طالبان «د اسلامي ارزښتونو خلاف» کتابونه ټولوي

718
7 ساعتونه مخکې

د طالبانو حکومت ویلي، د یوه ځانګړي کمېسیون په جوړولو سره د هغو کتابونو د ټولولو په هڅه کې دي چې د دوی په باور منځپانګه یې د «اسلامي ارزښتونو او افغاني فرهنګ خلاف» ده. کتاب ‌پلورونکي د طالبانو پر دغې پرېکړې نیوکه کوي.

په افغانستان کې یو شمېر کتاب پلورونکي او خپروونکي وايي، طالبان د هغو کتابونو د ټولولو او منع کولو په هڅه کې دي چې منځپانګه یې د دغې ډلې د باور او سیاست خلاف وي.

کتاب پلورونکي خبرداری ورکوي چې د طالبانو د دغه چلن له امله به ډېر کتاب ‌پلورنځي وتړل شي. د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې د کتابونو د ارزونې کمېسیون منشي عبدالحق حماد دویچه ویله ته وویل: «له بده مرغه اوس هم په بازار کې داسې کتابونه شته چې د اسلامي عقیدې سره په ټکر کې دي. زموږ د ملي ارزښتونو خلاف دي او د ځوانانو د بد اخلاقۍ سبب ګرځي.»

افغانستان کې کتاب پلورنځی
افغانستان کې کتاب پلورنځیانځور: Hoshang Hashimi/AFP

هغه وویل: «له همدې امله اسلامي امارت د یوه کمېسیون د جوړولو پرېکړه وکړه، څو دا کتابونه بررسي او د ټولنې له مسئولینو سره په همغږۍ راټول شي. موږ د دې پلان د پلي کولو له پاره د رهبرۍ فرمان ته منتظر یو.»

په همدې حال کې پلازمېنې کابل او ولایتونو کې یو شمېر کتاب‌ پلورونکي د طالبانو دا پرېکړه د بیان او فکر پر ازادۍ بندیز بولي.

یوه کتاب ‌پلورونکي چې د امنیتي دلایلو له امله یې نوم نه ښوده، دویچه ویله ته وویل: «هو، طالبانو له موږ غوښتي دي چې هغه کتابونه به نه پلورو چې د دوی د سیاست خلاف وي او یا هغه کتابونه چې د ګاونډیو هيوادونو خصوصآ پاکستان او ایران سره د دغې ډلې خلاف اړیکې ښيي. د دا شان کتابونو په لیدلو سره پلورونکی شخص نیول کېږي او جزا ویني.»

ده وویل: «زموږ شپېته او ۶۵ سلنه کتابونو لیکوال بهرني دي. که چېرې طالبان دا کتابونه جمع کړي، زموږ اویا سلنه کتاب پلورونکي به ډېوالي شي.»

عدالحق حماد وویل، له کتاب پلورونکو غوښتل کېږي چې هيواد ته د هغو کتابونو له راوړلو ځان وساتي، چې منځپانګه یې د اسلام او افغاني فرهنګ سره په ټکر کې وي.

که څه هم طالبانو د «اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف» کتابونو له پاره ځانګړی او جلا تعریف نه دی وړاندې کړی، خو دغه ډله هغه څه د اسلام او افغاني ارزښتونو خلاف تعبیروي، چې د دوی له خپلو باورونو او فکر سره سمون نه لري.

افغانستان کې کتاب پلورنځی
افغانستان کې کتاب پلورنځیانځور: Hoshang Hashimi/AFP

په هرات ولایت کې د یوه کتاب ‌پلورنځي مسئول دویچه ویله ته وویل: «موږ له یوې داسې لویې کلتوري او فکري فاجعې سره مخ یو، چې هېڅ دولت یې جبران نه شی کولی.»

هغه وویل، له دې پرته هم د کتابونو پلورل ډېر کم شوي دي. دا کتاب پلورونکی وايي: «له بده مرغه طالبان هره ورځ په بېلا بېلو برخو کې بندیزونه لګوي چې د خلکو او کسبګرو د زیان سبب ګرځي. له یوې خوا د کتابونو پلور صفر ته رسېدلی او له بل اړخه دغو بندیزونو موږ له ژونده زړه توري کړي یوو.»

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د کتابونو چاپ او لیکل ډېر نه دي او د محصلینو او لوستوالو ډېرې او د خوښې وړ سرچینې د بهرنیو لیکوالو کتابونه دي، چې افغانستان ته وړل کېږي.

د کابل پوهنتون یو زده کړیال چې غوښتل یې په مهران نوم یاد شي دویچه ویله ته وویل، د ساه پوهنې، فلسفې او ټولنپوهنې په برخو کې د خپلې علاقې وړ کتابونه دا مهال په کتاب پلورنځیو کې لږ موندلی شي او له همدې امله هغه اوس انترنیت ته مخه کړې، چې د خپلې خوښې سرچینې ومومي.

د فرهنګي چارو کارپوه محب الله اسحاقي وايي: «طالبانو په خپلو پخوانیو کړنو سره وښودله چې په افغانستان کې د زده کړو، علم او پوهې خلاف دي او دا کار یې ټولنه بل لوري ته وړي. دوی بايد پر خپلو پرېکړو له سره کتنه وکړي.»

له اسلامي شریعته د طالبانو سخت تفسیر ته په کتو، احتمالاً دغه ډله به د انساني علومو اړوند ډېر کتابونه په خپله خوښه د «اسلامي ارزښتونو خلاف» اعلان او راټول کړي.

دویچه ویله

//////////////////////////////////////////////////

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.