افغانستان، او د تشدد او عدم تشدد مبارزه: اوسنيو شرایطو کې څه کول پکار دي؟

شاه محمود میاخېل

1,670

د تشدد او عدم تشدد د مبارزې په هکله ډېرې لیکنې شوي دي او د افغانستان په اوسنيو شرایطو کې هم زیاتره افغانان د مبارزې د دواړو ډولونو په اړه ځانګړي نظرونه لري. یو شمېر کسان د تشدد او یو شمېر نور بيا د عدم تشدد پر مبارزه باور لري. د افغانستان د اوسنۍ حاکمې ډلې (طالبانو) پر وړاندې مخالفین هم سره دوه ډلې دي چې یوه ډله یې د تشدد په مبارزه عقیده لري او بله ډله یې په عدم تشدد. د دواړو مبارزو بریالۍ او ناکامې بېلګې په نړۍ او هم زموږ په نږدې سیمو کې شتون لري. په همدې توګه په دنیا کې د حکومتونو او نظامونو ماډلونه هم سره توپیرونه لري او د حکومتونو دغه متفاوته ماډلونه هم د تشدد او عدم تشدد په مبارزه باندې تاثیر لري. دا سوالونه هم مطرح کېږي چې ولې د مبارزې  یا هم د حکومتونو یو شکل یا ماډل په یو هېواد او سیمه کې بریالی او بیا هماغه مبارزه او ماډل حکومت په بله سیمه کې له ناکامۍ سره مخامخېږي؟

کله چې د تشدد او یا عدم تشدد د مبارزې په ډولونو باندې بحث کوو نو خامخا د دواړو مبارزو د یو شمیر پخواني مشرانو لکه خان عبدالغفار خان (پاچا خان)، غازي امان الله خان، ګاندهي جي، نیلسن منډیلا، مارتین لوترکینګ، ناپیليون، اتاترک او نورو نومونه مخې ته راځي. په اسلامي تاریخ کې هم د مبارزې د دې دواړو ډولونو بیلګې زیاتې دي.

د همدې موضوع په تړاو مې په دې لنډ وخت کې د پاچا خان کتاب (زما ژوند او جد و جهد) یو ځل بیا په انتقادي توګه ولوسته.

لومړۍ پوښتنه دا ده چې ولې د تشدد او عدم تشدد مبارزې ته ولسونه او یا حکومتونه اړ کېږي؟

په نامشروع توګه قدرت نیول او حاکمیت خامخا د قدرت انحصار او د نفې سیاست رامنځته کوي. په ناډیموکراټیکو، استعماري او استبدادي نظامونو او حکومتونو کې د قانون په چوکات کې د عدالت او حکومتي قدرت د پلي کولو یا تعمیل تر منځ تعادل نه مراعات کېږي. نامشروع حکومتونه او حاکمې ډلې د خپل قدرت د دوام او ګټو ساتلو لپاره او یا هم ځینې وختونه د ویرې له امله له تشدد نه کار اخلي. داسې حکومتونو او حاکمو ډلو ته د نظر هر مخالف دښمن ښکاري. د دښمن له منځه وړل او سرکوبول د خپلې کامیابۍ وسیله ګڼي. داسې حکومتونه او حاکمې ډلې په زړونو نه بلکې د خلکو په ککریو حاکمیت چلوي او ځان ولس ته ځوابده نه ګڼي.

کله چې حکومتونه یا حاکمې ډلې د نفې او د قدرت د انحصار تګلاره خپله کړي، نو ولسونه مجبورېږي چې د حاکمو ډلو، ګروپونو او حکومتونو د بې عدالتۍ، ظلم، د منابعو د کنټرول، د نفې او انحصار د سیاست له امله د تشدد یا هم د عدم تشدد مبارزه او عکس العملونه پیل کړي. دا عکس العملونه په لومړي سر کې ضعیفه او واړه وي خو د وخت په تېرېدو سره د حکومتونو او حاکمې ډلې د نفې او د قدرت د انحصار د دوامداره کړنو پر وړاندې پر قوي مبارزې بدلېږي.

په دواړو ماډلونو کې، زما په اند، لاندې ټکي مهم رول لوبوي:

  1. سیاسي زعامت یا مشرولي
  2. سیاسي جوړښت
  3. د مبارزې انګېزه
  4. له ولس او خپلو پلويانو سره په دوامداره توګه ستراتېژیک کمیونیکشن
  5. بشري منابع یا ولسي ملاتړ
  6. مالي او نظامي امکانات
  7. د بهرني او داخلي ملاتړ او مخالفتونو مدیریت
  8. د حاکم نظام عکس العملونه او په مقابل کې لازم تدابیر نیول
  9. د فعاليت جغرافیه یا د مبارزې لپاره سپیس
  10. د مبارزې له ګټلو نه وروسته لاسته راوړنه به څه وي؟ کومه تګلاره د حکومتولۍ باید غوره شي چې د ولس ارمانونه پوره شي.
  11. او با لاخره څنګه د راتلونکو شخړو او د قدرت په سر د جنجالونو مخه ونیول شي؟

که پورته عواملو ته وګورو، هره مبارزه له ډېرو پیچلو پړاونو څخه تېرېږي. د هر پړاو لپاره ذهنیت جوړول، د خلکو اعتماد، لاسته راوړنې او د مبارزې تداوم د مبارزې مهمه مسئله ده.

