شیزوفرنیا څه ده؟

انور شاه ثاقب

605

د شیزوفرنیا کلیمه د دوه یوناني کلمو Skhizin په مانا جداکیدل او Phren ذهن ته وایي.
شیزوفرنیا یوه رواني ناروغي ده چې په کې د انسان سلوک او کردار غیري عادي حالت ته ځي او د انسان فکر او دماغي ځواک له منځه وړي. په شیزوفرنیا اخته افراد اکثرآ په ټولنیزو کارونو کې ستونزې لري، عاطفه یې کمزوري کیږي.
په شیزوفرنیا د اخته کیدو یو لامل هذیان دی؛ هذیان د موجوده افکارو په هکله ناسم تصور دی چې اخته فرد په کې د شیانو په هلکه ناسم درک لري اخته شخص فکر کوي، چې زه د خلکو له خوا څارل کیږم یا فکر کوي خلک ورته توطیه جوړوي یا فکر کوي خلک یې ځوروي.
بل لامل یې توهم دی؛ توهم هغه کاذبه ویره ده چې په حقیقت کې شتون نلري خو اخته فرد یې احساسوي مګر واقعیت کې شتون نلري.

شیزوفرنیا کله پیل کیږي؟
دا ناروغي په ښځینه او نارینه و کې په ځوانۍ او د ( ۲۰ او ۳۰ ) کلنو په عمر کې پیل کیږي. دا ناروغي لومړی ځل په نارینو کې څرګنده شوه. شیزوفرنیا په (۶۰) کلنۍ کې خپل اعظمي حد ته رسیږي.

د شیزوفرنیا نښې او علایم…

شیزوفرنیا په فکر، ادراک، چلند او احساساتو کې پراخه ستونزې پیدا کوي.
د شیزوفرنیا نښې په دریو برخو ویشل کیږي.
۱- مثبتي نښې ۲- منفي نښې ۳- ادراکي نښو باندې ویشل شوي دي.
۱- مثبتي نښې د نورو رواني ناروغیو نښو ته ورته دي او ځیني وخت ورته د نورو رواني ناروغیو فکر هم کیږي. چې په کې اخته فرد ګډې وډې خبرې کوي، غیري عادي کړنې ترسره کوي او ذهن یې معشوش وي. د شیزوفرنیا مثبتي نښې کیدای شي په هر رواني حالات کې شتون ولري. مثبتې نښې د درملو په وړاندې ژر اغیزه ښئ
او کیدای شي چې د درملو په واسطه د دې ناروغۍ کچه کمه شي.
۲- منفي نښې د نورمال احساساتي غبرګونونو او نورو فکري پروسو کموالی دی؛ یعني اخته شخص پکې په نورمال ډول د کار کولو وړتیا د لاسه ورکوي. په دې کې فرد د خوښۍ احساس له لاسه ورکوي، بې حسه وي، د چارو لپاره انګیزه نلري او ټولنیزو چارو ته یې لیوالتیا کمیږي.
۳- ادراکي نښې ــ ادراکي نښې په شیزوفرنیا کې په زیاته کچه لیدل کیږي، چې د شیزوفرنیا د فرعي نښو څخه ګڼل کیږي. د ناروغۍ په پیل کې ادراکي زیانونه خورا زیات وي مګر په تدریج سره یو څه ښه کیږي. په ادراکي نښو کې د شخص حافظه، استدلال، پاملرنه او د ستونزو حل تر ډیره اغیزمن کیږي.
د شیزوفرنیا ډولونه…
شیزوفرنیا ډیر ډولونه لري دلته یې یو څو په لنډ ډول معرفي کوو.
۱- پارانایډ شیزوفرنیا دا د شیزوفرنیا یو عام ډول دی چې فرد پکې د رسنیو لخوا اغیزمن کیږي. چې په فرد کې د شیزوفرنیا مثبتي نښې لیدل کیږي. په دې کې فرد احساس کوي چې ملګري یې د ته زیان رسوي یا میرمن یې ورسره خیانت کوي. چې دا د ناروغ ناسم فکر او درک دی. دا ډول فکرونه د ناروغ په اړیکو کې ستونزې او مشکلات رامنځته کوي.
۲- غیري منظمه شیزوفرنیا په دې ډول شیزوفرنیا اخته افراد په ورځینو چارو کې ستونزې لري. لکه جامي اغوستل، غسل کول، د خبرو بر مهال د کلماتو نشتوالی، د سترګو د تماس نشتوالی په ټوله کې فرد ذهني ګډوډې لري او ورځینو چارو کې مشکل سره مخ وي.
۳- کیاتاټونک شیزوفرنیا په دې ډول شیزوفرنیا اخته فرد دبدن عجیبه حرکات څرګندوي او په خپلو عضلاتو کنترول له لاسه ورکوي. دا افراد د نورو خلکو د خبرو تقلید کوي، بې خوبه وي او د پیښو او محرکاتو په وړاندې د غبرګون ځواک له لاسه ورکوي.
۴- پاتي شیزوفرنیا د شیزوفرنیا په دې ډول کې د ناروغ د نښو شدت لکه فریب هوښیارتیا او په احساساتو یې کنترول لږ وي. دا ډول شیزوفرنیا په هغه ناروغانو کې تشخیص کیږي چې تر درملني لاندې وي. دا افراد په شخصي حفظ الصحه کې ستونزې لري، بې حسي او خفګان هم په کې لیدل کيږي.

