د دماغ د پیاوړتیا لپاره دا عملي کړئ

ډاکټر ضیارالحق ساپی

423

یو شمیر خلکو تل د دماغ له کمزوري شکایت کوي. دلته موږ درسره ځینې ساده او اسانه لارې چارې شریکوو چې په خپل ورځني ژوند کې ځای ورکولو سره تاسې کولای شئ چې د مغزو دنده تېزه او یاداښت مو پياوړی کړئ:
۱- خوب ته مو پام وکړئ
څيړنې ښيي چې د خوب کمښت په مغزو باندې د یاداښت سستوالی، د معلوماتو په راغونډولو کې ځنډ، په شیان باندې د تمرکز له لاسه ورکول او ذهني ستړیا غوندې منفي تاثيرات لري.
د خوب پر وخت ماغزه د یاداښت د ترتيب او د هغوی څخه د معلوماتو راټولولو کړنې تر سره کوي.
۲- شین چای وڅښئ
روغتیاپالان وايي هغه خلک چې په مناسبه اندازه شین چای څښي، د کارونو د یاداښت په پياوړي کولو کې ورسره کمک کوي.
۳- غاښونه پاک وساتئ
څيړنې ښيي چې د غاښونو برس کول د ماغزو په فعالیت کې ښه والی پيدا کوي.
د دې لپاره چې پیاوړی مغز ولرئ نو هڅه وکړئ، چې د غاښونو پاکوالي ته متوجې اوسئ، دا کار نه یوازې دا چې ستاسو غاښونه سالم ساتي، د دې سره سره د ژوند تر پایه پورې د ماغزو د فعالیت کمښت څخه مخنيوی هم کوي.
۴- بله ژبه زدکړئ
څیړنو ښودلې له خپلې مورنۍ ژبه پرته د يوې بلې بهرنۍ ژبې زده کول ستاسې په مغزو مثبتې اغيزې لرلی شي.
د بهرنۍ ژبې زده کول ستاسې د مغزو فعالیت زیاتوي او د مغزو د هېپو کمپس (د مغزو هغه برخه چېرته چې یاداښت جوړ او ذخيره کيږي) اندازه غټوي.
۵- اوبه وڅښئ
اوبه يواځې د بدني سلامتیا لپاره نه بلکې د ځيرکو مغزو لپاره هم اړينې دي.
د اوبو کمښت د مغزو د فعالیت او حواسو د کمښت سبب ګرځي د اوبو ترڅنګ باید هندواڼه، بادرنګ، رومیان، پالک او داسې نور اوبه لرونکي خواړه وخوړل شي.
۶- ذهني لوبې وکړئ
څيړنې ښيي چې د انسان ماغزه هم لکه د انسان د بدن د عضلاتو غوندې خاصو ورزشونو او لوبو ته اړتیا لري، ذهنې لوبې ستاسې د ماغزو فعالیت چټکوي او یاداښت مو پیاوړی کوي.
۷- ورزش وکړئ
د یوې څيړنې له مخې، منډه وهل، پیاده تګ او لامبو ماغزو ته ډېره ګټه لري.
ورزش نه یواځې بدن بلکې ماغزو ته هم ګټور دی، ورزش کولو سره مو زړه او سږي خپله دنده په ښه توګه تر سره کوي چې له آمله يې ماغزو ته پوره ډول اکسيجن رسيږي او د مغزو د ښه فعالیت سبب ګرځي.
۸- مطالعه وکړئ
د مختلفو طبي څيړنو له مخې هره ورځ مطالعه کول ستاسو یاداښت قوي کوي ځکه چې د مطالعې سره د ماغزو ښه ورزش کيږي
9-قران کريم تلاوت
هیر مو نه شي د قران تلاوت حافظې ته ښه دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.