ژبپوهنه او څانګې یې

مرسل امیري

964

ژبه
انسان د خدای (ج) تر ټولو غوره مخلوق دی، چې دغه غوره والی د فکر،عقل او خبرو د قوت له امله ده. هغه څه چې د افکارو د څرګندولوډېره ښه وسیله کېدای شي، چې انسان ته پرنورو حیواناتو غوره والی وربخښي هغه همدا وینا او خبرې دي. لکه څنګه چې څرګنده ده انسان په اوله کې سمې خبرې نشوای کولای د خپل د افکارو،احساسات او د مطالبو د بیان لپاره یې له اشاروڅخه کار اخیسته؛ وروسته دغه اشارو سره یو لړ اوازونه هم ملګري شوو، د وخت په تېریدو سره د انسان حنجرې داوازونو د خارجېدو استعداد پیدا کوي؛ هر غږ ځانته جلا جلا مخرج مومي دغه اوازونه د تورو او الفاظو په بڼه څرګندېږي؛ د افکارو او موخود بیان لپاره یوه وسیله منځ ته راځي، چې هغه ته ژبه وایي. یانې هغه اوازونه چې موږ یې له خولې وباسو او د کمال پړاوته ورسېږي د الفاظو او کلماتو په بڼه د افکارو د څرګندولو او د پوهولو لپاره استعمال شي ژبه نومېږي. نوپه لنډه توګه ویلی شو چې ژبه یو ټولنیزه اکتسابي ثقافي پدیده ده، چې په ټولنې کې منځ ته راځي.

ټولنیزه: یانې په هره ټولنه کې چې اوسو د همغې ټولنې ژبه به زده کو او پرې خبرې کوو.
اکتسابي: یانې ژبه کسبېږي او زده کېږي ژبه له اوله زموږ زده نه وي له زېږېدو وروسته یې زده کوو.

ثقافي: یعنې دود اودستور رسم اورواج هم پر ژپې اغېزه کوي.

ژبه د پوهولو او راپوهولو وسیله ده، چې انسان د هغه په مرسته خپلې غوښتنې، فکرونه، خیالونه او احساسات خپلو همنوعانو ته څرګندوي. هغه علم چې د ژبې په اړه څېړنه کوي هغه ته ژبپوهنه وايې او هغه څوک چې دا کار ( څېړنه ) کوي ورته ژبپوهاند، ژبپېژاند، او ژبڅېړونکی وایي. اوس مو چې ژبه وپېژنده نو راځو خپلې اصلي موضوع ته چې ژبپوهنه او برخې يې دي.

ژبپوهنه (linguistics)
د ژبپوهنې په اړه پوهانو بېلا بېلې نظرې په مختلفو الفاظو کې ورکړي، چې دلته موږ له هغه ډلې څخه یو څو د نمونې په توګه راوړو.

پښتو-پښتوسیند قاموس ژبپوهنه داسې راپېژني. د ژبې علم، لېنګوېسټېک، دژبې د ماهیت او څرنګوالي د څېړلو علم دی. ژبپوهنې ته په انګلیسي کې (linguistics) وایي.
ژبپوهنه هغه علم یا پوهه ده، چې د ژبې د څرنګوالي ، جوړښت او راز راز ژبني مسایل څېړي، یانې هغه پوهه ده چې د ژبې داخلي جوړښت او ساختمان څخه په علمي او میتودلوژیکه توګه بحث کوي.

ژبه او ژبپوهنه دوه بېلې مسلې دي یانې ژبه د پوهولو را پوهولو وسیله ده، خو ژبپوهنه د یوې ژبې په اړه عمومي پوهه او معلومات ورکوي. یانې د ژبې په اړه هر ډول او هر اړخیز معلوماتو ته ژبپوهنه وایي.

اپلاطون( ۳۴۷-۴۲۷ق.م) یوناني نامتو فیلسوف د لویدیځې نړۍ لومړنی پوه دی، چې د ژبې د حقیقت او څرنګوالي په باب یې څېړنې کړي،له دې امله د ژبپوهنې بنسټ ایښودونکی او د باقاعده ژبپوهنې د معاصروعلمي طریقو په نسبت د ژبې ماهیت او څرنګوالی مطالعه کوي. ژبپوهنه هغه علم چې د بېلا بېلو ژبو کورنۍ د دوی خپلوي او بدلونونه څرګنده وي. ژبپوهنه د علومو په لړ کې یوه نوې پوهه ده، چې د شلمې پېړۍ ابتکاراتو څخه ګڼل کېږي د ژبپوهنې په اړه د یوې پېړۍ راهیسې ژورې کتنې او څېړنې د دې لامل شو، چې مخ په وړاندې لاړ شي. معاصره او علمي ژبپوهنه په اروپا کې د (۲۰) مې پېړۍ لومړۍ نیمایي څخه پيلېږي او تر ننه پورې دوام لري.

