ذهني فشار د کمولو لپاره څو ګټورې مشورې

ليکنه: محمد شفيق شرفزی

476

پدې خبره کې هېڅ شک نشته، چې سټرس او ذهني فشار زموږ په ژوند ژور منفي تاثرات اچوي، خو اکثر خلک دغه حالت ته د عارضي رواني خلل تصور کوي. ذهني فشار زموږ د ژوند هر اړخ متاثره کوي او زموږ د خوشحاله او صحتمند ژوند د تېرولو استعداد او صلاحیت را کموي.
کله چې تاسې د ذهني فشار ښکار کېږئ نو تاسې نه یوازې د ناروغۍ احساس کوئ بلکه خپل ځان یو بدمزاجه انسان وينئ او په هره چاره کې غوصه محسوسوئ. پدې صورت کې دا خورا اړينه ده، چې تاسې د هوسا ژوند تېرولو لپاره يوه داسې لاره وټاکئ چې تاسې پکې خپل ذهني فشار کم کړی شئ. دلته ځينې ګټورې مشورې درسره شريکوم، هيله ده چې د ذهني فشار په کنترولولو کې درسره مرسته وکړي.
پر معمولاتو مو باقاعده ګي راوړئ
مشران وايي چې موږ بايد په ژوند کې د لوړو خواهشاتو پر ځای خپل ژوند د امکاناتو مطابق عياره کړو. د خپلو ورځنيو چارو د سمبالښت لپاره بايد هره ورځ، هفته وار يا لاقل مياشت کې يوځل د خپلو کړنو مهم، ترجیحي او فوري کارونو نوعیت مالوم او فهرست ترتيب کړو. دغه فهرست به موږ سره زموږ د ورځني کړنو په منظمولو کې مرسته وکړي. که تاسې خپل د ورځنيو چارو پروګرام له مخکې ترتيب کړی وي، نو په تاسې به ورځ په ښه او منظم ډول تېره شي.
ورځ مو ژر پېل کړئ
هره ورځ له خوبه د وخته پاڅېږئ. له مشرانو به مو داخبره ضرور اورېدلي وي، چې که غواړئ صحتمند، دولتمند او ثروتمند ژوند ولرئ او د ښه دماغ درلودونکي شئ نو د شپې وختي ويده کېږئ او سهار وختي پاڅېږئ او دا کار خپل عادت وګرځوئ، او همدا د يو حديث شريف مفهوم هم دی. د خپلو ورځنيو چارو لپاره يو جدول جوړ کړئ، او خپل ځان ددې جدول تابع کړئ، يانې عمل پرې وکړئ. دې سره سره د خپل ويده کېدو او ويښېدو وخت وټاکئ. سهار وختي پاڅېدل نه يوازې بدن ته ګټه رسوي بلکې ذهن او روح ته هم ډېره فایده رسوي.
مثبت چال چلند ته رشد ورکړئ
د داسې شيانو فهرست ترتيب کړئ، چې تاسې ته خوښي درکوي او هيله بخښونکي وي. د هغه د ترلاسه کولو هڅه وکړئ. پدې ترتيب تاسې له ذهني فشار څخه وځئ او مثبت لوري ته مو ذهن پرمختګ کوي. د بېلګې په توګه، تاسې خپل د يو ملګري يا خپلوان ( ورور، خور…) سره په ليدلو خوشالېږئ، دغه شان په ټولنيزو کارونو کې مو ګډون خوښېږي او داسې نور… د کور په کارونو کې په مرستې کولو سره هم اطمینان حاصلوئ او ذهنآ خوښي محسوسوئ. تاسې دداسې شيانو فهرست ترتيب کړئ او په دې کې په باقاعده توګه ځان بوخت وساتئ.
سادګي خپله کړئ
د خپل ژوند سبک او طريقه داسې برابره کړئ، چې د فشار او دباو څخه لرې ساتلو او له پيچيدګۍ او مغلقتيا څخه ځان ساتلو په موخه سادګي پکې وي. آيا تاسې پدې پوهېږئ، چې د ژوند پيچوخم او پيچيدګي په څه شي ډېرېږي؟ سکرين ( تلويزيون، لپټاپ، ټبلېټ او زيرک تيلفونونه ) د ژوند د پيچيدګۍ ترټولو لوی اسباب دي. او نن سبا له دې شيانو لرې اوسيدل ناممکن دي. څومره، چې له دې شيانو لرې وواوسو هماغومره مو ذهن ته ګټه رسېږي.
