د آزادۍ اوږد مزل: نیلسن منډیلادګ او د هغه ژوند

لیکنه: نقیب احمد قريشي

1,025

دغه کتاب په کابل کي اکسوس چاپ کړی چي پښتو ته حزب الله اتل په ۶۳۸ مخونو کې را ژباړلی دی.

لیکوال: نقیب احمد قریشي

زه هڅه کوم خپله تبصره لنډه ولیکم، که اوږدېده نو تاسي یې د رولیهلاهلا یا نیلسن منډيلا “Nelson Mandela” عظمت وګڼئ!.

طبعي ده چي د نړۍ ټول انسانان د طبیعت د حکم پر اساس له یو بل سره تړلي دي او دوی د بشر د ستر نامه لاندي نه شلېدونکي اړیکي سره لري او اړ دي چي قام، نژاد، سیمي، ژبي او… ته په نه پاملرني، تر وروستي انسانه له یو بل سره وپالي.

نامرد فخر په نسب کا

مرد نه مور لري نه پلار

خ.خ.خ

ـــــ

مانډیلا پر عدل او ډیموکراسي “ولسواکۍ” مئین انسان و. هغه برابري غوښتنه چي په خپلي اوږدمهالي ۸۳کلني نه ستړي کېدونکي مبارزې یې لومړی ځان، بیا ملګري او کورنۍ، بیا تورپوستي او بالاخره د سپین پوستو په شمول د افریقا ټول خلګ خپلواک کړل او یوه انساني ژوند ته یې ورسول.

له کوچنیوالي د مانډیلا ژوند زموږ د کلیوال ژوند په څېر و، تر دې چي پلار یې په لږه لوړه کچه زموږ د کلیو د ملکانو په څېر د خپل کلي او قبیلې ملک و.

څو ودونه یې درلودل او میاشت کي به یې پلار یوه اوونۍ د نیلسن مانډیلا دوی سره تېروله.

پلار یې زموږ د کلي د ملکانو په څېر عصاباني شخصیت درلود خو کاذب نه و، خپلي سیمي، قبیلې او ارزښتونو ته ژمن انسان و.

مانډیلا په عین حال کي له خپل پلاره په میراث یو دردَمن او غوسه ناک انسان و چي د ژوند زیاته برخه یې په زندان کي تېره کړه. دا مبارز انسان په ژوند کي زیاتي ستونزي وګاللې، غربت، مسکیني، مفسلي او… چي ژوند یې تر ډېره د ملګرو په لاسنیوي روان کړی و.

هغه ته به همېشه مور ویل: “زغم ولره، زویه!”

هغه د دې تر څنګ چي یو جدي انسان و، خو د خپلو دوستانو او ملګرو سره یې تر ډېره د هغوی پر طبعه ژوند کاوه، تر دې چي زیات کله به یو خیالي انسان کېدئ چي بالاخره د خپل سیمه ییز مذهب څخه په یوه پوخ عیسوي بدل سو.

په یوه حساب دوی اصلاً د اشرافو د لویي کورنۍ څخه ول، خو دا چي سپین پوستي نه ول، ځکه تر ډېره بې سواده او له ښاره لیري ساتل کېدل او سپین پوستو یې دا جوهر ورڅخه نوش کړی وو.

مانډیلا نه یوازي تر اوږدو مزلونو وروسته په یوه سیاسي شخصیت بدل سو، بلکي د خپلې ټولني د ناسمو دودونو پر وړاندي هم ودرېدی او ځان یې په یوه ټولنیز شخصیت بدل کړ، حتا تر دې چي د خپل دوهم پلار “لوی رئیس چي د پلار ښه ملګری یې و او د ده د پلار تر مرګ وروسته یې د مانډېلا روزنه پر غاړه واخیسته” لخوا د واده کول یې تقریباً پر ۹۰ دقیقه رد کړل او د لوی رئیس د زوی سره یو ځای له کوره وتښتېدی او خپلي عقلاني مبارزې ته یې دوام ورکړ.

که څه هم د مانډېلا روښانه، ارام او سنګین شخصیت نه غوښتل چي خپلو قبیلوي ارزښتونو ته “نه” ووایي؛ خو د ناوړه دودونو پر وړاندي یې وجداني مسؤلیت ادا کاوه.

د نړۍ دا لوی انسان نه یوازي دا چي د ټولنیز تحقیر او بد و بدل چلند پر وړاندي یې سطحي برخورد کاوه؛ بلکي د حقارت زیاتي غوټي یې د نه تشدد په ګوتو خلاصي کړې او خپله ټولنه یې د یوه بل دوامداره او حتمي پېښېدونکي حقارت څخه وساتله.