دویمه پوښتنه دا ده چې ځینې خلک وايي د عدم تشدد پلویان قرباني نه ورکوي نو ځکه د دې مبارزې مخالف دي

دې کې شک نشته چې ځینې کسان دا فکر لري چې د عدم تشدد مبارزې پلویان قربانۍ ته تیار نه دي نو ځکه د تبلیغیانو په شان په نصحیت او دعاګانو مبارزه مخې ته وړي او دا ډول مبارزه نتیجه نه ورکوي. زیاتره کسان د سیمې یا نړۍ ځینو ناکامو مثالونو ته هم اشاره کوي. د بېلګې په توګه وایي چې د پاچا خان مبارزه کامیابه نشوه او د پښتنو لپاره یې جدا حکومت جوړ نه کړای شو نو پاچاخاني مبارزه څه ګټه نه لري اویا اوسني وخت کې د Pashtun Tahafuz Movement (PTM) مبارزه څه نتیجه نه ورکوي نو باید د تشدد نه کار واخيستل شي. دا چې زیاتره انتقاد کوونکي د عدم تشدد د مبارزې په هکله کمه مطالعه لري، نو دا نه ګوري چې د پاچا خان مبارزې تاثیرات سل کاله وروسته اوس هم محسوس دي. همداسې به د PTM د مبارزې تاثیرات څو لسیزې وروسته هم محسوس وي چې د پاکستان پوځیانو دسیسې یې د لر او بر افغانانو پرضد رسوا او خلکو ته جرئت ورکړ چې د پاکستان پوځي او سیاسي استبلشمنټ چیلنج او پر ضد یې د خلکو اواز پورته کړي. د پاکستان د پوځ په مقابل کې دا اواز پورته کول چې د ټولو دهشتګردیو تر شا د پاکستان پوځیان دي، څه اسانه کار نه و.

د قربانۍ په هکله خبره داسې نه ده. د تشدد او عدم تشدد د مبارزې په دواړو ډولونو کې سیاسي مشران او هم ولس قرباني ورکوي.‌ د بېلګې په توګه د هند په نیمه وچه کې د پښتنو په سیمو کې او همدا شان په جنوبي افریقا کې د عدم تشدد مشرانو او پلویانو زیاته قرباني ورکړې ده او په لکونو انسانان وژل شوي، شکنجه شوي او زندانونو ته اچول شوي دي. نیلسن منډیلا او پاچاخان هر يو تقریباً درې لسیزې په زندانونو کې تېرې کړي دي او مهتما ګاندهي هم په دې لار کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. درېواړو مشرانو د مبارزې په اوږدو کې ډېرې ستونزې ګاللي دي. دا ستونزې یوازې د یو مشر په خپل ځان نه وي بلکې د مشرانو په کورنیو هم فشارونه وي او وې. د عدم تشدد د یادو مبارزينو کورنيو سختې او تنګې تېرولې او د خپل کور او کلي د نورمال ژوند نه هم محروم وو او داسې نور.‌ نه غواړم چې د هر یو کس د ستونزو په هکله زیات تفصیل ورکړم خو د دوی اټوبایوګرافي یا ژوندلیکنونه که ولوستل شي، نو معلومېږي چې د هر یو کورنۍ څومره ستونزې تېرې کړي دي. د PTM ملګرو او پلویانو هم زیاته قرباني‌ ورکړه لکه عثمان لالا، عارف وزیر، ارمان لوڼي او ګڼ نور غړي یې شهیدان کړای شول. د علي وزیر د کورنۍ زیات غړي شهیدان او دی پخپله برحاله د پاکستان د پارلمان غړی دی، خو سره له دې چې مریض هم دی، بيا هم له تېرو دوو کلونو راهیسې د کراچۍ په زندان کې بندي دی.

بله خبره چې مهمه ده د تشدد او عدم تشدد د مبارزې لپاره جغرافیه، ځای او د فعالیت ساحه ده. کله چې د تشدد او یا عدم تشدد د مبارزې زیات غړي او مشران د پردیو په جغرافیه کې اوسېږي نو بیا خپل واک چندان نه لري او زیاتره د کوربه هېواد د پالیسيو خلاف پرېکړې نه شي کولای او په ډېرو مواردو کې کوربه هېواد د تشدد یا عدم تشدد د مبارزې استازولي کوي. د افغانانو مبارزه په تېرو پینځو لسیزو کې د دې ښه بېلګه ده. افغانانو د ازلي دښمنانو کور، پاکستان او ایران، ته پناه ویوړه. د مجاهدینو مشرانو او هم ملي کسانو خپل واک هلته نه درلود او که چا به لږه ملي خبره وکړه نو هغه ورک کېده، او یا به مجبوره کېدل چې له پاکستان نه ووځي. مثالونه یې ډېر دي. نامتو ډیپلومات عبدالرحمن پژواک بندي او بيا له پاکستان نه وایستل شو. پوهاند ډاکتر بهاوالدین مجروح، جنت ګل خان سپین غر، چنزايي، جنرال عبدالحکیم کټوازی او ګڼ نور مشران په پېښور کې شهیدان شول. د جینوا د خبرو نه نیولې تر اوسه پورې د پاکستان سیاسي، مذهبي او پوځي حلقې کوښښ کوي چې د افغانانو په استازیتوب هر چېرته وغږیږي او دنیا ته دا وښیي که تاسې په افغانستان کې جنګ یا سوله غواړئ، دواړه باید د کابل له لارې نه بلکې د اسلام آباد له لارې وي. څومره چې د هېواد وګړي په یو بل هېواد کې د زیات وخت لپاره اوسېږي، هماغومره هغه هېواد خپل لاسپوڅي په ښه توګه تربیه کوي، روزي یې، تمویلوي او ملاتړ یې کوي. بیا دا حاجت نشته چې هغه هېواد خپله هر چېرته حاضر اوسي بلکې لاسپوڅي یې د هغوی د ګټو لپاره د هغوی د نشتون په وخت کې ښه استازولي‌ کوي ځکه د دغه لاسپوڅو قیضه د بل چا په لاس کې وي. مثالونه یې پخواني مجاهدین، قوماندانان، طالبان او یو شمېر کسان له وکیلانو نه نیولې تر ملک، ملا او مدني فعالانو پورې چې پاکستان او ایران په افغانستان کې د خپلو پلویانو او ایجنټانو په توګه درلودل. دا کسان په یو قوم او سیمې پورې تړلي نه دي ځکه پاکستان او نورې بهرنۍ حلقې په یوه ډله سرمایه ګذاري نه کوي بلکې هغوی په زیاتو اپشنونو سرمایه ګذاري کوي. تاسې ولیدل چې د ۲۰۲۱ اګست د سقوط په وخت کې څومره سیاسي مشران په ارامه پاکستان ته لاړل او هلته د بهرنیو چارو د وزیر له خوا یې بدرګه وشوه.

