لس هغه تېروتنې چې د خوښۍ مخنيوی کوي

374

ارواپوهان پدې اند دي چې هغه کسان د ژوند کولو عاشقان دي، چې په ژوند کولو مین وي، دوی تر ډیره خوشاله او سالم خلک هم دي. په ځانګړې توګه هغه کسان چې په ورځني ژوند کې ځانته د وړو خوښیو د پیدا کولو په لټه کې وي. ځینې داسې کسان هم شته چې د کاري تیروتنې له امله، د خپلو خوښیو فرصتونه له لاسه ورکوي او خوښۍ نه شي تجربه کولای. دا ډول انسانان کم نه دي. او دا ډول تیروتنې هم کمې نه دي. که غواړئ هغه روانې تیروتنې وپیژني چې د خوښۍ مخه نیسي، موږ یې ۱۰ هغه مهیمې چې د سلوک او رفتار اروا پوه (جیمز پاک) راټولې کړې، په دې مطلب کې راټولې کړې چې تاسې یې ولولئ.
۱ـ د معنی لرونکو او ژورو اړیکو نه ځان ساتنه
( لکه واده، ژوره دوستي او له کورنۍ سره تل په تماس کې پاتې کیدل) روان شناسان په دې آند دي چې له نورو سره د پیاوړو ټولنیزو اړیکو درولودنکي خلک په لږه پیمانه د مرګ له ګواښ سره مخ کیږي. څیړنې ښیي هر هغه څوک چې پیاوړې ټولنیزې اړیکې ولري، په دوی کې د ژوند کولو او خوښيو غوښتنه د نورو په پرتله ډیر وي.دوی په دې آند هم دي چې پخوانۍ ملګرتیاوې له هغه ملګري سره مرسته کولای شي چې په سرطاني ناروغۍ اخته وي او ملګرتیا د دې سبب کیږي چې ناروغ د سرطان په وړاندې مبارزه وکړي او زړه یې غواړي تر ډیره ژوندی پاتې شي.
یوه علمي څیړنه ښیي؛ په یوه تل پاتې مینه ناکه رابطه پالل او یا د خپلې خوښې وړ واده کول، د خستګي او په ځینو سرطانونو د مبتلا کیدو خطر راکموي. د اوکیناوای هیواد ژاپن نومي قوم د دغه هیواد ترټولو بیوزله خلک دي مګر عمر یې له نورو خلکو څخه اوږد دی.
څیړونکي په دې اند دي چې د دې سیمې خلک د خپلو کورنیو سره د پیاوړو اړیکو درلودلو له کبله نه منونکی اوږد عمر لري. دا او دې ته ورته مطالعې ښیي چې د یوې خوښ او سالم ژوند لپاره دوستي او له دوستانو سره پيوستون په پام کې نیول ډیر ضروري دي. څیړونکو په شپږو زرو مجردو کسانو څیړنې کړې او دې پایلې ته رسیدلي چې واده کړي خلک د مجردو په نسبت خوښ او سالم ژوند لري.
۲ـ تر اندازې کېناستل
هغه خلک چې توله ورځ د تلویزیون مخ او یا د کمپیوټر سکرین ته مخا مخ ناست وي. د تلویزیون څنګ او یاهم په کمپیوټر باندې اوږد مهاله کار کول یو له بل سره کوم توپیر نه لري او دا دواړه عملونه انسان د زړه په ناروغۍ اخته کوي او د ژر مړینې سبب هم کیدای شي. په ۲۴۰ زره تنو ترسره شوې بله څیړنه ښیي، هغه کسان چې په ورځ کې د اوږدې مودې لپاره مبل یا صندلي ته کښیني د نورو په پرتله غمګین او ناروغ وي.
۳ـ تل تیز نفس ایستل او د سکون نه درلودل
ځینې څیړونکي په دې باور دي چې یوګا او میدیتیشن (سکون او په آرامه ساه ایستل) د خلکو له خوښیو سره ډیره مرسته کوي. دوی په دې اند دي چې سکون او په آرام ډول ساه ایستل او له ورځنیو ستړیاوو د مغز ساتل وجود ته یوه پاچاهي غذا ده. د ماغزو سالم او خلاص احساس، د یوه سالم او خوښ وجود ډاډ درکوي.
کله چې سهار وختي له خوبه پاڅیږئ او په آرام ډول له خپل مغز څخه کار اخلئ، هره ورځ به اضطراب او تشويش ستاسو میلمه وي. په ورځني ډول ماغزو ته استراحت ورکول او په آرامه د ساه ایستل د غصې او قهر اندازه کموي او له خوب سره مرسته کوي.هرهغه څوک چې آرام خوب وکړي او لږ وخت غصه وي، سالم او خوښ خلک دي.