ژبپوهنې د منځ ته راتګ یوه موخه دا ده چې داسې یو ټولنیزه نظریه منځ ته کړي چې د ژبې جوړښت، کیفیت د هغوی تحلیل، هغوی په بېلا بېلو عناصرو ویشل او اړیکې له ټولنې سره په ګوته کړي؛ داسې اصول، قواعد وټاکي چې د ژبې اوازونه، صرفي ،نحوي اوقاموسي برخې وڅېړي.

د ژبپوهنې بله موخه دا ده، چې د ژبو د مرګ او د ورکېدو لا ملونه په ګوته کړي، د ژبې د بدلون او نوي کېدو عوامل وڅېړي ستونزې یې په ګوته کړي. دغه څېړنې چې په هره ژبه کې وي باید په همغه ژبه او د همغې ژبې په لهجو کې وشي. په دغو څېړنو کې نوې ژبپوهنې هڅه او کوښښ دا ده، چې په علمي ټوګه دقیقو پیلو ته ورسېږي.

ژبپوهنې برخې
ژبپوهنه دوه برخې لري.
۱ـ نظري ژبپوهنه
۲ـ تطبیقي ژبپوهنه
۱ـ نظري ژبپوهنه
نظري ژبپوهنه هغه پوهه یا علم دی، چې په کې اصول،قوانین، قواعد او مقررات ټاکل کېږي؛ وروسته بیا څېړل کېږي چې د نړۍ په ټولو ژبو کې د تطبیق وړ وي. بیا دغه قوانین او قواعد د تطبیقي ژبپوهنې په مرسته د نړۍ په ژبو کې تطبیقېږي. نظري ژبپوهنه په بېلا بېلو برخو وېشل شوې چې عبارت دي له:
۱ـ تشریحي ژبپوهنه ( Descriptive linguistics)
۲ـ تاریخي ژبپوهنه ( historical linguistics )
۳ـ مقایسوي ژبپوهنه(contrastive linguistics)
۱ـ تشریحي ژبپوهنه
تشریحي ژبپوهنه د نظري ژبپوهنې ستره څانګه ده، چې بیا ځان ته په خپلو برخووېشل شوې ده. تشریحي ژبپوهنه هغه پوهه ده، چې یوه ژبه او یا هم د هغې زپې لهجو رغاونه او جوړښت د تاریخ په یوې ټاکلي پړاو کې څېړي. تشریحي ژبپوهنه ځيني خلک هم مهاله یا توصیفي ژبپوهنه هم بولي.

د (۱۹) مې پېړۍ ورستیو او د(۲۰)مې پېړۍ په لومړیوکې پوهانو ژبې د تطبیقي طریقې له مخې څېړل دا وخت ددې امکان هم نه و چې یوه ژبه یا لهجه دې یوازې په علمي بڼه وڅېړل شي؛ خو روسي پوه دو سوسور خپل په یوې څېړنې کې چې نوم یې ( ژبه او د هغه کړن لارې) دی ددې امکان یې رامنځ ته کړ، چې یوه ژبه په تشریحي بڼه وڅېړل شي. په همدې لارې نورو څېړونکو پیل وکړ د ژبې جوړښت او تحلیل ته یې پرمحتګ ورکړ. تشریحي ژبپوهنې ته په امریکا کې وروسته له دویمې نړۍ والې جګړې پام وشو.

تشریحي ژبپوهنه د هرې ژبې یا لهجې د جوړښت، تشریح او توضع توان لري. هره ژبه او لهجه ځان ته اوازونه لري، چې د کلمو یا الفاظوپه بڼه د جملو په جوړښت کې کارول کېږي، چې ددغو تشریح لپاره تشریحي ژبپوهنې څخه کار اخیستل کېږي.تشریحي طریقې تطبیق د نړۍ په هره ژبه امکان لري. تشریحي ژبپوهنه دغه برخې تشریح کوي.
اصلي څانګې:
۱ـ اوازپوهنهPhonology))
۲ـ صرفي جوړښتMorphology))
۳ـ نحوي جوړښت(Syntax)
فرعي څانګې:
۱ـ ګړدودپوهنه( لهجه شناسی ( Dialectology
۲ـ مانا پوهنه( معنا شناسی( Semantics
۳ـ وییپوهنه( واژه شناسیLexicology)
د تشریحي ژبپوهنې اصلي څانګې
۱ـ فونولوژي (اواز پوهنه )

