نړيوال اقتصادي فورم

ليکنه: محمد سليم سليمان

453

نړيوال اقتصادي فورم (World Economic Forum)

 د اقتصاد نړيوال فورم  يا نړيوال اقتصادي فورم(World Economic Forum) چې د داووس د نړيوالې اقتصادي ناستې په نامه هم يادېږي د سويس هېواد په داووس ښار کې هرکال دايرېږي.  په اقتصادي برخه کې له اقتصادي او سياسي پلوه نړۍ د  د پرمختللو هېوادونو ، سوداګرو، تيوريسانو او بانفوذه اشخاصو يو سازمان دی چې هرکال د نړۍ په مهمو اقتصادي موضوعاتو د بحث کولو لپاره سره راټولېږي ، ددې ناستې کلنی عايد ۸۰ ميليونه ډالر دی ، هره کمپنۍ، هېواد، شخص د غړيتوب حق په ورکولو سره ددې سازمان غړی کېدای شي او هرې کلنۍ غونډې ته ورتګ یې هم ځانګړې پيسې غواړي.

دا نړيواله ناسته لومړی ځل په ۱۹۷۱ زېږدي کال کې د سويس په داووس کې د نړۍ د سترو سرمايه دارانو او هغو هېوادونو لخوا چې په اقتصادي برخه کې لاس بري وو په ځآنګړي ډول د اروپا د لويې وچې د اقتصادي هېوادونو لخوا ترسره شوه.  موسس یې کلاوس شواب Klaus Martin Schwab  دی چې په هغه وخت کې یې د جينوا پوهنتون کې تدرس کاوه. داووس یې د اقتصادپوهانو، سياستمدارنو، سرمايه دارانو، اقتصادي تيوريسانو او هنرمندانو لپاره وټاکه ترڅو په ګډه هرکال د اروپا د لويې وچې د سترو اقتصادي ننګونو او پرمختګونو لپاره حللاره پیدا کړي او د افکارو تبادله وکړي. چې وروسته وروسته دا ناستې پسې پراخې او هر اړخيزې شوې او د نړۍ نور سترو اقتصادي هېوادونو هم پکې دلچسپي وښوده. بيا  د نړيوال اقتصادي رقابت مشري هم ددې مجتمع پرغاړه شوه او نړيوالې سترې اقتصادي مسئلې یې په پام او تربحث لاندې ونيولې او په هغو مسئلو یې فوکس کاوه چې ټوله نړۍ اقتصادي پرمختګ پکې نغښتی وي او يا ټوله نړۍ له اقتصادي ننګونو سره مخ کوي. په زرګونو مهم اشخصاص، سياستمداران، اقتصادپوهان او د هرې طبقې بانفوذه او ورزيده اشخاص ګډون کوي چې د نړۍ د اقتصادي پرمختيا، نړيوال چاپېريال، د انساني کار و ژوند او نورو په اړه بحث او خبرې اترې کېږي او نظرونه شريک کېږي.

وروستۍ ناسته یې د تېرې جنوري په مياشت کې د سويس په داووس کې ترسره شوه چې دا یې ۵۳ مه کلنۍ غونډه وه ددې غونډه مهمه اجنډا (په څو قطبي نړۍ کې همکاري) ترسرليک لاندې وه  د نړۍ بېلابېلو ولسمشرانو، لومړي وزيرانو او نورو طبقو ۲۷۰۰ کسانو پکې برخه اخيستې وه او د جنوري تر شلمې یې دوام درلود. د کرونا ويروس، ټیکنالوجي، انرژی، اقليمي تغييرات، روغتيا، مهاجرت او نورو بحرانونه یې د سر موضوع ګانې وي.

ځو سږکال لکه په نورو برخو کې چې نړيوال جنجالونه اوج ته رسېدلي وو په دې برخه کې هم د نړۍ د مهمو اقتصادي هېوادونو او زبرځواکونو تر منځ همغږي موجوده نه وه او دې غونډې چې تقريبا نيمه پېړۍ پکې د نړۍ زياتره هېوادونو چې د اقتصاد په برخه کې برلاسي وو ګډون کاوه سږکال پکې هماغسې د شرق و غرب استازي نه ليدل کېدل او ددې غونډې هغه نړيوالتوب  یېکمرنګه کړی وو.

