محبس او قفس د ۱۳۵۲ هـ ش کال د چنګاښ ۲۶

عبدالقیوم

222

15

“سردار محمد داؤد خان پر نابلده لار روان سو”

نفاق دواړه دغلیم په خوله کي ورکړل

غلیم دواړه ریزمریز زیراوزبرکړل

  کاندید اکاډېمسن محمدابراهیم عطائی لیکې:”سردارداود خان پر نابلده لار روان سو”. دا نو هغه وخت وو چي سردار محمد داؤد خان غوښتل د شوروي اتحاد څخه ځان او دولت را بیل کړي. خدای دي خیر ورپېښ کړي، که دی پوهېدۍ یا نه پوهېدۍ پدې چي محمد ظاهرشاه  و جهانیانو ته سردار محمد داؤد خان  ډېر مخکي د یوه لیوني سردارپه نوم ور پیږندلۍ وو، سردار محمد داؤد  د عربی شیخانو اوغرب پلوه دوستانو(پاکستان او ایران) ترلېدو وروسته، سردارداؤد خان پوهه سو چي د هغوی غوښتنه ده چي لږ نورهم له شوروي اتحاد  څخه ځان را بیل او لیري کړې. سردار محمد داؤد خان ته چي غرب پلو دولتونو دا وویل نو وائې ” لېوني مه حواله کوئ لېوني خدای په خپله حواله کړي دي.” حال دا چي د افغانستان د حکومت لیری والۍ د وخت له شوروي اتحاد څخه خپله د دولت د سقوط په معنی سره وو.

آمريکا، غرب، پاکستان او شیخانو سردارمحمد داؤد داسي کارته و هڅاوه چي خپل سر یې پکښي ولاړئ. د پښتو دا متل پرځای وو چي وائې:” د لیوني څخه یې مه غواړۍ او مه یې ورکوئ”. د افغانستان د اردو ټول تخنیک، هوایي او زميني وسایل روسي وه. د سالنگ لویه لاره، د کورجوړولوفابریکه، د جنگلک فابریکه، دبلخ دولایت ستري فابریکې، دبگرام هوايې اډه، کودوبرق، تفحصات، ټولي نساجي گاني، گلبهار، سپین زر شرکت د کندوز، د شبرغان  نفت وگاز،  د جلال اباد فارمونه د کندهاره ترهرات او تورغونډ ې سړکونه، تورغونډې، حیرتان، شیرخان بندرونه او ډېرنور دا ټول روسي او روسي ماهرینو پکښي شتون لاره.

   د افغانستان اقتصادي او نظامي دواړه  هم خپله سردار محمد داؤد خان او ورور ئې محمد نعیم خان په شوروي پوري تړلۍ وو. په هیواد کښی مو د شوروي اتحاد له پوهنتونو څخه ډېر پاخه، مسلکي متخصیص ډاکتران، مسلکي انجینران فارغ لرل. تنها په کابل کي داردو په برخه کي: د حربې پوهنتون ټول تعميرونه، د تخنیکي اکادمي، پول یتخنیک، تخنیکومونه او تعميروجوړونه، د اردو د مرکزي ترميم خانی جوړونه، چي د شوروي په اشاره د وخت چکوسلواکيا په عصري ډول او لوړ مصرف جوره کړل. څلور سوه(۴۰۰ )بسترعصري شفاخانه د اردو لپاره، د هغه وخت عصری کورونه مکروریان داسي ويل کیدل چي د دموکراسي په لسو کلونو کي اضافه ترلسو زر (۱۰۰ ) زرو ميلیونه آمريکائې ډالره مرسته د وخت شوروي اتحاد کړې وه.

   حتی آمريکایي منابع لا ددې مرستو رقم (۱۲۵۰ ) ميلیون ښیې. یو پردرېمه برخه دافسرانو په شوروي کي زده کړي کړي وې. او دا هم روښانه ده چي ښه لایق شاگردان خارج ته دتحصيل له پاره استول کیدل. او دا هم طبعي ده چي  د جهان لېدنه، د کتاب لوستنه، د خارجي هیوادونو د محصلینو سره  د افغاني محصلینو تماسونه، د نظرو تبادله، پرهرانسان بیا داسي ځوان چي د یوې شاته پاته ټولني څخه هلته ورغلۍ وي اثرکوي. زموږ په شان د شا ته پاته ټولنی پرپاکو ځوانانو. چي د هیواد د ننه مو یوه  سمه راډیو هم نه درلوده او نه مو پيژندل، تلویزون خوهلته پرېږدی. د شرم خبره ده هغوته چي شرم نه لري د پښتوژبي د کتورا موهم د شوروي څخه ترلاسه کیدل.

