له کابل پوهنتونه زرونه محصلین فارغ شول، خو فارغان به څه کوي؟

723
محمد اسماعیل شاکر / دویچه ویله

7 ساعتونه مخکې

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وايي چې سږکال یوازې له کابل پوهنتونه ۴ زره محصلین فارغ شول. د طالبانو له واکمنیدو راهیسې ډیر شمیر کدرونه له افغانستانه وتلي. خو پوښتنه دا ده چې د فارغ شوو له پاره د کاري فرصتونو هیلې شته؟

د طالبانو ادارې د لوړو زده کړو وزارت د شمېرو له مخې، د کابل پوهنتون له بیلابیلو پوهنځیو شاوخوا ۴ زره فارغانو کې ۱۵۰۰ یې نجونې دي.

«طالب چارواکو ان د دندو ژمنه هم راسره ونه کړه»

عبدالرحمن (مستعار نوم)  د کابل پوهنتون له ژورنالیزم پوهنځي فارغ شوی او د دغه پوهنتون له نورو څانګو شاوخوا ۴۵۰ ځوانانو سره یې په ګډه د فراغت لمانځغونډه جوړه کړې وه.

نوموړي چې د خپل تند انتقاد له امله یې ونه غوښتل په رپوټ کې په خپل اصلي نوم یاد شي، دویچه ویله ته وویل چې اوسنیو شرایطو کې ډيری فارغ شوي ځوانان ناهیلي ول: «په شته شرایطو کې هیچاته هم دا انګیزه نه ده پاتې چې دوی دې دنده ولري، کار دې وکړي او یا دې کار ورکړل شي.»

دغه فارغ شوی ځوان زیاتوي چې د فرغت لمانځغونډې ته یې د طالبانو حکومت چارواکي هم وربللي وو، خو ان هغوی له فارغ شویو ځوانانو سره د دندو او کاري فرصتونو په اړه هیڅ ډول ژمنه ونه کړه: «دې کار فارغان خورا ډېر بې انګېزې کړل او ان ځوانان یې په تشویش کړل، پخوا به چې چارواکي د محصلینو فراغت غونډو ته ورتلل نو هغوی سره به یې د کار او دندو وعدې کولې، خو اوس هیڅ نه ول.»

د طالبانو پر حکومت د بشري سرغړونو د تورونو سربیره یوه ستره نېوکه دا هم ده چې په حکومتي دستګاه کې یې د فني او مسلکي کسانو پرځای ترډېره ملایان او حافظان په دندو ګومارلي دي.

 

د پوهنې وزارت یوه سلاکار دوه ورځې وړاندې شمالي فاریاب ولایت کې رسنیو ته ویليوو چې حکومت یې پریکړه کړې چې شاوخوا ۲۰ زره نور دیني عالمان په تشو دولتي بستونو ګوماري.

د کارګرانو د ملي اتحادیې د شمېرو له مخې، هرکال د افغانستان د کار بازار ته د کار په شرایطو برابر شاوخوا ۵۰۰ زره کسان ورزیاتیږي، خو د ګومارنې لپاره یې هیڅ ډول تګلاره نشته.

ددې اتحادیې مشر معروف قادري دویچه ویله ته وویل: «۴ زره یې یوازې د کابل پوهنتون څخه اعلان کړي، د ولایتي پوهنتونونو او دغه راز د شخصي پوهنتونو څخه د فارغو ځوانانو شمېرې تراوسه نه دی اعلان شوي، خو دا ټول شاوخوا سل زرو ته رسیږي، دغو فارغ التحصیل ځوانانو ته باید د کار زمینه برابره شي، چې له بده مرغه نه ورته برابریږي.»

د معروف قادري په وینا د نړېوالو کنوانسیونونو او د افغانستان د اساسي قانون له مخې، کار د هر انسان حق دی.

د طالبانو حکومت د افغانستان د تېر جمهوري نظام اساسي قانون ځنډولی او د نړېوالو کنوانسیونونو په اړه یې هم غوڅ دريځ نه دی اعلان کړی.

د افغانستان د کارګرانو اتحادیې د شمېرو له مخې، په تېر ۲۰۲۱ میلادي کال کې د طالبانو بیاځلې واکمنېدو راهیسې شاوخوا تر یو میلیون ډېر تحصیل کړيو ځوانانو هېواد پریښی او د کډوالی ژوند یې غوره کړی.

له هېواده د لوستو ځوانانو د تېښتې لړۍ لاهم روانه ده، چې ځینې یې ان په سختو قاچاقي لارو د خپل ژوند په بیه اروپايي هېوادونو ته ځانونه رسوي.

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.