دلته یوه لنډه واقعه غواړم چې یاده کړم.  په ۱۹۸۸ز کال کې د امریکا غږ محلي خبریال وم نو د ملګرو ملتونو خاص استازی دیګو کوردویز (Diego Cordovez) پېښور ته راغی چې د مجاهدینو له مشرانو سره وګوري. مولوي محمد یونس خالص د اوه ګونې اتحاد د درېوو میاشتو لپاره مؤقت مشر و، نو ما ورته زنګ وواهه چې مولوي صیب تاسې د ملګرو ملتونو له خاص استازي سره لیدنه لرئ نو ستاسې موقف به د جینوا د خبرو په هکله څه وي؟ هغه وخت د امریکا ماښامنۍ خپرونه په ۷:۳۰ بجو پیلېدله نو موږ باید خپل راپور له دې وخت مخکې لېږلی وای. د خبر لېږل هم اسانه کار نه و ځکه کله تلیفون کار کوه او کله به یې کار نه کاوه. مولوي خالص راته وویل چې موږ (د مجاهدینو د اتحاد مشرانو) پرېکړه کړېده چې د ملګرو ملتونو له استازي سره نه ګورو ځکه په جینوا کې د سولې په خبرو کې زموږ استازی یا برخه نه شته نو له دوی سره لیدل څه ګټه نه لري. ما بیا هم ورسره خبره غبرګه کړه چې مولوي صیب دا تصمیم مو نهايي دی که نه؟ ځکه د افغان خبري اژانس مشر، قریب الرحمن سعید راته ویلي و چې په اتو بجو ورسره ګوري. مولوی صیب خالص بیا تکرار سره وویل چې زما په خبره پوه نه شوې؟ مونږ فیصله کړې ده چې نه ګورو ورسره. ما هم راپور امریکا غږ ته ولېږه چې د مجاهدینو مشران د ملګرو ملتونو له خاص استازي سره نه ګوري.

امریکا غږ راپور نشر کړ او تقریباً اته نیمې بجې وې چې ځینو ژورنالستانو راته زنګ ووهه چې د ملګرو ملتونو خاص استازی د مجاهدینو د اتحاد دفتر ته تللی او مولوي خالص او ځینې مشران ورسره ګوري. هغه وخت موبایل ټلیفونونه نه وو. زما کور هم د اتحاد دفتر ته نږدې و نو د خبر په اورېدو سره، په عجله د اتحاد دفترته لاړم. زما له رسیدو سره ومې لیدل چې د ملګرو ملتونو د خاص استازي موټرې د اتحاد د دفتر نه ووتلې. ورپسې د مجاهدینو د مشرانو موټرې هم ووتلې. هغه وخت د اوه ګونې اتحاد مرکزي دفتر د پیښور سپين جومات سره نږدې و. مولوی خالص سره مې یو څه ګپ او شپ هم درلود نو لږ ساعت وروسته مې ورته کورته زنګ وواهه او ورته ومې ویلې چې مولوی صیب تا خو ماته وویلې چې د کوردویز سره نه ګورئ او ما ستا د خبرو په اساس راپور تېر کړ او دا دی اوس مو ورسره ولیدل نو دا خو ښه خبره نه ده. ځکه مونږ سره د خپل راپور غم و چې دروغجن یې کړلو. مولوی خالص راته وویلې چې ته فکر کوې چې موږ د خپلواکه یوو؟ خو دې ماماګانو وویلې چې خامخا ورسره وګورئ. له ماماګانو څخه یې مطلب د پاکستان نظامیان وو.

د پورته لږ وضاحت نه مې مطلب دا دی چې هر مشر یا د مبارزې پلویان په خپل وخت کې محدودیتونه لري او بیا تصمیم نیسي چې کوم ډول مبارزه ښه ده. که د پاچاخان په عدم تشدد مبارزه نیوکې وي نو د خوشال خان خټک د تورې، جنګ او ننګ مبارزې هم رنګ رانه ووړ او اخره کې یې وویل چې توبه له تورې، توبه له جنګه. د خوشال خان خټک د مبارزې تاثیرات زیات په جنګې برخه کې نه وو بلکې د هغه د مبارزې تاثیرات چې تر اوسه پاتې دي، د خوشال خان په ادبي او فرهنګي برخه کې اثار دي. د جنګ تکتیکونه او روش د شرایطو په بنیاد بدلیږي او رابدلیږي اما فرهنګي او ادبي تاثیرات څو پيړۍ وروسته هم محسوس وي.

