د ځان په خوشاله ساتلو کې د خوښۍ هورمونونو اغيزمنتوب

784

پيژندنه
هورمونونه د بدن کيماوي جوړښتونه دی، چې د يو شمیر غدواتو په واسطه ترشح کیږی. د وينی د جریان د لارې حرکت کوي، د پیغام وړوونکو پشان عمل کوي اود عضویت په مختليفو میتابولیکي او ودانیزو فعالیتو کې برخه اخلی. چې د هغه جملې څخه یې یوه مهیمه دنده د مزاج (Mood) منظم او خوشحاله ساتل دی. چې پدې اساس یو شمیر هورمونونه د مثبت فکر، ښه احساس او خوشحاله مزاج لپاره ګمارل شوی. همدا هورمونوونه د (Happy Hormones) په نامه سره یادیږې.

دوپامین Dopamine هغه هورمون او نیروترانسمیتر دی چې د عصبي سیستم د روغ ا و فعال ساتلو لپاره زیات ارزښت لري. (Reward chemical) همدارنګه د ښه احساس، خوشحاله مزاج او قوي حافظې لپاره غوره هورمون ثابت شوی، چې له همدې وجي د ښه احساس (Fell- Good) هورمون په نامه سره هم یادوي. په ماشومانو او لویانو کې د زده کړیز سیستم د غوره والي لپاره هم د زیات ارزښت لروونکې دی. دا هورمون عموماً د ښه غذا په خوړلو، هدف ته رسیدلو، فزیکی تمرین او یوې دندې په بشپړولو سره زیاتوالې مومي.

Serotonin سيروتئنین

دا هم يو ډول هورمون او نیروترانسمیتر دی، چې د (Mood- stabilizer)په نامه هم یادیږې، مرسته کوي انسان په نارمل او غوره توګه خوب وکړي، زده کړه وکړي، غوره چلند وکړي او همدا راز د حافظې په پیاوړی کیدو کې مرسته کوی.لمر ته په کیناستو او ګرځیدو، طبعي ښکلا لروونکی ځایو ته په تګ، یوګا ګیم او غوره ټولنیز روابط کولې شی د دې هورمون په کچه کې زیاتوالې راولی.

اوکسيتوسین ((Oxytocin

دا هورمون چې د میني د هورمون (Love Hormone) په نامه هم پیژندل کیږې، د مور او ماشوم تر منځ د میني، عاطفې او ټینګې اړیکې سبب ګرځی. (Parent- child bonding)

د اشخاصو تر منځ د باور، دوستی او خواخوږې سبب ګرځي، د مینی د خپریدو او خوشحالیو د شریکیدو لامل کیږې. دا هورمون په ټولنیز کیدو، نورو سره د مرستې په کولو، د حیواناتو او مراغانو سره په ساعتیري او فزیکي مینی (Physical Affection) په نتیجه کی پارول کیږي لکه: ښکلول، نږدیکت، لمسول او د کوروالې په وخت کي.

اندروفین (Endorphin)

په طبعي توګه د هغو دردنو خاموشه کوونکې دی چی د ویری، ذهني فشار او اضطراب یا هم نورو ورته اعواملو څخه منځ ته راغلی وی. دا هورمون عموما د غذا خوړلو، فزیکي تمریناتو، خندا، موزیک اوریدلو، فلم کتلو په وخت کې تر نور وخت زیات افرازیږې.

څنګه وکولی شو چې په طبعي توګه ځان خوشحاله وساتو! (Nature mood- boosters)

دلته مې هغه لارښوني او طبي مشورې را ټولې کړي چې د انسان د خوشحالې هورمونونه تنبه کوي او د فعالیت د زیاتیدو سره يې د انسانانو په مزاج او طبعت کې مثبت او د خوشحالې احساس منځ ته راځي. دا چاره کیدلی شی د پام وړ موده په بر کې ونیسي خو په تکرار ترسره کولو به یې د زیاتو بدلونونو شاهدان واوسو:

