محبس او قفس /  اوله برخه

610

   ترهغه ځایه چي ما د تاریخ په نوم چاپ سوي پاڼي او کتابونه ولوستل هلته پوهانو د تاریخ پېژندنه داسي کړې وو.

  وایي: تاریخ د تیرو پېښو بیان ته ویل کېږي. معقول، درست، عام فهمه، لنډ خوجامع تعریف دئ.

  د تاریخ موضوع: د هغو انسانانو چي له موږ څخه یي مخکي ژوند کړی دئ دهغو دکړو وړو ليکل، بیان او څېړنه ده. دا خبره سمه ده،خو داسي یې نه دي لیکلي چي یوازي د شاهانو پرکړونو بحث ته تاریخ ویل کیږي. موږ ته چي په ښوونځیو او پوهنځیو کي څه راښوول کېده، راښول کېږي، دا هغه څه وه چي یوازي پرشاهانو باندي لیکل سوي دي،تاریخ لیکونکو زموږ ولسونه یو مخ هېر کړي دي. په خفګان سره ما ونه لېده یا مي ونه لوستل چي د افغانستان په تاریخونو کي، حتی د منطقې په سطحه دي تاریخ نوېسو پرولس او ولسي ژوند کوم څه لیکي وي.که تاریخ لیکونکو لږڅه هم دانسانانو وژوند، کار، فعالیت، قربانیو او مبارزو ته پام اړولۍ وای ښه به وو.د تاریخ لیکوالو یوازي د حاکمو، شاه هانو، درباریانو د ژوند بیانونه او یا دهغوی د کورنۍ په باب لیکلني کړیدي. ډېر کوښښ پردې سوی دئ چي پاچهان يې ستائیلي،د شاهانو او د هغوی د ښځو په ستاینه یې تاریخونه بدرنگه او بد خونده کړي دي په لږ توجه او غور سره سړی پوهېدای سي چي لیکوال د شاهانو د غیري انساني،غېري اخلاقي اوغیري اسلامي کړنو څخه د د فاع کوښښ کړی دئ. رښتیا او پخه خبره خو دا ده، چي د بشري ستونزو لوی علت پاچهان، مستبد حکمرانان، دیکتاتوران، د هغوی کورنۍ او درباریان وو. چي هر څه یې د خپلو شخصي، نفسي، هوس، عیاشیو او خپلو حاکمیتونو د لرلو په غرض دا د مځکي پرمخ پراته ولسونه سره وېشلي او وېشي، په خاصه د اسلامي امت خاوره (دارالاسلام) یې پر بېلو بېلو وړو وړو هیوادو، سرحدو او بیرغو ووېشل چي دا وېشنه او جلاوالۍ د مسلمانانو د بې علمۍ او کمزورۍ باعث سو.

   د همدې حکمرانانو او دیکتانوراتو جفأ وه چي ترمیلاد درې زره اوسوه (۳۷۰۰)کاله مخکي تمدونونه وه چي دوی تر خپل منځي جگړوله امله له منځه یووړه، د ساري په توگه د اشوریانو یاد (بابل) هیواد تمدون چي د نوم ذکر یې په قران(م) کي یې هم ذکر سوی دئ کوم چي د (جلې) او (فرات) د سندو نو تر منځ واقع وو.

   شاهان او حاکمان چي د هیواد، د نفوس ۱، ۰۰۱٪هم نه جوړوي. د۹۹، ۹۹٪خلگو ژوند، د قربانۍ، مبارزې، د هیواد په آزادۍ کي د ولس نقش ولسي کلتور، عنعنات، راکړه ورکړه، ښادئ او غمونه، د هغو لمانځني، د شغل، کار ډولونه، لوبې او ساتېري دا ټول يې له پامه غورځولي دي. او تقربیا اکثریت د تاریخونه مو چي لیکل سویدي هغو شخصیتونو لیکلي دي چي په ډول د ډولونو يې ددربارو سره په گټوشریک، جز د دولت او نورو يې د شاهانو د رضایت او خوشحالۍ د پاره  یو شمېر نورو تر فشاراو کنترول لاندي نفس کښي او لیکني یې کړي دي، هغوی د شاهانو لیکونه، فرمانونه، مکتوبونه، پریکړي، اعلامي چي دا ټول چیزونه د حکومتونو هغه ظاهري لڅ ولس ته فریب ورکونکۍ شکل، مخونه او بڼي وي، په ماهیت کښې دوی ټول بل شان د ملت د ښمنان وه.

    خبره چي مغلقه اوپیچلې کوي هغه دلته ده چي تاریخونه انسانانو لیکي دي، د تاریخ لیکنه انسانان کوي، انسان هر یو خپلي اړتیاوي، اړیکي او مجبوریتونه لري. په تېرو کي د انسانانو د ژوند او فعالیتونو ساحه کوچنۍ وه  لیکل او ارزونه یې له هره بابته د حاکمانو تر اغېزي لاندي راتله.دانن ورځ چي د سبا ورځي تاریخ دئ. زما په عقیده تاریخ لیکونکي نه باید په لیکنو کي دا کوښښ وکړي، چي څوک ملامت او څوک سلامت وباسي.