اپلاتون انسانان د ارزښت له مخي پر درې ډولونو ویشلي دي: سره زر، نقره او سرب. د دې وېشني له مخي مانډیلا په پوره مانا خالص “سره زر” او تاق انسان و، چي له همدې امله یې په ۱۹۹۳م کال کي د سولي نوبل نړیواله جایزه هم وګټله.

هغه تل د خپل لوی رئیس یا دوهم پلار چي دی یې و روزئ نصحت په پام کي نیولی و: “رهبر لکه یو شپونکی داسي وي چي تل په خپله په رمې پسي ځي. اجازه ورکوي هوښیار او چالاک کسان ورڅخه مخکي ولاړ سي او نور بیا دغه هوښیار کسان تعقیب کړي، خو په ټوله لاره کي دوی په دې ونه پوهېږي چي تر شا یې یو لارښود څوک هم سته”

څوک چي له لویو خطرونو سره ډغري وهي، هغه ډېر کله له لویو خطرونو سره هم مخ وي. مانډیلا هم د خپل ژوند او زندان په جریان کي په ځلونو له یوه حتمي مرګ سره مخ سوی، خو طبیعت او خپلي ناپایه هوښیارۍ به نوموړی له دې خطرونو ټېل واهه.

ده به ان له ماشومتوبه د خپلي بېوزلۍ څخه سر نه ټکاوه او هغه به یې د ښو دوستانو د موندلو فرصت باله.

هغه به خپلو خلګو ته په خطاب کي ویل: “تر څو چي په زندان کي یم آزاد نه یم، نه سم کولای هیڅ ژمنه وکړم، زما او ستاسي ازادي د شرایطو په چوکاټ کي ده. زه بیا راګرځم!”

نوموړی اتیا کاله له آپارتاید یا نژادي تفرق او بېلوالي سره

وجنګېدی.

مانډیلا به د خپلو کمپایني منډو ـ غونډو په ترڅ کي خپلو خلګو ته زیاتي ژمني نه ورکولې، بلکي له هغوی به یې غوښتل چي د دوی سره ګډ او سخت کار وکړي.

د دوی انتخابي ډلي د پراخوالي او بیارغوني په پار په ۱۵۰ مخونو کي کتاب ولیکه او له خلګو سره یې داسي ژمني وکړې چي تر زیاته حده یې هغه عملي هم کړې.

کارموندنه، له اوبو او برېښنا برخمن یو میلیون کورونه جوړول، د روغتیایي مرکزونو پراختیا، د سویلي افریقا د ټولو خلګو لپاره تر ۱۰ کلونو وړیا زدکړو زمینه سازي، په عادلانه ډول د مځکو وېش او په دې برخه کي قضیو ته رسيدګي او پر اساسي غذایي توکو د لوړو مالیاتو لغوه کول.

په افریقا کي د سپین پوستانو حکومت حتا په زندان کي د بندیانو تر منځ هم تعصب او رنګ ته ارزښت ورکاوه. مثال: سپین پوستانو ته سپینه ډوډۍ او سپینه بوره ورکول کېده، تور پوست لرونکو ته توره ډوډۍ او سره بوره ورکول کېده. رنګه پوست لرونکو بیا د دې دوو ډلو تر منځ حالت درلود.

مانډیلا د خپل زنداني ژوند یوه صحنه داسي لیکلې ده “که څه هم په زندان کي ملګرو کمي رسمي زدکړي درلودې، خو د نړۍ د ستونزو په اړه یې خورا ښه معلومات لرل.

هغوی به تر ډېره د تیورۍ او فلسفې پر ځای له عملي اړخونو موضوعات مطرح کول. که به استاد ویل چي د سیوسیالیزم یو اصل دا دی چي “له هر شخص څخه د هغه د وړتیا په کچه وغواړه او د هغه د اړتیا په کچه ورته ورکړه” نو امکان یې درلود د دې

پوښتني په مقابل کي دا اصل په دې ټول ځواب سي: “هو، خو دا خبره په عمل کي څه معنی لري؟ که زه ځمکه لرم او پیسې نه لرم او ملګری مي پیسې لري خو ځمکه نه لري، نو له موږ دوو کسانو څخه کوم یو یې محتاج دی” دغه ډول پوښتني په فوق العاده ډول ارزښتمني وې او انسان یې مجبوروی چي د خپلو نظریاتو په اړه ژور فکر وکړي.

