د نړۍ ستره شاعره (ساپو/ Sappho)
یونان ته د علم و حکمت زانګو وايي. د پخوانیو تمدنونو په عروج او تنوع مشهور یونان نه یوازې په علم او ادب کې لوی رول لوبولی؛ بلکې د حسن او عشق لا زواله کیسې یې تر شا پریښې، چې اوس هم د خلکو منځ کې په خوند خوند ویل کیږي.
پوهانو منلې چې یونان په ټولې دنیا د خپل ثقافت او تهذیب اثر پریښی. په دغو با اثرو څېرو کې یوه؛ ساپو ده، چې اصل نوم یې پساپفو یا سیفو و. محقیقینو یې زمانه له میلاده تقریباً (۵۷۰ــ۶۳۰) پخوا ښودلې او ویلي یې دي، چې د شمالي یونان په لیسبوس نومي ښکلې جزیرې کې پیدا شوې.
ساپفو له رنګه توره کۍ یا غنم رنګې وه او قد یې ټيټ و. پلار یې د لیسبوس او ایتهنز جزیرو ترمنځ جګړو کې ووژل شو. ټول خاندان یې په سیاست او حکومتولۍ کې برخه اخیسته؛ مګر دې نه سیاست ته مخ کړ او نه یې کوم سیاسي عنصر په شاعري کې شامل کړ. خو د دې باوجود تنکي پېغلتوب کې جلا وطنه شوه، چې بیا یو څه موده په سسلی کې اوسېده او وروسته د تل له پاره متیالین سیمې ته لاړه.
د یونان په زیاتره پخوانیو ریاستونو کې د ښځو/ نجونو د زده کړو کوم خاص بندوبست نه و؛ خو د لیسبوس اوسیدونکي نسبتاً ازاد خیاله وو او په ډېرو کورونو کې د نجونو سندرې ویل او زده کول عیب نه ګڼل کېدل. خپله ساپفو هم یو روزنځای جوړ کړی و؛ خو دې روزنځي هغې ته له شهرت سره سره بدنامي هم ورکړه او هغه یې په همجنس پرستې مشهوره کړه.
دا چې ساپفو په یو علمي چاپیریال کې را لویه شوې نو د جنسیت پرستي په اړه یې چې څومره کیسې مشهورې دي، د څېړونکو په وینا: خیالي دي!
خو په دې سبب چې شاعري یې خالصه رومانوي وه؛ نو ځینې څېړونکي پرې لګیدلي تورونه سم بولي. دوی وایي: د ساپو په روزنځای کې ډیر ناواده شوې پېغلې اوسېدې او دې هم د حسن و عشق پيروي کوله.
د څېړونکو په وینا: انګلیسي کې د ښځینه جنس پرستي له پاره د کارېدونکې اصطلاح (Lesbianism) اصل ريښه د (لیسبوس) جزیرې ته رسیږي او دا ځکه چې هلته به ساپو خپلو پېغلو سهیلو ته چې نهایتاً ښکلې وې، د عشق اظهار په شاعرانه الفاظو کې کاوه.
په اردو ژبو ادیبانو کې (میرا جي او سلیم الرحمن) په ساپو ډير لیکل کړي. میرا جي وايي: «د ساپو نه خوښېدل چې هیڅ بې هیڅه خپل وجود کوم نر ته وسپاري. هغې ځان د ټولنې له اخلاقي اصولو ازاد باله؛ خو سره له دې د روح او جسم پاکیزه ګي ته قایله وه».
بل لور ته ځينو پخوانیو انګلیسي ادیبانو ساپو طوایفه (ډمه/ نڅاګره) بللې؛ خو اوسنیو ټولو څېړونکو دا خبره په ګډه رد کړې او ځینو ان دا هم نه ده منلې چې ساپو دې همجنس پرسته وي.
سلیم الرحمن لیکلي: «د ساپو د همجنس پرستي په اړه ټول روایتونه مبالغه آمیز او فرضي دي. د دې لامل دا دی چې ساپو له لوی خاندانه وه او د شعر ژبه یې بیخي فاحشه وه؛ نو د کورنۍ ځينو غړیو او اشرافو دا ډول کیسې پسې نشر کړې.»
