ایا د زلزلو وړاندوینه شونې ده؟

388

افغانستان کې په نږدې راتلونکو ورځو کې د زلزلو په اړه آوازې څومره حقیقت لري؟

د ترکیې او سوریې پولې ته څېرمه تر وروستۍ ویجاړونکې زلزلې وروسته په افغانستان کې هم د ورته زلزلو د رامنځته کېدو په اړه اندېښنې راپورته شوي چې دا ډول آوازې د هېواد په اوسنیو حالاتو کې د خلکو اندیښنې نورې هم زیاتولی شي. دا مسله ځکه راپورته شوې چې د ترکیې تر وروستۍ زلزلې درې ورځې مخکې یوه هالنډي څیړونکي د دغې زلزلې د پیښیدلو وړاندوینه کړې وه. مګر د ده په ټویټ کې د “Sooner or Later” اصطلاح کارول شوې چې د “ژر” یا “وروسته” مانا ورکوي. د زلزلو د احتمالي پیښیدلو په برخه کې د “ژر” یا “وروسته” اصطلاح کارول د اوس څخه نیولې بیا تر لسګونو ان سلګونو کلونو پورې د زلزلو د پیښیدلو احتمال ښيي. خو اکثرا غیرمسلکی کسان کارول شوې اصطلاح ته نه متوجه کیږي. له بلې خوا په ياده سيمه کې د دا ډول زلزلو رامنځته کېدل له امکان څخه لرې خبره نه ده، ځکه دا سیمه د الپایډ – همالیا د زلزلې کمربند یوه برخه ده او له بلې خوا، د اناټولیا ټکټونیکي پلیټ د یوروشیا، افریقا او عرب ټکټونیکي پلیټونو لخوا په دوامداره توګه تر فشار لاندې دی. سیمه کې د زلزلو د تاریخ له مخې، په راتلونکې کې هم د ورته زلزلو امکان شته، خو دقیق وخت، نیټه، موقعیت او قدرت/ ځواک یې وړاندوینه نه شي کېدی.

د ساینسي معلوماتو او څیړنو له مخې، د زلزلې د وړاندوینې لپاره لاندې درې عناصر/ځانګړتیاوې باید تعریف شي: 1: د زلزلې دقیقه نیټه او وخت، 2: د زلزلی ځای/موقعیت او 3: د زلزلې قدرت/ځواک. هره هغه وړاندوینه چې یو یا ټول پورته شاخصونه پکې شامل نه وي ناسم بلل کیږي او هیڅ ډول علمي اساس نلري. هغه څه چې د ترکېې د زلزلې په اړه وړاندوینه شوې وه د “ژر” یا “وروسته” اصطلاح وه چې د پورته ذکر شوي لومړي شاخص سره په ټکر کې ده. کوم څه چې تر اوسه د زلزلو د رامنځته کیدلو په اړه د ساینس پوهانو له څیړنو په ډاګه کیږي دا دی چې د زلزلو د پیښیدلو دقیق وخت، نیټه، ځای او قدرت امکان نلري، خو د یوې ځانګړې سیمې او زماني انټروال (لسیزې، پیړۍ…) لپاره د احتمالي پیښو وړاندوینه کیدی شي چې هغه هم ډیر کله نه واقع کیږي. پدې برخه کې پخوانۍ ثبت شوې زلزلې، د ماتو حرکت او ریاضیکي مډلونه کارول کیږي.

د پورتنیو څرګندونو له مخې، افغانستان کې په نږدې راتلونکو ورځو کې د زلزلو په اړه آوازې هيڅ ډول حقیقت نلري او نه هم د کومې زلزلې وړاندوینه شوې. خو یوه مهمه مسله چې ما پخوا هم یاده کړې او زموږ همکاران او څیړونکي لکه ډاکټرصایب واعظي، ډاکټر صایب شنیزی او نور یې په هکله څیړنې کړي دا ده چې هیواد مو او په ځانګړې ټوګه د هیواد ختیځې او شمال-ختیځې سیمې د ځواکمنو زلزلو له ګواښ سره مخامخې دي. دا ځکه چې افغانستان د یوروشیا پر ټکټونیکي پلیت پروت هیواد دی او له بلې خوا د هند ټکټونیکي پلیت شمال خوا ته په حرکت کې دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.