!لیکوالانو او پښتو مینه والو

ډاکټر ماخان میږی شینواری

620

ګرانو ژبپوهانو!

لیکوالانو او پښتو مینه والو!

هر ځای کې چې لیکونکي د ژبې د ژبلاریزو ناسمونونو سره مخامخ  کیږي، نو مسؤلیت یې د ژبپوهانو په غاړه دی، چې لږ تر لږ یې د لیکنو وروسته ورته سم کړي.

راځۍ، چې پښتو سمه زده کړواو ژبلاریزه سمه یا پر ژبلار باندې یې سمه  ولیکو.

په بخښنه که داسې لږ ستوغ پیل مې کړی وي، خو موخه مې همدا راپارول دي.

موخه: یا باید و ما ته همداسې ستوغ ځواب راکړۍ، که ناسم څه مې ولیکل او یا – که سم وي – باید د سمون لپاره له هره اړخه کار واخلو او د ما د سمونونو ملاتړ وکړۍ.

— د ژبې په ژبلار کې و سم لیکلو ته لار هوارول د ژبپوهانو دنده ده.  تل یې باید دې ته پام وي، چې د ناسمون په حالت کې د ژبلار په مټه او د هغې پر مرسته باندې یې سمه ولیکي.

دا کار تر اوسه پورې نه دۍ شوی، که د ما لخوا به هم تاسو له ستونځو سره نه مخامخ کېدی. که په ژبه کې ناسمونونه ګورۍ، نو هغه څه یې چې  ما راټول کړي او لیکلي، مخه نیول کېدی شوه. اوس باید د پښتو ژبلار سره سم و هر څه ته ژبپوهان پام وکړي.

پښتو – لکه نورې ژبې هم – ډېره ښه او روښانه ژبلار لري، خو په دې لار کې پوره کار نه دی شوی. زه بیا ټینګار کوم، چې په پښتو کې له دې لیکنې څخه پرته د حالتونو په هکله مې هم پوره میندنې کړي او ستاسو و مخ ته مې ایښوولي، چې د هغې په مرسته هم د داسې تېروتنو مخه نیول کېدی شي.

خبرې رالڼدوم: دا ډېر کلونه کیږي، چې د دې یو څو غونډلو سره تاسو ته د سمون د وړاندیز په هکله په اخ و ډب کې یم، خو نه څوک د ناسم او نه د سم څه وایي. هیله ده، چې راځۍ نور یې سم ولیکو، که دلایل مې ژبلاریز نه وو، هغه هم په کلکه رد کړۍ، خوښ به شم او له جنجال څخه خپلواک. باور وکړۍ، چې زه د دې ناسمونونو سره پوره زورېږم.

لولم:

لومړی:  تر ټولو ستر( ښکلی، جګ او …) فوټبالر…. مړ شو.

دویم: تر ډېره برېده …..

دریم:  وروسته تر هغه چې طالبانو په

څلورم:   تر ډیره د داعش فعالیتونه ترویجوي

له دې د مخه به یو څو- د دې موضوع اړوند —  اړیینې پېژندنې راوړم.

د پښتو حالتونو څلورم حالت باندې یو څو کرښې:

دا د ما په ډېرو لیکنو او اخرني کتاب کې پوره روښانه شوي، خو

لنډ: په پښتو کې تر، له، په، پر، و… یو سېلبي مورفېمونه دي، چې خپلواکه پوهېدنه نه لري او هر یو یې د حالت اړونده له پسېځای نويو سره مل د نومویونو د مخه راځي. د دې موخه دا ده، چې د نومځاینیوي- چې چې په پښتو کې تل په کړوني حالت کې دی- دنده بدله کړي

لکه: تر ما پورې، یا له ننګرار څخه تر کابل پورې. دا په دې پوهېدنه، چې تر پرته  له داسې کارونې، چې ،، پورې،، ورسره نه وي، په بل ځای کې نه راځي او کارونه یې و ناسمونونو ته لار پرانیزی.

د نورو لپاره که غواړۍ تاسو غونډلې ولیکي، خو لنډ یې د تکیه اړ نومځاینیوو سره:

(را، در، ور) ( سره،کره،پسې، څخه، کې، باندې، ته ….).

خویوییونه:

د خویوییونو Das Adjektiv  لنډه روښانونه.

له لاتین څخه، پوهېدنه: ،،ورزیاتونه،،، دا ښه ورسره جوړیږي، ځکه چې د نوموییونو سره یو څه ورزیاتیږي. دا دي ،، ښکلی،، ، ،، خواشینی،، ، ،، رنګه،، ، ،، هوار،،.

دې وییونو ته په عربي کې صفت وایي او له دې امله پښتو پوهانو ستاییننوم بللی.دا خویوییونه هم بلل کیږي او یا ورسره وییونه.

ما په خپلو لیکنو کې دا خویوییونه بللي او دا یې د ما په اند ښه نومونه ده. خویوییونه په پښتو کې د نوموییونو ومخ ته لیکل کیږي. په پښتو کې خویوییونه بڼه نه بدلوي. په پښتو کې خوییونه جګیږي، خو په پښتو کې د پای ورزیتونې سره نه. په پښتو د دې زیاتونو یا جګېدنو لپاره ځانګړې ژبویینیز توکي شته لکه، ډېر، خورا ډېر یا زښتډېر.

دا سړی جګ (ډېر جګ، خورا ډېر جګ، زښتډېر جګ) دی. د جګ پرځای باندې هر یو خویویی راتللی شي.

یا حالتونه، لکه لوند، وچ …

په غونډلو کې: سږ کال خورا ډېر انګور شوي دي.

…. ډېر جګ سړی. زښتډېر ګړندی بایسکل ځغاستی.

د خویوییونو سره یو کس، یو حیوان یا شی کره پېژندل کیږي.