کلونه ما د سیاسي اقتصاد په اړه ټولګی درلود او په هغه کي به مي هڅه کوله له پخواني وخت راهیسي تر اوسه په بېلابېلو ډولونو د اقتصاد په پرمختګ بحث وکړم او د لرغونو ګډو وختونو د فیوډالیزم تر سیستمونو او پانګوني او سوسیالیزم پوري ټول تشریح کړم.

زه په هیڅ صورت یو پوه او عالم انسان نه یم او د ښوونکي په توګه هم پوره تجربه نه لرم او تل ترجیح ورکوم په کنفرانسي ډول د تدریس پر ځای پوښتنو ته ځوابونه ووایم.

زما د چلند ډول ایډیالوژیک نه، خو سوسیالیزم لوري ته مي تمایل زیات و، چي زما له نظره د اقتصادي ژوند په مرحله کي تر ټولو پرمختللې مرحله ده چي تر دا مهاله یې د بشر له لوري پراخوالی موندلی و”

کتاب سر تر پایه جالب دی، کله چي د آزادۍ دا مبارز “منډیلا” د خپل تور او سپین هیواد “سویلي افریقا” پر ښارونو، کلیو، دښتو او ځنګلونو ګرځي، نو ویني چي د ده هیواد د نړۍ یو له ښکلو هیوادونو څخه دی، بیا یې چي دی په کوم انداز صفتونه لیکي، نو دلته سمدستي منډیلا په یوې هیندارې بدلیږي او لوستونکي ته د خپل هیواد ارزښت، حیثیت او وقار ور یادوي.

دا هیواد زموږ دی، دا اوبه، دا خړي دښتي، دا هسک غرونه، دا خړ خلګ، دا شمال، جنوب، ختیځ او لویدیځ ټول زموږ هیواد دی، زه که په خپل کور کي اوسم او یا په کرایه مېني کي؛ دا فرق نه کوي، مهمه دا ده چي دا هیواد زما دی او زه د دې ستر هیواد ستر مالک یم.

لنډه دا چي د دې کتاب لوستل دا انرژې او احساس درکوي چي موږ هر یو د خپل هیواد مالکان یوو.

د نړۍ دا ډول انسانان “مهاتما ګاندي، پاچاخان، نیسلن منډېلا او مارټین لوترکینګ” اصلاً د وجدان اولادونه دي، چي د بې انصافه نړۍ د فردیت پر وړاندي په شعوري او غیرشعوري ډول درېدلي او د ژوند تر وروستۍ ساه پوري یې خپلو ټولنو ته رڼا او خپل ژوند ته تکي توري تاریکې راوړي دي.

د طبیعت دې ناځوانۍ ته ګوره چي له آدمه تر دې دمه یې یوازي نړۍ ته همدا څلور څراغان ورکړي دي او بس.

“د آزادۍ اوږد مزل” په دې نوم د هند ویښ او روښانه پخواني صدر جواهر لال نهرو په اول ځل یوه مقاله لیکلې ده چي وروسته مانډېلا د هغه نایابه مقالې نوم خپل اوټوبیوګرافۍ ته ورته کتاب “همدغه کتاب” باندي دا نوم ایښی دی.

لنډه دا ده چي دې تورپوستي مبارز د عدم تشدد مبارزه د افریقا د ملي کنګرې څخه راشروع او د تشدد له لاري د “ملت نېزه” په چوکاټ کي افریقا د خپلواکۍ تر عرشه ورسوله.

جالبه دا ده چي په افریقا کي د عمومي ټاکنو مانا دا وه چي ۳میلیونه سپین پوستان د سیاسي حقوقو “رایه ورکول/ځان انتخابول” څخه برخمن ول؛ خو لوی اکثریت ۱۳میلیونو تورپوستانو

دا حقوق نه درلودل.

د آزادۍ اوږد مزل پر ۱۱څپرکو یا فصلونو وېشل سوی چي لومړی فصل د مانډیلا پر ماشومتوب او د هغه پر کورني ژوند راڅرخي.

دوهم څپرکی یې د زدکړو پر دوران بحث کوي. درېیم فصل د مانډیلا پر یوه آزادي غوښتي مبارز بدلیلو باندي بحث کوي. څلور فصل منډیلا په “مبارزه زما ژوند دی” یو واقعي سوله ییز مبارز باندي بدلوي.

پنځم څپرکی د وخت د واکدارانو پر خیانت او ظلم پیلولو معلومات ورکوي. شپږم فصل د تور غاټول تر عنوان لاندي د افریقا د تورپوستو ژوندۍ مبارزه روښانه کوي، اصلاً تور غاټول لقب تورو افریقایانو مانډیلا ته ورکړی و. اووم څپرکی د ریوونیا په ښار کي د مانډیلا د سیاسي او نظامي بندي په توګه د زنداني کېدو کیسه کوي. اتم فصل د روبن آیلنډ جزیره کي د مانډیلا د زندان او تیارې کوټې بوږنونکي کیسې کوي. نهم څپرکی د روبن آیلنډ د هیلو او روښنایي په راوړلو اوړي.

