خپل دا توري او دا کرښې او دا شعر مې د ۲۰۱۱۴ ام کال د اگست پر څوارلسمه نېټه خپور کړی و. دا دی اته کاله وروسته یو چا زنگ راته وواه او وېویل چې داسې څه مې د چا له خولې واورېدل، د لوستلو لپاره مې اصلي متن پیدا نه کړ، څنگه به شي؟
ما چې خپل ارشیف پرانست، سمدلاسه په مخه راغی، اوس یې د هغه دوست لپاره یو ځل بیا خپروم:
(آصف بهاند)
پاسپورت
لاندې شعر او ورسره لنډه مقدمه مې د خپل یو فرهنگي دوست (ف، ف تور شالی) د یو ښکلي شعر(سپوږمۍ، غر او ځنگل) تر لوستلو نه وروسته ولیکل:
تورشالی گله!
څو شیبې مخکې له یوه اوږده سفر نه راستون شوم. کله مې چې د مخکتاب پاڼه پرانسته، د «سپوږمۍ، غر او ځنګل» شیرام راباندې ولگید او په مینه مې د خپلې ستړیا د ایستلو په نیت، ستا د شعر په بڼ کې د قدم وهلو نیت وکړ.
د فرهنگي ملګرتیا په سترگو نه، بلکې په رښتیا سره یې درته وایم:
ستا په شعر کې د توتکۍ انځور ډیر زړه راښکونکی راوړل کېـږي. زما د ذهن په دوړو کې ستا د شعر یو بل تت شانتې انځور هم شته دی چې اختر ته دې لیکلی و او زما «د سولې ـ غمي» په کلیزه کې دې زما گڼو رابلل شوو ملیمنو ته اورولی و. هلته هم د توتکۍ انځور دغسې یو څه په ښکلې بڼه تلپاتې شوی و؛ او دلته:
توتکیو ته د پسرلیو پر لار، په الوت ـ الوت د عبادت د اذان ورښودل، واه…
نور به څه ووایم؟ د ذهن په هغوگوتوچې زه لیکل کوم، هغه یو چا را تړلې دي.
زما دغو لاندې تورو ته که شعر وايي، که نثر، خپلو تړلوگوتو ته مې، د همدغو جملو د لیکلو په شیبه کې انشا کړيدي:
پاسپورت
زما د ټولنې د سانسور منگولې
زما د شنه ذهن په بڼ کې ښې را خښې دي نن
زما د ذهن تاندو څانگو سره
مرگونې لوبې کوي
او د نیستۍ د دایرې ښکلی پاسپورت ورکوي.
۱۶/۰۸/۲۰۱۴
هیدرسلیف
ډنمارک
/////////////////////////////////////////////////
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.