ارواپوهنه څه شی ده او زموږ لپاره څه کولی شي؟

1,021

ارواپوهنه لغوي لحاظ له دوو یو ناني کلمو څخه جوړه ده (روح او پوهې)
دغه علم ته زموږ په ژبو کې ( ارواپوهنه، روان پوهنه، سلوک پوهنه، روان پیژندنه، روان شناسي او علم النفس ) هم وایي.
دا چې (روح) په هکله بشپړه پوهه د انسان له توانه څخه لوړ کار دی، په دې سبب ارواپوهنه د (روح) ماهیت تر څېړنې لاندې نه نیسي او یا یې نه شي نیولی،
ارواپوهنه د ځان پېژندنې، بل پېژندنې او ټولنپوهنې یوه مهمه کیلي ده.
ارواپوهنه له موږ سره د یوه سالم او متوازن شخصیت په وده کې مرسته کوي. ارواپوهنه نه یوازې د انسان د رواني ستونزو لکه (وېره، غوسه، خپګان، کرکه، رواني فشار او نور…..
بلکې د یو شمېر هغو جسمي ناروغیو په درملنه کې هم ونډه لري.
ارواپوهنه په خپل څېړهنیز بهیر کې د بېلابېلو ازموینو او ټېسټونو له مخې د افرادو ذهني وړتیاوې استعدادونه معلوموي او له وګړو سره د مسلک په انتخاب او ټاکلو کې مرسته کوی.
ارواپوهنه د هغو کسانو په ذهني بدلون کې مرسته کوي چې پر ځان تر اندازې زیات بې باوره وي، خپله راتکونکې تیاره ویني او تل د تشویش، وېرې او مایوسۍ په حالت کې ژوند تېروي.
ارواپوهنه دغه ډول کسان د خپل ځان ژورو ته بیایي او ځان منلو، ځان خبرۍ او ځان جوړونې په ترڅ کې ورته ښیي.
اروپوهنه انسانان ژوند ته لېواله کوي،له مسایلو سره یې د چلند او مخامخ کېدنې رویه سالمې او مثبتې خوا ته را اړوي او په انسان کې د یوه داسې برداشت او اخیستنې په روزلو او جوړولو کې ونډه اخلي چې په ستونزمنو او کړکېچنو حالاتو کې هم ښه او رڼه اړخونه وپلټي، تر څو ځان پکې ونه بایلي او د ژوند لوریه ترې ورک نه شي.
ارواپوهنه هڅه کوي، د انسان په ژوند کې یوه (نه)په (هو) بدله کړي، یوه علاقه په اراده بدله کړي او یوه کرکه، عقیده او بدبیني په خوشبینۍ ، محبت او حوصله بدله کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.