د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ څومره ګټه کړې؟

304
14 دقیقې مخکې

په سویس کې د افغانستان د شاوخوا ۳،۵ میلیارده ډالرو کنګل شویو پیسو د مدیریت له پاره د وجهي صندوق مدیره هیئت خپله دوهمه جلسه کړې او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو پر څرنګوالي او انتقال یې بحثونه کړي دي.

د افغانستان د کنګل شویو زیرمو د مدیریت له پاره ټاکل شوي مدیره پلاوي تیره میاشت خپله دوهمه جلسه کړې چې پکې یې د کنګل شویو شاوخوا ۳،۵ میلیارده ډالرو د مدیریت او د افغانۍ د ثبات د ترلاسه کولو له پاره یې د یادو کنګل شویو پیسو د انتقال او ویش په هکله بحثونه کړي دي.

دا د یاد وجهي صندوق د مدیره پلاوي دوهمه رسمي جلسه وه چې په انلاین ډول رابلل شوې وه.

تیر کال په امریکا متحده ایالاتو کې د افغانستان د کنګل شویو زیرمو څخه شاوخوا ۳،۵ میلیارده ډالر د «افغانانو له پاره د وجهي صندوق» په نامه یوه حساب ته انتقال شوي دي چې د امریکا متحده ایالاتو د چارواکو په خبره طالبان به ورته لاس رسی ونه لري. طالبانو بیا د امریکا دغه پریکړه غندلې وه او هغه یې د نړیوالو قوانینو تر پښو لاندې کول یاد کړي ول.

محرابي رویترز خبري اژانس ته د یادې جلسې په هکله ويلي دي: «د زیرمو د انتقال په دې برخه کې پر ممکنه انتخابونو باندې بحث وشو. هغه زیاته کړې ده چې دلته «په واضح ډول نظریه دا ده چې د [افغانۍ] د ثبات ترلاسه کولو له پاره د پیسو  انتقال ته اړین اقدامات عملي شي او ممکنه حل لارې وموندل شي.»

محرابي همدا راز ویلي دي چې هغه په دې باور دی چې دغه پیسې باید یوازې د افغانۍ د ثبات او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت د لویدو مخه پرې ونیول شي.

د پخواني نظام تر سقوط وروسته په بهرنیو هیوادونو کې د افغانستان ارزي شتمنۍ کنګل شوي دي.
د پخواني نظام تر سقوط وروسته په بهرنیو هیوادونو کې د افغانستان ارزي شتمنۍ کنګل شوي دي.انځور: Haroon Sabawoon/AA/picture alliance

د افغانستان کنګل شویو پیسو احتمالي استفاده

محرابي له رویترز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې هغه د دې نظریې خلاف دی چې له کنګل شویو زیرمو دې د افغانستان د وارداتي برېښنا لګښت او همدا راز د افغانستان د پورونو او یا هغو پیسو په ورکړه کې ترې استفاده وشي چې د افغانستان اوسنۍ اداره یې مسوولیت لري.

د محرابي په خبره، د افغانۍ د ثبات له پاره که چیرته اړتیا وي، دوی به مداخله وکړي او ان د اسعارو په بازار کې به د ډالر په مقابل کې افغانۍ واخلي ترڅو په دې توګه یو شمیر افغانۍ له اقتصادي چرخش څخه خارج کړل شي چې په پایله کې به یې د نوموړي په خبره انفلاسیون هم ثابت وساتل شي.

د محرابي په شمول یو شمیر اقتصاد پوهان وايي چې په تیرو میاشتو افغانۍ د نورو اسعارو په پرتله ثابته پاتې شوې او د دوی په باور د دې کار دلیل هم د ملګرو ملتونو له لوري افغانستان ته د ډالرو دوامداره انتقال دی.

د پخواني جمهوري نظام تر سقوط وروسته او واک ته د طالبانو له رسیدو سره سم افغانۍ خپل ارزښت په بې ساري توګه له لاسه ورکړ خو د وخت په تیریدو سره یې خپل ارزښت بیرته ترلاسه کړ.

د افغانستان د کنګل شویو ارزي شتمنیو د وجهي صندوق نوموړي غړي همدا راز ویلي دي چې مدیره پلاوي په دې جلسه کې د مدیره پلاوي د مصارفو د پوره کولو له پاره د بهرنیو مالي مرستو د موندلو له پاره هڅې کړې څو په خبره یې چې د کنګل شویو پیسو د مدیریت مصارف له کنګل شویو پیسو استفاده نه شي.

د شاه محرابي په حواله، کنګل شویو پیسو د ۲۰۲۱م کال راهیسې (له هغه وخته چي کنګل شوي) ۳۶ میلیونه ډالر ګټه کړې او د تیر سپتمبر میاشتې راهیسې وروسته له هغه چې یاد وجهي صندوق ته انتقال شوي دي د روان کال د جنوري میاشتې تر پایه پورې ۳۴ میلیونه ډالر نوره ګټه هم کړې ده چې په مجموعي ډول ۷۰ میلیونه ډالر کیږي.

دویچه ویله

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.