په زلزله ځپلو سیمو کې د هوا درجه له صفر څخه کښته ده او ځینې اغیزمنې سوې سیمې د سختو واورو شاهدې دي.
د ترکیې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې (افاد) د معلوماتو له مخې، د ریښتر په کچه د ۷.۴ درجې زلزلې اصلي مرکز د سوریې پولې ته څېرمه په قهرمان مارش ولایت کې و. افاد ویلي، چې له دې لږ وروسته په غازي عنتاب ولایت کې د ریښتر په کچه د ۶.۶ درجې یوه بله زلزله وسوه.
د ځمکې د ښورښ حرکت جریان
په ترکیه او د نړۍ په نورو برخو کې زلزلې غیري متوقع نه دي. اخر ولې؟ دا مهمه ده چې پوه سئ چې د ځمکې ښورښ په یو ډول د یو بل سره وصل سوي او له حرکت کوونکي تیکتونکي پلیټونو څخه جوړ سوي دي: هغه دا دی، چې څو لوی سمندري تیکتونکي پلیټونه او څو کوچني براعظمي تیکتونکي پلیټونه ساینس لا تر اوسه د دې ټوټو شمیر نه دی ټاکلی.
ساینس پوهان پوهیږي چې دا تیکتونکي پلیټونه هر کال شاوخوا دوه سانتي متره (شاوخوا ۱ انچ) حرکت کوي. دوی کولای سي له یو بل څخه لیرې سي، یو بل ته نږدې سي، یا کله ناکله د یو بل په وړاندې حرکت وکړي، او په براعظم کې د حرکتونو لامل کیږي چې دوی په سر کې قرار لري.
«پوښتنه دا نه ده چې آیا زلزله به وسي، مګر دا چې څه وخت زلزله کیږي.»
د ۲۰۲۰په اکتوبر کې، یوې زلزلې اژه سمندر ولړزاوه . د زلزلې مرکز د ترکیې په ازمیر ولایت کې وو. د دغې زلزلې په پایله کې تر ۱۰۰ډېر کسان مړه او تر ۱۰۰۰ ډېر نور ژوبل سول.
له ترکیې سره له ډېر پخوا راهیسې د زلزلې څیړونکو ځانګړې علاقه لري. د آلمان په پوستدام کې د جیولوژیکي څیړنو مرکز په ترکیه کې د اندازه کولو وسایل نصب کړي او د ۱۹۸۰ لسیزې راهیسې په دې هیواد کې د زلزلې څارنه کوي.
د دغه مرکز موندنې ښيي چې د زلزلې خطر د سمندر په شاوخوا کې، د بیلګې په توګه، چیرې چې استانبول موقعیت لري زيات دی.
مارکو بانهوف، د جیولوژیکي څیړنو په مرکز او په همدې سیمه کې یو کارپوه دی، هغه په ۲۰۱۹ م کال کې وویل: «پوښتنه دا نه ده چې آیا زلزله به وسې یا نه، بلکي دا ده چې زلزله به کله وسې.»
بانهوف وویل داسې کافي شواهد سته چې په سیمه کې تکتونیکی پلیټونه «ټکر سوي» چې د فشار لامل کیږي. هغه په دې نظر دی چې په پای کې به ډبرې نور د دې فشار سره مقاومت و نه کړي، او هغه پلیټونه چې د یو بل په وړاندې فشار راوړي په څو ثانیو کې خپل موقعیت بدلوي او د یوه لوی ټکان لامل کیږي.
د ساختمانونو د جوړښت ثبات او د زلزلې د ساتنې له پاره کیندنې خورا مهمي دي
ودانیو، زیربناوو او خلکو ته جدي خطر د زلزلې د څپو له امله رامینځته کیږي چې ځمکه حرکت کوي.
د خلکو د ساتنې له پاره تر ټولو ښه لاره د زلزلې ضد ودانۍ دي. بانهوف وويل، له بده مرغه دا ډول ودانۍ ډېرې ګرانې دي. هغه زياته کړه، چې خلک دې له ځانه وپوښتي، چې زړې ودانۍ دې پياوړې کړي او که ونړوي او نوې ودانۍ جوړې کړي.
ویل کیږي چې د ترکیې او سوریې په سرحدي سیمه کې د دوشنبې د ورځې د زلزلې په ترڅ کې تر ۱۷۰۰ زیاتې ودانۍ ویجاړې سوې دي.
د انګلستان په سوتهمپټون پوهنتون کې د ساختماني او زلزلې د انجینرۍ پروفیسور محمد کاشاني وویل: «انځورونه ښیې چې ځینې ویجاړي سوي ودانۍ ممکن د عصري زلزلې کوډونو دمخه جوړې سوې وي، او ممکن د داسې سختې زلزلې له پاره ډیزاین سوي نه وي.»
هغه وویل: «د دې زلزلې د شدت او ټیټوالي ترکیب له مخې دا خورا ویجاړونکی وي. موږ اړتیا لرو چې د ویجاړ سویو ودانیو توضیحات وڅیړو او د دې ویجاړونکي پیښې څخه زده کړه وکړو چې ودانۍ او ښارونه ډیزاین کړو ترڅو د داسې پیښو په وړاندې مقاومت ولري.»
ژباړه :صفت الله زاهدي
دیوچه ویله
*********************************************
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.