د چنگا ښ ۲۶کودتا وه یا کورنی جوړښت وو؟

عبدالقیوم

370

 

محبس او قفس

د چنگا ښ ۲۶کودتا وه یا کورنی جوړښت وو؟

    راسئ په دې هکله  د ښاغلي تورن جنرال سیدعبدالغني خان خبرې په غورسره واورو، کوم چي جنرال سید عبدالغني کړي دي. نوموړۍ جنرال د سردارمحمد داؤد خان ترکودتا مخکي د ظاهرشاه په حکومت کي د ټول افغانستان د ژاندارم او پولیسو لوی قوماندان وو.

   تورن جنرال سیدعبدالغني خان لیکي: “زه د سردارمحمد داؤد خان د کودتا په پلان ښه خبرسوم. پوره اسناد په لاس راغله د شاهي کورنۍ هرغړي ته مي خبر ورکړه، چا توجه نه کول. دا چي ما ډېرکلونه د شهزاده احمد شاه د محمد ظاهرشاه  د مشر زوی، دخاص یاور په توگه مي وظیفه اجرأکړې وه، بالاخره زه مجبورسوم چي دا خبره له مېر من ( ملکې)  حمیرا او خپله د شهزاده احمد شاه سره شریکه کړم. چي سردارمحمد داودخان د کودتاه کولو ترتیبات نیولي دي. ما د دوی ملکې او شهزاده احمد شاه څخه وغوښتل چي د کودتا چيانو د گرفتارۍ آمر صادر کړي. او دامي هم پر اضافه کړل چي که یې نه کوئ راتلونکی مسؤلیت به ستاسي پرغاړه وي، او دا خبري ټوکي نه دي. دوی خاموشي اختیارکړه. وروسته یې راته وويل چي د سردارعبدالولي سره خبري وکړه”.

  دا جنرال صاحب د کورني جوړسوي پروگرام او لوبي څخه بې خبره وو، افغان جنرال صاحب سیدعبدالغني خان په یوساه(منډه ) او صداقت ځان سردارعبدالولي خان یا د سلطنت بل واکدارته رسوي، هغه ته خپل دزړه غوټه خلاصوي، ټولي هغه خبري ورته کوي چي ده وملکې او شهزاده احمد شاه ته کړي وې. پوهيږئ !چي سردارعبدالولي خان وتورن جنرال سیدعبدالغني خان یا د ژاندارم او پولیسولوی قوماندان ته څه شان تهدېد آمیزه جواب ورکوي؟ داسي ترجمه : “جنراله !هيڅوک د کودتاه توان نه لري، ته دي خپلي وظیفي ته متوجه اوسه،  ډېر تردې زموږ په کورنیو موضوعاتوکي لاس مه وهه”.

  په همدې شان محترم د صدارت مرستیال، د پوهني وزېر او د کورنیو چارو وزېر ښاغلی عبدالقیوم خان نه وو چي واي، دا دشاهي ارگ د ننه د کورنۍ ترمنځ په توافق د خپلي واکدارې دوام ته نوی رنگ او ساه ورکولو یو سازش وو، د کودتا ترنوم لاندي بل څه نه وه. د صدارت مرستیال اوږده لیکنه لري چي وروسته به یې ستاسو سره شریکه کړم. ټول شواهد داسي ښې، جنرال صاحب عبدالغني خان هم دخلاف ويلوسړی نه وو او نه دی، دوځله دتحصيل د پاره خارج ته تللی، تورن جنرال وو. بل د ملکې، د سلطنت دوارث احمد شاه او د دفاع دوزیرسردارعبدالولي  ټولو خبري یوشان وې، نو فکرنه کوم چي ظاهرشاه دي ددې  ټولو خبروڅخه بې خبره وو. دهرچاه زړه چي واقعیتونه څه ډول بیانوي، او لڅوي او که یې پټ او یا ماستمالي کوي، ” تاریخ هغه دئ چي تیرسوی دی، رښتیاهغه دي چي پیښ سوي او عملي کړل سوي دي “. نور نو د سړوکاردی، خو واقعیت داسي دی لکه جنرال سیدعبدالغني خان چي وايې هرڅه د په خپله سرته رسولې، او رېدلي او لېدلې دي نه دبل دخولې بیانونه. نو ایا افسانی به رښتیاوي، که د هغه کس خبري چي عملاً یې سرته رسولی او رېدلي وي؟.