که یو لور ته د ساپو د همجنس پرستۍ دعوې کیږي؛ نو بل لور ته ځينو پوهانو لیکلي، چې ساپو له ګڼو نرانو سره هم د مینې لین درلود. په دغو مئینانو کې تر نورو ډير مشهور (الکایوس) دی، چې خپله هم شاعر و. الکایوس غوښتل له ساپو سره واده وکړي؛ خو د ځينو نامعلومو دلایلو پر اساس یې واده ونشو.
ځینې داسې رویاتونه هم شته چې ترې څرګندیږي: له اوږدې مودې وروسته د سیفو واده له یو مشهور تجار (کیرکلاس) سره وشو، چې یو زوی (کلیز) هم لري.
د همدې روایتونو له مخې: څه موده وروسته د ساپو خاوند مړ شو، هغه یو ځل بیا نوي عشق ته اوزګاره شوه او د فاډن په نوم د متیالین سیمې په یو ملاح (کښتۍ چلونکي) باندې مئینه شوه. فاډن په ښکلا کې له موره یو و. یو څه موده دواړه ګډ سره لیدل کېدل؛ خو بیا ترې فاډن لاره بېله کړه. د فاډن بې وفايي ساپو در بدره کړه. تر دې چې کلونه کلونه یې بې معنا ژوند تېر کړ او بالاخره یوه وخت یې زړه بیخي ترې موړ شو. بیا هغه ورځ هم راغله چې له یو لوی کمره نه یې (ایپي) سیند ته ور ودانګل.
د خودکشۍ پر مهال د ساپو عمر ۵۵ کاله و. له مرګه وروسته (الکایوس) یو شعر ورته ولیکه، چې معنا یې داسې ده:
بدبختي…
زه یوه بدبخته ښځه
چې په مسلسلو غمونو واوښتم
کور، کورنۍ
له دردونو ډک تقدیر
رسوايي…
د ژوند نه منونکی زوال راتلونکی دی
په ویرېدلې سینه کې یو ډار را پورته شو
جنون…
تباهي…
او د سمندر یخې څپې!
ویل کیږي چې د ساپو شاعري ۱۰ زره بیتونه وه؛ خو تر موږه یوازې ۶۵۰ بیتونه را رسیدلي. شاعري یې تر ډيره په ذاتي خیالاتو ولاړه وه او یوه برخه یې د واده سندرو ته هم ځانګړې شوې. دې په خپلې شاعري کې د مذهب، خپلوانو او د زده کړو د ارزښت یادونه هم کړې. دا لومړۍ شاعره وه چې طبعي عناصر او مناظر (سپوږمۍ، لمر، هوا، سمندر او…) یې په خپلې شاعرۍ کې شامل کړ. لنډه ده چې د ټول یونان په تاریخ کې د ساپفو په څير نرمه او زړه وړونکې شاعري بیا چا ونکړه.
اپلاتون ساپفو د هغې د شاعري پر اساس لسمه اسماني پریښته بللې وه. هغه ویلي: «خلک وايي چې د غیبو ویونکې اسماني پریښتې ۹ دي؛ خو دوی ناخبره دي؛ ځکه د لیسبوس ساپو ته هم وګوره! هغه لسمه پریښته ده!»
ارسطو هم ساپو (مجسمه ښکلا) بللې او ځای ځای یې د هغې د شعرونو حوالې ورکړې.
پلوطارک لیکي: «د هغې شعر په شغلو کې نغښتی و.»
او په اخیره کې ټول پوهان په دې باور دي، چې ساپو تر ټولو ستره ښځینه شاعره وه؛ ځکه چا هم د هغې په څير ځانګړی تغزل نه درلود. د هغې شعر ډير نادر او کمیابه و؛ که څه هم ډیر بیتونه یې ورک دي؛ خو هغه نیمګړي شعرونه او یو پوره نظم چې لوستونکی یې اوس هم د هغې په کلیات کې لوستلی شي؛ بیخي عجیب او خاص دي.
لاندې د ساپو د څو شعرونو ژباړه ولولئ، چې انګلیسي ژبې نه شوې ده!
۱:
یقیناً زه درسره مینه لرم
خو که ته هم راسره مینه لرې
له یوې پېغلې نجلۍ سره واده وکړه
زه نشم زغملی
چې یو ځوان هلک سره واوسېږم
ځکه زه زَړَه یم!
۲:
که څه هم دوی
یوازې ساګانې او لفظونه دي
خو چې زه امر ورکړم
نو تلپاتې شي
Comments are closed.