حاکمې ډلې سره د ځوانانو پر ستونزو لنډ بحث

پوهاند محمد بشیر دودیال

388

ولسی باور د حکومتولی لومړی شرط او خدمتگذاره اداره د نن ورځې لومړیتوب

(حاکمې ډلې سره د ځوانانو پرستونزه لنډ بحث)

تر هغو چې پرسیاسی حاکمیت باندې د ولس پوره باور نه وي، نه به د آبادی کار وشي او نه به حاکمیت د خلکو له ویرولو، اخطار ورکولو او بندی کولو وزګار شی، پاتې لا  دا چې سنګسار او لاس پرې کول. خدمتګاره اداره، یعنی عمومي اعتماد ترلاسه کول. وروسته پاتې هیوادونه لکه افغانستان، پاکستان، سوډان همدا ستونزه لري. ځینی نور: خشن حاکمیتونه لکه شمالی کوریا او ایران؛ سره له دې چې قانون لري، پوره کار کوي، خودوی  بیا د تشدد او استبداد له امله د ولس د باوروړ ندي.

اعتماد جوړول په دولتي ادارو کې  د عامه خدماتو له لارې کیږي. د ولس باور او اعتماد تر لاسه کول د  حاكميت اصلی ُركن او دهغه د مشروعيت شرط دی  پرته له هغه به یو متزلزل حاکمیت وي. زورچلول او خدمتگزاري ته نه پاملرنه، عمومي باور او د حاکمیت مشروعيت ته لوی زیان اړوي.

د حکومت لوی سازمان (عامه اداره) له ډیرو سازمانو لکه ښاروالیو، د روغتیا اداره، د کرنې، صنعت، سوداګري، قضا، پولیس او داسې نورو سازمانو او ادارو څخه جوړه ده، نن ورځ د ښه نظام د معرفی لپاره د دغو ټولو سازمانو ترمنځ دکار کولو، ښېګڼو، مزیت او اعتماد جوړونې رقابت او سیالی رامنځته شوی ده.  د دغو سازمانو مدیران داعتماد په جوړولو کې اساسي رول لري. د عامه اداراتو مدیران د اعتماد د فضا په رامنځته کولو کې ځان هغو اهدافو ته رسول غواړي چې ملت او ولس دهغو په ارزښتونو توافق لري. هغه څه چې ولس ته په متفق الرای ډول ارزش ونلري، هغه عمومی هدف نه بلل کیږي. د لوړ شعور لرونکی ولس ته د فردي ګټو پر ځای عامه  منافع لومړیتوب لري. د عامه ګټو نه خوندی کول، نظام او حاکمیت ته آفت دی.

باور د حاکمیت لویه سیاسی، ټولنیزه اومعنوی سرمايه ده چې د زړونو د پيونداو د ملی  یووالی لامل کیږي.  متاسفانه دا چې نن ورځ  افغانستان کې ولس، په تیره ځوانان ناراضه او خدای مه کړه ملی یووالی مو ګواښ سره مخ دی، علت یې د حاکمیت نه مشروعیت او د دوی له خوا بیحده قیود، نظری تنګ چوکاټ اود خدماتو نه ترسره کول دي.

نن چې څوک د قدرت او حکومت کولو دعوا لري، شرط یې عامه باور او اعتماد دی ، دا د اجرایی سازمانو لپاره فوق العاده اهميت لري. که حاکمیت سره سوال وي، یا د دوی زړه تنګ وي چې ولی خلک دوی څخه رضایت نه لری، او دوی سره دا سوال وی چی ولس څه غواړی،  نو باید پورته مطلب ته ځیر شي.

متاسفانه ځوانان فیسیوک او خپلو منځو کې، شفاهی خبرو اترو او مسیجونوکې په کنایه او طنز سره  کترې او کنایې تبادله کوي.

 کنایو او نا وړه نومونوسره  عام ولس سخت حساس دی، دافغانستان خلک ډېر معتقد او په دیني سپېڅلو شعایرو ولاړ خلک دي، ځوانان نباید له حاکمیت څخه خپل عدم رضایت د خلکو مقدساتو ته په توهین منعکس کړي او حاکمیت هم باید نا سنجیده بیاناتو څخه ډډه وکړي.  د قدرت په خاطر د خلکو له سپېڅلو عقیدو ناوړه استفاده، نه شرعاً  نه عرفاً قطعاً مجازنده، دا اشتباه زوال او دروند محکومیت لري.

نو ځکه؛ د افغانستان د عامه ادارې ټول رهبری مقامات، عام ولس او په تیره ځوریدلي ځوانان زغم ته رابولو.

عرض لرو:  اعتماد او باور جوړ کړئ، باور یوه آسانه کوونکی ښکارنده ده،  چې تاسې یو بل څخه د مرورتوب له فضا راباسي.

د ادارې او د مدیریت دعلم نامتو څیړونکی  لوين ( Liwin) په ۱۹۹۹م. کال کې ثابته کړه چې  خدمتگزار مشران او حوصله مند حاکمیت د باور لامل کیدای شي، استبداد د حاکمیت تباهي ده . وروسته بیا گرين ليف د باور جوړلو لارې وښودې. ګرینلیف د  خدمتگزاري په اړه، په خپل نامتو كتاب « رهبرد خدمتگار په دریځ کې » لیکی: خدمتگاره اداره او حاکمیت په یوه فردی طبيعي حس سره شروع کیږي؛ يعنې هغه فرد او وګړی چې په ذاتي ډول د کار او خدمت کولو اراده لري. دا یو شعوري او آگاهانه انتخاب دی ، په دې سره ټولنه او اداره کې شوق او یوبل سره مینه او یو پربل باور زیاتیږي. په دې سره د ټولنې هر وګړی غواړي په خپله د ټولنې  خدمتګار غړی جوړ شي. په دې ډول سره ټولنه له خدمتګارې ادارې، خدمتګار حاکمیت  او رهبر څخه الهام اخلي، رضایت ښکاره کوي او یوه پرتمینه او مترقی ټولنه جوړوي، منکرات، نواهي، لوږه او احتیاج پکې له منځه ځي، نوښتونه را منځته کیږي او د مایوسی ځای امیدونه او خوشحالی نیسي. له منکراتو څخه دمعروف په لوري لاره همدا ده !

د ادارې او مدیرت دوه نور نامتو پوهان( پيج  او وونگ) خدمتګاره اداره کې د رهبر لپاره څلور محوري شخصیتی ابعاد ښیي:  وګړپالنه/خلکو او ولس سره مینه، دندې ته اخلاص لرل او د مسلکي/تخصصي پوهې له مخی خدمات ترسره کول، ا و اداري  پروسه باندې پوهیدل.

تخصص، اداري پوهه، خلکو سره مینه او عامه غوښتنو ته درناوی یوه معنا داره (meaning full) ځانګړنه ده چې د عامه رضایت لامل ګرځي. اعتماد جوړول او رضایت تر لاسه کول په زور او تشدد نه کیږی، بلکی تشدد سرچپه پایله لري.

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.