  سردارمحمد داودخان په لمړی سرکي د ظاهرخان د سلطنت پر محال په دې هدف سیاست ته ورودانگل، چي په سرداري سلنطنتي کورنۍ کښي یې ځان تر ټولو هوښیار ګاڼه. ده  د ترقی او انقلابي توب خبري کولی چي په سیاسي حرکتونو کي منورین په خپله ښه وپیژني او د هغوی په منځ کي، درښتیني سیاست مینوال وپیژني، چي څوک یا کم اشخاص واقعاً په نظام کي د مثبت بدلون، د ولس په گټه بدلون راوستل غواړي. او کم شخص د ټولني په منورینوکي دنفوذ او داعتبارخاونددی، او د دوی سلطنت ته څونه گټوراو یا مضرتمامیږي. څو په وروسته دی( لیونۍ سردار) دهغوی دله منځه وړل او د هغوی په تشخص پسي ډېرستړئ نه سي او هغه شخص یاشخضیتونه یې په بیلو بیلوبهانو، پلمو او تهمتو سره تهمتي او د منځه یووړل. او بیا د خپلونیکه گانو، پلرو او اکاگانو په شان وطن د مړو خالي کړي ډېر یې ووژل، بندیان یې کړل او فرار یې کړل.

  سردارمحمد داودخان په ورستیوکلونوکي بلکُل د پخواني روم د لیوني امپراطور”کائوس کالي گول” کاروته لاس واچاوه. خودی په دې نه پوهیدئ چي هغه بله زمانه وه د هغه په شان تر ډېرېده برېده به بریالی نسي. او نه داسي لیوني سو لکه په ورستیو چي کاؤس وو.

  د”وایروسA ” په لمړي قسمت کي چي” چگونه مابه بیماری هجوم به افغانستان مبتلا میگردید يم. ” کتاب مؤلفین ولادی مرسنیگیریوف تاریخدان وژرنالیست، والیری سامونين، عضوسابقه دفتر(کی، جی، بی )درکابل. څوځایه لیکي چي د داؤد خان کودتا د سلطنت دواکدارو، سلطنتي کورنۍ، په تفاهم سرته ورسیده، خصوصا د محمد ظاهرشاه او داؤد شاه ترمنځ د مثال په توگه داسي لیکي: “یو وشاهي کورنۍ ته نژدې سړي په کابل کي زموږ د خارجي کشف د فترته خبر راکاوه چي خپله شاه د کودتا په سرته رسولوکي لاس لاره. “

  په بل ځای کي لیکي :”راپورونه وه په دې هکله چي پاچا د جمهوري کودتا سره موأفقه لرل. ” او نور، پس نو ویلای سو نه داچي یوازي دورستنیو بدو پېښو ټول مسؤلیت د سلطنتي کورنۍ پر او ږو پروت باردئ بلکي دوژل سو او قرباني سوو وطندارانو د مړني او هیواد د بربادۍ ټول مسؤلیت ددوی پراوږو باردئ، پدي چي ټول  هیواد وال ددوی دلوبي ښکارسول.

  ښاغلې سلطان علي کشتمند په خپل” یاداشت هاي سیاسی رویدادهاي تاریخي، خاطرات شخصي”.. .. . په ۲۷۰ ص کي لیکي: ترجمه”سهاروختي د سرطان د میاشتي پر۲۶ تاریخ زه خبرسوم چي د سهارپر ۵ بجو د میراکبرخیبر په کورکي چي د کابل په مکرویانوکي واقع وو، د مرکزي کمیټي د اجرائیه هیأت په غونډه کي برخه واخلم. ترپنځو بجو څودقیقي مخکي چي زه ننوتم، هلته ببرک کارمل، نوراحمدنور او میراکبر خیبر موجودوه وروسته له څو دقیقو نور غړي هم راغلل. خیبرگذارش ورکړې چي ترنیمي شپې وروسته په کابل کي د سردارمحمد داؤد خان ترمشرې لاندي نظامي کودتايې عمل سرته رسیدلی دئ. هغه وویل چي یوه ملگري داکتر حسن شرق يې پر زهري پوش سپورلېدلی دئ، یوساعت مخکي د موضوع څخه خبر سوی وو، هغه بیله ځنډه کارمل خبرکړی، فیصله پردې سول چي داجرائیه هیائت غونډه جوړه کړو”. “هغه څه چي هوښیارخلگ يې په زړونولېدلای سي ساده خلگ یې په خدای (ج) ورکړو، جوړو دوو سترگونسي لېدلای. ” کلیله او د منه.

  گرانو لوستونکو دا خبره ډېره دغور وړخبره ده. ولي سلطان علي کشتمند د محمد داودخان دچنگاښ د۲۶ مي نېڼې د کوتاه جریان بل لورته بیائې. دښاغلې کشتمند کو رد کابل ښارپه چندول سیمه کي وو شپه ده کودتا یې فعالیتونه شروع، نیول، نیول روان دي د ښارټولي لاري بندې، بیله د شپې له نامه لرلوڅخه تگ او راتگ په ښارکي هغه هم تریوي بجي وروسته څه اسانه خبره نه وه. داځکه د کودتا د شپې پر دولس(۱۲) بجو شروع سوېده.