  د تاریخ لیکونکي وظیفه د ټولو پیښو واقعي لیکل دي د یوه (مېرزا) په توگه. تحلیلونه، ارزوني، ملامت او سلامت بیا د لیکونکي پرحقیقی او رښنتینو یا داشتونو باندي ولسونه او څېړونکي کوي. دا ډېره مشکله خبره ده لاتر اوسه بشر په دې نه دئ توانېدلۍ چي خپلي څیړني د انسان دراپیدایښت تر هغه لومړنۍ زڼي پوري ورسوي یا یې داسي څېړنه کړې وي چي ټول په یوه خوله ورسره موافق سي. هغه چي دا ژوندی موجود څنگه، چیري (د مځکي په کومه برخه کي) او په څه شکل راپیداسو، پردې یوه خبره ټول سره یوه خوله دي چي انسان ميلینونه کلونه مخکي پردې نړۍ سترگی غړه ولي دي. خوپه هغو کي چي دا مني انسان په میلینونه کلونه مخکي پیداسویدئ هم یې عقیدې، نظريې او فلسفې مختلفي دي، دهرې نظريې، عقیدې او فلسفې طرفدارانو هري یوې ډلې په بیلو، بیلو شکلو د انسان درا پیدایښت بیان د خل مذهب، د خپل ميل، پوهي ذوق او گټو برابرکړی دئ. رښتیا انسانانو د تاریخ په اوږدو  کي پرمختگونه کړي دي، تمدونونه یي جوړکړي دي. په ډېر افسوس تر خپل منځي جگړو په نتیجه کي چي اساسي عامل يې نه پوهه، مادیات او نفسي خواهیشات وه د جګړو پواسط ټول بیرته پخپله له خاورو سر برابرکړي دي. هو طبعی افتونو هم خپل زړونه ډک نه دي پری ایښي.

  انسانان لا تر دا اوسه په پوره توگه ددې جوگه سوي نه دي چي طبعی افتونه مهارکړي.په دې خبره باورلرم چي هغه ورځ به هم لیري نه وي څو انسانان ددې جوگه سي چي د طبعی افانو سره مقابله وکړي او ځانونه به پربریالي کړي. کله چي انسان د ساینس او تخنیک اوسني چابک پرمختگ ته گورې نو یقیني کيږي چي دورځوپه تېرېدو به ډېر  بریاليتوبونه د خلگو په نصيب سي. مگر د انسانانو مشکلات به پخپله د انسانه سره به څنگه سي؟ چي دا مشکلات خورا زیات، پیچلي او کړکيچن ابعاد لري.پس نو د تاریخ لیکنه تر هر بل څه چي فکر کوئ مشکل کار دئ. ځکه تاریخ باید یو انسان ولیکي.

  انسان خو حتمي په اجتماع او ټولنه کي ژوند لري، اجتماعي او ټولنیزي اړیکي لري، بیا زموږ په شان وروسته پاته، ترستم لاندي ټولنه کي چي ترهمدا اوسه به لاهم کم سړي وه لرو چي پر ژبني، قومي، تنظيمي، گروپي، حزبي، مذهبي او سمتي تمایلانو باندي وافغانیت او انسانیت ته ترجيح ورکړې وي.لا اوس هم په رښتیا ويلو او لیکلو لیکونکۍ ژر د کفر په تور  متهم کیږي. او د دربارو او درباروالو سره په گټو شریک، په قوم شریک، په ژبه شریک قلموال او قدرتوال د خپلو پلرونو، ورته پاته هغو شتو او پیسو په مصرف چي د ملت يې غلا کړي دي درته دسيسې جوړي کړي.که رښتیا ووایو دا تاریخونه به سړی څه وکړي چي د ولسي ژوند، کار، روغتیا، زده کړو په باب هیڅ په کښي ونه لوستلای سي، یوازی د پاچا او واک لرونکو کیسې لیکل سوی وي.

  که چیري  د انسانانو تاریخ کوم بل مخلوق لیکلای سوای او بیا خپله انسان لوستلای، لکه انسانان چي  د نورو ژوو او جامدو په هکله معلومات وړاندي کوي. او يا د اسلامي عقیدې پراساس د هغو ملائکو چي  د انسانانو پر راسته او چپه اوږ ه باندي ناستې دي دهر انسان د کړو راپورونه لیکي. موږ انسانانو پردې نابوده  د نیا لیدلاي او لوستلاي سوای نو هله به په ځانو پوهيدلی وای چي موږ انسانانو څه کړي دي او څه کوو. په عمومي لحاظ تاریخ پر دومرحلو ويشل سوی دئ لکه د تاریخ څخه د مخه دوره: یا ما قبل التاریخ، دوهمه دوره د تاریخ هغه وخت شروع کېږي چي بشر د لمړي ځل لپاره د لیک پرکشف بریالۍ کیږي.

