محبس او قفس

عبدالقیوم

188

څنګه سردار محمد داؤد خان د کورنۍ د غړو سره یو ځای ووژل سول؟

ولي د ثور د میاشتي پر(۷) نیټه نظامي پاڅون وسو؟

دا هغه پوښتني دي چي د بیلو نظریاتو لرونکو یې په باب بیل بیل تحلیلونه کړیدي، هر څوک د خپل تحلیل تر شا کلک ولاړ دئ د ولس د ملاتړ یادونه کوي.  تاسو زما په تېره لیکنه کښي د نظامي پاڅون عواملوته یو لنډ نظر ولوستۍ که څوک غواړي پوهه سي د غو سوالونو ته دي جوابونه پیدا کړي. ۱: کوم عوامل وو چي سردار محمد داؤد خان یې دې ته و هڅاوه څو د خپلي کورنۍ په خلاف نظامي کودتاه وکړي؟ ایا په شخصي توګه د پاچا له لوري د ده ژوند ته  کومه خطر متوجې وو؟ چي ده کودتاه وکړه؟. ۲: دغه کودتاه د پاچا سره په توافق کي سرته ورسېده، که د شاهۍ کورنۍ په بې خبري، نه موافقې اوپټه سرته ورسېده؟. ۳: د سرطان د ۲۶ نېټې کودتاه د چا (کومو افسرانو) په مټ کامیابه سول؟.

  د کود تاه پواسط  و واک ته  درسېدودود، د افغانستان په فوځ کښي د سیاسي فعالیت  او لاس وهنودود سردار محمد داؤد خان کښېښود. په پردي مټ اسا نه واک لاسته را وړل، د توري او توپک په زور په ولس باندي ځان منل، له مشکلاتو خالي نه وي. که د سردار محمد داؤد خان د پاچاه په وړاندي ودرېدئ دغسي حفیظ الله امین د سردار محمد داؤد خان په وړاندي، بیا حفیظ الله امین د نور محمد تره کي په وړاندي کودتاه وکړه. د حفظ الله امین په وړاندي روسانو کودتاه وکړه. د دغه بد عمل(کودتاه) نتیجه داسول چي سردار محمد داؤد د کورنۍ او یو شمېر نورو افغانانو سره، نورمحمد تره کی د خپل ګوند او یوشمېر ګوندیانو سره، حفیظ الله امین د زوی، ورور، زوم(وراره) یوشمېر د اردو د افسرانو او سیاسیونو سره سرونه پکښي وبایلل. نه د سردار محمد داؤد خان پر مینه او نه د خلقي ګوند پر مینه داسي څه پاته سول چي ورباندي حساب دي وسي. که چېري دا بهتر وي چي  ټول ولس باید خپل فکرونه او ژوند د یو کس تر مقام او چوکۍ قربان کړی، ممکن د ډار له امله چوپ تیا به سمدستي سمه  ښکاري خو د داشان واک دوام یا غزول ممکن نه دي. سوالونه پیداکېږي : دغسي واکداران څه شي او څوک دي؟ بر تري یې پر ولس څه ده؟ چي دوی خلګ بندي کوې او وژنې، داحق دوی ته له کومه راغلی وو. نو زه وایم  هغه انسانان چي و وژل سول، چا پر وژړل؟ د کورنیو سره  یې کومه مرسته چا وکړه؟ پس هر انسان هر افغان د ژوند کولو حق لري، هیڅوک د چا څخه د ژوند اخیستلو حق نه لري، هیڅوک خپل ځان مرگ ته هم نه ورکوي، د بشري قانون او اسلامي قانون(قرآن م) له مخي انسان او حیوان دواړه له مرگ څخه د ځان د خلاصون تلاښ وکړي. زورهغه یو زوردی، په کوم الهۍ او بشرې قانون کي څوک ښولاي سې چي ته زور کارولای سې او زه یې داستعمال حق  نه لرم؟ د زورجواب خپله زوردی. بل په رضا مرگ ته تسلیميدل خوځان وژنه ده. او ځان وژنه انتحاردی چي په اسلام کي انتحار ناروا عمل بلل سوی دئ، او د انتحاري ځای ابدي دوزخ دئ.

