د منیر اکرم تر بښنې غوښتنې

دودیال

383

فیسبوک کې مې ولوستل چې د م.م. سازمان کې د پاکستان استازی منیر اکرم، له خپلو تیرو خبرو پښیمانی څرګنده کړې او له پښتنو یې بښنه غوښتې ده. ما ته دمکتب دوران را یاد شو:

د پنځوسمې لمریزی لسیزی د پیل کلونه وو، شاید ۱۳۵۲یا به شاید ۱۳۵۳ (؟) کال به و، زه د حبیبې عالی لیسه کې زده کوونکی وم. دپسرلی ورځو کې به چې بهر توند باران وو، ځینې ټولګیووال له ووتل، خو نوروبه مجبور تفریح هم ټولګې کې تیروله ، د تفریح لسو دقیقو کې به ټولګي کې یو تن پاڅېد یو شعر، یوه کیسه یا حتا یوه ټوکه به یی ویله. ح. ب. به خپل یو نوې شعر لوست، مکیش لال یا سباش چندر، یا ارجنداس (درې هندو صنفیان مو ول) به یوه هندی سندره یا لنډه ادبی ټوټه ویله او بیا به یې ژباړله. موږ هغه وخت له دوی څخه د ټاګور او دهغه د ادب په هکله اوریدلي وو. کله به مو د ریاضی یو سخت سوال مطرح او د ټولګی اول نمره به پاڅید پر تخته به یې حل کولو باندې بوخت شو، کله به چیستانونه ویل کیدل او کله به یوه نیمه ټوکه.  په دې منځ کې بی شمیره ټوکې پر پاکستان جوړې شوې وې یوه به یی دلته ولیکم:

واسع ډیر شوخ و، ځینی ټوکې به یې سیاسي وې. د بیلګې په توګه:

په  لندن کې د ډیرو هیوادو څخه خلک په یو شمیر مسابقو کې د ګډون لپاره راغلي وو. یوه مسابقه دا وه چی له سرکوزي(خوګ) سره به دهغه کوټه/کپس کې څوک ډېر ځنډ پاتی شي؟ (سرکوزی یو ډیر مردار حیوان دی، د چټلی له لاسه یې بویونه تر کیلومترو پورې ځي).

یو امریکایی لاس پورته کړ، هغه یې د سرکوزی قفس ته وردننه کړ دروازه یې ورپسې بنده کړه، خو درې دقیقی وروسته په غوسه او بدوضعیت راووت پوزې ته یې دسمال نیولی و. روسی لاس پورته کړ. هغه یې کپس ته ور دننه کړ، خلکو ساعتونو ته کتل یوه دقیقه، دوه، درې، څلور… چکچکی شروشوی ، خو په څلورنیممه دقیقه کی روسی راووت دسمال یی پوزې ته نیولی و، کانګی یی ستونی پورې رارسیدلی وی خو سم له وتو سره یی لاړې یوې خواته توکړی لرې ولاړ چې مخ او لاس ومینځي. نوبت د چینایی راورسید. کله چی هغه ننوت د کپس له دروازی یی یوځل د لوبو د اتلانو په شان نندراچیانو ته په غرور وکتل او بیا یې دروازه ځان پسې بنده کړه، خلکو او د مسابقې ریفري، ساعتونوته کتل او ثانیې او دقیقی یی شمیرلې، همدا چې څلورنیممه دقیقه شوه چکچکې شروع شوې، پنځه دقیقی شوې، نه یواځې چکچکی بلکې د نندارچیانو له منځه د چین بیرغ هم پورته شو، خو سم له پنځو دقیقو او شل ثانیو چینایی راووت او لا د کپس خوله کی و چی  ګل موپه مخ استفراق یی وکړ. نوبت د پاکستانی شو. له رنګ څخه تور و، ژیړه چوټه یی اغوستی وه، د خوګ کپس ته ننوت. بیا ریفری او تماشاچیانو خپلو ساعتوته کتل شروع کړل یوه، دوه، …شپږ دقیقی چکچکی شوی،… ، لس دقیقی ! چکچکی او ناری سورې!! ګوري چی د کپس دروازه په شدت پرانیستل شوه، دا وخت خوګ راووت او یو دسمال یې پوزې ته نیولی و.

ټولګی کې مو د خندا له زوره بډوډي نیولي وو، زموږ هیڅ پام نه و، د تفریح لس دقیقې پوره شوې وې،  چې دهلیز څخه ښوونکی را ورسید په  صنف را ننوت، خو سره له هغه هم ځینو خپله خندا نشوه درولای. د بیولوژی استاد مو ډیر توند او غوسه ناک و، موږ ته یې په غوسه وکتل او په کفتان باندې یې ښه زړه یخ کړ. موږ له ویرې او حیا نفسونه ګوګل کې بند کړل، خو لا هم د صنفیانو مخونه له خندا تک سره وو.

له اوسنۍ فرشګاه سره چې نوې جوړه شوې وه، د پاکستاني بسونو ایستګاه او دټکټ ورکولو کړکۍ وه، هفته کې به یوځل پاکستانی انتر نشل بس راته ، هغه به معمولاً د مازیګر څلور بجی رارسېد، دا وخت به چې څوک له دې سیمې تیریدل پوزی ته به یی دسمالونه نیول.

افغانان ټولو انسانانو ؛ په تیره ګاوڼدیو ته درناوی لري او درلود یې، خو پورته وضعیت او ټوکې ځکه جوړې شوې چې هغه وخت له پاکستان رادیو څخه د کاکاجان او برخوردار یو پروګرام و، نوم یې ( رادیو صدای دوست ) و، دغې راډیو به دومره مزخرفې، سپکې او ناوړه  خبرې کولې چې د واسع جان ټوکه یې ګرد ته هم نه رسیده، دغې راډیو او برخوردار ټولو افغانانو ، په تیره پښتنو ته زښت زیات توهین کاو. افغانانو به هیڅکله پاکستانی وروڼو باندې دا ډول ټوکې نه وای جوړې کړې، که د دوی د کاکا جان او برخوردار ناسم تبلیغات نه وای. نن ورځ هم که د منیر اکرم صاحب بیځایه سپکاوی نه وای، افغانانو به د ده په وړاندې میډیا کې دا ډول دریځ نه غوره کاو. افغانان معزز او درانه خلک دي، نورو ته هم درناوی  لري، خو چې په تنګ شي،نو بیا په جنګ شي ، او د سپکې خبرې ځواب هم په هغه شان ورکوي.

زه له پورته ټوکی بښنه غواړم یو ملت ته سپکاوی ډیر غلط کار دی. د پاکستان خلک او شریف ملت زموږ وروڼه دي. خو له بده مرغه سیاسی رقابتونو او ناوړه سیاسی لوبو د دواړو هیوادو ترمنځ مناسبات دوستانه پرېنښودل، اوس دا دی ، مسئله دې حد ته ورسیده چې د نړۍ ترټولو د اوچت دریځ لرونکی مقام، د دیپلوماسی لویې ادارې، دملتونو د دوستۍ  او یووالي سمبول او د ټول بشریت د مرجع لوړ مقام(UN ) کې د یو هیواد استازی یوه نامناسبه خبره کوي او افغانان عکس العمل ته مجبوروي .  نباید داسې شوي وای. دا د ( رادیوصدای دوست) د پروګرام په شان بی سنجشه خبره و. په دې پنځوسو کلونو کې باید پاکستان له افغانستان سره خپل مناسبات سم او دوستانه کړي وای.

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.