لمر وړانګو ته کیناستل یا قدم وهل د ډوپامین او سیروتونین افراز زیاتوي. 2008 researchهره ورځ په منظمه توګه د ۱۰ -۱۵ دقیقو لپاره د باندې لمر ته وګرځی، خو هو چې د لمر ضد کریم مو هیر نشی.
د فزیکي تمرین کول نه یوازی دا هورمونونه فعالوي بلکې د بدن او دماغ ترمنځ یوه قوي اړیکه جوړوي(Body and mind connection) ورزش کول تر ټول زیات د اندروفین او دوپامین هورمونونه تنبه کوي.
(خندا) د دوستانو او ملګرو سره په خندا وخت تیرول، یو د بل خوشحاله کول او علمی مباحثي کول هم د خوشحالې د هورمونونو په زیاتوالی کې رول لری. یو پخوانې انګلیسی متل دی(laughter is the best medicine) : یقیناً چې خندا نشی کولی فزیکی زخم جوړ کړی خو د سترس، اضطراب او ذهنی فشار لپاره غوره درمل دی، په خندا سره د اندروفین او دوپامین هورمونه په پراخه ګچه زیاتیږې.Research from 2011
د کورنۍ یا هغه چا سره چې مینه لری یو ځاې پخلي وکړی (meal planning)او یو بل ته ارزښت ورکړي، په دی کړنه سره ستاسې د خوشحالې څلور واړه هورمونه تنبه کیدلې شی. د کورنۍ ، خندا او غوره غذاوو په موجودیت کې مو د اندروفین او دوپامین هورمونونه فعالیږې او همدارنګه په څنګ کې دې د هغه شخص شتون چی مینه ورسره لری د اوکسيتوسین هورمون زیاتوالی ته لار برابروي.
ددې لپاره چې نور هم خپل د خوشحالی هورمونوونه زیات کړي د لاندی غذا د پخلې څخه استفاده وکړي: مساله لرونکی غذاوی، ماهیان، هګۍ، مستې او تازه میوه خو هو شین چای او بادام هم ځان ته خپل ارزښت لری.

کوم درمل چي خپل د عضوست د نورو مشکلاتو لپاره استفاده کوي باید ارزیابی شی تر څو ستاسی د خوشحالی هورمونونو ته کوم زیان ونه لری.
د قرآن په ښکلې غږ اوریدل یا هم تلاوت کول.
اوس عصر کې یو شمیر نور مصنوعي مواد هم منځ ته راغلی چې کولی شی د خوښۍ هورمونونه تنبه کړی لکه: Tyrosine چې دوپامین کچه لوړوي، Probiotics د سيروتئنین د تنبی سبب ګرځي او همدارنګه څیړنو ښودلی چې شین چای هم د سيروتئنین په افراز کی لاس لری.
د خوب منظم سیستم، هره شپه د ۷-۹ ساعته د خوب لپاره ځانګړې کول او د خوب ټول اساسات لکه آرام محیط، د خوب څخه مخکې شاور، منظم او تاریک اطاق او همدا راز د ښه خوب کولو لپاره باید ټول مهیم فکتورنه نظر کی ونیول شی تر څو مو د خوشحالې د هورمونو په غوره فعالیت کې مرسته کړي وی.
مساج، هغه څه چې د خوښۍ څلور واړه هورمونونو کې زیاتوالې راولی. څیړنو ښودلې چې مساج په بی ثارې توګه د اوکسيتوسین او اندروفین هورمونونو د افراز سبب ګرځي. مهیمه نده چې مساج باید حتما د یوه فزیوتراپیست د لوري تر سره شی، بلکې یو نږدي ملګری مو هم دا کار په ساده ګۍ سره کولی شی.
روحي او ذهني فشار (Stress) مو کنټرول کړئ، د سترس د کنټرول لپاره د امریکا رواني ټولنې (American Psychological Association) لاندې لارې وړاندې کړی:
د فشار د منبع څخه فاصله اختیار کړئ.
خندا
۲۰ دقیقي د فزیکی تمرین لپاره ځانګړي کړئ.
ټولنیز تعامل
مراقبت( د ناروغیو په وړاندې وقایې ته زیاته توجه وکړئ)
که د خپل روان ژوند څخه زیاد خوشحاله نه بریښي، د ژوند طرز او شیوې ته مو بدلون ورکړی او کوښښ وکړی چې د خوښۍ هورمونونه مو را وپاروی. ددی لپاره د هاروارد طبی پوهنتون او نورو صحي ارګانو د ژوند د غوره والی لپاره یوه ښه د ژوند طرز (Lifestyle) وړاندې کړی چې په ساده توګه به یې تاسې ته وړاندې کړو:

« اړ نه یاست چې په ژوند کې مو د خوشحالې او غوره تغیر لپاره DNA)) جنیتک تغیر کړي، یا هم قوې درمل استفاده کړي. د دي لپاره یوازې او يوازې قوی ارادې او ټینګ عزم ته اړتیا ده چې په ساده او اسانه لارو سره کولی شی دا هدف لاس ته راوړي:

سګریت مه څکوئ.
هره ورځ فزیکي فعالیت ولرئ.
صحی او پروتین لرونکې غذا استفاده کړئ.
ځان باوري کړی، چې په کافی اندازه ویټامین D او کلسیم مو تر لاسه کړی.
وزن مو کنټرول کړئ.
ذهن مو وننګوي.
پیاوړی ټولنیز ژوند ولری.
د وقایې په مراعتولو سره مو ځانونه د ناروغیو څخه خوندي وساتی.
په منظمه توګه د خولې پاکوالی ته متوجی اوسی، د خولې او غاښو ککړتیا مو د زیات شمیر هضمي ناروغیو او حتی د زړه د سټروک لامل ګرځی.
په خپل سر هیڅکله دارو درمل مه استفاده کوئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.