۴ـ په ایمان او دین عقیده نه درلودل
طبي څیړنې ښیي؛ په دین او معنویت درلودونکي وجود کې د اعلاج اغیزې لوړې وي. د قوي عقیدې او ایمان درلودونکي خلک ډیر لږ د د زړه د خفګان او نا امیدي سره مخ کیږي. څیړنو دا هم ښوودلې چې مذهب په انسان کې د دوستی او له ټولنې سره د ښو اړیکو حس رامنځته کوي. څیړنې دا هم په ډاګه کوي چې موږ ټول یوه معنوي حس ته اړتیا لرو، دا چې په یوه واحده او لویه معنوي هستۍ او یوه خدای ج پورې پیوست پاتې شو، له ویرې او نا امیدي څخه لرې کیږو، اوتل بې پایه او واحدې قوي منبع ته امید وار یو.
څیړونکي په دې هم باوري دي چې د قوي ایمان او عقیدې درلودونکي خلک د پاتې نورو هغه کسانو په پرتله چې ځانونه بي دینه معرفي کوي ډیر خوښ او روغ دی. د قوي ایمان درلودونکي خلک هر غم او تکلیف روان او ژر تیریدونکی ګڼي او په دې اند دې چې په هره تیاره پسې رڼا شته.
۵ـ وړتیاوو او خلاقیتونو ته نه پاملرنه
څیړونکي باوري دي چې خلاقیتونو ته پاملرنه نکول د ناروغۍ د کمښت او بدني پیاوړتیا سبب کیږي.د هاروادر د عمومي څیړنیو مرکز(Harvard university) ښودلې ده چې هنر او خلاقیت د خفګان او نا امیدي د کچې په راکمولو او د مثبتو احساساتو په زیاتولو کې مرسته کوي او په افسردګي د اخته کیدو کچه راټيټوي. په ( health) مجله کې خپره شوې مطالعې دا ثابته کړې چې په ایډز اخته ناروغانو کې خلاقیت، د دوی په ناروغۍ کې ښه والی رامنځته کوي، یعنې هر څومره چې په ژوند کې ښې نظریې ولري، د روغتیا کچه یې هم لوړیږي.همدارنګه هغه کسان چې په افسردګۍ اخته دي، د نقاشي کول د دوی له روغتیا سره ښه مرسته کولای شي.
۶ـ بهر ته نه وتل او په کور د ننه کیناستل
سفر د دې لپاره نه چې په ټوله نړۍ وګرځې یا د خپلې الوتکې په وسیله خپلې شخصي ځانګړې شوې جزیرې ته لاړشې. سفر کول او ګرځیدل په دښته، فصل او د کور خوا او شاه هم کیږي. په بیابان او ځنګله کې یوه ورځ ګرځیدل او د لمر تر نور لاندې پلي مزل کول، سړی په خپل نفس باوري کوي او د رواني ناروغیو د کچې په راټیټولو کې مرسته کوي. پلي ګرځیدل، غرونو ته ختل او په پارکونو کې ورزش کول له نورو سره د انسان تعاملات غښتلي کوي، په خپل نفس یې باوري کوي، وزن یې کموي او د وجود په روغتیا او ښادۍ کې هم مرسته کوي.
د وزن کمولو خبره؛ په کور کې کیناستل، د فزیکي فعالیت نشتوالی د چاغښت سبب کیږي. چې خپله زیات وزن د نا آرامي ، غم او خستګۍ او حتی له خوښ اوسیدو سره د خدای پامانۍ سبب هم کیږي.
کله چې مغز د سکون او سلامتی احساس وکړي، د سالم او خوښ وجود ډاډ درکوي.
۷:ـ په ټولنیز ژوند کې برخه اخیستنې ته نه پاملرنه
هر انسان په ټولنیز ژوند کې یوه برخه لري. هڅاند او فعال ژوند په دې مانا چې د ټولنې د یو غړي په توګه کله چې تا ته اړتیا پیدا شي خپل کار په ښه توګه پای ته ورسوې. ژوند په خوړلو، خوب کولو، جامو اخیستلو، فیلم لیدلو او له یو د بله له څنګه په تیریدلو هم تیریږي؛ مګر ژوند هغه وخت خوښ، سالم او معنی لرونکی کیږي چې ( هر چه پیش آید، خوش آید) نشي. مثال د هغه جامو د اخیستو په بدل کې چې ته ورته جدي اړتیا نلرې، کولای شې څو تنه وږي ماړه کړې او یا د خیریه ټولنو……. په لویو ټولنیزو پروګرامونو کې برخه واخلې.
