افغانستان کې د امریکا غږ او آزادۍ راډيو پاڼې بندې کړل شوي

682
۱۴۰۱ بهمن ۲۳, یکشنبه

د افغان خبریالانو مرکز طالبانو له خوا په افغانستان کې د امریکا غږ او آزادۍ راډیو د وېب پاڼو پر تړلو نیوکه کړې او دغه اقدام ېې د افغانستان د ټولنیزو رسنيو د قانون نقض بللی دی.

د آلمان خبري آژانس په حواله، د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) په یوه اعلامیه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوې، پر طالب چارواکو غږ کړی چې په هیواد کې د خبریالانو او رسنیو حقونو ته درناوی وکړي.

دغې ډلې يادونه کړې چې طالبانو دوه میاشتې مخکې د دغو دوو راډیوګانو پر ایف ام څپو نشرات هم بند کړي ول او اوس ېې ویب پاڼې «هم په افغانستان کې تړل شوي او يا پرې محدودیت لګول شوی دی.»

امریکا غږ او آزادۍ راډيو دواړه د امریکا متحده ایالاتو حکومت له خوا تمويلیږي چې د دوو لسیزو راهیسې افغانستان له پاره پر پښتو او دري ژبو نشرات کوي. دواړو رسنیو تائید کړې چې په افغانستان کې ېې ویب پاڼې تړل شوي او یا محدودې شوي دي.

آزادي راډيو پښتو پر ټويټر لیکلي چې په افغانستان کې د دوی لوستونکو ورته ويلي دي چې د آزادي راډيو له ویب سايټ کې ستونزه پېدا شوې او دوی نشي کولای دغه «وېب سايټ ته لاسرسی ومومي…» امریکا غږ هم لیکلي چې «طالبانو افغانستان کې د امریکا غږ په پښتو او دري ویب سايټونو محدودیت ولګاوه.»

د افغانستان اوسني حاکمان يا طالبان دغه دوه رسنۍ د ژورنالیزم له اصولو سره په ټکر او تعصب تورنوي.

د افغانستان خبریالانو مرکز په خبره، د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو مخکې په دغه هیواد کې ۶۰۰ رسنیو فعالیت کاوه چې اوس له نیمايي زیاتې ېې د اقتصادي ستونزو او یا هم د طالبانو د محدودیتونو له کبله تړل شوي دي. له دې نه علاوه په دغه موده کې د رسنيو په سلونو کارکوونکو هیواد ترک او له افغانستان بهر په مختلفو هیوادونو ته مهاجر شوي دي.

دویچه ویله

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.