محبس او قفس

عبدالقیوم

214

محبس او قفس

ولي او څنګه د سردار محمد داؤد خان او دهغه د حکومت په خلاف نظامي پاڅون  وسو؟

  له سردا محمد داؤد خان څخه دواړه سیاستونه (بهرنی او کورنی) خراب سول. شورویانو چي نسبت هر بل پردي هیواد ته په افغانستان کښي ډېره سرماید ګذازي کړې وه، سردار محمد داؤد خان په خپلو اوتو بوتو هغه اړیکي خرابي  کړې، بیا نو شورویانو تلاښ کاوه خپل نژدې کس (ببرک کارمل) په افغانستان کښي د سردار محمد داؤد خان ځای ناستۍ کړي. خو په تنهاي ددې پروسې تکملونه ورته  مشکله وه، سردار محمد داؤد خان ته په نابلده لاره  کي د امریکا د سفیر تشي وعدې او ډاډ ګېرني وي چي سردار محمد داؤد خان یې ښه لیونی کړه، د سفېر تر وعدې  ورکړي وروسته سردار داؤد خان په هغه شپه خپل کورني مجلس ته چي ټول غړي یې حاضر وو د خپل پلان د بریالیتوب یاد دونه کوي خپلي کورنۍ ته واي : ” زه  په خپل پلان کي بریالې یم “. اوس نو یوې خوا ته سردارمحمد داؤد خان د خپلي مړې، مستي او بیکاره کابینې سره په هوا کي د خوښئ توري وهي. هغه چي واي”پهلوان زنده خوش است” دا کورنۍ خبري د سردار محمد داؤد خان ګران زوی ویس جان سردار کبیر سراج ته  وکړې، سردار کبېرجان لیکني چي ما ویس جانه ته ډاډ ګېرنه ورکول، بیا هم ویس جان  راته وویل: پلارمي د واوري زمری دئ، خومنځ یې ويلي سوئ او پررا ټول یې ټول د ښمنان دي هر یو ورته وائې رهبرهم داسي وي دهرغیري لازمي عمل تائید ئې کوي.”

   سردارمحمد داؤد خان هوښیاردوست او مشاور نه درلود، یا داچي  سردار محمد داؤد خان د چا خبره نه منل. کوم کسان چي یې اوس پر قبراوښکي تويه وي داهغه غوړمالان، مفت خوره او یا د هغوی د کورنۍ پاته شوني دي، دوی فکرکوي ولس تر اوسه نه پوهېږي. پروخت  د کار دوی د پیل په غوږ کي بیده وه، هغه وخت شوروي، امریکا  او جهان حالات څارل. سردار محمد داؤد خان او ساده یارانو یې د خلق ددموکراتیک ګوند د نابودی پلانونه جوړول. شورویانو، امریکا یانو دې اورته پکی واهه.

   د سردار محمد داؤد خان جمهوریت چي ډېر ملي شخصیتونه ، د اسلامي خوځښت ځوانان وخوړل او هضم یې کړه. دا ځل غواړي سخت هډ هم تیرکړي. د پښتو ژبي نه زده کړي ورته دا تاوان واړاوه. که نه په پښتوکي مشهورمتل سته چي وائې :“سپي چي هډوکي خورې خپلي شاه ته هم گوري” بل ځای وائې چي “د گیډر وجنگ ته باېد د یوه زمري په شان تیاري ونيول سي” نو کله چي دزمري سره جکړه وي باېد څونه تیاري نیول سوئ وای؟. د شورویانو، امریکا یانو، کارمل او سردارمحمد داؤد خان بې باکانه ، نا اگاهانه، د بې وخته حرکت څخه راپیدا سوئ زخم دی چي تر دا اوسه یې وينه نه درېږي که هغه وخت  سردار محمد داؤد خان په سړو اعصابو، معقول  اوسنجیده فکرکړی واې، طبعي چي اوس به دا حالت نه وای. دا ځکه چي خلقیانو د سردار محمد داؤد خان د جمهوریت  نه دا چي د چپه کېدو پلان یې نه لاره بلکي له چپه کېدو یې ساتۍ.