پدې توګه د پاچا خان د عدم تشدد مبارزه ځکه مؤثره وه چې هغه عوامل لکه منفي رقابتونه، د تعلیم د کچې ټیټوالی، د ملایانو نفوذ او داسې نور چې پاچا خان د هغې پر وړاندې مبارزه کوله، اوس هم د پښتنو په ټولنه کې وجود لري. هغه په دې پوهیده چې د تشدد مبارزه ګټه نه لري او نه یې کولی شوله ځکه چې د تشدد مبارزې لپاره جغرافیه، امکانات، بشري منابع او هغه اهداف چې پښتنانه آزادي تر لاسه کړي، نشوه تر لاسه کولی او په همدې مبارزه کې ګاندهي هم دی ځانته پرېښود. انګریزانو له (تفرقه واچوه او حکومت وکړه) تاکتیک نه استفاده کوله. که پاچا خان د تشدد لاره خپله کړې وای، نو مجبورېده چې په خپل کور او کلي کې له یو بل سره په جنګ اخته شوی وای. پاچا خان به په ملي او  نړیواله سطحه د عدم تشدد پېژندل شوې څېره نه وای بلکې یو محلی خان به وای چې یا به یې له انګریزانو سره سازش کړی وای او یا به وژل شوی وای. که څه هم انګریزانو هم ډېر ځلې کوښښ وکړ چې د پاچا خان د خدایي خدمتګارانو په منځ کې هم تفرقه او ویره واچوي خو هغه او د هغه پلویانو خپلې مبارزې ته ادامه ورکړه او تاثیرات یې اوس هم محسوس دي.

درېیمه پوښتنه دا مطرح کیږي چې ولې تشدد ته په عدم تشدد او یا عدم تشدد ته په تشدد ترجیح ورکول کېږي؟

د امریکې د هاروارد پوهنتون څېړنه ښيي چې په هر حالت کې د عدم تشدد مبارزه د تشدد له مبارزې څخه څو چنده مؤثره ده او په اوږدمهال کې یې تاثیرات زیات دي. دغه دوه څیړونکو، Erica Chenoweth اوMaria Stephan   د ۱۹۰۰-۲۰۰۶ز کال پورې د ۳۲۳ مبارزو څېړنه کړې ده چې دې کې د تروریزم پر ضد، داخلې جګړې، لوی انقلابونه لکه د روسیې، فرانسې، امریکې او الجزایر هم شامل دي. د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لینک کتلی شئ[1]. Maria Staphan چې د امریکا متحده ایالاتو د سولې انستیتوت کې هم له موږ سره کار کاوه، د Civilian Jihad په نوم یو کتاب ایدیټ کړی چې هغه بیا ښاغلي‌ احمدالله ارچیوال په پښتو ژبه ترجمه کړی دی.

‌له بده مرغه، ذهناً ډیری کسان فکر کوي چې د عدم تشدد مبارزه نتیجه نه ورکوي او باید د تشدد له لارې مبارزه تر سره شي. ځینې داسې فکر کوي چې د عدم تشدد مبارزه اوږده ده او تر څو به د ظلم او وحشت لاندې وخت تېروو نو ښه دا ده چې ټوپک راواخلو او جنګ وګټوو. په واقعیت کې دواړه مبارزې ډیر وخت نیسي. پورته یاده شوې څېړنه ښیي چې د عدم تشدد مبارزې تاثیرات او ګټې زیاتي دي او پیړۍ پيړۍ په ټولنه کې پاتې کېږي، خو د تشدد مبارزې ګټې کمې دي. د جنګونو او تشدد منفي تاثیراتو له امله څو نسله وروسته هم قرباني ورکوي. د تشدد د اکثره مبارزو پایلې معلومې نه وي چې اخر انجام به څه کېږي؟ د تشدد په مبارزه کې اکثره وخت فزیکي او هم ټولنیز جوړښتونه بیخې له منځه ځي او بیا جوړول یې کلونه او پیړۍ نیسي.

افغانستان د تشدد د مبارزې د تحقیق لپاره یوه ښه بېلګه ده. اوږد تاریخ ته به نه ځو، لنډ پنځوس کلن تاریخ ته به نظر واچوو. که فرض کړو چې د داود خان حکومت د کودتاه له لارې نه وای چپه شوی، په خپله مجبوره و چې حکومت یې یو څو کاله وروسته پریښی وای او یوه نوې رهبري به رامنځته شوې وای ځکه چې نور یې د عمر تقاضا همدا وه چې زیات وخت په حکومت کې نه شو پاتې کېدای. هغه وخت په خپله تغیر رامنځته کېده ځکه ملي ذهنیت رشد کړی و او د خلکو ژوند مخ په ښه کېدو و. د افغانستان ملي او اسلامي‌ هویت به هم خوندي پاتې شوی وای.

د ثور کودتاه وشوه چې د تشدد له لارې یې قدرت ونیوه، ولس هم د تشدد له لارې د خلقیانو په وړاندې عکس العملونه وښودل. پایله دا شوه چې په میلونونو افغانان د دښمن کورونو ته مهاجر شول، بهرنۍ لاسوهنې او نیابتي جګړې پيل شوې، په میلونونو افغانان ووژل شول او د افغانستان ټولنیز، اقتصادي او سیاسي بڼسټونه وران شول. د خلقیانو نظام سقوط وکړ. مجاهدینو داخلي جګړې پيل کړې او نبایبتي‌جګړو افغانستان نور هم وران کړ.

په لنډ ډول، د مجاهدینو مشرانو د کمونېزم پر ضد مبارزه وکړه او دوه میلیونه کسانو قرباني ورکړه او په میلیونونو کسان مهاجر شول، خو آیا دا موخې چې د مبارزې له ګټلو نه وروسته لاسته راوړنې به څه وي؟ او باالاخره څنګه د راتلونکو شخړو او د قدرت پر سر د جنجالونو مخه ونیول شي، تر سره شوې او که نه؟ دا موخې ترسره نشوې بلکې وضعیت له مخکې نه هم خراب شو.