فونیم یا اواز د ژبې تر ټولو کوچنی غږیز عنصر دی، چې په خپله کومه مانا نه لري، بلکه په مانیزو کلمو کې دمانا توپیر منځ ته راوړي. فونیم یا اواز د فونولوژي اساسي واحد دی. فونولوژي د ګرامر د مقدمې په توګه هغه برخه ده، چې یوازې ارزښتناک اوازونه څېړي. د یو ې ژبې اوازونه د هغوی اړیکې اوځانګړنې مطالعه کوي، ددغو اوازونو لیکل شوې بڼې ته ګرافیم وایي.

۲ـ مورفولوژي
مورفیم د ژبې تر ټولو کوچنی مانیز توک دی، چې کله ګرامري او هم کله لغوي رواني مانا لري. مورف د مورفولوژي اساسي واحد دی، چې د شکل او بڼې په مانا ده.مورفیم هغه کوچنی مانیز واحد دی که تجزیه شي خپله مانا له لاسه ورکوي او له تجزې څخه یې بې مانا اوازونه منځ ته راځي یانې مورفیم نه تجزیه کېدونکی واحد دی. مورفیمونه په دووډولونو دي.
الف- ازاد( خپلواک) مورفیمونه
ب- تړلي( بېواک) مورفیمونه
۳ـ نحوي جوړښت ( جمله پوهنه)
نحوه عربي کلمه ده چې د لاره ، طریقه، طرز، دوداو روش په مانا ده.
نحوه د هغو مانیزو غونډلواو عبارتونو څخه بحث کوي چې نحوي ارزښت ولري. نحوه د ګرامر هغه برخه ده، چې په جملې کې د کلمو مطابقت، ارتباط، ترتیب، ترکیب څېړي؛ یانې د جملو، عبارتونو، فقرو، غونډلوجوړښت ، ترتیب او تنظیم څېړي موږ ته د جملو جوړولو قاعدې او د کلمو ترمنځ اړیکې ښيي. دنحوې اساسي واحد تګمیم دی .

د تشریحي ژبپوهنې فرعي څانګې
۱ـ ګړدودپوهنه( لهجه شناسی)
پښتو کې ګړدود په فارسي کې ګویش عربي کې لهجه او انګلیسي کې دیالکت وایي.
ژبه ا نسانانو تر منځ دپوهولوراپوهولو وسیله ده، په دې ډول کوم ځانګړي توپیرونه چې د یوې ژبې د ویونکو ترمنځ لیدل کېږي د هغې ژبې بېلا بېل ګړدودونه بلل کېږي.یا په بل عبارت د یوې ژبې هر ویونکی د هغې ژبې دیو ګړدود ښکارندوي کوي، چې یو له بل سره له بېلا بېل بیولوژیکي، جغرافیوي دریځونو په لرلو سره د همغې ژبې په استعمال او کارونې کې توپیر لري.
په لنډه توګه ویلی شو چې ګړدود یا لهجه د یوې ژبې هغه ځانګړې بڼه ده، چې یو ټاکلې جغرافیوي سیمې، تاریخې دورې یا ټولنیز قشرپورې اړه ولري. هغه عوامل چې ګړدودونه سره بېلوي هغه ګړنۍ، ګرامري، صرفي ،نحوي او جفرافیوي(سیمه ییز)، ټبرییز،پوه اوناپوه، لږ او ډېرعمر، بډاینه او بېوزلي، نارینه او ښځه توب د ټولنې پرمختګ دي چې ګړدودي توپیرونه منځ ته راوي.

داسې هم شونې ده، چې یو سړی دې څو ګړدوده وکاروي یانې له پوه سره یو ګړدود له ناپوه سره بل ګړدود… په عمومي ډول دغه اختلافات په درې طبقو کې منځ ته راځي.
۱ـ چې دټولنې یو ډله له بل ډله سره توپير ولري.
۲ـ د نر او ښځې لهجې اکثره سره توپير لري.
۳ـ د زړو او ځوانانو ګړدود سره توپیر لري.

