غزل

نقیب احمد قریشي

177

ژوند الماس و راته یاره، در واري مي دا الماس کړه

یوه لا بل څښمه یاري، راته ډک یو بل ګیلاس کړه

که ځې ولاړه سه ژر راسه، ساقي مرو درپسي ټوله

زما د هر غزل لفظونه بیا راتلو ته اقتباس کړه

بتکده درته لوی ده، مسجدونه درنه جار دي

خو ته صرف د شونډو ور نن راته خلاص بیا په اخلاص کړه

د نړۍ دې اندازې ته، شاهد ټوله پر سجده سي

ته د خپل جفاء وزن زما پر مینه را قیاس کړه

پر یوه پښه راتاوېږه، زما په غاړه کي امېل سه!

ته خو نن دغه کار وکړه، تور شیطان لږ په وسواس کړه

و هر چاته بې ویله چي زه روغه یمه ښه یم

ما د مړې مور د لاسونو، کړۍ خپله نن په لاس کړه

ښه ته یو کال په سفر ځې له ښوونځیه له کتابه

نو نقیب سږ کال ناکام کړه او بل کال ته یې وپاس کړه

۱۲ ډسمبر ۲۰۲۲/کندهار

نقیب احمد قریشي

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.