محبس او قفس
سردار محمد داود خان لیکوالو څنګه معرفي کړیدئ؟
سيد مسعود پوهنیار د خپل اثر”ظهورمشروطیت وقربانیان استبداد درافغانستان” د کتاب لیکونکۍ په ۲۴۲ص کي داسي لیکلي “یوه ورځ محمدحسن ولسمل د داود خان دپېش خدمت سره په لاره کي تصادف وکړی. پېش خدمت محمدکریم وولسمل ته وويل: چي پر رئیس صاحب داود خان خو تاسي گران یاست. ولسمل ورته جواب کي وويل، بلۍ هو! ریس صاحب دولت خو ډېرمهربان شخصیت دی “. امکان لري چي دا زما یوکارت ورته ورسوي؟. کریم وويل هو، نو ولسمل داود خان ته پرخپل کارت باندي داسي ولیکل”زه افسوس کوم چي تاسي د قدرت په وخت کي څوک نه پېژنی”.
کریم خان دولسمل کارت یا خط سردارداود خان ته ورسوئ. ولسمل وائې:”دوې ورځي وروسته مي حسن شرق غواړي، او راته وائی چي یو ځل رئیس صاحب داود خان ته ورسه”. پوهيږی چي څه وسول؟.
دا دئ خپل پخواني اشنای، اوسني رئیس جمهور ته ورسېدم. په دې اُميد چي نورنو د خواری څخه خلاص سوم. کله چي د فترته داخل سوم، سلام مي وکړی، ډېرسوړجواب مي وا ورېدئ. ومي غوښتل چي کښینم سردار راته سردارسو، سترگې یې راباندي راوایستې، په لوړ او از او قهرجنه لهجه یې راته وويل: ترجمه “هغه بل احمق دي د کندُز په چوک کي زما پخلاف بیانیه ورکړه او تا د پست شفیق سره ماموریت قبول کړ او اوس پرخپل کارت ما ته داسي لیکي په کوم حق تر ډېر توهئین او خبرو ورو سته یې ولسمل د کوهدامن دولسوال پرمقام مقررکړم. ؟” البته د شفیق څخه د سردارمحمد داؤد خان مقصد پخوانۍ صدراعظم ډاکترموسی شفیق وو، ولسمل یې په دوام لیکي:چي د داؤد خان له د فتره راووتم مستقیم د محمدهاشم ميوندوال کورته ولاړم. ميوندوال ته مي د داؤد سره د خبرو ټول جریان ووایه. زما ولسمل ترخبرو او ریدو وروسته ميوندوال داسي وويل:”داود خان ښه سړی دی خو د شلو کالو دوست د مخبر د یوې خبري سره هم نه برابروي. “
لیکونکئ: محمدهاشم میوندوال بیچاره د ولسمل صاحب ترورتگ او ملاقات دوي ورځي وروسته بندي کیږي او د سردار محمد داؤد خان په اجازه او خوښه سره وژل کیږي. ولاهوعالم. سوال پيداکیږي چي ولسمل صاحب به ولي او د څه مطلب د پاره درئیس جمهورداود خان ترلېدو، تهدید او د حاکم په حیث د مقرری تروعدې وروسته لنډ او مستقیم د ميوندوال لېدوته ورځي؟ په داسي حال کي چي ولسمل صاحب پدې خبره ښه پوهیدئ چي سردارمحمد داؤد خان د محمدهاشم میوندوال سره چپ او مخالف دئ، میوندوال لا دوختي د حکومت ترتعقیب لاندي وو او دا خبره ولسمل ته معلومه او څرگنده وه، او داهم ولسمل ته ثابته سول چي د سردارمحمد خان نه خوښیدل چي د ده شناخته گان دي دده له مخالف سره په حکومت کي کاریا مرسته وکړي یا کښیني. اوس نو تاسي ووایاست ایا سردارمحمد داؤد خان ظالم، مستبد او قاتل نه وو؟ محمد (ص)فرمایي چي د یومسلمان وژل د ټول اسلام وژل دي. بیا بیله معلوم او مشهود جُرمه او د محکمي له حکمه پرته وژنه د اسلام څه چي د جهان وژنه ده.