د شوروي اتحاد پر ضد مبارزه وشوه، خو افغانستان د نیابتي او ترورېزم د جګړو میدان شو. د ګاونډیانو مداخلې اضافه شوې او هماغه روسیه بیا د مجاهدینو د مشرانو کوربه وه چې په مقابل کې یې جنګیدل. د خلق دیموکراتیک ګوند هم غوښته چې تغیر راولې خو نتیجه یې د هېواد بربادي او بیا زیاترو هماغه مجاهدینو ته پناه یوړه چې دوی ورسره جنګېدل او یا د ګوند زیاتو مهمو غړیو په غرب کې پناه واخيسته چې دوی ورته د امپریالېزم ارتجاع ویله.

د تشدد دغه مبارزه لا ختمه نه ده. طالبانو جمهوریت د پاکستان د موخو په خاطر د اشغال په نوم نسکور کړ خو بیا هماغه اشغالګرو سره یې لوظنامې امضا کړې. په اخر کې د دې ټولو جنګونو واګې نه د مجاهدینو په لاس کې وې، نه د خلقیانو په لاس کې وې او نه اوس د طالبانو په لاس کې دي بلکه د ټولو نه ورخ اوبو وړی و او اوس هم ورخ لا هماغسې اوبه وړی دی. افغانستان د تشدد د مبارزې قرباني شو ځکه افغانستان د نړۍ د سوړ جنګ او د تروریزم پر ضد د جګړې میدان وګرځېده چې عاقبت لا اوس هم معلوم نه دی چې نور به څه کېږي.

که فرض کړو چې طالبانو د جمهوریت پر ضد جګړه نه وای کړې نو د جمهور رئيس محمد اشرف غني دوره مخ په پوره کېدو وه او که خوښ وی او که نه د قدرت واګې به بل چاته انتقالېده. د ټولو نه لا زیات تاوان افغانانو په دې کړی دی چې د هر رژیم او یا د قدرت له انتقال سره، په لسګونو زره کادرونه چې د افغانستان بشري سرمایه ده، فرار کوي چې دا تشه ډکول اسانه کار نه دی. تاسې ګورئ چې د جمهوریت په وخت کې چې کوم ظرفیتونه په افغانستان کې جوړ شوي وو، اکثریت کادرونه له هېواد نه ووتل او اوس هم د وتلو په حال کې دي. په دې توګه که د تشدد د مبارزې دې لنډ تاریخ ته نظر وکړو د عدم تشدد مبارزه که هر څومره سسته هم وي، ګټه به یې په زرګونو چنده د تشدد د مبارزې نه بهتره او ښه وي.

د پورته دلایلو په رڼا کې اوس باید هم وسنجوو چې په اوسني وخت کې بیا هم کومه مبارزه په افغانستان کې ګټوره ده. که د تشدد په مبارزه کې لاندې ټکو ته یو ځل بیا نظر واچوو:

  1. سیاسي زعامت یا مشرولي
  2. سیاسي جوړښت
  3. د مبارزې انګېزه
  4. له ولس او خپلو پلويانو سره په دومداره توګه سترایتژیک کمیونیکیشن
  5. بشري منابع یا ولسي ملاتړ
  6. مالي او نظامي امکانات
  7. د بهرني او داخلي ملاتړ او مخالفتونو مدیریت
  8. د حاکم نظام عکس العملونه او په مقابل کې یې لازم تدابیر نیول
  9. د فعاليت جغرافیه یا د مبارزې لپاره سپیس
  10. د مبارزې له ګټلو نه وروسته لاسته راوړنه به څه وي؟ کومه تګلاره د حکومتولۍ باید غوره شي چې د ولس ارمانونه پوره شي.
  11. او باالاخره څنګه د راتلونکو شخړو او د قدرت په سر د جنجالونو مخه ونیول شي؟

د تشدد د مبارزې لپاره سیاسي جوړښت او زعامت چې ملي صبغه ولري، وجود نه لري. انګېزه یې هم د مبارزې معلومه نه ده او پایلې یې هم نامعلومې دي. د تشدد مبارزه نه جغرافیه په لاس کې لري او نه ورته کوم بهرني او ګاونډي هېواد د مبارزې لپاره ځای ورکړی دی. بشري منابع او مالي امکانات هم چې څنګه لازم دي، نه لري. عقبه د جنګ وجود نه لري لکه طالبانو او مجاهدینو چې په ایران او پاکستان کې درلوده. د مقاومت په وخت کې هم تاجکستان کې د مقاومت ځای او عقبه د جنګ موجوده وه چې اوس هغه عقبه نشته.

د مجاهدینو یو مشر راته تېر کال په ترکیه کې وویلې چې حتی هند، ایران او ترکیه هم دې ته حاضر نه دي چې د طالبانو پر ضد مسلحه مبارزه تقویه کړي او یا یې مشرانو ته ځای ورکړي. د مقاومت په نوم ډله د بهرني او خارجي ملاتړ مدیریت خو پریږده په خپله وړه حلقه کې هم د خپلو اختلافاتو مدیریت نشي‌ کولی. حاکمه ډله هم د مقاومتیانو په مقابل کې شدید عکس العمل ښیي چې د اسلامي، افغاني او انساني چوکاټ او ارزښتونو نه بهر د جنګي بنديانو او مسلحو مخالفینو له کورنیو سره برخورد کوي. که باالفرض د جنګ لپاره عقبه هم پیدا شي، مالي او نظامي مرستې هم تر لاسه کړي خو هدف چې په افغانستان کې ثبات او امن دی نشي تر لاسه کیدلی. دا چې سیاسي جوړښت سم نه وي، یوازې جنګ ګټه نه لري او د مجاهدینو د جنګونو غوندې د راتلونکي داخلې جګړو مخه نشي‌ نیولای ځکه هغه څوک چې له دوی سره مرسته کوي، هغوی لکه پاکستان او ایران خپل اهداف تعقیبوي او افغانان به د پخوا په شان د مسایلو په مرکزیت کې قرار ونه لري. کله چې ګټې سره متضادې شوې، هر هېواد به د هغو کسانو او ډلو له حمایت نه لاس واخلي چې مخکې یې حمایه کول. طالبان اوس له همداسې وضعیت سره مخ دي.

