زموږ په سياست کې د عصبيت او افراطیت ويروسونه 

عبدالوحيد وحيد 

971
له تېرو څو لسیزو راهیسې  سترو بدلونونو او ناورينونو  ته په ملي کچه زموږ د غبرګون له نه ښودلو څخه داسې ښکاري چې  ټولنيز بدن مو يقيناً د افراطي او تجارتي سياستونو ويروسونو ځپلى دى.  د مصلحتونو تر عنوان لاندې د وحشتونو ښکار يو. پېښو ته په ملي کچه د غبرګون وړتیا مو له منځه تللي ده. موخې نه پيژنو په مخونو پسې روان يو. څوځله ازمويل شوي ناکام مشران لا هم  اتلان او د سياست اولګو ګڼو. ستايو يې او انځورونه يې په خپلو پروفايلونو لګوو.
زموږ د ټولنيز ذهنيت  هره برخه د افراطيت ناسور فلج کړى ده. په په سوسياليزم او ديموکراسي کې مو د پرديو د خوشحالولو لپاره، د خپلو ولسونو د ځپلو او د واک د حرص له امله د افراطي اړخ د خپلولو نتيجه وليده. موږ متأسفانه د اعتدال په دين کې هم د افراط لورى نيسو، خو که هوډ وکړو چې په دغه هېواد کې  تجارتي سياست  او د افراطي تګلارو  ته نور توجيهات نه لټوو، نو بريا ته به يقيناً رسيږو.
په افغانستان کې د مختلفو قومونو ژبو او فکرونو شتون او د کلتورونو تنوع مو ملي ښکلا ده، خو د تعصباتو ويروسونه زموږ  ټولنيز ويښتابه له منځه وړي. سياست مو تر ډيره د ژبنيو او  تبارونو  په نوم د سياسي سوداګرو په چټلو پنجو کې بند دى. تر هغو چې مو دين قوم او ژبه د سياست په چټلو مارکیټونو کې د امتیازاتو ترلاسه کولو په موخه ليلام کېږي، موږ به د پرديو رقابتونو په تنور کې د پرديو موخو لپاره د سون د توکو په توګه سوځول کېږو.
که  پښتون د خپلو پښتنو جنايتکارانو، تاجک د خپلو تاجکو افغان وژونکو، هزاره د خپلو هم تباره خائنانو اوزبک د خپلو اوزبک قاتلانو او بل د هر افغان  د خپلو جنايتکارانو په مخالفت کې خپل غږ پورته کړو، نو د مقدساتو په نوم د واک او امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره د سياسي تجارت مخه نيولاى شو. اوس خو څوک د قوم د محرومیت نغارې غږوو، چا د ژبې په نوم  سياست پيل کړى دى، چا د سمت لمن ونيوه، څوک د هيواد ژغورنې په نوم تجارت کوي او څوک له دين څخه د دفاع ترعنوان لاندې چاړه په لاس کې نيولې ولاړ يو.
ايا دا واقعيت نه دى چې موږ د نظام د جوړيدو ظرفیت نلرو او حکومتونه راته کله روسيه او کله امریکا جوړوي؟ ايا کابلوف او تام ويست اوس هم لګيا نه دي چې د راتلونکي لوبې لپاره خپل خپل لوبغاړي وټاکي؟  د نړيدو چلونه مو زده دي خو ايا د رغولو له فن سره مطلقاً نا اشنا نه يو؟  که کله هم په خپله د رغولو او جوړولو لپاره فرصت لاس ته راشي، نو بيا د خپل هوس او هوا د غوښتنو پربنسټ داسې ګډوډي ناشودې او ناشولتې نه رامنځته کوو چې موږ هم ورته حيران شو او ولس مو هم د پولئ ټک ته کينولى وي؟
 افغان ولس پوهيږي چې د هغوى نننى بد او زړه بوږنوونکى وضعیت چې څوک ډوډۍ نه لري او د پيدا کولو لپاره يې له هيواد څخه تښتي، څوک خپل بچيان پلوري او چا هم د خپلو بچيانو د مړولو لپاره خپل پښتورګي بازار ته وړاندې کړي دي، د پروني فساد، واک محوره دريزونو، غلطو تګلارو او د نننيو مټکورو پريکړو او غلطو کړنو محصول دى. موږ نن د هغو جنګسالارانو،  بې کفایته سیاسي مشرانو او مفسدينو د جنایتونو بيه ورکوو چې اوس په هيواد او بهر کې په امن او عیش کې ژوند کوي. له اوسني حالت څخه د بهر کيدو لپاره موږ ملي ماتم ته نه، بلکې ملي ويښتابه او ملي ناورينونو ته د مدنيت او بشري ارزښتونو په چوکاټ کې غبرګون ښودلو ته اړتیا لرو. د سمون لپاره د مشرانو د ټولنيزو او سياسي نيمګړتياو په تړاو له احمقانه دفاع، چاپلوسانه ترانو، مداحانه دروغو او مصلحتانه چوپتیا څخه همدردانه نيوکه، مخلصانه ترخه خبره، زړه سواندانه انتقاد د ايماني فراست او ملي ويښتوب نښه ده.