 ښاغلې نبي عظیمي په خپل اردو او سياست نومي کتاب کي لیکي:” چي حسن شرق او غوث الدین فائق ماته راغله مامسلح کړه. ” مگرښاغلې کشتمندصاحب لیکي چي خیبر موږ ته راپور راکړې چي حسن شرق په زهري پوښ کي سپوروو، بیا بل ځای ښاغلې نبي عظمي لیکي :”دکودتا په شروع کي کله چي ما وزیر دفاع ونيوی او محمد داؤد خان ته مي ورساوه حسن شرق له داودخان سره ولاړ وو. او دکودتا له شروع څخه یوساعت تیرسوی وو. “نوله دې خبرو خو داسي معلوميږي چي سردارمحمد داودخان، حسن شرق، ببرک کارمل او د شوروي سره په رابطه کي دا کودتا تابیا کړې وي. خوسلطان علي کشتمند لیکي، چي میراکبر خیبرگزاش ورکړې. بیا لیکي چي حسن شرق پر ټانگ سپوروو زموږ یوملگري ته ټانک دروي او هغه ته ټول حال وائې، هغه ملگری بیا ځان د میراکبرخیبر ترکوره رسوي او میراکبرخیبرخبروي، میر اکبر خیبر بیا کارمل خبروي، نوراحمدنور راځي، کشتمند او نورټول په دغه شپه کي خبرېږي، په منظمه توگه سره راټولیږي یوهم غیرحاضرنه وو، راځي جلسه کوي لاسهارسوی نه دی. دا بی پدره شپه نااعوذوبالله د شب قدردشپې په شان او ږده وه.

  د پرچم رهبری ته ملایکو ټوله اسانتیاوي برابري او موانع ددوی دراجمعه کیدو په وخت کي لیري کولې او دوی په دغه شپه بیله دې چي خطراحساس کړي خپله غوڼده کوي. ایا د پرچم د مشرتابه  ټولو  غړو په کورنو کي تلیفونونه لرل؟ که یې لرل هم د کودتا په شپه مخابرات قطعه وه، په دغه شپه تر۱۲بجووروسته يې کارنه کاوه، څوک وه او یاڅوک وو هغه شخص او اشخاص چي داجرائیه غړوترکورونو ته ولاړل او ټول يې خبره کړل، دغه اشخاصو ته چي دخبرتیا وظیفه يې اجرأکړل دوی ته څنگه او چاه خبر ورکړ؟ او خورا ډیرنورسوالونه. ښه داوه چي کشتمند دا مسئله هیڅ لیکلې نه وای یا یې درسته لېدلې وای.

  ښاغلې عبدالقدوس غوربندی په خپل اثرنگاهی به تاریخ حزب د موکراتیک خلق افغانستان کي لیکي: ترجمه”ښاغلی حسن شرق خلاف ددغه چي نن ورځ په دوه مخې او منافقت سره انکارکوي، د نظام دتغیر او ضرورت په باب محمد د داؤد خان د لومړی علاقمند راپورچي داعتماد له مخي يې دده سره شریک کړي وو، ده د پټي لېدنو پروخت وببرک کارمل ته راپور ورکاوه، حزب وښاغلي حسن شرق او فیض محمد دواړو ته ددوی دوظیفو دحساس والي په نسبت چي په جلاجلا توگه يې تماس نیوی، مهمي لاښوونې وکړې چي په هراړخیزاحتیاط او طبعي ډول يې سرته ورسوي”. ص۳۵.

  په دوام یې بیاعبدالقدوس غوربندی لیکي:ترجمه”دکودتا ترکامیاب کیدو وروسته حسن شرق چي د سلمان لایق سره نژدې همسایه وو، د سلیمان لايقه یې غوښتنه وکړه چي دپرچمیانو رهبري دي یوه وینا، بیانیه خطاب به مردم ورته ولیکي، څو سردارمحمد داؤد خان يې د خپل کاري پلان په نوم ولولي. دی (حسن شرق) به هغه  د خپل ځان لخوا د سردارمحمد د داؤد خان مرکزي کمیټي ته وسپاري. دغه بیانیه د پرچم د سیاسي بېرو لخوا په ډیره محرمانه توگه ولیکل سوه، د سلیمالايق پرلاس د صدراعظم مرستیال حسن شرق ته ورکړل سول. سمدستي د کودتا تر پېروزی د کورینوچارو د وزیرفیض محمد پرلاس د حسن شرق په لارښونه او د سردارمحمد داؤد خان په منظوری څلور اتیا(۸۴) تنه ولسوالان او څو تنه والیان د پرچم داعضأو او علاقمندا نو څخه په حکومت کي تعین او مقرر سول “.

  داکترگوستاولوبون فرانسوي مورخ وائی:” هرټولنه کي سړی باید خپل مقام وساتي، لیکن نباید د هغو نفوذ ترمعین حد تیرسي. ولي چي په دې صورت سره هرډول ترقی او پرمختگ ته فالج پیښوي. “

  د کلیله او د منه کتاب پښتوژباړه په ۱۷۳صفحه کي لیکل سوي دي :”له ظالم پاچاڅخه چي کمزوري رایه ورکونکي وزیران لري باید د ملک او خلگو د ټینگښت او سولې توقع ونه سي”. نوربیا

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.