برات

پتانه ژوند

735

نن سې شنبه د1401کال د( 12مې) میاشتي یا حوت (16مه) او د عیسوي 2023 کال د مارچ ( 7مه) چې د  هجري 1444کال د (8مې) میاشتي یاشعبان (14مه) ، چې  د شعبان د پنځلسم شپې یا د برات سره سر خوري.

د شعبان( 15مه)  یا د برات شپه- چې زیاتره مسلمانان  یې په عبادتونو او نفلونو په ویښه سبا کوي او د سهار د لمر څرک یې پای ته رسوي.

ویل کیږي چې دا شپه خدای (ج)ته منظوره شپه ده او د کال ټول اعمال رب (ج) ته ستنیږي او د  کال تقدیر بدلیږي .

نو ځکه په همدې شپه زیاتره مسلمانان دا شپه په عبادت او نفلونو سبا کوي تر څو د دوی د عبادت تله درنه شي.
ورځ روژه نیسي ماښام خیراتونه کوي او د شپې ډوډۍ ته رنګا رنګ خواړه د خپلي کورنۍ لپاره د صدقې په پار تیاروي او په همدې باور چې لمړۍ صدقه په خپلې کورنۍ ده.

که له یوې خوا برات  خلک په عباداتو لمانځي مګر برات  د ماشومانو لپاره  ځیني لوبې هم د ځان سره راوړي او لري. لکه (سپین ږیریکی) یا د بابا رول لوبه چې ماشومان کور په کور ګرځي او د بابا تر عنوان لاندي پیسې او وړه ټولوي او مېله کوي.

د همدې تر څنګ، دا شپه په زیاتره ولایتونو کې د برات په ماښام ماشومان د شب برات چې له شپې برات نه اخیستل شوی نوم ده، په دې  نامه اور لوبه هم کوي چې ویل کیږي دا دودیزه اور لوبه یا شب برات د پیړیو وړاندي د اتش پرستانو دود دی چې تر اوسه  ژوندی پاته ده.

دا شپه هر چا تر خپله وسه لمانځلې، د همدې تر څنګ برات  نجونو هم نه ده هیرکړی ځکه په همدې شپه نجوني هم سره راټولیږي پال اچوي او سندري کوي.

شاید دا شپه ډېره عجیبه او دا یې درک کړې وي، او په دې پوهه  وي چې انسانان د عبادت تر څنګ میني یوالي او هنر ته هم ضرورت لري. چې د کورنۍ مشران په عبادتونو شپه رڼوي او ځوانان او ماشومان په مېلو.

هېره دي نه وي چې دا شپه په زیاترو  روایاتو  یاده شوې او زیاتره خلک برات د روژې نه په لار پاکونکي او روژې ته د ښه راغلاست په نوم هم یادوي او زیاتره شاعرانو، هنرمندانو او لنډۍ ویونکو پښتنو هم په شعرونو سندرو او لنډیو سره یاده کړې او لمانځلې.
لکه په دې روایتي لنډۍ کې چې وایي:
(براته لنډوره)
( د روژې لمخي وځې لکه مینځه مروره)
او د دې لنډۍ په ویلو سره موږ ته پته لګیږي چې دا میاشت ډېره په تیزي سره د روژې له مخي ایسته کیږي او تیریږي.

پتانه,,ژوند,,

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.