کله کله د ځينو افرادو او ډلو لپاره ناممکن کار اسانه شي خو کله بيا همدغه خلک د وړو اشتباهاتو له امله له تلپاتې ناکامي سره مخ شي. نه يوازې هغوى خپله د تل لپاره له مخ په وړاندې تلونکو ټولنيزو بهيرونو او د پرمختګونو له نړيوالو کاروانونو څخه وروسته پاتې کيږي بلکې هغه سپيڅلي داعيه او د ستاينې وړ مبارزه يې هم ټکنۍ شي چې هغوى يې د لمړي پړاو برياو ته رسولي دي.
 زموږ سياسي مشران په هر وخت کې ځانونه  واجب الاحترام او غيرمسئول ګڼي. هر يو د مشورې اوريدل د ځان سپکاوى ګڼي. د هغوى په اند هر هغه څه چې يې هغوى کوي په حتمي توګه سم دي، منل يې هم په حتمي ډول په خلکو لازم دي، مشورو، څیړنو ګرويږنو، مناظرو مباحثو او مشاجرو ته پکې اړتیا ورته نه ښکاريږي.
د خپلو مشرانو بې چوکاټه او ناشولتو کړو وړو ته توجيهات لټول، نه د ايمان غوښتنه ده، نه د شهامت نښه ده او نه هم ستونځه حل کوي. د مشرانو له دغه ډول کړنو څخه سرټمبه دفاع کول د خپل شخصیت ښکته ښودل دي. دا به ستر جنايت وي، چې خپل وجدان د هغه چا د شخصیت په دفاع کې ووژنو چې پوهېږو غلطه لاره يې نيولې ده.  زموږ نالوستي او نيمه لوستي ډيرى خلک  د موخو پربنسټ د قضاوت پرځاى ړوند تقليد کوي. له افرادو څخه حتمي دفاع او يا هم حتمي مخالفت له امله انسانیت ته سپکاوی کوي .
افغانانو له پخوانيو حکومتي مشرانو څخه د نظام د پاشلتيا، د واک د جزيرو د شتون، اداري، مالي او اخلاقي فساد له امله واټن نيولى وو او نور يې د چلن وړتيا له منځه تللې وه.  ولس هيله درلوده چې طالب مشرتابه به د خپلو پخوانیو نيمګړتياو له درک څخه ورهاخوا د تير نظام له ناکاميو څخه هم زده کړې وي، خو داسې ونشول.
 تير پاشلى او وېشلى حکومت ونړيده د واک جزيرې ختمې شوې، د تقلبي امپراتورانو، جعلي پاچا جوړوونکو او د فرعونيت دعوه کوونکو څرک نه لګيږي. اوس هره ورځ  د حکومت د نړولو ګواښونه هم نه اورو خو طالبانو  د واک د شديد انحصار او کار خپلو ملګرو ته د سپارلو پخوانى څلي ونړول او خپلې ژمنې يې ماتې کړې.  د ولس د هوسا ژوند په تړاو يې خپلو مسئوليتونو ته شا کړه. ملي مشارکت، ملي اجماع او د خبرو ملي فورمونه يې له منځه يووړل. هېواد يې د تيارو، بېوزلي او پرديو ته د احتياج خواته سوق کړ او خپل حکومت يې له سختې اقتصادي او سیاسي انزوا سره مخ کړ.
که له تاريخ څخه اوس هم زده کړه نه کوو، نو بيا بيا به د بې رحمه قصابانو تر تيزو چړو لاندې پراته يو. که موږ خپل راتلونکې هغو خلکو ته سپارو چې ازمويلي مو دى، نو  بيا به دوکه کيږو او د خپلې ناپوهي په ګرداب کې به بيا هم ترپخوا سخت نښتي يو. تجربه شوي توپکواکان او د فساد مخکښان به بيا هم زموږ په ذهن او وجود باندي حکومت کوي.

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.