    په نړۍ کي همداسي ده ( د هیواد هرمشر که  څه هم په ښکاره نارې وهي چي زه د خپل هیواد او ولس خدمتګار (نوکر) یم خو په عمل همدغه شخص  ظالم او بادار وي) آفسوس پر افغانستان  واکدارو موځانونه پښتانه بلل خونه یې پښتوزده وه، نه یې په پښتو څه لوست او لیک کولای سوای او نه یې کورنۍ د پښتو سره مینه لرل او نه یې پښتو ژبي ته کاراوخدمت کړی دئ او نه پښتو ژبه ددې کورنۍ پلارنۍ او مورنۍ ژبه پاته سوه. سردارمحمد داؤد خان بیله دې چي ځان او دولت ته یې  مخکي کومه بله د باور وړ تکيه گاه پیداکړې وي، د غرب د پلویانو په تشو وعدو وغوېدی د وخت د شوروي یې ځان لیری کړه، سردار محمد داؤد خان بیله پراشوټ لرلو له طیارې ځان راو غورځاوه. اصلا د  سردار محمد داؤد خان عقل  نور کارنه کاوه، په کورنی او بهرنی سیاست کي یو ناکام شخص وو.  نقیصه یې داوه چي نه خپله پوهیدئ او نه یې د بل خبره اورېدل، نه یې ځانته نژدې هوښیارڅوک لاره. په وطن کي د ننه هغه یوازنی قوت چي د ده حاکميت یې له نړېدو څخه ساتلۍ وو همدغه د شوروي طرفدار سازمانونه (خلق او پرچم )وو، دپردې شاته د شوروي (کاجي بې)  پلانونه چاته لڅ نه وو.

   د افغانستان د خلق د موکراتیک گوند(خلق او پرچم ) دواړو په خاص ډول خلقیانو چي له داؤد خان سره په حاکميت کي شریک هم نه وه، خو بیا یې هم د سردارمحمد داؤد خان جمهوري سلطنت، په نوم جمهوریت ترشاهي نظام  او بل نظام څخه ښه بلی. خلقي بخش د سردارمحمد داؤد خان د حکومت د پالیسی مخالف عمل نه کاوه. د خلقیانو مشر تابه پوهیدل په دې چي د لیوني سردارمحمد داؤد سره باید په احتیاط سره ژوند وسي.

   مگر دا چي د سردارمحمد داؤد خان کورنی او د باندنی استواره، روښانه او ثابت سیاستو نه لارل، او د جهاني لویو قدرتونو داهدافو او سیاستو نو ترمینځ یې ځان لیوني، لیوني کاوه، دلویو قدرتونو سره د مناسباتو په توازون ساتلو نه پوهیدی. کله به د یوه په ښه ږغ وبل ته غړمبیدئ او کله معکوس. دا ځل د شوروي د مخالف لوري په لږ تبسم پر بل مخ سو، هغه وو چي سردارمحمد داؤد خان هرات ته یو نه ترمخه پلان سوي او جوړسوي پروگرام په عاجله توگه سفروکړی. دلته وو چي سردارمحمد داؤد سخته لویه اشباه او تیروتنه وکړل.

   د امریکا  د حکومت نظر خو د شاهي کورنۍ په باب له ډېر پخوا څخه روښانه وو،مگرسردارداود خان او بیکاره کابینې يې دا نسوای درک کولای، هغه داسي: په ۱۳۳۴ه، ش کال کي د امریکا  د جموررئیس مرستیال نیکسن افغانستان ته په رسمي سفرراغلې. ترلېدنو او ملاقاتونو وروسته کله چي بېرته ځي د مطبوعاتي کنفراس پروخت  د خپل نماینده په خوله د افغانستان په هکله چي واضح مطلب یې شاهي کورنۍ وه، خپل نظر داسي بیان کړی:”په افغانستان کي نورد پرمختگ استعداد نسته”. په رښتیا امریکا  د”نیکسن” ترسفر وروسته د افغانستانه لاس پرسر سو. آمریکا دا شاهي کورنۍ ښه وپېژندل، چي سردار محمد داؤد هم ددې کورنۍ د بدنې څځه وه. کله چي سردارمحمد داؤد هرات ته ورسیدئ په هرات کي داؤد خان د لومړي ځل لپاره خوله خلاصه کړل په خپلو خبروکي یې لڅ داسي وویل:”هغه واریداتي عقاید چي نوي وطن ته راوړل سوي دي هغه باید لیرواچول سي.. .. .. “

   چي له دې خبري څخه یې واضح مطلب د وخت شوروې اتحاد او دایران دواړو ته ګوته څنډنه وه په نژدې سرحدي ښارهرات کي د هغوی په غوږنو کي دیوه بې وخته اذان کول وه، داؤد خان پدي نه پوهیدئ چي اذان هم خپل یومعین وخت غواړي، بې وخت اذان د سړي سرخوري. زموږ په کلیو کي به خلگو ویل :”چرگ چي بې وخت او چرګه چي هر وخت  اذان وکړي باید حلال سي”.