دهمدغه پورته ذکرسوي کتاب په۲۸۲ص کي بیالیکي دي: ” ترجمه : په۱۹۷۴میا۱۳۵۳ هجري کال کي کله چي زه سيدمسعود پوهنیارپه روم کي د افغانستان د لوی سفیر په حیث مقررسوم. یوه ورځ د پخواني پاچا اعلیحضرت محمد ظاهرشاه لېدو ته ورغلم. هغه د داؤد خان د قهره ډک اعمال انتقاد کړل وئې ويل:
” داسي اعمال ښه اینده نه لري. او علاوه پرهغه یې وويل چي سردار داود خان ميوندوال ،خان محمد خان او نور، ونيول او بندیان یې کړل. شاه وښاغلي نوراحمداعتمادي ته چي هلته په روم کي تر ما مخکي سفیروو،هغه ته وويل، چي داود خان یولیونتوب لري نه چي داخلگ اعدام کړي”. اعتمادي وويل چي دونه لیوني هم نه دی چي مرگ ته لاس واچوي او خپل لاسونه د هغوی په وينو سره کړي. او په دې کي شک نسته چي د ډېروخت د پاربه یې په زندان کي وساتي. ” په دوام یې لیکي “له هغي ورځي څخه درې ورځي تیري نه وې چي وامي وریدل سردارداود خان ټول هغه خلگ اعدام کړل. “
همدغه د سیدمسعود پوهنیاراثر ظهورمشروطیت وقربانیان ستبداد د رافغانستان، د کتاب ۲۵۹ص کي لیکل سوي دي: ترجمه”دغه رنگه د زمانخان قلعه او د هغه څلور خوا وو څاه گانو د اسلام د پیرو ځوانانو د مړو د اجسادو ډک سوې وه. ډېر بوی شا وخوا ټوله منطقه ونيول او پرلاره د تلونکو به له ډېره بدبويئ خوا گرځيدل، که څه هم چي ددې موضوع د برسې د پاره یوهیئت د پاک نفسه، عالم د هغه وخت دعدلي د وزیر عبدالمجید خان ترمشرې لاندي وټاکل سو. څو ورځي هيئت منطقي ته دپلټنو د پاره ولاړی خود د داؤد خان په حکومت کي د پرچم د ډلي د نفوذ له وجهي دهيئت د کارنتیجه په نامعلومو د لیلونو ورکه سوه”.
دهمدې موضوع په باب علامه عبدالحق مجددي او ډاکترفضل الله مجددي دحقیت التواریخ په ۵۸۱ ص کي داسي لیکې: پښتومتن “یو له واقعاتو څخه په۱۳۵۵ هجري کال کي دقلعه زمانخان په ساحه کي تقریباً په تعدادد(۵۰۰) پنځوسو انسانانو د مړو یوځايې قبر (جسدو نه) وموندل سوه. خلگو فکر کاوه چي دا مړي دجمهوریت په لمړۍ ورځ او یاهم وروسته دجمهوریت سره د نیول سوومخالیفینو مړي به وي چي اعدام سوي دي. عدلې طب نظر ورکړی چي دا خلگ وهل سوي، لاس، پښې، ملاوي یې ماتي او پر وجود یې نورزخمونه موجود وه. جدی پوښتنه ونه سوه”.
داوه د سردار محمد داؤد خان دعلاقه مندانو سپینه کودتا. د(۵۰۰) پنځوسوو انسانانو قتل، وژنه او قبرهم نسي کولای چي د کودتا مخ تورکړي؟ که رښتیا داهرڅه پرچميانوکول نو سردارداود خان بیا ولي قهرمان او نابغه سوو. د سردار داود خان دوژنو او ترورونو کيسې څه کمی نه لري.
ښاغلي ډاکترصاحب یا وزیرصاحب عبدالقیوم خان، ښاغلي داکادمیسن کاندید محمد ابراهیم عطائې صاحب، ښاغلي میرغلام محمدغبار، محمدصدیق فرهنگ، جنرال عبدالغني خان، دحقیت التواریخ مؤلفین عبدالحق مجددي او فضل الله مجددي، ښاغلي محمدکبیرسراج او ښاغلي ډاکترفضل احمد کوهستاني، زه او خورا ډېر نور د سرداري نظام او د هغه د واکدارو محمدظاهرشاه، سردارمحمد داؤد شاه او سردارمحمدنعیم شاه په هکله او ددې کورنۍ په باب برابرفکرکوو.