همدارنګه د لهجو منځ ته راتګ لړۍ د ژبې له پيدایښت څخه تر ننه پورې جریان لري . د ژبې څخه د لهجو منځ ته راتګ په لړ کې ژبه دا هڅه هم کوي، چې د لهو د منځ ته راتګ کم کړي؛ ځکه چې ژبه خپل ملي او نړیوال پړاو ته ورسوي. نو ویلی شو چې په هره اندازه یوه ټولنه تکامل په لومړني پړاو کې وي په هماغه کچه يې ګړدودړنه یې هم زیاتې وي، که څومره یوه ټولنه پرمختګ کوي په همغه اندازه یې د ګړدودونو جلاولی له منځه ځي.
خو دومره ویلی شو چې ژبه پرته له لهجو او لهجې پرته له ژبې څخه هېڅ مانا نه لري.

۲ـ مانا پوهنه ( مانا شناسی)
مانا پوهنه هم د ژبپوهنې څانګه ده، چې د مانا پوهنې واحد لغت اوجمله ده. په مانا پوهنې کې د الفاظو عمومي ، اصلي اولفظي مانا څېړل کېږي، هم مانیزې جملې په کې کارول کېږي، چې د لغت مانا پوهنې تر سرلیک لاندې لغت مانا پوهنه او اشاره یي مانا پوهنه مطالعه کېږي. جمله یي او وینا مانا پوهنه هم د مانا پوهنې څانګې دي. سیمانتکس یا مانا پوهنه دوه برخې لري چې عبارت دي:
۱ـ تاریخي مانا پوهنه
۲ـ غیرتاریخي یا تشریحي مانا پوهنه
۱ـ په تاریخي مانا پوهنې کې د تاریخ په اوږدوکې د ژبې عناصرومانیز بدلونونه مطالعه کېږي، یانې په تاریخي مانا پوهنې کې وخت ته ارزښت ورکول کېږي او هر مانیز بدلون کې وخت په نظر کې نیسي.
۲ـ او غیر تاریخي یا تشریحي مانا پوهنه د تاریخي تحولاتو څخه پرته ژبني عناصر په یو خاصې او معینې زمانې کې تر څېړنې لاندې نیسي، یاني په غیر تاریخي مانا پوهنې کې وخت او زمان ته ارزښت نه ورکول کېږي بلکه مانیز بدلونونه په نظر کې نیول کېږي.
دلته یو خبره هم باید وکړم چې مانا پوهنه او معاني سره توپير لري.معاني د ادبپوهنې څانګه ده، چې په معاني کې د جملومجازي مانا کارول کېږي او د الفاظو ثانوي مانا د اورېدونکو حال سره په نظر کې نیسي.معاني په یو خاصې زمانې کې لغتونه او جملې څېړي او تاریخي تحولات یې په نظر کې نه نیسي.

مانا پوهنه له بېلا بېل علومو سره اړیکه لري لکه: نښه پوهنه، اروا پوهنه، ادبیات، منطق، ټولنپوهنه، لرغونپوهنه، انسانپوهنه، توکمپوهنه، طب، ریاضي او داسې نور.ژبپوهان وایي چې د ژبې اصلي شتمنۍ د ژبې په مانا کې پرته ده.
مانا پوهنه په عمومي توګه درې ډوله ده.
۱ـ لغت مانا پوهنه
۲ـ جمله ماناپوهنه
۳ـ وینا ماناپوهنه
د مانا پوهنې په اړه بحث به همدومره بس وي ځکه دا لوی بحث دی او ډېروخت غواړي.
۳ـ وییپوهنه( واژه شناسی)

د وییپوهنې واحد وییي ده. وییپوهنه یا علم الغت د تشریحي ژبپوهنې هغه څانګه ده، چې د یوې ژبې ياژبو وییونو بېلابېل اړخونه څېړي.یانې د وییپانګې ټولیز رغښت او تاریخي ادلون بدلون د ویي جولیز، پښوییز، مانیز چال او چلند څېړنه را انغاړي. په وییپوهنې کې ډېر تمرکز په ساده، اشتقاقي او ترکیبي لغتونو کېږي. د وییي شکل په پام کې نیول کېږي چې په یو خاصې زمانې کې لغتونه څېړي او تاریخي تحولات ته یې ډېر ارزښت نه ورکوي.ویيی د یو یا څو غږونو ډېر کوچنی واحد دی، چې یو اساسي یا یو ساده مانا څرګندوي. یابه بله مانا وییی یو ساده ژبنۍ مانا دار توک دی،چې په نورو مانیزو توکونو نه تجزیه کېږي. د یو ژبې وییونه له دغو درې لارو څخه منځ ته راځي.