په شیزوفرنیا اغیزمن عوامل…

شیزوفرنیا د عصبي اختلال د ناروغۍ په توګه تشریح کیږي او داسي فکر کيږي چې په نوموړي ناروغۍ اغیزمن عوامل؛ وراثت، چاپیریال او د مخدره موادو استعمال دی.
۱ـ وراثت په شیزوفرنیا د اخته کیدو په برخه کې د وراثت اغیز د ۷۰ نه تر ۸۰ % پوري دی. که چېرته مخکي ستاسو د کورنۍ کوم غړی په شیزوفرنیا اخته شوی وي/ تیره کړي وي نو ستاسو د اخته کیدلو خطر ورسره ډیریږي.
۲- چاپیریالي عوامل لکه د زیږون پر مهال صدمه، د اکسیجن کموالی، د زیږون د مخه خوارځواکي او نور رواني او ټولنیز عوامل په شیزوفرنیا د اخته کیدو خطر ډیر وي.
۳- د مخدره موادو کارول د مختلفو نشه یي توکو او درملو کارول په شیزوفرنیا د اخته کیدو خطر ډیر وي. همدارنګه د مغز ناکافي وده، د ماشومتوب ترخې تجربې او د نیږدي دوستانو د لاسه ورکول هم په شیزوفرنیا د اخته کیدو سبب کیږي.

د شیزوفرنیا درملنه…

دا چې شیزوفرنیا یوه تدریجي او وژونکي ناروغي ده چې د ډیر وخت لپاره د انسان سره پاتي کیږي او هیڅ علاج نلري؛ خو ځیني وخت د رواني درملو کارول کولای شي چې د دې اوږدې ناروغۍ په کمولو کې مرسته وکړي. د دې ناروغۍ تشخیص لږ تر لږه شپږ میاشتي وخت نیسي او د درملو کارول تر هغه وخته اړین دي چې تر څو یې داکټر اړین ګڼي. د دې لپاره چې ناروغ شخص بیرته عادي ژوند ته را وګرځي د کورنۍ او ملګرو ملاټر ورته ډیر اړین دی. دا ملاټر هغه سره په کارونو او کاري چاپیریال کې مرسته وکړي او ملاتړ یې وکړي تر څو فرد د خوندیتوب احساس وکړي او ځان ټولنې سره سازه ګاره کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.