عبد الحفیظ ملیار ژوند ليک

ليکوال : حبيب الله غمخور

544

۲۰۲۳ ز کال دجنوري ۲۲

راسئ خپل ژوندی په ژوندونې وپېژنواوقدر یې وکړو!

ديادولو وړیې بولم وليکم : کله چې ما دمحترم مليارصاحب نه دده دشعری ټولگې دډالۍ نه دمننې څرگندولوله امله يوڅو مات اوگوډ ټکی وليکل يوشمېر دوستانو اوځوانانو راته ليکل چې کاشکې مومليارصاحب راپېژندلی هم واي ،ځکه کتاب خو یې چې تاسو ليکلی چې دده په ژوند ليک پيلېږي په اوسنيوشرايطوکي موږ ته نه رسېږي .

په رښتيا سره  ما داسې  فکر وکړو چې ژوند ليک به یې هرو مرو يوځاي نشر شوی وي،هرڅومره چې پسي وگرځېدم متاسفانه څه مې پيدا نکړه ،مجبورشوم له خپله مليارصاحب نه پدې هکله مرسته وغواړم  .

ځکه پردې موفق شوم چې دادی تاسودرنودوستانو ته  زموږاوستاسودهيوادددې غښتلی شاعراوملتپال  شخصيت ژوند ليک ډالۍ کړم .

ښاغلی  عبد الحفیظ  تخلص مې ملیار دميرزا عبدالرازق خان ((ساپي)) (چې شاعراولیکوال هم و) زوی  په   د۱۹۵۵ ز کال دمارچ  په ۲۱ دلغمان ولایت مرکز دعمرزايو دشکور ابادکلي کې زیږیدلی دی .

له    ۱۹۶۲ زیږدیز کال نه تر ۱۹۷۱زيږدیز کال پورې مې دلغمان دمهترلام په منځنی ښوونځي کې زده کړې وکړې او بیاله ۱۹۷۱دیز کال څخه تر ۱۹۷۵زیږدیز کاله  پورې دلغمان د روښان په عالي لیسه کې زده کونکی وم او په ياد کال (١٣٥٤ل)   کال کې دذکر  شوې لیسې له دولسم ټولګي څخه فارغ شوم .

په کال ١٣٥٥ل کال کې دننګرهار په عالي دارالمعلمين  ته  شامل او په کال ١٣٧٥ ل  کال  ورڅخه فارغ التحصیل شوم.

. له فراغته څخه وروسته دکابل دسعدالدین انصاري  دمنځني ښوونځي  دسر ښوونکی په صفت په دنده وګمارل شوم ورپسې دلغمان دولایت دمخابراتو دمدیر په صفت دنده را وسپارل شوه .

په کال ١٣٥٨ل  دعسکری د مکلفیت دوری د تیرولو لپاره په وسله وال پوځ  کې شامل له ترخیص وروسته په کال ١٩٨٠ زیږدیزکال کې دکورنیو چارو دوزارت په داخل خدمت کورسونو کې شامل او تعدیل رتبه شوم او بیامې په نوموړۍ وزارت کې لاندې وظایف ترسره کړیدي :

اول : دتشریفاتو قطعه کې دبلوک قومندان

دوم : دروغتيايي چارو ریاست کې دټولي قوماندان

دریم : دمزارشریف په ښار کې دسمت دمامور مرستيال

څلورم : دمزارشریف رهایشي ساحې قوماندان

پنځم :دشمال داوپراتیفي زون دڅارندوی په معاونيت کې داستقامتونو دامر په توګه وم او اخري وظیفه مې

په کابل کې،دکورنيوچارو دوزارت  په  ٢٠٤ غنډکې مې دپيژند دمدیر په صفت دنده تر سره کړيده .

په  ٢٠٠٠  زیږدیز کال اروپا اتریش هيوادپه مهاجرت مجبور اودلته له خپلې کورنۍ سره داتريش دويانا په ښار کي ژوندکوی .

لکه څرنګه چې دشعر او ادب سره له کوچنیوالي څخه علاقه لرم او خپل هیواد او دخاپوړو ځای مې هیر نه دی  ،همدلته هم خپل ادبي فعالیتونه مخ ته بیایم .

تر اوسه یې دری شعري ټولګی مې له چاپه وتلي :

لمړۍ (داوښکو سیلاب) ،دوهمه (دملیار نغمې) اودريمه  (  دملیار ګلونه) اوڅلورمه شعري ټولګه به هم انشاءالله چې که ژوند راسره وفا وکړه پدې ورستيو کې له چاپه را ووځي .

دوستان اودشعر مينوال کولاي شي  چې دښاغلی مليار صاحب  شعرونه په اکثره انترنیتي سايټونو،فیسبوک اومجلوکې یې  دشعر مينوال ښکلی شعرونه  موندلای او لوستلاي  شي .

او تر اوسه تقریبا ٢٣ هنرمندانوددې غښتلی شاعرشعرونه  په تلویزیونو او محفلونوکې  ویلی اوکلیپونه يې هم شته .

شفیق مرید هم دمليار صاحب دکرکټ شعر ((لوبی دکرکټ کړي افغانان تل اتلان دی ))کلیپ اوزمزمه  کړیدی چې ډیرو دکرکټ مینوالو هم خوښ کړی دي .

ديادولووړیې بولم ،چې شعر اوادب ته  دخدمت په لار کې  له زیاتوادبي اوفرهنګي  ټولنولخوا تقدیر نامو ،ستاينليکو نو اونغدي جايزو باندي تقدير اوستايل سوی دی .