د عدم تشدد د مبارزې ډګر هم پورته ستونزې لري خو په اوسني وخت کې د تشدد په مبارزې زیاته بهتري لري. که تېر یو نیم کال کې د طالبانو پر ضد د تشدد او عدم تشدد مبارزې ته نظر واچوو، د طالبانو پر ضد د عدم تشدد مبارزه که بطي هم ده، ډېره مؤثره ده ځکه طالبانو د اسلامي، افغاني او انساني منطق او علومو له اړخه شکست خوړلی او د غیر مسلحو مخالفینو نظریاتو ته په ملي او نړیواله کچه ځواب نه لري. همدا علت دی چې طالب د انزوا په حالت کې دی. نه ملي مشروعیت لري او نه هم نړیوال مشروعیت. د نړۍ په سطحه یې د یوې استبدادي ډلې په نوم شهرت پیدا کړی چې خپل استبداد ته دیني صبغه ورکوي او اسلامي، افغاني او انساني ارزښتونو ته ژمن نه دي. که د عدم تشدد مبارزه نامنظمه هم ده خو تاثیرات یې د تشدد د مبارزې نه څو چنده زیات دي. د عدم تشدد مبارزه د تشدد په مبارزې یوه بله بهتري هم لري چې نظامي عقبې ته اړتیا نه لري ځکه اکثره مبارزین په اروپا، امریکا او نورو هېوادونو کې اوسېږي چې د بیان د آزادی لپاره پوره آزادي لري او هېڅ بندیز پرې نشته. د عدم تشدد مبارزه ډېره ارزانه هم ده ځکه هر څوک انټرنیټ ته لاس رسی لري او په اصطلاح د (مباح علم) او اوسنۍ تیکنالوژۍ پر اساس د زوم، وټس اپ او یا ټویټر د سپیسونو له لارې په آزاده توګه غونډې کوي او په غونډو کې خپل نظریات شریکولی شي.

د عدم تشدد مبارزین په ټولنیزو او هم تصویري رسنیو کې فعاله دي او دا حرکتونه یو څه د منسجم کېدو خواته هم روان دي. په تېرو څو میاشتو کې د جمهوریت غوښتونکيو خوځښت رامنځته شو چې زرګونو کسانو ته د دغه خوځښت پيغام ورسېد. همدا شان د دې میاشتې په اخره کې د جمهوریت غوښتونکيو خوځښت له څلور نورو سیاسي جریانونو، د افغان ملت ګوند، په بهر کې د وطن ګوند عالي شورا، د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند او د افغانستان ملي کانګریس سره د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت په نوم ائتلاف وکړ چې دا د تعلمیافته او روڼ اندو کسانو یوه لویه مجموعه ده چې خپل تیر سیاسي – اډیالوژيک منفي اړخونه یې شاته پریښي او راتلونکې لپاره په ملي مؤخو او د ولسواکۍ په منلو سره یو ځای شوي دي. نهضت کوښښ کوي چې له نورو سیاسي جریانونو، ټولنو او ملي شخصیتونو سره هم اړیکې ټینګې کړي تر څو دا جبهه پراخه شي.

څلورمه او اخرې پوښتنه دا ده چې راتلونکې کې به څه کېږي او افغانان څنګه له موجوده بحران نه ووځي؟

