محبس او قفس/۲

عبدالقیوم

801

د بشري تمدن  پر سر څو خبري:

د تاریخ له هغه بدوي دورې څخه چي را ووزو د فرهنگ وعصري دورې “حجر” یا د ډبرو د استعمال (سیقل) مرحلې ته رارسېږو.چي هلته د انسانانو”کرومانیون” په نوم یې پیژنو. داعصري دورې په اروپا او افریقا کي وې. چي پنځويشت زره کاله پخوا تېري سوي دي. په واقعیت کي”کرومانیون”هغه پرمختللې بشر تیر سوی دئ چي سرونه یا ککرۍ يې غټي وې، ځیني عُلما سيکان دهغو له جملې څخه بولي. دا هغه قوي صورته انسانان وه چي د خپل محل څخه وکوچيده او کوچي ژوند يې اختېارکړه.

په عین حال کي يې د شرایطو، آب وهوا سرسم پناه گاني، د اوسېدوځایونه جوړکړه.د حیوانانو روزنه او ساتل يې شروع کړه. لس زره کاله ترميلاد مخکي يې د ډبرو د سيقل کولو د طریقې زده کړه شروع کړه.دانوعُلماووهڅوهلۍ دئ، تر خاورو لاندي اثار یې پیدا کړي دي، بیا د پوهانو څیړني دي چي کوي يې. د خپلو مشاهدانو او پوهي په زور څه وایي.

کله چي د تمدنو پرسرخبري کېږي نو د”البرماله او ژول ایزاک “په تاریخ کي “د بنی حام او بنی سام” اولاده چي د اوقیانوس اطلس څخه د فارس ترخلیج پوري پراته وه دا هغه او لني قومونه دي چي تاریخونه یي معلوم دي. دوی مد نیتونه درلوده او د دوی مد نیتونه په نړۍ کي لومړی مقام لري.د یونان، روم، هند، چين تمدنونه هم د یاده باید ونه باسو.وايې چي درې زره درې سوه ۳۳۰۰کاله مخکي دنیل درود پر غاړه د مصر تمدون ژوند کاوه.

هلته فرعون د هغی زمانې واکدار او ځان یي نعوذ بالله خدای باله. ښه دا کومه نوې او ورستې خبره نه ده دا دډېرو واکدارو خاصه وه او لاده. هرهغه چا ته چي په بشري قوانینو کي د مسؤلیت گوته نه نیول کېږي او يا يې ځانونه ترقانون لوړبللي دي، دا نونعوذباالله د خدای مقام ته دلاس اچولو په معنی شميرل کيدای سي.

زموږ په هیواد کي به ددې خبري څخه پاک لږ واک لرونکي هم پيدا نه کړي چه د خدای د احکامو برابر دي يې عمل کړئ وي.وخت ناوخته په دې باورکيږم چي شاید هیڅ نه وي تیر سوئ. زموږ د هیواد هر واکدار نه د الهي قانون خیال ساتلۍ دئ او نه د زمانې په قانون کي ورته گوته نیول کيدای سوای د خلکو وژنه، په دارځړونه، په توپ کي الوزونه، حلالول، د  ټولوفجایعو دسرته رسولوڅخه ددوئ لاس چا نه نیوی. رشوتونه، بدلمنۍ خوی يې په خټه اخښلۍ خپل ميراث وو.

باخبرو هم څه ويلي دي

خدای (ج) دالاآمراء د سورې په پنځه دېرشم مبارک ایت کي وايې چي:”پوره ورکوی تاسي پېمانه هرکله چي تاسي پېمانه کوئ او تول کوئ تاسي په تله سره برابر، دا خیراو خوراښه دئ”.نو ددې مبارک ایت په پیروۍ، حق باید حقدارته پوره ورکړه سي. د تاریخ په څیړنه کي باید په جدیت سره ودې خبري ته مو پام وي. یعني تهمت مه تړئ او حق مه پایمالوئ.

د یونان یوفیلسوف هراکلیوس وخپلو شاگردانو  ته وويل “هرشئ د تغیر قابلیت لري مگر ابدي قانون نه” تاسي نسی کولای چي درود پراوبو دوه ځله خپله پښه کښیږ دې. نو مړي هم په ژړانسئ راژوندي کيدای او نه باید چي مړي سپک کړه سي، خو سپک هم باید درانه ونه بلل سي. چي دهراکلیوس خبره د پورته مبارک ایت سره سرخوري. د واقعیتونو د بیان او لیکلو څخه باېد مقصد او مطلب داوي چي حق روښانه او حقدار ته وسپارل سي.غدار ته بابا، مشر او قهرمان ونه ويل سي. د قهرمانانو یاد باید ژوندي وساتل سي. یو کس چي ځان نه پېژني هغه به الله(ج)څنگه وپیژني، طبیعی ده هغه چي خدای تعالی نسي پېژندلای، هغه پرخپل نفس حاکمیت نه لري، ښه مسلمان نسي جوړیدلای. که د انسان شرافت په علم او ادب لرلو سره وي او پردې حدیث شریف اعتقاد څوک ولري، نو دا باید ومني چي زموږ د هیواد ډیر شاهان له دې نعمته محروم وه. علم بې له زده کړو نه میسر کیږي، ادب بې له علم نه زده کیږي.

ارسطو: – پرخپل وخت د تیرو یادونه داسي کوي:”که چیري علاقه لرې او غواړې وپوهیږئ په دې چي کومو مشکلانو زموږ د ژوند شپې او ورځي په دوزخ راته تبديلي کړي دي نو بايد دا درې کاره وکړې.

۱:- د حقیقت موند ني په لټه کي همیشه اوسه.

۲:- د حقیقت توضيح او تشریح کول خپله وظیفه وگڼه.

۳:- د تصميم نیول او د هغه عملي کونه مه هیروه.”

یعني بیله فرقه د هرچا، هر پاچا او هر گدا، بدوته بد او ښو ته يې ښه ويل شي. بد پریښوول او عبرت، د ښو څخه گټه پورته کول. د تیرو(تاریخ) د څیړ لو مقصد باید همدغسي وي.

سقراط: – سقراط هم د حقیقت د پیداکیدو او په لاس راوړلو په نیت خپل اصلی مسلک او کسب”سنگ تراشي”وه پریښول. او خپل ټول وخت يې په دې تیراوه چي حقیقت پیداکړي او خلگو ته يې بیان کړي.

سقراط به هروخت ويل چي “که انسان د خپل وجدان اطاعت وکړي او پرې نږدي چي د بې ځایه هوا اوهوس د خیالانو تر تاثیرلاندي راسي نو ښه کاربه يې کړیوې”.متاسفانه  د انسان د پیدایښت سره جفت دغه د هوا او هوس سوچ د یوې منفی پدېدې په شکل د دوی په مغزو کي ځای نیولې دی.

 د شيوخ تاریخ په تور ية کتاب کي چي د” تکوين “د سفرپه نوم هم شهرت لري زیاتي کيسې بیان سوي دي چي د ابراهیم (ع )څخه شروع ترسلیمان (ع )پوري د دوی د حکومتو کړه وړه بیانوي. د اکثرو پيغمبرانو(ع) کیسې د قصص الانبیا په تاليف کي هم راغلي دي. چي ماخذ ئی عموما د قران عظیم او د حضرت رسول اکرم(ص) د حدیثو څخه دی. په دې کتاب کي زښت زیاتي عجایبې خبري راغلي چي د لته يې ذکرکول لازم نه دي.

د دوهمې برخې پای.

 

////////////////////////////////////////////////////////////////////////

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.