۱ـ ویي پيدایښت
۲ـ ویي جوړښت
۳ـ ویي جوړونه
۲ـ تاریخي (Historical linguistics)ژبپوهنه
هغه ژبپوهنه ده، چې د یوي ژبې تحولات د تاریخ په اوږدو کې څېړي. په ژبې کې چې کوم بدلونونه منځ ته راځي د تاریخي بهير له مخې مطالعه کوي. د تاریخ په اوږدو کې د ژبې په اوازونو، صرفي او نحوي برخو کې چې هر ډول تاریخي او فرهنګي بدلونونه راغلي وي، تاریخي ژبپوهنه یې څېړي.دژبې بدلون په ټولنې کې او د تاریخي شرایطو اغېزې څېړل هم د تاریخي ژبپوهنې کار دی.

په لنډه توګه ویلی شو چې که یوه ژبه د یوې ټولنې ژبه وي، د یو دولت رسمي ژبه وي یاهم یو نړیواله ژبه وي؛ د هغې ژبې کارونه په مختلفو برخو کې د همدې ژبې په سختارکې، ددې ژبې فرهنګي اهمیت او مقام په نورو ژبو کې او داسې نور ټول مسایل په تاریخي ژبپوهنې کې څېړل کېږي.

۳ـ پرتلیزه( مقایسوي) ژبپونه
پرتلیزه ژبپوهنه هغه ژبپوهنه ده، چې یوه ژبه له بلې ژبې سره پرتله او مقایسه کوي. مقایسوي ژبپوهنه د ژبو څوکورنۍ اړیکې او خپلوي پرتله کوي تشریح کوي او بلاخره د هغوی خپلوي څرګندوي.
د ژبو په زده کړه کې معاصرو څېړونکو ته مهم اصل پرتلیزه ژبپوهنه ده، چې باید ژبې په مقایسوي بڼه زده شي، البته دغه مقایسه د دوو ژبو او یا هم د دوو ګړدودونو تر منځ وشي لازمه ده، چې دغه ژبې دیو وخت او زمان ژبې وي.
د پرتلیزې ژبپوهنې موخه د دوو ژبو پرتله کول د هغوی مشترکات اوجلاولی روښانه کول دی. مقایسوي ژبپوهنې تکیه په تشریحي ژبپوهنې ده؛ دا ځکه چې که دوه هم سطحه ژبې يه یو واحد سبک تشریح شي نو د هغوی پرتله به اسانه شي او دغه د ژبو مقایسه کول د ژبې د زده کړې ستونزې له منځه وړي.

۲ـ تطبیقي(Comparative linguistics) ژبپوهنه
د ژبپوهنې په دغه څانګې کې هغه اصول، قوانین او مقررات چې د نظري ژبپوهنې په مرسته لاس ته راځي د یوې ژبې د تدریس لپاره تطبیقېږي یانې همغه قوانین په عملي کېږي.
نظري ژبپوهنه اوازونه، صرفي، نحوي او قاموسي مسایل څېړي هغه که په یوه ژبه کې وي یا د ژبوکورنۍ وي؛ اصول، قوانین ټاکي بیا همدا قوانین تطبیقي ژبپوهنه، په ژبو تطبیقوي.یانې تطبیقي ژبپوهنه ژبې په کورنۍ ویشي، بیا هغه قوانین پرې عملي کوي. د غو وېشنې پیل پوهانو له (۱۹) مې پېړۍ څخه شروع کړې لکه: د هند اروپایي ژبو کورنۍ، چې په کې هغه ژبې شاملې دي چې هند له سیمو څخه تر اروپایي سیمو رسېږي. یا د سامي ژبو کورنۍ چې عربي، عبري، ارامي، اکادي او حبشي ژبې شاملې دي.دغه ژبې په کورنۍ وېشل او دهغوی مربوطه ژبې څرګنده کول، د هغوی مقایسه، د هغوی ګډ او ورته ځانګړنې په ګوته کول، د هغوی مور ژبه معلومول او بیا هغه قوانین او اصول چې نظري ژبپوهنې ټاکلي دي پرې تطبیقول د تطبیقي ژبپوهنې کار دی.

اوس په لنډه توګه ویلی شو چې د ژبو تاریخي اړیکې روښانه کول او ژبې په کورنیو ویشل د تطبیقي ژبپوهنې د بحث موضوع دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.