کلا

هارون ناصر

888

کلا!

کلا د چا ده او دیوالونه يې دومره هسک ولې؟
خو زه د کلا د دې دنګو څلورو دیوالونو ترمنځ بند ولې؟
نه د خوځون شیمه را پاتې او نه څه یاد ته راځي؟
له یوازېتوب!
ولږې!
ویرې او تیارې مرمه؟
کلا د چا ده او دیوالونه يې دومره هسک ولې؟
خو زه د کلا د دې دنګو څلورو ديوالونو ترمنځ بند ولې؟

«» «» «»
مرغۍ والوتې پر ها بل مخامخ دیوال کېناستې
کاشکې! لکه مرغۍ دواړه لاسه مې وزرونه وای؟
شا پر تخته له دروازې را ولوېدمه
وینې پر مخ را ماتې
سترګې مې سپینې او خوله وازه پاتې
مرغۍ والوتې پر ها بل مخامخ دیوال کېناستې
کاشکې! لکه مرغۍ دواړه لاسه مې وزرونه وای؟
«» «» «»
مرغۍ! زما په درد
مرغۍ! زما په فکر هم خبرې دي؟
ماښام نژدې دی
مرغۍ هماغسې پر دیوال ناستې کتار؟
ځالو ته نه ځي مرغۍ ولې؟
جوړه، جوړه له درېیو دیوالونو شي سېده را تاوې
بیا زما له سر تېرې
او د کلا پر دروازه واوړي، پناه شي پسې
مرغۍ! زما په درد
مرغۍ! زما په فکر هم خبرې دي؟
«» «» «»
په دې خبر شومه اوس!
آزادي د سر په بیه ده؟
ورځ! خو مو مرګ او شپه مرګ، مرګ دی؟
یوازېتوب، ولږه، ویره او تیاره مرګ دی؟
په دې زندان کې خو ژوند حساب په مرګ دی؟
په بنده، بنده ساه د دیوال سر ته مې لاس ورسېده
د کلا درې دیوالونه دي پر ګړنګو ولاړ
په دې خبر شومه اوس!
آزادي د  سر په بیه ده؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.