  1. په انګلیسي ژبه کې یو متل دی چې وایي (One size cannot fit all) یا یو ماډل په هر ځای کې په یو شکل باندې د تطبیق وړ نه وي ځکه د هرې سیمې د ولسونو عیني او ذهني شرایط سره توپیر لري. که هر ماډل د مبارزې یا حکومت د خپلو سیمو د شرایطو سره برابره تګلاره غوره نه کړي هغه ماډل له ناکامۍ سره مخ کېږي او مؤثریت به یې لږ وي. د بېلګې په توګه د ډیموکراسۍ ماډل د امریکې، انګلستان، فرانسې، المان او یا د نورو هېوادونو له یو بل سره توپير لري مګر همدا ماډلونه بیا په ځینو نورو هېوادونو کې له ناکامۍ سره مخ شوي دي. همداسې دیکتاتوري، اټوکراسي یا شاهي حکومتونه هم په یوه سیمه کې کامیاب او په بله سیمه کې له ناکامۍ سره مخ شوي دي. مهمه مسئله دا ده چې هر څوک په خپله مبارزه څومره باور لري.
  2. اکثریت خاموش په سیاست کې هیڅ ارزښت نه لري. ځکه په سیاست کې هغه کسان د اکثریت خاموش په سرنوشت تصمیم نیسي څوک چې په سیاست کې فعال وي. د هاروارد د پوهنتون د احصایې له مخې په عدم تشدد مبارزه کې په اعظمي توګه یوازې ۳.۵ سلنه کسان په مبارزه کې برخه اخلي او د تشدد په مبارزه کې دا شمېر له دې نه هم ډېر کم دی او تر یو سلنې هم نه رسېږي. د طالبانو جنګي ماشین تر اتیا زرو کسانو پورې اټکل کېده او مقابل لوري (د جمهوريت) جنګي ماشین د دریو نه څلور لکو پورې و[2]. په دې توګه په څلویښت میلونه نفوس کې یوازې ۱.۲۵ سلنه نفوس په جنګ کې اخته و. په دواړو مبارزو کې تداوم د مبارزې ډېر مهم دی. که یو سلنه نفوس د افغانستان په عدم تشدد مبارزه کې په مسلسله توګه برخه واخلي، دا په خپله یو لوی قوت دی. د بیلګې په توګه یو سلنه خلک سرکونو ته ووځي نو څلویښت میلیونه نفوس کې تعداد یې څلور سوه زرو کسانو ته رسېږي. که دا څلور سوه زره کسان په مسلسله توګه او د یو هدف لپاره مبارزه وکړي، هیڅ قوت یې مخ نشي نیولی. سل زره کسان او حتی لس زره کسان هم د عدم تشد مبارزې لپاره زیات کسان دي چې فعاله برخه واخلي. که دا تعداد کسان په افغانستان کې مبارزه ونشي کړی او بهر کې دومره افغانان سره په یوه خوله د خاصو ملي اهدافو لپاره په ټولنیزو او نورو رسنیو کې په دومداره توګه مبارزه وکړي، د عدم تشدد مبارزه باالاخره بریالۍ کېږي.
  3. د مبارزې او حکومتولۍ هر ماډل لکه د موټر د انجن په شان همېشه څارنه غواړي. د مبارزې مشر لکه د موټر چلونکی اشترینګ په لاس کې لري، باید همیشه د انجن د دش بورډ اشارو او ستنو ته متوجه اوسي. کومه اشاره د خطر چې ورکول کېږي، باید په خپل وخت یې مراقبت وکړي، لازم تصمیم د ترمیمم لپاره ونیسي او کومه پرزه چې کار نه کوي، هغه په مناسب وخت کې بدله کړي. نظامونه اوسیاسي خوځښتونه همداسې اداره کېږي او مسوولیت د هرې دورې د انجن چلونکي په لاس کې وي که څه هم د حکومتولۍ د انجن هره پرزه او ولس رول په خپل ځای کې مهم رول لوبوي خو د ډش بورډ د انجن نظارت د موټر چلونکي په شان چې د دولت یا د مبارزې په راس کې قرار لري، مسوولیت دی. د دولت مشر او یا د مبارزې سرکښ باید د ډش بورډ سیګنلونو ته متوجه اوسي او د سیګنلونو په ورکولو سره باید په خپل وخت لازم تدابیر او تصامیم ونیسي. که په خپل وخت تصامیم ونه نیول شي، انجن باالاخره ودریږي او له کاره لوېږي. د ډش بورډ نظارت په هغو هېوادونو کې د ټولو نه زیات مهم دی چېرته چې د چیک او بیلانس قوي ادارې او یا سازمانونه وجود ونه لري لکه د جنګونو نه وروسته هېوادونه چې د نظام جوړونې په درشل کې وي.
  4. د تېرو پینځو لسیزو تجربو وښودله چې افراد هم مهم دي او هم مهم نه دي. که افراد د سیاسي او ټولنیزو سیسټمونو د جوړیدلو لپاره عملي پلان ونه لري، که یو مشر هر څومره نابغه هم شي، کامیابیدلی نه شي. د حکومت او سیاسي خوځښتونو مشرتابه باید د سیسټم او اصولو پر اساس تعین شي. یوازې په افرادو پسې تلل بیا افغانان یو نامعلومه مسیر ته رهبري‌ کوي.
  5. د دواړو مبارزو په مقابل کې Spoilers یا مخربې ډلې او اشخاص هم وجود لري. مخربې ډلې د تفرقې په سوژو سره غواړي دا حرکتونه ضعیفه کړي. د بېلګې په توګه په اوسنې وخت کې ځینې کسان د افغانستان تجزیه غواړي، ځینې افغانیت نه مني، ځینې فدرالي، ځینې د متمرکز یا نامتمرکز نظامونو سوژې مطرح کوي، ځینې یې ملي بیرغ نه مني، ځینې بیا قومي، سمتي او مذهبې تفرقو ته لمن وهي. د دغه سوژو مقابل لوری که بېتفاوته پاتې کېږي، د عدم تشدد مبارزه هم څه نتیجه نه ورکوي. زما په اند د عدم تشدد مبارزې پلویانو د خپلو سلیقوي او د خود خواهۍ سوژې باید څنګ ته کړي او د ملي مؤخو د تحقق لپاره سیاسي حرکتونو کې منسجم شي. که دوی منسجم نشي، بیا د دوی خلا جنګي او مخربې ډلې ډکوي.
  6. تصادفاً په تېرو دوه اونیو کې چې مور مې په روغتون کې دوه ځلې بستر شوه، معالج ډاکتر، خوشال افضل، افغان او د ننګرهار د سره رود و. نرسان او نور ډاکتران هم د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو نه سپین پوستي، تورپوستي، هندوان، پاکستاني، هسپانوي او اسیایي نژاده او هر یو یې په بیله عقیده او مذهب و. د هیچا نه چا پوښتنه نه کوله چې ته د کوم قوم، مذهب او سیمې پورې تړاو لرې او هر چا خپله دنده په ډېره ایماندارۍ سرته رسوله. په روغتون کې چې مې له مور سره څو شپې وې. د ډاکترانو، نرسانو او د ټول طبي پرسونل برخورد له مریضانو سره دومره ښه و چې هېڅ اندازه یې نه درلوده. په اصطلاح د (مباح علم) پر اساس، د طبي وسایطو د پرمختګ سره سره طبي اخلاقو پرمختګ هم زیات د پاملرنې وړ و یا په بله توګه د طبابت ایتکس هم ډېر ښه مراعت کېدل. ډاکتر افضل مې مور ته وویلې که د امریکا جمهور رئيس هم دې روغتون ته راشي، همداسې علاج به یې کېږي لکه چې موږ ستا کوو. ډاکتر افضل وویل چې د طبابت لپاره ډېر لیکلي اصول شته او هر څوک تر خپله وسه کوښښ کوي بې له دې چې څوک په چا فشار راولي، هغه په سمه توګه عملي کړي. خو که څوک خپله دنده سمه اجرا نه کړي، بیا سیستم هغه کنترولوي او د تادیبي جزا نه نیولې تر جزایي جزاګانو پورې امکان شته. همداشان زما خپل معالج ډاکټر چې عملیات یې وکړ، افریقایي اصله تورپوستی و خو د هغه لاندې هم د هرې سیمې طبي پرسونل کار کاوه او ټول خپلو دندو ته متوجه وو چې څنګه مریض ته خدمات عرضه کړي.