له چلنجونو سره مقابله کول زده کړئ
کله چې تاسې د يو غېر متوقع صورتحال سره مخ شوئ يا تاسې د يوې ستونزې د فيصلې په هکله په ستونزمن حالت کې واقع شوئ، نو تاسې خپلي غلطي ومنئ او د حل لپاره يې تپوتلاش کې شئ. کله، چې تاسې خپلو غلطيو او ستونزو ته غاړه کېښوده نو دا کار ستاسې په دماغ او شعور باندې مثبت اغېز کوي. دغه مشق به تاسې سره په راتلونکي کې د ستونزمن حالت په کابو کولو کې مرسته وکړي.
د نن کار همدا نن وکړئ
وايي، چې پرون هېڅکله بيا نه راځي، نو ځکه د نن کار سباته مه پرېږده. کوم کار، چې ستا په ذمه دی نو زرترزره يې د کولو کوښښ وکړه. که نن په هر کار کې سستي وکړئ نو سبا يې هرومرو ذهني فشار جبرانوئ.
دینداري مو عادت وګرځوئ
لمونځ، تلاوت، ذکر او اذکار د راحت لپاره غوره وسيله ده. کله چې خدای مکړه د کومې ستونزې سره مخ شوئ، ولاړ شئ په آرامه زړه اودس وکړئ، مسجد ته ولاړ شئ او دوه رکعته د حاجت لمونځ ادا کړئ. تاسې وګورئ، چې څومره سکون حاصلوئ او وجدان مو څومره راحت کې کېږي. نو که په باقاعده ګۍ سره پنځه وخته لمونځونه قایم کړئ له يو اړخه به مو د الله ج حق ادا کړی وي او له بله اړخه به مو وجدان راحت کې شوی وي او بلاخره به ذهن آرام او د سټرس او ذهني فشار څخه بچ وئ.
آرام لپاره وخت ورکړئ
کوښښ وکړئ، چې بدن مو تل ارامه وي او دماغ مو دژوند په چارو کې اسوده وي. کله چې تاسې د ذهني فشار سره مخ کېږئ نو تاسې نه يوازې کم خوب کوئ بلکې سا مو هم لنډه لنډه کېږي. په کار کې مسلسل بوختيا هم اعصاب شکن کېږي. نو ددې لپاره داخبره په ياد لره، چې تاسې د کار څخه د فارغېدو په منظور د خپل ځان لپاره څه وخت وکاږئ تفرېح وکړئ ملګرو سره چکر ته ولاړ شئ او ساده سپورټ وکړئ پدې سره به پورسکونه شئ او احساس به مو هم ښه شي.
توجو مو متمرکزه وساتئ
د ښه ژوند تېرولو لپاره پر خپلو کارونو تمرکز ساتل خورا اړين دی. د هر کار د ترسره کولو په وخت د ښه توجو پر مټ ښه پايله په لاس راځي. هر يو کار لپاره ښه توجو وکړئ، او په ترسره کولو کې يې ښه کوښښ وکړئ. خپله بشپړه توانايی مصرف کړئ. پدې سره به مو کار ژر او په موثر ډول سره ترسره شي.
د خوښ اوسېدلو کوښښ وکړئ
هره ورځ په باقاعده توګه ورزش کولو سره خوښ پاتې کېدو بهترينه ذريعه ثابتېدی شي. ورزش ستاسې بدن کې ٫نيوروټرانسمټرز٫ او ٫ کاروي سول٫ له پېدا کېدو مخنيوی کوي. دا هغه هارمونونه دي، چې پر انساني جسم د فشار پېداکېدو باعث کېږي. همداشان متوازنه غذا وخورئ، او دماغ مو غېر ضروري سوچونو څخه وژغورئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.