لسم څپرکی د تورپوستانو او مانډیلا د دُښمن سره د مذاکرې د پیلولو پر جریاناتو هڅوونکی بحث کوي او یوولسم فصل بالاخره د آزادۍ روښانه لمر د سویلي افریقا پر نازنین آسمان سر هسک کوي او هر ماځیګر د منډیلا پر لور د عجز سر ټیټوي.

لنډه دا چي د افریقایانو مبارزه داسي روانه وه لکه اوس چي کومه لاره PTM په خوله ورکړې ده.

زه چي د رهبر ښاغلي منظور پښتین او منظوریانو رواني مبارزې ته ګورم، بالاخره نتیجه به دا وي چي دوی به هم د مانډېلا او ملګرو په څېر ډېر ژر د بري آسمان ښکل کړي.

سویلي افریقا اصلاً د تورپوستو ټاټوبی و، خو سپین پوست لرونکو

د طبیعت له دې تخلیقه انکار کاوه او هغه یې ناوړه مخلوق باله، نو یې ځکه په بیخي کم اقلیت د سوت افریقا ۹۰% خاوره سپینانو ته حواله کړه او ورځ تر بلي یې ساحه ورباندي تنګوله.

همدې ظلم انقلاب راوست.

په پاکستان کي بیا د پښتنو په نایابه خاوري د پخواني هند یوه کوچنی برخه “پاکستان” آباد دی او پر پښتون قام د دې ناروا تر څنګ ظلم او تشدد هم روان دی.

منظور د مانډېلا په څېر ډېره انساني مبارزه روانه کړې ده، د عدم تشدد لاره یې روانه او ودانه ساتلې ده.

منډېلا د نړۍ د نورو د نه تشدد پلویانو په پرتله لږ مزاحمتي سیاست هم پر لاره اچولی و او “عدم تشدد” ته یې بیخي بېل چوکاټ جوړ کړی و او ۲۰کاله یې وسله واله مبارزه هم وکړه.

زه دا کتاب د لوستلو لپاره د سیاسیونو او مبارزینو تر څنګ د ګوندونو او مدني بنسټونو غړو ته هم تجویزوم، تر څو د مانډیلا په څېر د خپلو فکري آدرسونو سره په تر ټولو سختو شرایطو کي پاته سي او په غوره لارو چارو په خپل چوکاټ کي د خپلي ټولني او خلګو د حقوقو په تر لاسه کولو کي تر ټولو ستړې مبارزه مخته یوسي.

منډیلا د روبن آیلنډ زندان سخت شرایط د خپلي مبارزې په ګټه راوڅرخول، حال دا چي دی هلته د عمرقید لپاره هستېدئ، خو مبارز انسانان په سختو شرایطو کي هم نه پر شا کیږي او د ټولنیزي رپا لپاره خپل منزل ته مزلونه را لنډوي.

هغه په دغه زندان کي د خپل بند زیات “۲۰کلونه” تېر کړي ول، په

تدریج سره یې هم د زندان شرایط ښه کړل او هم یې په خپل قوي منطق زندان بدل او بیا تر ځان مخکي خپل ملګري د دولت سره د مزاکراتو په ترڅ کي آزاد کړل.

مانډیلا مزاکره تر جګړې غوره بلله، نو ځکه د خپل ګوند “د افریقا ملي کنګره” په استازیتوب یې له دولت سره اوربند اعلان کړ او بالاخره طرفین سولي ته ورسېدل او تور و سپین انسان په ګډه سوت افریقا د پرمختګ آسمان ته ورسوله.

په داسي حال کي چي د سویلي افریقا په ټول تاریخ کي داسي سزاګاني چاته نه وې ورکړل سوي لکه مانډیلا ته؛ خو هغه به په دغه سختو شېبو کي هم د خپل وجدان ږغ راپوره کاوه او چیغي به یې وهلې “واک” د محاکمې نندارچیانو به ځواب ورکاوه:” زموږ دی!!”

د آزادۍ د دې اوږده مزل ته د رسېدني په منزل کي به هم تور غاټول “مانډیلا” د توري افریقا سپین سرود زمزمه کوه: “د خدای رحمت دي وي پر تا افریقا!!”

ــــــــــ

نقیب احمد قریشي

کندهار

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.