  که څه هم ممکن  د سردار دغه اعلان شوروي ته د گوت څنډنه وه او د ایران دولت چي هغه وخت یې په منطقه کي دامریکا دگټو ساتنه کول، د هغه پام خپل لوری ته د راگرزوني مانا لرل. له هغه نه علا وه د کور د ننه خلقیانو، پرچمیانو او مذهبي بنسټ پالوته هم سیده اخطاروو. خو پر سردارمحمد داؤد خان بیچاره ډېر ناوخته سوئ وو. کابل ته په رارسیدو سره یې سمدستي په اول قدم کي یې د پرچم څخه د ځان او خپل حکومت خلاصون وو. لومړی یې د پرچم د ډلې په دولت کي لوړ رتبه کسان کوم چي د سردار محمد داؤد خان سره همکار وه لکه:  دغه وزېران، جیلانې باختري، نظرمحمد سکندر، نعمت الله پژواک، له وظیفو لیري کړل. فیض محمدئې له وزات داخله څخه د سرحداتووزارت ته تبدیل کړئ، سعیدافغانې یې له وظیفي لیري کړئ، پاچاگل وفادارئې سفیرکړئ، عبدالحميدمحتاط یې سفیرکړ. په۱۳۵۵ هجري کال کي د دلوی د میاشتې پر ۲۵ تاریخ یعني د سردارمحمد داؤد خان دحاکمیت له درې نیموکلونو وروسته یې خپل د خوښي خلګو څخه یو نمایشي لویه ډرامه (لویه جرگه) چي د خپلوحکومتي او استیخباراتي شبکو پرلاس د خپلي خوښی خلگ او یومعین شمېر باوري لوړ رتبه دولتي مامورین د کابل پولي تخنیک په لیلیه کي ترسخت امنیتي کنترول لاندي سره کښینول، د جرگي د ټولوغړو تماس او ارتباط له د باندي سره قطعه وو. قانون درې ورځي د جرگي تر پرانستلو مخکي په اخباروکي نشرسو. عجب عدالت، عجب قضاوت، عجب حکومت د هیواد اساسي قانون د ولس د خبر تیا، مطالعې او نظرورکولو د پاره درې ورځي وخت هغه هم په افغانستان غوندي هیواد کي؟.

   نوټ:” ایا سته داسي شخص چي ووايې ما یا موږ داساسي قانون د موادو په هکله خپل نظراو یا وړاندیز دولت ته ورکړي؟ بیله هغو چي ورسره شریک وه. او دولت زموږ خبري ته غوږ ونيوي ؟ ایا هرڅه درست وه ؟ په داسي جرگو کي د ولس هیڅ نقش او رول نه وي. ټولي معاملې د اوس په شان په درواغو پر مخ وړه کیدې “. هغه هم په لمړ ی ورځ ترغرمي ورسته اخبار په بازارکي ولېدل سو. شمارې یې هم محدودي وي. باورنه لرم چي حتی دلوې جرگي سم نیمائې غړو قانون ساسي لېدلې او لوستلئ وي، خوشلو فیصدو د جرگي غړوهم خبر نه وه. ځکه دلوې جرگي ۳۰٪ غړوسوادنه لاره.

   په قانون کي د مطبوعاتو آزادي مطلق نفي کړل سوې وه. د دروگونو قواو تفکيک پکښي سم نسوای کیدای. یو حزبې سیستم چي هغه هم د سردارداود خان حزب به وي هغه سیاسي او سياسي فعالیت کولاې سي. څو نه دغه پریکړه دیوه دولتي حزب دبشري او الهي قوانینو سره برابره وه ؟ د هیڅ گډونوال وجدان ددي مادې پرتائیدو نه لړزیدی، ولي؟ بل یوکاندید د جمهوریت د چوکۍ د پار، بله مورنه وه لنگه سوی، سردارمحمد داؤد خان وو او بس. نور بیا…..**********************************************

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.