پر نجلۍ باندې د ډزو دود

آصف بهاند

571

پر نجلۍ باندې د ډزو دود

د افغانستان په ځینو سیمو کې د نجونو د ازادۍ د سلبولو یو ناوړه قانون

د مارچ اتمه، د ښځو نړیواله ورځ

زموږ په وطن کې، په تېره د پښتنو په نالیکلو ناوړه دودونو کې یو دود چې د نجونو ازادی سلبوي او د ژوند د بربادۍ بنسټ یې ږدي، پر نجونو باندې ډزې کول دي. دا دود داسې دی چې هلک یا د هلک د کورنۍ کوم نارینه راځي د یوې نجلۍ د کور په مخ کې درېـږي، څو ډزې کوي او ورسره په لوړ غږ وایي چې دا ډزې د دې لپاره وې چې د پلاني لور د پلاني د زوی شوه او دې ډول یاده جلۍ د ډزوو کونکو دعوا گیره شوه. دا د نجلۍ په مقابل کې د زورزیاتي هغه نالیکلی قانون دی چې د بېشمېره نجونو ژوند یې ور برباد کړی دی.

پر نجونو باندې ډزې کول ډېرې ناوړه پایلې لرلي او لري یې. که نجلۍ کورنۍ ځواکمنه وي، د ډزې کونکو په مقابل کې درېـږي او که پېځواکه وي، نو په لومړۍ گام کې د نجلۍ ژوند برباد وي، له هغه سره هم مهاله یې ټولې کورنۍ ته حیثیتي او رواني صدمه وررسېـږي او ډېر ځلې داسې مسألې په لویو دوښمنیو بدلې شوې دي او د پوښتنې یې هم څوک نه وي.

سره له دې چې څو ځلې د دې دود پر ضد جرگې مرکې او پرېکړې شوې دي، خو ډېـر لږ د داسې پرېکړو خیال ساتل شوی دی، زورور پر دې پرېکړو پښې اړوي او نجونې وروسته تر ډزو په زوره ودوي.

د دې جرگو مرکو یوه بېلگه تېرکال په پکتیا کې ترسره شوې وه چې بي بي سي پښتو یې رپوټ خپور کړی و، دا یې د رپوټ یوه برخه ده:

«پکتیا کې پر نجلۍ د ډزو پر دود بندیز؛‌ د طالبانو مشر هم د ودونو اړوند حکم صادر کړی

د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ کې د قومي مشرانو او طالب چارواکو د ګډې پرېکړې له مخې، دغلته پر نجونو د ډزو دود باطل اعلان شوی او عامل به یې د طالبانو حکومت له خوا ۵ میلیونه افغانۍ جریمه کېږي.

د څمکنیو ولسوالۍ یو قومي مشر حاجي ګل محمد یې په اړه وايي: ” که څوک په کومه نجلۍ باندې ډزونه وکړي، د هغې په باره کې مو ۵۰ لکه افغانۍ جریمه وتړله او جریمه به د ‘طالبانو حکومت’ ته ور کوي.

هغه نجلۍ به د حکومت او قومي مشرانو په ملاتړ په هماغه کلي کې بل چا ته ودېږي او په ډزو کوونکي به بنده وي.”

دغه کې دود کې هلک خپله یا د هغه کورنۍ غړي د نجلۍ د کور مخې ته ډزې کوي او نجلۍ نوره د ډزو کوونکو انحصاري ښځه یا دعوه ګیره انګېرل کېږي.

د ډزو په وسیله د نجونو ودولو یا د نجلۍ له کورنۍ څخه بل چا ته د هغې د نکاح کولو حق اخیستلو دود له پخوا د نجلۍ پر وړاندې د زور زیاتي یو لوی لامل ګڼل کېږي.

ډېری وختونه د نجلۍ د کور تر شا ډزې د کورنۍ او قومونو ترمنځ د دوښمنۍ سبب هم کېږي.

ملک ولي خان احمدزی له کابله د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته تللی چې دغلته د لویې پکتیا د مېشتو کډوالو کورنیو ترمنځ پر نجلۍ د ډزو یوې تازه پېښه کې منځګړتوب وکړي او یوه حل لار ورته را وباسي. ښاغلي احمدزي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، د نجلۍ ورور ډزې کوونکي کس ته د نجلۍ له ور کولو انکار کړی او خبره دوښمنۍ ته ور نږدې شوې ده…»

دا مسأله په نسلونو ــ نسلونو زموږ پر ټولنې حاکمه ده چې تېروتنه نارینه وکړي، پور یې ښځه پرې کوي دا لاندې څو کرښې یوه دردمن ځوان لیکلي دي، وېگورئ چې څومره ترخه حقایق پکې ویل شوي دي:

«یو وخت مې د اساسي قانون شرحه کتله، د بُن د کنفرانس او توافقنامې په هکله پکې تفصیلي بحث و، چا چې هوکړه لیک امضا کړی او د امریکایانو راتګ ته یې په خپل فکر له حقوقي پلوه اجازه ورکړي وه د  هغه کسانو نوملړ مې پوره ولوست، په لست کې ۱۰۰% نارینه و او يوې ښځې هم نه و امضا کړی، چې له دي جملې تقریبا ۹۵% یې پخواني مجاهدین و.

زموږ هیواد کې چې هره برخه کې نارینه لړل وکړي، پور یې ښځې پري کوي.

بازار کې جنګ حاجي پتنوس وکړي، کنځل کور کې ناستې ګل بشرې ته کیږي!

قتل غلامیدین کړی وي، جرګه مار په بدو کې ګل مکۍ ورکړي!

په هیواد سودا الحاج مجاهد اغا کړي وي، ښوونځی د شهیدې ناهید او ملالۍ بندیږي!

چي ښځه ونه ګڼې داسي لکه ځان چي ګڼې

زه درته کله هم سړی نه وايم، سيال نه وايم»

د داسې ناوړه دودونو مخنیوی هغه وخت په عملي ډول کېدای شي چې په خلکو کې سواد او تعلیم عام شي، د خلکو سویه، د پوهې کچه او مدرنه ژوند لوړو پوړیو ته ور جگ شي، خو له بده شامته اوس زموږ په هېواد کې داسې حالات حاکم شوي دي چې د نوي او مدرن ژوند پوړیو ته ورجگېدل خو پرېـږده، د خلکو د عادي ژوند شرایط سخت شوي دي، د سواد زدکړې، ښوونخي او لوړه زدکړو کیسه خو اوس په یوه خیال بدله شوې ده، په تېره نجونو او مېرمنو ته.

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.