زما د خبرو په تائيد  سره د پرچم د رهبری د غړي عبدالقدوس غور بندي د لیکونو څخه هم داسي معلوميږی چي د ميراکبر خیبر په ترور کي به حتمي د ببرک کارمل  لاس، رضایت او موافقه وو. او د وروستیو انکشافاتو څخه هم داسي نتیجه سړی اخیستلاي سي. چي د پرچم د رهبري د یوه برجسته غړئ ميراکبر خیبر او په ګوند کښي د ببرک کارمل سرسخت سيال په خټه پښتون، په ترور کي به د کارمل او خپله د سردارمحمد داؤد خان لاس داخل وي. خود به پلان روسي وو، په ورستیو کلونو کښي د سلیمان لائق وینا وي هم دا ثابتوي چي د میر اکبر خیبر په ترور کي د ببرک کارمل رضایت وو. بیا د خیبرمړی د کارمل د غوښتني له مخي د ګوند لخوا په ښه درنو مراسيمو سره خاوروته سپارل کیږي. بل له دې خبري څخه هم سړی پوهیدای سي او باور یې ټنگیږي چي د خیبر په ترور کي به حتمي شوروي د خیل وي. ولۍ د خیبر د ترور دوسيه تعقیب نه سول. سردارمحمد داؤد، نورمحمدتره کی، حفیظ الله امین، ببرک کارمل او داکټرنجیب الله  تر هغوی را وروسته نور( توپک سالاران، تالبان، غرب واک ته رسولي کرزی او اشرف غني) دوی ټول چپ پاته سول. د دې لوی اور د را پیل معلومولو دڅېړني مسله حکومتونو د مسؤلینو په حیث ونه کړه. کله ناکله د سیاسي گټی پربنیاد دا مرگ یا ترورغندل کیږي. د سلطان علی کشتمند د خبرو په اساس کارمل ترهربل چا ډېروژړل. څه ښه وائې: هم مي ووژني په خپله، هم پر ماباندي ژړاکاه، څه ښه یاردی ښه یې مینه، وژل هسي شبخون هسي.

   لنډه یې دا چي د مېر اکبر خیبر د جنازي ښخیدو په مراسېمو کي یو شمېر خلګو خبري وکړې، د ملامتیا گوته حکومت ته نیول کېده، دا طبعی او عادي خبره وه، د قاتلینو د نیولو او په جزارسولوغوښتنه، په وينا وو کي کېږي. ایا دا کُفرو سوو چي د قبر پرسرخبري وسوې، یعني په یوه ملک کي چي پرخپل مړي ژړل کُفروبلل سي هغه به نو څنگه ملک وي؟  د جنازي په مراسيموکي دزیاتو خلگو برخه اخیستنې د سردار محمد داؤد خان، دامریکا د سفیر او د شوروي د سفیرټولو اندامونه ور ولړزول. ځکه مخکي دوی هیڅ داسي فکرنه کاوه چي دا ګوند دي په هیواد کښي دونه ریښې ځغلولي وي. سردارداؤد خان په هغه شپه  د (خلق ددمکراتیک ګوند)  د مشرتابه دغړو د بندي کولو مؤافقه دآمريکا له سفیر څخه اخېستې وه، بیا  یې  بې تدبيره او په عاجله د خپلو بیکاره مشاورینو سره دا فیصله وکړل، چي د خلق ددمکراتیک ګوند د نیولو او له منځه وړلو دپاره دغه د جنازې مراسیم او خبري یوه ښه بهانه او تهمت کیدای سي، راځي دغه د خلق د موکراتیک ګوند غړي هم د نورو په شان ونسو او ورک  یې کړو. دې کورنۍ ته د خلگو ورکيده کوم مشکل کارنه وو، دې کورنۍ هیڅکله هم انسان ته د انسان په سترگه نه وه کتلي. خو داځل دا خواړه هغسي نرم نه وه. هغه وو چي سردارداود خان خپلو امنیتی ادارو ته آمرکوي، چي د خلق ددموکراتیک جریان درهبری اعضاوي، کوم چي د حکومت پټ نه وه ټول گرفتار کړي. هم داسي یې وکړل.

درهبرۍ ټول غړي يې لانیولې یا بندي کړي نه وه چي په را دیوکي یې د ملي خائینینو په نوم بیله دې چي خپل قانون ته پام وکړي، یا د اساسي قانون خیال وساتي او یا جُرم ثابت کړي، یا محکمي حکم کړې وي  هغوی یې د ملي خائنینو په نوم اعلان کړه. دې  کورنۍ هیڅ وخت د قوانینو خیال نه دی ساتلی او نه ورسره ناستو د کابیني غړو، خپلوانو او د کورنۍ  نورو غړو يې همدا  ورته ونه ويل چي دا ستاعمل ستا دنأفذه قانون خلاف ورزی ده. بیله مشهود جُرمه، بیله د محکمي له اجازې د یوچا یا څو کسانو بندي کول د محکمي ترحکم او فیصلې مخکي وخلگوته د خائین د لفظ استعمال جأیزنه دي. د خلق د موکراتیک ګوند ټول اعضأ وي سردارمحمد داؤد خان جبراً د یوه داسي تحميلی جگړی سره مخامخ کړه، چي هیڅ د خلاصون او یا د کندهار د خلګو په اصطلاح د میږي لاره یې ورته پری نښوول بیله  مرګ یا مقاومت او پاڅون څخه. نور بیا*****************

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.