   ترمسیحی میلاد۷۰۰۰ او وه زره کاله پخواد غه دوره بیا پر(۴)څلورو نورو دوروويشل سوې ده. لمړۍ او لرغونې پیړۍ، لمړنۍ منځنۍ پېړۍ، نوې پېړۍ، نوې او سنۍ یاورستنۍ پېړۍ.دنوي اوما تریالیستي ويش پراساس: لمړنۍ اشتراکي دوره، دغلامې دوره، د ملک الطوایفې یا خانخانې دوره، د سرمایه داري دوره او سوسيالستي دوره.

  د تاریخ اېډیالستي دورې: د فيټيسيزم دوره، پولیټیزم دوره، د مونوټیزم د پیل دوره، د مونوټیزم دوره، فلسفي دوره، علمي دوره ۷ مرحلي یا پړاوه، او ۸ ژۍ یاڅنډې وې. د افغانستان دعلومواکاډمی پښتو په پښتو تشریحی قاموس دوهم ټوک ص۱۳۲۹. نوانسانان ترخپل پیدایښت لږ وروسته پردوو برخو سره تقسيم سول، جابران او خواران هیڅ انسان نسته چي په یوه ددې ډلو پوري دي تړلۍ نه وي.

ترکومه ځایه چي خبره زموږ د هیواد افغانستان د تاریخ پر راسپڼلو ده ترډېره حده په تاریخونو کي یوازي د یوې وړې ډلې یعني جابروکړو وړوته د حق، صداقت او غیرت ورکولو کوښښ سوی دئ، موږ او زموږ ځوانانو ته د تاریخ په نوم راپیژندل سوي دي، په هغه کي هم لمرپه دووگوتوپټ کړل سوی دئ. د جابرو، جفاوي، بدلمنئ، تېري، تجاوزونه، وژني، دعلم سره د ښ منی، خپل منځي جګړې او د تمدونونو له منځه وړلو مسئله او خدمت نه کولو ته يې  د انتقاد گوته هم نه ده نیول سوې.

  اولا دا اوس مشکلات سته دا اوس هم هغسي چي ښایي کوم څه چي تېرسوي دي څوک هغه نه وایي. په دې چي جهالت او فساد حکم فرما دئ علم نسته. دا ټول خو دهمدې جابرو کارونه وه. وه گورۍ یو قوم یاهیواد چي د اووه یا پنځه زره کاله تاریخ دعوه ولري، نو دا خو د نړۍ  د نوروهیوادو په نسبت سابقه لرونکۍ او زوړتاریخ دئ.

  مگر سره ددې دونه اوږ ده تاریخ  لرلو موږ او تاسي نن خپلو خلگو او نړۍ  ته د ښودلو او ښکاره کولو هیڅ هم نه لرو؟ ایا یوازي به دا خبره کافي او شافي وي، چي ترخاورو لاندي راپیداکړي اثار، د یگونه، کاسې، مجسمي ډبرین، او سپنیز، د خټو او لرگیوچي هغه هم د پردیو په مټ له خاورو را ایستل سوي دي، یعني موږ دونه کمزوري یو چي خپل مات د یگونه او کاسي د خاورونه سو را ایستلای چي د جهانيانو او د خپل ولس مخته  یې کښېږدو.ایا خلگو ته به  د منلووړ وي چي موږ ووایو موږ جنگونه کړي دي، موږ خوسړي وژلي دي، د بل قصرونه مونړوليدي، دارائی گانی مو يې راوړيدي، کورونه مويې خراب کړي دي، حکمرانۍ مو پرکړي دي.

  که خدای مه کړه څوک دا پوښتنه را څخه وکړي یا وه مو پوښتي چي جوړکړي موهم څه دي ؟ هغه هم را وښه یاست، اوس څه لری؟ هغه  نورومالونه چي موراوړل څه سول؟ څه موپه جوړکړه؟ اوچا وخوړل؟ تاسي خو اوس هم ټول لڅ، وږي، فقیران او سرگردان گرځې؟ نو به څه جواب ورته ولرو بیله دې چي ووایو، مشرانو مو ډیر ودونه کړیدي … هغه نور يې نوپریږده.

هو؛ ولسونو قربانۍ ورکړي دی.خو زموږ د ولس قربانې، مړاني او قهرمانې هم د نورو جفاگانو په شان جأبرو په خپلو کورنیو پوري تړلۍ دي زموږ د هیواد افغانستان په باب چي څه لیکل سوي دي د خوار غریب او مبارز ولس پرخواریو، قربانۍ، ژوند او مبارزو څه نه دي لیکل سوي او يا لږلیکل سوي دي.

لازمه خودا وه او ده چي ولس او د هغوی ژوند وپیژندل سي، پرتیري کړل سوي خوارۍ، ځوروني، ددوی مقاومت، مبارزی او ستړیاوي ولسونو ته بیان سي. چي راتلونکي نسلونه له خپلو اصلي پلرونو له زحمتکښیو، مبارزو او قربانیو څخه اگاه سي. تر دا اوسه پوري هم زموږ په هیواد کي د پوهي د نه شتون له برکته توري لالاوهي، مړۍعبدالله.

 

////////////////////////////////////////////////////////////////////////

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.