د روغتون دا تجربه مې ځکه ولیکله چې د ژوند په ټولو چارو کې تشدد او عدم تشدد په هر ساحه کې هم مطرح کېږي چې له کومې لارې نه ټول خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي. همدا علت دی چې نن سبا د جزایي عدالت (Punitive Justice) نه په تعمیري عدالت (Restorative Justice) باندې زیات ټینګار کېږي. د بېلګې په توګه په تشدد کې لس زره کسان ووژل شول نو د لس زره کورنیو راتلونکې نامعلوم طرف ته حرکت کوي او څو کاله پس د تشدد یو بل نسل پیدا کېږي. همدا علت دی چې د افغانستان په تېرو پینځو لسیزو کې د جنګ سون مواد چې بشري منابع دي کمه نه شوله. همداشان د معالجوي طب نه وقایوي طب مهم دی ځکه قیمت یې کم دی. پدې توګه له تشدد نه د عدم تشدد مبارزه بهتره ده او مؤثریت یې زیات دی.

  1. د پورته تجزیې او تحلیل نه وروسته دا اوس په افغانانو پورې اړه لري چې د تشدد د مبارزې لاره اختیاروي او که د عدم تشدد او یا هم د خاموش اکثریت په شان د تل لپاره خاموشه پاتې کېږي. د هرې مبارزې بریالیتوب د هغې مبارزې د افرادو په انسجام او تداوم پورې اړه لري. دا نشي کېدای چې افغانان منسجم نه وي او غواړي چې د منسجمو جنګي ډلو ځای ونیسي. دا هم په افغانانو پورې اړه لري چې په خپل ابتکار غواړي چې منسجم شي او که د نورو په ابتکار. که په خپل ابتکار افغانان منسجم شول نو بیا کولی شي چې په ملي مسایلو کې مهم رول ولوبوي او که د نورو او پردیو په ابتکار منسجم شول نو بیا په طبعي‌ توګه به د نورو د اهدافو او سوژو د عملي کولو لپاره کار کوي. د زیاتره افغانانو د ناکامۍ سوژه له دې خبرې نه پيل کېږي چې افغانان هیڅ نشي کولای او نورو او په خاصه توګه امریکا چې څنګه تصمیم ونیوه، هغه کېږي. همدا د ناکامۍ سوژه ده. یا یو څوک په خپلو چارو کې چې ناکام شي نو بیا ملامتي په خدای واچوي چې د خدای پاک همداسې خوښه او رضا وه. نه داسې نه ده. که بهرنی نفوذ هم موجود وي، که افغانان خپل قد وقامت وښیي نو دنیا هم مجبوره ده چې د افغانانو په مزاج د سیاسي تګلارې حمایت وکړي. که د افغانانو منظم او منسجم ملي حرکتونه شتون ونه لري نو دنیا د خیاط په شان هر قسم جامې چې درته وګنډلې هغه به اغوندې. که جامې لویې او ارتې وې نو مزل پکې نشې کولی او که جامې تنګې وې نو بد به ښکارې. په دې توکه سیاست کې هم خیاط ته ځان ښودل، ورتګ او سم ناف اخستل پکار دي. که یو څوک خیاط ته ورشي او ناف ورته واخلي نو جامې هم د هغه کس په قد و قامت به سمې وګنډل شي او دا جامې به په افغانانو کې ښې ښکاره شي.

د لیکوال پیژندنه:

شاه محمود میاخېل د افغانستان د سولې او ولسواکۍ د نهضت مرستیال او ویاند دی. همداشان میاخېل د جمهوري غوښتونکيو د خوځښت ویاند او د سیاسي چارو مسوول دی. له دې نه دمخه میاخېل تقریبا پينځه لسیزې په نړیوالو ادارو لکه ملګرو ملتونو او د متحده ایالاتو د سولې انستیتیوت سره کار کړی دی. همدا شان د جمهوریت په وخت کې د کورنيو چارو وزارت معين، د ننګرهار والي، او د ملي دفاع وزارت لومړۍ مرستیال او سرپرست هم پاتې شوی دی. ښاغلي میاخېل د ښې حکومتولۍ، امنیت او د افغانستان د سیاسي مسایلو په هکله په لس ګونو مقالې په پښتو او انګلیسي ژبو لیکلي او پینځه لس کتابونه یې هم چاپ شوي دي.

[1]https://news.harvard.edu/gazette/story/2019/02/why-nonviolent-resistance-beats-violent-force-in-effecting-social-political-change/

[2] https://www.theguardian.com/world/2021/aug/15/a-tale-of-two-armies-why-afghan-forces-proved-no-match-for-the-taliban

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.