کېدی شي د یوه کس لپاره پرلپسې څو خویوییونه راشي. لکه: هغه سپین، جګ، سورکمیسی سړی، چې راروان دی.

اوس نو خپله موخه روښانه کوو.

و لومړي ته:

،، تر ټولو،، لاندې څه نه پوهېدل کیږي؟. که وپوښتو، چې له ،، تر ټولو،، څخه به څه وپوهېږم، خو زه څه ورڅخه نه پوهېږم.

په ،، تر ټول ،، ،، تر،، مورفېم دی، چې چې خپلواکه پوهېدنه  د نوموییونو د مخه راځي چې پسې یو اړونده یا تل همهغه پسېځاینیوی راځي  او ،،ټول،، خوي دی. نو له دې امله ،، تر ټولو ،، د پوهېدنې څه نه لري. دا په دې پوهېدنه، چې له دې  د پوهېدنې لپاره یو څه یا څوک راښی او اړونده پسېځاینیویی، چې یو څه و ښوولی شي. …. تر ټولو جګو خلکو پورې مې ځان ورساوه.

که دا د پرتله کونې له امله  کارول کیږي، نو د پرتلې لپاره داسې لیکو: … و نورو فوټبالرانو ته ستر(ښکلی، جګ او … ) او یا له نورو فوټبالرانو څخه ستر(ښکلی، جګ او … ) وو مړ شو.

ګومان مې دی دلته خبره د پرتله کونې نه ده، دلته خبره په ستر(ښکلی، جګ او … ) کې ده، چې دا ستر(ښکلی، جګ او … ) جګوي.

— تر ټولو ډېر لیدل شوی. دا هم موخه ور نه دی او ناسم دی. دا به وي: ډېر خورا ډېر، زښتډېر لیدل شوی سړی.

— د ګاناډا ځوان د نړۍ تر ټولو لوړ سړی ګڼل شوی. دا غونډله هم څه نه وایي.

دا به داسې سمه ولیکو: د ګانا دا ځوان په نړۍ  کې ډېر ـ  خورا ډېر – یا زښتډېر لوړ سړی ګڼل شوی. یا د کاناډا دا ځوان د ټولې نړي و جګو خوانانو ته ډېر – خورا – ، زښتډېر جګ سړی دی.

دا  ستر(ښکلی، جګ او … ) خوي ویونه دي، چې په پښتو کې یې بڼه نه بدلیږي او د دې خویونو د جګېدنې لپاره ډېر، خورا ډېر او زښت ډېر لرو. دا به نو داسې ولیکو: ډېر( خورا ډېر ، زښتډېر) ستر(ښکلی، جګ او … ) فوټبالر مړ شو.

دا ګوره کوټلې او ډېره ساده لیکنه ده.

و دویم ته: تر ډېره بریده…ډېر برید یا ډېره پوله نه شته، نو له دې امله څه ورڅخه نه پوهېدل کیږي. ډېر د ډېرګڼو لپاره راځي او پوله یا برید یوګڼی دی، چې له دې امله ناسم دی. سم یې : تر ډېرو برېدونو پورې یا له برید څخه ډېر یا اخوا، تر لرې برېده پورې یا تر لويه بریده پورې او داسې نور.

بیا دواړه لنډ: ،، تر ټولو ستر،، نه شته او همداسې ،،تر ډېره بریده،، هم نه شته.

او یا هم تر ډېرې کچې، یا د کابل په کچه.

کچه د معیار یا سويې پر ځای باندې کارول ناسم دي.

،،تر اغیزې لاندې،، دلته هم ،، تر ،، ځای نه لري. دا ،، لاندې،، باید د یو څه لاندې وي او دلته به دا ،،لاندې،، دلته ،،د اغیز لاندې،، دی.

 دا هم:  ،، د بیجینګ او ریاض ترمنځ،، . دلته هم ،، تر ،، ځای نه لري. سم یې:   د بیجینګ او ریاض په منځ کې.

— او تمرينونه تر سره کوي. دلته هم ،، تر ،، څه نه دي ورککړي او سم یې: او تمرینونه و سر ته ورسول یا تمرینونه و پای ته ورسول.

– د نورو علومو تر شعاعو لاندي. سم یې: د نورو علومو د شعاع لاندې.

– د هغو ژبو تر تاثير لاندي راغلي. دلته هم د ،، تر ،، پر ځای باندې نه راځي

– چي تر بل هر چا زيات ژبپوهنيز اثار يې ليکلي دي.

سم یې: چې و بل هر چا ته یې زیات ژبپوهنیز …..

موږ باید وپوهېږو، چې کړنه، خویوییونه، پسېځاینیوي او نور ژبني توکي کوم دي او باید ویې پېژنو، چې څنګه سمکارول کیږي.

 راځۍ په ګډه وهڅېږو، چې پښتو مو د ژبلار په څلوردیولي کې راونغاړو، نو بیا د ناسمونو مخه نیول کېدی شي.

د پښتو ژبې ستونځې- د ما په اند- ټولې په حالتونو یا د پښتو څلورم حالت او همداسې په خویوییونو کې دي، چې ما دا په خپل اخرني کتاب کې روښانه کړي. که څوک د خبرو څه لري، کړی شو د برېښنا پتې له لارې څخه هم سره په اړیکو کې شو.

هیله ده، چې په دې هکله بې پروا پاتې نه شی.

دا پلمه مه نیسۍ، چې لوستې ریښه مې پښتو ژبه نه ده.

ما په دې لار کې ډېر کار کړی او نږدې تر لسو کتابونو پورې مې په دې هکله لیکلي.

د تاسو ډ تولو له مرستې څخه ډېره مننه او ستړي مه شۍ

Smakhan1946@gmail.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.