ورونیکا پرېکړه کوي چې ومري

اصف حلیمي

362

Veronica decides to die/ ورونیکا پرې کوي چې ومري

دا د مشهور برازیلي لیکوال پاولو کوئلو دیارلسم ناول دی
‎چې لومړی ځل په ۱۹۹۸ م کال چاپ شوی دی.

‎که څه هم د دې ناول کیسه د یوې ۲۴ کلنې ورونیکا نومي نجلۍ له خوا پرمخ ځي، خو که د لیکوال د ژوند پېښې او حالات وڅېړو، نو ویلی شو چې په ناول کې هغه رواني رنځونه او تجربې دي چې لیکوال د خپلې کورنۍ له لوري په ژوند کې زغملي دي.
پاولو له ادبیاتو او لیکوالۍ سره ډېره مینه لرله خو مور او پلار یې هڅه کوله چې دی له دې لارې راوگرځوي. د پاوئلو پلار، پاولو په همدا شوق او مینه څو ځله د رواني ناروغیو تر روغتونه رسولی و چې د خپلې خوښې لارې ته یې راولي.
‎د ناول اصلي کرکټره ورونیکا د ځوانۍ، ښکلا، مناسب کار، د ملگرو او ښې کورنۍ خاونده وي، په ژوند کې له کومې نېستۍ او کمۍ سره نه وي مخ، خو له دې هرڅه سره سره له ژوند بېزاره او یو ډول رواني او ذهني تشه یې په ژوند کې رامنځته شوې چې له دې یې د ډکولو لوری لودن ورک شوی دی، ورونیکا ته له دې وضعیته د ځان خلاصولو حل لاره دا ښکاره شي چې ځان وژنه وکړي. په همدا سبب پرېکړه کوي چې د خوب په یوه موټي گولیو خوراک سره د خپل ژوند ور د تل لپاره وتړي او د مرگ مزه وڅکي خو که گوري یو وخت په ځایي روغتون ویلت کې ده او مړه شوې نه ده.
‎په ویلت روغتون کې د رواني ناروغیو ډاکټران او متخصصین له خپلو تجربو او تخنیکونو په استفادې هڅه کوي چې ورونیکا د ژوند په ارزښت او اهمیت وپوهوي او پر کړې پرېکړه یې پېښمانه کړي، ورونیکا ته په روغتون کې داسې تصور ورکول کېږي چې زړه یې سخت زیان لیدلی او په تدریجي توگه به د یوې اونۍ په اوږدو کې ومري.
‎د روغتون په ماحول کې ورونیکا ورو ورو بېرته د ژوند لارې ته راگرځي، خپل ځان کشفوي، احساسات، فکر او د ژوند په اړه یو نوی لیدلوري مومي.
‎په دې ناول کې د ټولنې او فلسفې په اړه نوي نظریات زده کېږي، دا داستان په یوډول د ځان پېژندنې او پر خپل نفس د غلبې اړوند خبرې کوي، د ټولنیزو جبر او په ټولنه کې د جوړو شوو قوانینو په مقابل کې لوستونکي ته یو ډول د سرغړونې جرات ورکوي او دا ښیي چې له نورو متفات اوسېدل کومه بده خبره نه ده او انسان چې څنگه وي باید هماغسې وي، نه هغسې چې نورو ترې جوړ کړی وي.
‎دا راز په داستان کې د ورونیکا سربېره ځینې نور کرکټرونه هم دي چې د رواني ستونزې له امله په ویلت کې بستر دي.
‎اډوارډ د یوې لوړې طبقې کورنۍ غړی دی، پلار یې دیپلومات او سفیر وي، کورنۍ یې له اډوارډ غواړي چې د ده په مسلک کې پاتې شي، ځکه دا مسلک یې مور او پلار ته یو ډول برتري لري، خو اډوارډ انځورگري خوښوي، نه غواړي د پلار په مسلک کې زده کړې وکړي، خو د مور او پلار په ډېر ټینگار انځورگرۍ ته خدای پامانی وایي اما په دې قربانۍ ادوارډ نه یوازې له سیاسته لرې کېږي بلکه له ټول ژوند سره په جگړه کې واقع کېږي او بالاخره یې رواني ستونزې په ویلت کې له ورونیکا سره یوځای کوي، چې وروسته له ورونیکا سره د مینې تار غځوي او دواړه له روغتونه تېښته کوي او د ژوند پر یوه نوي وره قدم ږدي.
د ناول پای تړلی دی خو بیا هم لوستونکی درک کوي چې ورونیکا جوړیږي او بېرته یو نوی ژوند پیلوي، یعنې ویلی شو چې د لوستونکي له تمې سره سم ناول پای مومي.
د کتاب ژبه ساده او واضح او کیسه یې معلومه ده، چې خیال پکې ډېر رول نه ادا کړی، په دې توګه ویلی شو چې د ناول مکتب ریالیزم دی.
‎په لویه کې که د داستان معنا او مفهوم لټوو نو معلومیږي چې ناول د دین، فلسفې، روان پېژندنې او ټولنیزو علومو په رڼا کې یو سطحي بیان دی.
د پایله په توګه به ووایو چې نوموړی ناول
‎د جنون د ماهیت، د واقعي ژوند پر اهمیت، د ټولنې له خوا د فردي هویت پر تهدیدلو باندې خبرې کوي او موخه یې د یوې مطلوبې او نېکمرغې ټولنې رامنځته کول دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.