په دې نو څه ؟

ارواښاد سید شمس الدین مجروح

428
د غلطې لارې مل باندې نو څه
چې لار ورکه شي مزل باندې نو څه
چې آواز د بلبلانو پکې نه وي
په هغسې ګڼ ځنګل باندې نو څه
چې یې می او معشوقه په خوا کې نه وي
په شنه کښت او په کبل باندې نو څه
چې د خولې خوند یې خراب وي له مرضه
په خوږو شهدو عسل باندې نو څه
چې دې شپه پکښې توده د ژمي نه شي
په هغه ښایسته کمپل باندې نو څه
چې زړه شین په ناکامۍ او په حسرت وي
په هغه طول امل باندې نو څه
د جګړې په وخت کښې غوڅه چې ونه کا
د هغې تورې په ځل باندې نو څه
توریالي زلمي ځوانان چه پکښې نه وي
په دا هسې کلک مورچل باندې نو څه
چې سړی په علم و فضل ښایسته نه وي
د ډولی جامی ځل بل باندي نو څه
چې ملا یې په خوله وائی هغه نه کړي
د منبر په سر کلکل باندې نو څه
چې د خدای د مخلوق خیر پکښې هیڅ نه وي
د زاهد په نیک عمل باندې نو څه
چې جذبات د محبت په منځ کښې نه وي
په هغه ساړه محفل باندې نو څه
چې آواز ئې په قام باندې اثر نه کا
د مجروح خواږه غزل باندې نو څه؟

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.