يوازې پکې د مېلمنو شمېر چې ۲۷۰۰ کسانو ته رسېده ډېر و خو د هغوی جغرافياوي ساحه محدوده وه او زياتره استازي یې د غرب او امريکا لخوا ورته راغلي وو په دوی کې د نړۍ د دويم اقتصاد چين او همدارنګه دروسيې او ترکيې او همدارنګه د افريقا د اقتصادي هېوادونو استازو ګډون نه و کړی چې په سيمه او نړۍ کې د پاموړ اقتصادي پياوړتيا لري، چين او روسيه له لويديځ سره د ترينګلو اړيکو په درلودلو سره دې غونډې ته نه و دعوت شوي او هم په دې غونډه د روسيې او اوکراین د جګړې سيوری پروت و، يانې په يوه مانا دا غونډه تر سياسي سيوري لاندې روانه وه. د ځينو  اقتصاديکارپوهانو په وينا دې غونډې سږکال هغه پخوانی برم له لاسه ورکړی و او دا فورم سږکال يوازې د نړۍ په يوه قطب راڅرخېده.  او په داسې ناستو او غونډو کولو سره طبعا د نړۍ د مهمو اقتصادي پېښو او اقتصادي مشارکت او ګډ کار لپاره لار نه برابرېږي چې دا ډول سترې غونډې دې په يو طرفه ډول دايرې شي او يوازې يو څو هېوادونه دې په خپل منځ کې سره راټول او نړيوالې  داغ موضوع ګانې دې وڅېړي.

بله دا چې دې غونډې د اقتصادي نظرياتو شريک کولو او حللارو موندلو په پرتله سياسي رنګ درلود. د ناټو سرمنشي سټولټنبرګ د اوکراین سره د سياسي مرستې په اړه خبرې وکړې چې څه ډول روسيې ته د اوکراین په دننه کې سرخوږی جوړ کړي او همدارنګه د ملګرو ملتونو سرمنشي هم تر ډېره د نړۍ د اقتصاد په پرتله د نړۍ په سياست وغږېده او په ځانګړي ډول په هغو موضوعاتو چې د غرب لپاره مهمې وې، دا ناسته سږکال دومره سياسي  او کم رنګه وه چې ان د G7  له غړو هېوادونو څخه يوازې د جرمني صدراعظم ورته راغلی و.

نو که دا ډول غونډې او هڅې همداسې دوام مومي نو ممکنه به نه وي چې نړۍ هېوادونه په داسې حساسو شرايطو کې چې تر بل هروخت ډېر ګډ کار او همکاري ته اړتيا لري همغږي شي او د عصري ننګونو پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړي، نړۍ وېشل شوې ده او او تر بل هر وخت یې بې اتفاقي اوج ته رسېدلې ده ، بايد چې داسې نړيوال پليټ فارمونو کې بې له کوم توپيره، د  ګډ کار او همکاري بحث وشي او ټول هېوادونه چې په نړۍ کې سياسي او اقتصادي برلاسي لري دعوت شي ، خو  داووس سږکال ډېر پيکه او بېخونده وو.  او په مقابل کې یې نور اقتصادي او سياسي پليټ فارمونه لکه SCO او BRICS راټوکېدلي دي چې خورا په کش کې روان دي. د داووس له ناستې داسې ښکارېدل لکه چې د نړۍ ميلياردان راغلل عکسونه واخيستل شول او بيرته لاړل. په سويس کې د غونډې له ودانۍ د باندې په سلګونو خلکو د نړۍ د تودوخې، ګلخاني غازونو او نورو اقليمي بدلونونو پر وړاندې لاريونونه کړي وو او په شعارونو کې یې ليکلي وو: (World economic failure!  climate justice now!)چې د نړۍ اقتصادي هېوادونه او هغه هېوادونه چې ددې غونډې ګډونوال دي د نړۍ تودوخي ته پام نه کوي او د سياسي او اقتصادي رقابتونو له امله دومره لېوني شوي چې د انساني ژوند په فکر کې لا نه دي او غواړي چې په هر ډول کېږي له يو بل څخه په اقتصادي او سياسي برخه کې برلاسي واوسي.

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.