    قانون دادئ هرڅوک چي تا وژنی، خدای (ج) او رسول ص تاسي نه یاست د هغه له مرگه منع کړي. بیا چي هیڅ د خلاصون بله لاره هم نه وي. نو څو زوردي رسي باید هغه(د ښمن) ترځان مخته کړې. په هرصورت  را به سو دې ته چي ښاغلې صدیق الله روهي  د خپل اثرادبې څیړنې په ۳۶۵ صفحه کي څه لیکې: “د۱۳۵۲کال په چنگاښ کي د محمد داؤد د کودتا له امله د سلطنتي نظام شکل بدل سو او د جمهورریت نوم ورکړل سو”.  لږ وروسته په بله صفحه کي “.. .. په دې دوره کي د مطبوعاتي سخت سانسوراواختناق له امله مجلې تیوریکي موضوعات نه شوه خپرولې”. نوراسې گز پرکښیږدی.

   سردارکبیرجان سراج د سردار محمد داؤد خان د کړڼو،ځان غوښتنو په باب داسي یو لنډ بیان کوي. هغه داسي لیکي:”تقریباُ څلورنیم کاله د سردار محمد داؤد خان  د جمهوریت تیرسوي وه. چي د فعتاً مو درادیو د نشراتو له لاري دعبداللیلا د تقررهغه هم  درئېس جمهور د مرستیال په حیث واورېدل. ددې خبر تر نشروروسته د ستي سردارسلطان محمود غازي چي رئیس د توریزم او ملکي هوائې وو،خپله استعفا په لیکلې او رسمي ټوگه  سردار محمد داؤد خان ته واستول. ورپسې سردارمحمدنعیم خان د سردار محمد داؤد خان مششر ورور د خپل کور سامانونه د طرا بازخان په څلورلاري کي په یوه دوکان کي د خرڅلاو لپاره کښيښول. کله چي دا خبر وسردار محمد داؤد خان ته ورسېدئ، ژر یې خپل وروراو خپل زامن کور ته وغوښتل. د لته محمدنعیم خان و سردار محمد داؤد خان ته وويل:

”  وروره! تر اوسه خو ما او تا تصميمونه په گډه نیول، مګر دا وروستی تصميم دي زما له مشورې به غیرنیولي دئ، یعني دعبداللیلا مقرري. نو په دې منظورمي تصیم ونيوې چي له خپلو ورېرو سره یوځای افغانستان ترک کړم. ” وروسته تر څه گیلو او گذارو فیصله پردې سول چي دوی په کابل کي پاته سي. خو په دغه شپه ويس د داؤد خان نازولي زوی پرخپل پلارانتقاد وکئ ورته وئې ويل:

پلارجانه! تا ډ ېرعمر ژوند وکړی، نایب الحکمه، وزیر، صدراعظم او بلاخیره رئیس جمهورسوې. ليکن موږ بیچاره گانو چي تازه مکتب خلاص کړی دی، او او لادونه هم لروغواړو ژوندوکړو، موږته هم اِجازه راکړه چي خارج ته ولاړسو، ستاڅخه پيسې نه غواړو. خپله زحمت کاږو او خپل ژوند مخته وړو. سردار محمد داؤد خان  ډېر په قهر سو آمرئې وکړی چي د کورنۍ ټول غړي به په هفته کي یوځل د جمعې په شپه زما په کورکي راټولېږي. خو د انتقاد او پر سياسي مو ضوعاتو د بحث حق څوک نلري “.

