د بشري حقونو فعالینو په افغانستان کي د شاتګ څخه شکایت کړی

483

22 ساعتونه مخکې

د ښځو د حقونو سخت محدودیتونه، مخ پر ډیریدونکې لوږه او د ترهګرو له خوا مخ پر ډیریدونکي جنایتونه: د بشر د حقونو سازمان، هیومن رایتس واچ په افغانستان کي د بشري حقونو د سخت خرابیدو څخه شکایت کړی دی.

نن پنجشنبه (د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ ۱۲مه) په لندن کي د دغه سازمان د «ؤرلډ رپورټ» په نامه نشر سوي رپوټ کي راغلي، چي په دغه هیواد کي اقتصاد او بشري وضعیت بې حده ډیر خراب سوی دی. د دغه سازمان د افغانستان کارپوهه، فرشته عباسي وايي، طالبان، چي د ۲۰۲۱ م کال په اګست میاشت کي قدرت ته ورسیدل، د «ښځو د لا ډیر تعقیب او ژورنالسټانو د بندیګرت سره تر هغه ډیره علاقه لري، نسبت دې ته چي پر دغو بحرانونو باندي غلبه حاصله کړي».

د همدې کال په مارچ میاشت کي طالبانو په قاطع ډول سره خپله هغه وعده هم ماته کړه، چي د نجونو پر مخ به لیسې خلاصوي. د ښځو احتجاجونه په زور سره منحل سول او ډیر زیات مظاهره کونکي او د رسنیو کارکونکي بندیان سول. په دا وروستیو وختونو کي په خیریه سازمانونو کي د ښځو د کار منع کیدل نور مشکلات هم رامنځته کړل. سربیره پردې د داعش په حملو کي په سلهاوو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، خصوصأ د مذهبي اقلیتونو کسانو.

Afghanistan | Explosion vor Außenministerium in Kabul
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

په رپوت کي همدارنګه راغلي دي، چي په افغانستان کي سخت خراب اقتصادی بحران دوام لري: د پیسه ورکوونکو هیوادونو د کومک ډیر کمیدل، د معاشونو نه تادیه کولو بحران، د غذايي موادو او نورو مهمو موادو د بیو لوړیدل او همدارنګه د خارجي حکومتونو لخوا د بانکي خدماتو محدودیتونو دغه بحران نور هم جدي کړی دی. همدا شان زياته شوې په ملیونونو کوچنیان د سؤ تغذي ښکاردي؛ تر ۹۰ فیصده اضافه انسانان د عدم غذايي مصؤنیت سره مخامخ دي.

د «ؤرلډ رپورټ» په ترڅ کې چي د ۳۳ وار دپاره نشر سوی دی، دغه سازمان په تقریبأ سلو هیوادونو کي د بشر د حقوقو وضعیت تشریح کړی دی. په همدې حال کي د دغه سازمان د اجراييه کمیټې مؤقتي رییسې، تیرینا حسن ټینګار کړی دی، چي د بشر د حقوقو څخه د دفاع پخاطر نور د دولتونو پر یوه کوچني ګروپ، عمدتأ د نړی د شمال پر هیوادونو باندي تکیه نسي کیدلای.

دویچه ویله

 

////////////////////////////////////////////////////////////////////////

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.