خوښ وګړي، فعال او بښونکي وي چې په ټولنه کې خپله برخه په ښه ډول سمبالوي.یوازې خپل ځان ته پاملرنه کول او خپل ځان لیدل په اوږده موده کې د رواني او افسردګي ناروغیو سبب کیږي او له خوښیو سره مخه ښه کوي.
۸ـ په هغه کار کې پاتې کیدل چې مینه نه ورسره لرئ
په هغه کار کې پاتې کیدل چې مینه نه ورسره لرئ، ستاسو د زړه په روغتیا داسې بلاوې راولي چې باور یې هم نشئ کولای. (karoshi) په ژاپني کې په بې مینې ډیر کار کې د مرګ په مانا ده. که نه غواړۍ ( کاروشي) شئ او د زړه په حمله مبتلا او له فاني نړۍ سره خدای پاماني وکړئ، نو ژر تر ژره د خپل کار او شغل په اړه فکر وکړئ.
څیړنو په ډاګه کړې هغه کسان چې له خپل کار سره مینه لري او په کاري چاپیریال کې له خپل رئیس او مستقم مسئول او همکارانو څخه کم استرس ترلاسه کوي، خوښ ژوند او سالم بدن لري. هغه کسان چې په خپل کاري چاپيريال کې زړه ستړی وي د ژر مړینې چانس هم له ځان سره لري.
۹ـ ډوډۍ يوازې خوړل
برایان وانسینګ د (cornell university) کرنل پوهنتون استاد په دې عقیده دی چې هغه کسان چې یوازې ډوډۍ خوري غمجن او ناروغ وي. څیړنو دا هم ښوولې هغه خلک یوازې ډوډۍ خوري، کم ځله د ډوډۍ په سالم جوړښت فکر کوي او ډیر ځله غیر سالمه او ژر مړیدونکې ډوډۍ خوري. دوی باور لري چې دا ډول خلک یوازې په دې فکر کې دي چې ژر غذا وخوري او ماړه شي او هیڅ کله یې دې ته نه فکر کیږي ترڅو داسې غذا وخوري چې سالم او خوښ پاتې شي.
په سهار کې د ډوډۍ نه خوړلو او بیګا د ډیرې غدا خوړلو عادت په انسان کې د زړه او رګونو د ناروغۍ او حتی مغز د فلج لامل ګرځي. له ځان سره یوازې غذا خوړونکي خلک ډیر خواږه خوري چې په پای کې د شکر په ناروغی هم اخته کیږي.
۱۰ـ په دې عقیده لرل چې تاسو د سلامت او خوښ اوسیدو وړ نه یاست
ټول انسانان د سالم او خوښ ژوند غوښتونکي دي. په امریکا کې د هیوسټون پوهنتون څیړونکو (university of Houston) له یوې لس کلنې څیړنې وروسته دې پایلې ته رسیدلي ، هغه کسان چې خپل ځانونه تل د خوښۍ او عشق وړ بولي تر هغو کسانو ډیر سالم دي چې دا احساس نلري. په خپل نفس بې اعتماده او ځانته په وړه سترګه کتونکي خلک تل ځان د هغه څه وړ بولي چې نه یې ویني.د مثال په توګه دوی چې په هر ډول شرایطو کې دا وایي چې موږ د همدې حالاتو لایق یو او د خپل حال د بدلولو لپاره هیڅ هلې ځلې نه کوي.
څیړونکي وایي که چیرې تاسو د تل په شان په خپل ژوند کې د نورو له قضاوت نه وویریګئ او په خپل ځان باور ونه لرئ، هیڅکله نشئ کولای هغه شرایط چې تاسو یې وړ یاست تجربه کړئ. یو ځل د تل لپاره هوډ وکړئ په هغه شرایطو کې چې یاست، که چیرې بد او رضایت بښونکي نه وي، باید دایمي او ابدي وي. تاسو کولای شئ د خپل ژوند کنټرول پخپل لاس کې ونیسئ او شرایط د ځان لپاره بدل کړئ. په داسې حال کې پاتې کیدل او سوزول د رواني او نورو ناروغیو احتمال ډیروي، د خستګۍ فشار لوړوي او د تل لپاره مو خوښي له ژونده کډه کوي تر هغو چې حتی بیا به مو هیڅکله د ژوند خوښیو ته لاس ونه رسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.