هغه دا چي د شاهي کورنۍ په گډه مشوره سره سردارمحمد داؤد خان ته د قدرت انتقال، او د خپل کورنۍ حاکميت دغزېدو او دوام خبره وه. نور پرمحمدظاهرشاه هم داچپنه لویه او درنه سوې وه. بل خپله د پخواني پاچامحمدظاهرشاه، سیدمسعود پوهنیار او نوراحمد اعتمادي ترمینځ د ایتالیا په مرکز روم کي د ظاهرشاه په کور کي د گډو خبروڅخه ښه معلومیږي چي خدای (ج) بخښلي میوندوال او ورسره ملگروته خپله سردارمحمد داوخان یوه د سیسه جوړه کړي او هغه خلگ يې د نورو ډېرو افغانانو په شان بی گناه وه واژه.
د یوه پاچا او یا د یوه هیواد د مشرکیڼه او شتمني څه شي ده؟ پاک خوی، صداقت، رښتیا، زړه سوی، مهرباني، کارپوهي او فرمان وړونکې ده. دغه پورته ذکرسوي درې صفتونه لکه رښتیا، زړسوی او مهرباني د یوه مشرد شخصیت تکمیله ونکي اجز او ي دي. امیر، مشریا پاچا باید داسي وي چي زړه یې د ناپا یه درېاب غوندي پراخ، د حلم او زغمه ډک او د ماغ یې دغره په شان نه لړزېدونکی وي.
بیا د داسي پاچا چي په شاهي ارگ کي پیداسوئ وي، د ولس په وینولوي سوئ، د ټولو خواریو محفوظ پاته سوی وي، په ښو ښادیو کي یې ژوند تېرکړی وي، په سیاست او پاچهي کي د کوچنیوالي شریک او لاس وهونکئ پاته سوی وي، د هغه د پوهي، علمیت کمال، لیکونو، څیړنو، تحقیقاتو څخه باید اوس د منطقي په سطحه خلگو گټه پورته کولاي. نه دا چي موږ د سردار داؤد خانه څخه څه ونه لېدل بلکي د یحيی د کورنۍ څخه د ولس په نفعه او گټه څه راپاته نه دي.
په تاسف سره ښاغلې سردارمحمد داؤد خان دغه پور ته خصوصیات نه لرل، چا ته صادق کله صادق، او څه شي ته صادق وه؟. کومه رښتیا، مهربانې، زړسوی، او پرچا یې رحم کړی وو؟ د پوهي کمه نښانه، نویشته، لیکنه یې سته؟ د چا خبره یې او رېدلي ده یا منلې ده؟. په افغانستان کي د اسلامي نهضت اعضاوي واسلامي بنیاد گری ته چا ورټیل وهل؟ د جزأ د قانون نافذه کول، دسیاسي فعالیتونو منعه کول، د څه لپاره؟ بس یوازي ده د سیاست کولو حق لاره؟ ایا سردارمحمد داود خان هغه وخت چي سورشهزاده وو، هرڅه یې د شوروي د حکومت په خوښه پرمخ نه وړل؟. اول باید دی ملامت کړو، ځکه دولت، حکومت، بیت المال، اقتصاد، فوځ او ولس ټول دده په نوکرې کي ولاړوه.
مگرده د ولس او هیواد په گټه سمه استفاده ځیني ونه کړل، هرڅه يې د خپل ځان له پاره غوښتل. همدغه د ده سر ټمبګي ووچي د(اې، ايس، اې) لاسوهنوته يې زمینه برابره کړه، سره شهزاده د پاکستاني حکومت د لاس وهني په مخینوي کي پاته راغلی یوازي پردې پهلوان وو چي د خپل هیواد، ښوونځی لوستي بي وسه ځوانان چي لائې د ژوند، کور او کورنۍ جوړونې پرخواقدم پورته کړی نه وه، دغریبو ولسونو او لادونه وه، داود خان د هغوی په وژلو خپل خروښ وکښې او خپل خیرن زړه يې ښاد کړه. د خداي (ج) بخښلي اکاډ میسن عبد الشکوررشاد شعر چی واي”دا باز نه دئ ټپوس دئ چي وهي د خپل کورچرگي “. دا دده پرسر نا خلاصي او ناپوهی يې دلالت کاوه. نور بیا
***************************************
Comments are closed.