ګنګل شوې اوښکې لنډه_کیسه

عبدالرحمن میوند

406

سړه سیلۍ وه، د بخارۍ لوګی د بام له سره هوا کې ورکېده، په انګړ کې ولاړې ونې نڅېدلې، بوټي په واورو کې پټ ول، د غوا رمباړو سره انګړ کې مرغۍ والوتلې د خټین دیوال په سوریو کې يې ځانونه ننویستل، بوډۍ د بخارۍ کمزوري اور ته پوکی ورکوه، ټوخي ونیوله، زوی يې د چایو پیاله ورنېږدې کړه، بوډۍ د لاس په اشاره وویل: نه – نه! ټوخی يې نه درېده هلک په ملا ډب ورکړ، بوډۍ ځوړند سر پورته کړ او وې ویل: اوڅاره زویه! اوس به دې مړه کړې وم.
اوڅار موسک شو وې ویل: ادۍ که زما سوک دې مړه نه کړي دا ټوخی دی هرو مرو مړه کوي.
د بوډۍ ټوخی ودرېد په خوله يې لاس کش کړ، سوړ اسویلی یې وویست، د اوڅار له لاسه يې په لړزېدلو لاسونو د چایو پیاله واخېسته او ستونی یې تازه کړ، لږه شیمه پکې پیدا شوه او وې وویل: په انګړ کې د څه شي راغورځېدو غږ شو؟
اوڅار جیګ شو، له دروازی ووت، سړه هوا لکه مرمۍ کوټې ته ننوته، له څپرې یو لرګی راغورځېدلی و، هغه په کشولو – کشولو د برنډې یوې خواته ودروه، بوډۍ له کړکۍ ورغږ کړ: زویه! غوجلې ته هم سر ورښکاره کړه، هوا ډېره سړه ده خدای مه کړه چې په څارویو څه ونه شي!
اوڅار ته دغې خبرې خوند ورنه کړ: یو خو ستا ډیرو فرمایشونو ستړی کړی یم!!
د غوجلې په لور ورغی، د بوسو بوجۍ يې څارویو ته په اخور کې خالي کړه ، د اوبو دېګ يې ورته په بل مخ چپه کړ او له ځان سره وبنګېده دا سړه هوا وګوره او دا یخې اوبه!!
همدا شېبه يې بیا د مور غږ واوريده : ژر راشه چې ناروغ نه شې!
دا دې مورې درغلم!
دواړه بخارۍ ته نیږدې کېناستل، د ژمي اوږده شپه وه، بوډۍ څارویو ته چورت وړی وه او له ځان سره يې ویل: کاش چې په کوټه کې راسره ځایدلی! په همدې فکرونو يې شپه سبا کړه.
د سهار لمانځه په نیت له کوټې ووته، انګړ له واورو ډک و، دیوال ته ولاړه بېلچه يې راواخېسته د تشناب تلو لاره يې په سختۍ پاکه کړه او له اودس کولو وروسته په بیړه يې ځان کوټې ته ورساوه، د بخارۍ د بیا بلیدو په فکر کې وه، بوډۍ د بخارۍ په دروازه لرګې ننویستل خو اور نه بلېده په ډیرو پوکیو سترګې له اوښکو ډکې شوې او بیا ټوخي ونیوه، اوڅار له ګرمې بړستن سر راوویست، مور ته يې وویل: څاروي د ولیدل؟ هغې وویل: نه واوره ډېره ده تر غوجلې نه شم تلای ونه غورځیګم، ټوله شپه مې ورته اندیشنه وه، ته ورشه!
اوڅار د مور په دې خبره د غوجلې په لور په منډو شو، څاوري ټول پراته ول، له خولې يې چېغه ووته، بوډې وارخطا شوه د کوټې له کونجه يې امسا راواخېسته او ځان يې غوجلې ته ورساوه، په نوې زیږدلي خوسي يې سترګې ولږېدې، د غوا غولانځې ته نیږدې پروت وه او اوښکې يې ګنګل شوي وې….

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.