هره ورځ یو ګیلاس د ګازرو اوبه وڅښئ

حنیف طیب

635

هره ورځ یو ګیلاس د ګازرو اوبه وڅښئ ، نو روغتیا ته مو دغه ګټې رسوي !

په ګازرو کې په زياته اندازه انټي اوکسيدونه ، فيبر ، ويټامينونه او ډېر نور معدني مواد شته ، کولی شئ ګازر يوازې وخورئ کولی شئ جوس ترې جوړ کړئ ، که يې تر ماشين و باسئ وريجو کې هم خاص خوند لري .

 ګازره د سترګو ليد او پوست ته خاصې ګټې لري .

د ګازرو جوس د وزن په کمولو او د سرطان په مخنيوي کې مهم رول لري .

د ګازرو جوس زيات معدني مواد لري چې سترګو ته ګټور دي ، يو ګيلاس د ګازرو جوس که هره ورځ وڅښل شي ، د بدن ټول A ويټامين پوره ساتي ، دغه ويټامين د سترګو په روغتيا کې مهم رول لري .

 ګازره د سترګو د نظر د کمیدو او نورو ناروغيو مخنيوی کوي ، پر دې سربېره ګازره په زياته اندازه لوټین او زيګزانټين لري چې سترګې له خطرناکو وړانګو ژغوري.

 د ګازرو دويمه لويه ګټه داده چې د وجود دفاعي سېسټم پياوړی ساتي ، په ګازرو کې موجود A او C ويټامين د بدن سلولونه له آزادو راډيکالونو او نورو خطرونو ژغوري .

په ګازرو کې په زياته پيمانه B6 ويټامين هم شته . که يو ګيلاس د ګازرو جوس روزانه مصرف کړئ د بدن ۳۰٪ B6 ويټامين پوره کوي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.