال دپوښتنې په ځواب کې ویلي وو چې زه د پښتونستان مسئله د افغانستان په بيه (قرباني کولو) حل کول نه غواړم.

متأسفانه د مرحوم محمد موسی شفیق د صدارت موده ډېر دوام نه کوي. د 1352 کال د سرطان په 26 د افغانستان شاهي دولت چپه او پرځای یې د شهید سردارمحمد داود خان په مشری جمهوریت اعلان شو چې محمد موسی شفیق تر 1354 پورې په زندان کې پاته کیږي . کله چې د سردار محمد داود خان په مشری د مرکزي کمېټې صلاحیتونه ضعیفه کیږي ، محمد موسی شفیق له زندان نه خلاصیږی. د کارپوهانو په اند، له شفيق سره د بند په موده کې د وخت د واکمن داوود خان رويه ډېره بده نه وه، مشورې به يې ترې اخيستې او نه يې غوښتل چې ورته زيان ورسېږي، چې په دې لړ کې د پوهاند شهيد وفي الله سميعي رول جوت و او د ځينو په اند، د بندي کېدو عامل يې هم امنيتي ستونزې ښوولې وې، چې بالاخره د ۱۳۵۴لمريز کال په اوږدو کې له بند څخه خلاص شو

خو د 1357 کال د ثور د اومې تحولاتو نه وروسته یوځل بیا د افغانستان ډېر مشهور او نېکنامه خدمتګاران د وخت د حاکمانو له خوا زنداني او وژل کیږي .

ویل کیږي چې د سردارمحمد داود خان د کورنۍ له تدفین نه یوه هفته وروسته د ثور د میاشتې د 14- 16 ترمنځ او په بل روایت سره د ثور په 24 محمد موسی شفیق ، وفي الله سمیعي د وخت د عدلیې وزیر ، سیدوحید عبدالله د باندېنیو چارو وزیر ، جنرال عبدالله روکی ، جنرال عبدالقدیر خلیق ، محمد رحیم شاه آغاسي چې د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه ندیم او ملګری وو او د آریانا رئیس ، غلام حیدر رسولي د دفاع وزیر زوم ټول په یوه شپه شهیدان او تر خاورو لاندې شول .

په قاهره د ښاغلي فضل الرحمن فاضل له یادداشتونو غواړم دالاندې یو څو مشهور افغان ديپلوماتان او سفیران تاسو ته لنډ در وپېژنم:

مرحوم محمد صادق المجددي په قاهره کې د افغانستان لومړنی لوی سفیر

خدای بخښلي عبدالهادي داوي په مصر کې د افغانستان دوهم لوی سفیر

مرحوم سید شمس الدین مجروح په مصر کې د افغانستان دریم لوی سفیر

سیدقاسم رښتیا په قاهره کې دافغانستان د شاهي دولت څلورم لوی سفیر چې د « افغانستان په نولسمه پېړۍ کې یا افغانستان در قرن نزده لیکوال دی .

علامه سلجوقي د افغانستان لوی سفیر په قاهره کې .

او شهید محمد موسی شفیق په قاهره کې د افغانستان اوم لوی سفیر .

البته په دې لیکنه کې له څو برښنایی لینکونو نه استفاده شوېده او یواځې هغه برخه اخیستل شوېده چې په خارجي سیاست پورې مربوط وو . هیله ده خوښه موشي .

No description available.

په دې لیکنه کې له لاندې ماخذونو او لینکونو نه استفاده شوېده :

احسان الله مایار : یادی از یک رادمرد آزاده افغانستان شهید محمد موسی شفیق 6 دسمبر 2010 « پورتال افغان جرمن آنلاین » .

http://www.kabulnath.de/…/Shouma…/M.Mosa%20Shafiq-2.html

http://database-aryana-encyclopaedia.blogspot.com/…/moh…

http://rijaldb.com/…/%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF+%D9%85%D9…

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.