ښاغلی ډاکتر عبدالطيف ياد صاحب ليکی :

ښاغلی عبد الحفیظ ملیار صیب له هغه وخته پیژنم چې زه دلغمان دروښان لیسې دیوولسم ټولګي زده کوونکی وم او دي هم په نوموړې لېسه کې زده کوونکی و. داد۱۳۵۰ او ۱۳۵۱ لمریز کلونوموده وه . ښاغلی ملیار صیب دلغمان په شاعرانه سیمه کې زیږیدلی دی چې هلته له پخوانه دپښتو ژبې مشهور شاعران تیرشوي دي اودپښتو ادب او شعر او شاعرۍ یو زانګواو ټاټوبی ګڼل کیږي او دا طبیعي خبره ده چې شاعران چې د خپلې ټولنې رښتیني انځورګران دي دخپل ماحول اوچاپیریال نه ضرور اغیزمن او متاثره کیږي او ملیار صیب هم دهماغه وړکتوبه دشعرونو په ویلو پیل کړی واو له خپل ادبي چاپیریال او لغمان دهنر او ادب پالونکې سیمې له شاعرانو نه اغیزمن او متاثره شوی و .

دښاغلي ملیار صیب شعرونه او غزلې په هماغه وختونو کې یې چې لا دده شعري ټولګې هم نه وې چاپ شوې ځانته رنګ او خوند درلود او دده په شعرونو کې دخپل هیواد او خلکو سره مینه له ورایه ښکاریدله او دده ټول شعرونه په هغه وخت کې داوس په شان دهیواد او خلکو سره له مینې نه ډک ول.

وروسته چې دده دوه شعري ټولګې چې یو یې (( داوښکو سیلاب ))او بل یې ((دملیار نغمې )) له چاپه راووتل نو په دغو دواړو شعري ټولګو کې هم دخپل ګران هیواد افغانستان او دخپلو ځوریدلو او کړیدلو خلکو سره د مینې شعرونه او غزلې پکې لیکل شوې وې اوپه هغو کې دافغانستان دتېرو څلورو لسیزو پر غمجنو حالاتو هم دده شعرونه او غزلې دډیرې ستاینې وړ دي.

ښاغلی عبد الحفیظ ملیار صیب له ټولنيز پلوه يو دروند ،هيوادپاله اومهذب شخصيت دی . زه ورته دپښتو ادب په جوپړکي دزياتو برياوو اوخوشحاليوهيله کوم .

ښاغلی سرمحقق عبدالعزيز تحريک صاحب ليکي :

حفيظ  مليار ته  په ټول تېر ژوند کي دهيواد دټولو ورنوميلتونويووالی اوملي پيوستون دښېرازه ،سوله ايز اوسوکاله ټولنيز ژوندلامل او ضامن برېښېده .

پدې ټکوددې غښتلی شاعر ژوند ليک دشعر پدې بېلگه رانغاړم :

په حقيقت کې مليارصاحب پخپلوشعرونوکې دبشری اوټولنيزژونددمختليفواړخونوپه اړنديولوي داستان منعکسوی اودافغان ولس روښانه راتلونکی ته ژمنتيا په ډيره عالی او پيغام رسونکې بڼه دخپلو مينوالوسره اوږه په اوږه روان دی.

 زه له خپل ډير درانه اومنلی شاعرمليار صاحب  ته دادبی نړۍ پدې اوږد سفرکې دخوښيو،ښېرازيواوقلمی برياوسره مل اوږد ژوند غواړم . حبيب الله غمخور

دمليارصاحب دشعر انځورونو بېلگه :    

دقلم اوښکې !!!

جنګه ,مه راځه نور بیا په دغه ښار کې

جنګه, مات دې کړوو په ملا په دغه ښارکې

موږ دعلم په کچکول کې ډیوې غواړو

پرېږده بلې وي رڼا په دغه ښار کې

چې ټوپک وینو باور وکړه ځورېږوو

ترې نفرت دی دهرچا په دغه ښارکې

ځه نو لاړ شه نور دمیندو ازار مه اخله

هرچا کړې ویر ژړا په دغه ښارکې

له فطرت نه مینه شته زموږ رګو کې

پرېږده راشي سپین سبا په دغه ښار کې

دملیار دقلم اوښکې وچې نه شوې

غواړو شونډو کې موسکا په دغه ښار کې

………………

نظم!

دادب ملنګان !!!

فقیر انسان يم

راته فخر ښکاري

دیار ددر دملنګي خوندونه

د  تاج محل هغه خیالي قصرونه

په تیارو شپو کې

د جانان سره د زړه رازونه

زما د ذهن هغه ورکه لیلا

غزل غزل، ټپې ،ټپې شعرونه

دا دسپرلي هغه معطره وږمې

د محبت زمزمې

دطبيعت  رنګونه

دمعشوقې دمخ رنګینه دنیا

دانسانیت رازونه

په فقیري کې وینم:

دمور په لپوکې  سپیڅلی دعا

دپلار په پښوکې دجنت باغونه

فقیر سړی يم فقيران خوښوم

واړه مخلصه انسانان خوښوم

په فقیري کې وینم:

له نفرتونو څخه کرکه لرم

له حسرتونو څخه کرکه لرم

بغض کینه او خودخواهان نه منم

ناولو زړونو سره کرکه لرم

په فقیري کې وینم:

څو  ملنګانو سره شپې تیروم

هو  دا د ادب ملنګان

چې یې ډیوې دهنر بلې ښکاري

غزل دمینې وایي

څپاند سیندونه او نښتر يادوي

دګران وطن دا سمه غر يادوي

زړونو ګې ځای لري دلبر يادوي

خپله لیلا او بر ګودر يادوي

په فقیري کې مې پاچا ښکارم

له خود غرضو بیپروا ښکارم

/////////////////////////////////////////////////

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.