د نجونو او ښځو حقوق او ازادي ګانې

داکټر ابراهیم شینواری

631

د نجونو او ښځو حقوق او ازادي ګانې

(د مارچ اتمه – د ښځو نړیواله ورځ)
رسول الله صلی الله علیه وسلم پر نورو مواردو او مواقعو سربېره د حجة الوداع په مشهوره خطبه کې (چې د هغه مبارک تر رحلت لږه موده مخکې یې ایراد کړه) د ځو محدودو موضوعاتو په څنګ کې له میرمنو سره د ښه سلوک سپارښتنه کړې ده. کاشکې دغه سنت په دې ۱۴۰۰ کلونو کې پر مخ تللې وای، خو متاسفانه زیاترو اسلامي ټولنو په دغه برخه کې د سقوط تر حده شاته تګ کړی دی.
تر ټولو بد مثال یې په ګران افغانستان کې د نجونو او ښځو پر مخ د زده کړې او کار د فرصتونو بندول دي.
مشهوره وینا ده چې که د یو هیواد د پرمختګ او یوې کورنۍ د مهذب توب اندازه معلومول غواړئ، نو نجونو او ښځو ته د درناوي او حرمت اندازې او د هغوی توانمنۍ اوموقف ته وګورئ.
د نجونو او ښځو معقول او حقه حقونه ورکول په څو فکټورونو پورې اړه لري:
لومړی. د ټولنې عام نورمونه، ارزښتونه او ذهنیت ښځو او نجونو ته په کوم نظر کوري؟
دویم. آیا عامې پالیسیانې او ټولنیزې (دولتي او نادولتي) موسسې ښځه د مساوي او متناسبو وړتیاوو لرونکي انسانان ګڼي، په دغو موسسو کې عملي برخه ورکوي او که د کور یا ګور یې ګڼي؟
درېیم. آیا په ټولنه کې جنکۍ او ښځې د هلکانو او نارینه و په شان په زده کړه، کار، عاید پیدا کولو، ټولنیزو مسایلو کې په برخه اخستلو او په پریکړو کې د د نظر او حق لرونکې دي؟
څلورم. آیا ښځې او نجونې مالي زیرمو ته لاسرسی او پرې متناسب او مساوي کنټرول لري که نه؟
پنځم. آیا نجونو او ښځو ته د کور، کلي او هیواد په چارو کې کوم رولونه او مسؤولیتونه ورکول کیږي او کوم نه ورکول کیږي. آیا یوازې د کور کارونه او د ماشومانو روزنه یې مسؤولیت دی که ټولنیز، تصمیم نیونکي او مسلکي مسؤولیتونه او دندې هم لري؟
شپږم. آیا جنکۍ او ښځې د هلکانو او نارینه و په شان د درنښت او حرمت له مساوي حالت څخه برخمنې او په نتیجه توانمنې دي که نه؟
که د دې پوښتنو ځواب مثبت وي، دغه ټولنه د انساني پرمختګ په ښه حالت کې ده او که ځواب منفي وي، ټولنه وروسته پاتې ده او زیات کار او هڅو ته اړتیا لري چې د ټولنې نیمایي نفوس د خپلو حقوقو او ازادیو په لاس ته راوړلو کې بریالي شي.
دا شاخصونه باید په فردي، کورني او (د دولت په شمول) ټولنیزو موسسو په درې واړو سطحو کې وارزول شي.
په شلمه پېړۍ کې د انساني ټولنې یو لوی پرمختګ دا وو چې د نجونو او ښځو پر مخ زیاتره محدودیتونه رفع او د زده کړې، کار، پریکړو کولو، اغیزکولو، پالیسيو جوړولو او نورو برخو کې نسبتاً ښه شرایط ورته برابر شول، خو دا پرمختګ کافي نه دی او د لا زیاتو بریاوو پر لور باید د اعتلا پر لور لاړ شي.
افغان نجونې او ښځې هم حق لري چې د زده کړې او ټولنیز ګډون حقوق یې ورکړل شي. دوی پخپله هم باید مبارزه وکړي او عام نارینه او روښانفکران، پالیسي جوړوونکي او چارواکي هم خپل مسؤولیتونه په مثبت او اغېزناک ډول ادا کړي.

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.