یووالی!-لنډه کیسه

مدینه احمدی

1,005

د مني تیز شمال وو.
د ونو ژیړي پاڼې بې واره په ځمکه غورځیدې
د ځمکې خړ مخ ژیړو پاڼو نیولی وو
منی وو حویلۍ کې زیات رنګونه نه لیدل کیدل
بس تر سترګو  به دي  یوازي وچ ژیړ رنګ کیدو
تیز شمال  زیاتی پاڼې یوړې  شیبه وروسته خړه ځمکه تر پانو لاندي ښکاره شوه
ورو  مې ور وکتل
ډله میږتنو د یو کوچني غار څخه  زیاتي خاوري را ایستلې وې
لا هم لګیا ول
د غار څخه د راوتلو میږتونو د هر یوه په خوله کی به د خاورو کوچنۍ ذره وه  بیا به یې د اچول سوې خاوري څنګ ته واچوله بیرته به د غار یعني خپل کورګي په لوري روان  سوو
شمیر یی زیات وه خو توان یې کم وو
بیا یې هم تر موږ خپل کار په چټکۍ کاوو ځکه د یوې موخي د پاره اخته ول
یووالی یې درلود چې یووالی هر نا توانه ته توان ورکوي
د غار په خوله کی لوی میږتون  خپلي  پښې کیښودې
وروسته د غار شاوخوا را وګرځیدو
کله چی ډاډه شوو  چې  باد رو دی
نو  د څو نورو میږتنو په مرسته یې  کوچنۍ اوږده لښته  را کش کړه داسي یسېده لکه د بیرغ جنډه
لوی میږتون د  بیرغ لښته پر ځمکه ودروله او شاوخوا نورو میږتنو  د لرګي بیخ ته تر څو  بیرغ نیغ ودریږي خاوره واچوله
سترګي مې د اوښکو ډکي شوې
ومې ویل میږتون چې توان نلري پر یوازي د خاوري یوه ذره پورته کړي
خو بیا یې هم د ژوند کولو د پاره یووالی غوره کړی
همدا یووالی دی چې دوی نن کور لري
او همدی یوالی د دوی بیرغ ساتلی
کنې د میږتون به زور څه وي….
ډکو سترګو ته مې درې رنګه تور سور او زرغون بیرغ ودریدو
زړه کې مې ډیري ګیلې وې
پر له پسې مې تکرار کړل
تاسو مو ونه ساتلای شوای، تاسو مو ونه ساتلای شوای! .

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.