   د یکتاتور نولکۍ لري په کور کي هم د یکتاتورسو. ويس د پلارددې ډول خبروڅخه ډېرخفه وو، تردې بحث وروسته یې ما ته وويل :”چي زه او ته (ویس او کبیرسراج ) باید ژرژر سره ووينو ځکه زما عمر ډېرلنډ دی. زما ملگري ویس جان وماته دغه جریان ووایه. ما تعجب وکړې او ورته ومي ويل ستا پلارد مملکت رئیس جمهوردی، په دې قدرت چي لري یې څوک هغه او د هغه کورنۍ له منځه وړلای سي؟ پلاردي سمبال پوځ لري او يو تعداد ځوانان پر راگرځيدلي دی، حکومت پر وضعه مسلط دی. ويس د خندا په ډول وويل! د پلارټول دوستان مي د هغه دښمنان دي، پلارمي یو دواوري زمری دی چي له د ننه څخه ويلې سوي دي. او علاوه یې کړل پلارمي هرځل وائې چي زه وړونکې یم، خوکه وړونکي نه سم هیڅ یو زما د فاميل دي دا ارزو نه کوي چي ژوندی به پاته سي. او که پاته سي ډېري پستۍ او خوارۍ به ويني”.

  لیکونکئ: سردارمحمد داؤد خان ته خپلي کړني، د خپلي کورنۍ کړني له ولس سره جفاوي ښه معلومي وې، او ځان يې د ولس په هنداره کي ډېر بدرنگ لېدی، د ولس له قهره سخت بېرېدی، چي خپلي کورنۍ ته داسي واي :”هیڅ یو زما د فامیل دي دا ارزو نه کوي چي ژوندي به پاته سي، او که پاته سي ډیري پستۍ او خوارۍ به ویني”.

   ځان خوڅه چي کورنۍ يې هم پدي باوري کړي وه چي د پاچهۍ ترچپه کیدو وروسته زموږد کورنۍ د ظالمانه اعمالو په خاطرتاسي ته نور په دې هیواد او خلگو کي ځای نسته، د سردارکبیرسراج او ویس د خبروڅخه سړی پوهیدای سي چي سردارمحمد داؤد خان  د خپلۍ شاهي کورنۍ په منځ کي پردې پلان خبري کړي وي، چي څوک او په کوم شمېرخلگ نسي او په څه شمېر وژني، او د ناکامۍ په صورت کي یې د خپلۍ کورنۍ دوژلو او د منځه وړلو خبره هم په د یکتاتورانه شکل منلۍ وه. ځکه ویس ځوان او ترخپل پلار هوښیار وو ددې خطرناکي لوبي په انجام او حتمي ناکامې پوهیدی، او د خپل پلارناکامي یې احساس کول.

   خوسردارداود خان د خپلو او لادو نظرته هم اهمیت نه ورکاوه، ځکه ویس وسردارکبیرسراج ته وائې چي :زما ژوند ډېر لنډ دی. ولي یو زمامدارداسي فکرکوي چي ترده وروسته به دده د کورنۍ سره د ولس لخوا داسي بد چلند کیږي، که زمامدار په خپله زمامداري کي د ولس سر، مال او ناموس ته په درنه سترگه کتلي وي، او خلگو ته يې خدمت کړي وي بیا نو ولي دولسه دونه نا امیده سي، چي تر ناکامېدو وروسته به يې د کورنۍ سره ناوړه چلند کیږي؟.

    سردار محمد داؤد خان دا خبره و خپلي کورنۍ ته د ثور تر نظامي پاڅون څخه دوي میاشتي مخکي کوي سردارکبیرسراج لیکي: “د پنجشنبې ورځ چي د کمونيستي کودتاه ورځ وه. ما دآ مريکا له سفیر سره دتینس مسابقه لرل. نظام الدین غازي چي زمانژدې ملگري وو هميشه مو يوځای دتینس لوبه سره کول. هغه ماته تلیفون وکړئ چي نن کور ته درځم دغرمي ډوډي درسره خورم د هغه ځایه به دتینس دلوبې لپاره د آمريکا سفارت ته ولاړ سو. ما پر ۱۲ بجو کورته ځان راورساوه، او نظام الدین غازي ته انتظارباسم. دادئ د داؤد خان له کوره تلیفون راغلي چي  د سردار محمد داؤد خان پیاده کریم خان (ملازم یاچپراسي) راته وويل رهبر( داؤد خان) امر کوي چي نظام الدین غازي عاجل ارگ ته را واستووه. ما په جواب کي ورته وويل چي نظام الدین غازي تر اوسه زما کورته نه دی را رسيدلۍ. ما ته یې ويلي وه چي پر پښو درځم، شاید په لاره کي وي. موتر پسي واستوی، لاکين زما  انتظار ترنن ورځي بې گټي دی. داسي معلومه سول چي د داؤد خان موتر نظام الدین دلاري وړې وي. ” نظام الدین غازي د داؤد خان د کاکا زوی او زوم وو. په آینه افغان مجله کي دابیان واضح راغلی دئ.

   سره له ډېرو لیکنو، شننو، د ښاغلې سیاسنگ د تحقیقاتو او کوښښونو او د عظم سیستاني صاحب د بې ځایه زحمتونو بیاهم واقیعات لابل ډول دي. تر  ټولو  ډېر د شمرم خبره خولا داده چي په یوه کتاب کي قاتل او مقتول دواړو ته د شهید نوم ورکول سوې وي د مثال په توگه (سردارمحمد داؤد خان او محمدهاشم میوندوال، د وخت لوی درستیز خان محمد خان) او ډېر نورو ته. دټبر په خټو کي بند قلم وال او یا د مادي شتو او امتیاز دلاسته راوړلو په منظور په جفأ سره دغه عملونه کړیدي. دوی ته په احترام، د داؤد خان دوژولو او د هغه د کورنۍ د وژل کیدو بیان  بیا پوهاند ډاکترمحمدحسن کاکړ په خپل اثر” د ثورکودتا او د هغي ژوري پایلې” چي په ۲۰۱۰م کال یا۱۳۸۹هجري کي له چاپه راوتې دی په ۷۵صفحه کې د داؤد خان او د هغه د کورنۍ د وژولو داستان خلاف د  ټولو  ادعاگانو داسی راوړي:

   ” د یوه بل راوي په حواله، چي نه غواړي نوم یې واخستل شې، ښځي او ماشومان په اصلي کوټه کې او نارېنه د ناستي په کوټه یاهال کې وو. پریکړه شوې وه، چي هیڅوک به ژوندی نه تسليمیږي. ددغې فیصلې له مخې ویس د محمد داؤد زوی د سهار په مهال د ښځو کوټې ته ننوت، په کلاشنکوف سره یې اول په خپلي ښځي، بیا په خپلوماشومانو، مور او نورو ډزې وکړې او په اخرکې یې خپل ځان وواژه. شنکۍ، د محمد داؤد لورهم ځان په خپله وواژه “. غوث الدین فایق هم دغي تراژدی ته په لنډ ډول دغسي اشاره کړې ده لکه کاکړصاحب چي لیکلې ده. لیکونکی: دا خبره چي  د ټولو نورمو خلاف سردار محمد داؤد خان پر پیام ور وړڼکي (امام الدین خان) باندي ډزي کوي، امام الدین خان زخمي کېږي، د هغه شاته د ولاړو (باډۍ ګار ډان)  وظیفه همداده چي مخته (مقابل) کي یې ولاړ دښمن باید له پښو و غورځوي او د خپل قوماندان ژغورنه وکړي.

   لیکونکئ: داتصميم چاه نیولۍ وو؟ دا ښځي او ماشومان چاووژل؟. او دا چي کاکړ صاحب دراوې نوم نه اخلې حتمي نژدې کس دا خبره کړیده، د سردار کبیرجان، خبره، خپله داؤد خان دزوی ویس جان خبره دغوث الدین فائق خبره پس  ټولي خبري واضح، رښتیا او واقعیت ته نژدې ښکاري.

   کله چي د تیروشاه هانو، اميرانواوواکدارانو کړو ته په ښه ډول وکتل سي، نوزه په دې عقیده سم چي د۱۳۵۷ هجري شمسي کال د ثور د میاشتې پر ۷ نیټه د نظامي خلقي افسرانو قاطع عمل او د هغوکړنې د داؤد خان او د داؤد خان ديارانو په وړاندي یو د مجبوریت، د مرگ او ژوند دلاري په انتخاب سره درست لاره یې ونيول او معقول عمل وو. د سردار محمد داؤد خان د پېژندني وروستۍ برخه. مخته به ځو********

*************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.